غزل
ستا بدرګې ته مې باڼه نن ستا په لاره وتي
څوک دې ړانده کړل د چا سترګې ستا لپاره وتي
زما ورته پام نه شو چې سرمې ستا په پل ايښي واې
ګيله منــــمه خو فـــکرونه له اخــتياره وتي
عشقه داڅه دې شوګيروسره عادت کړمه زه
دآسمان ستوري رانه څو ځله له شماره وتي
چا ويل بدرۍ ډکه ځولې د ګلابونو راوړي
خلک د ملا په آذانه سر له سهاره وتي
لارې ګودرې ترې خطا دي ليوني دي خلک
په قسمت خوار دي لکه ما له کار او باره وتي
خداې که د سر د غوڅيدو ويره په زړه کې لرم
ډيرۍ سرونه د فرهاد غوندې له داره وتي
دميکدې کوڅې نه سرې سترګې نشه را ګرځم
ځکه خونن مې تږي سترګې له خماره وتي
آرينه يا خو دې نظر سیکه ناچل وخاته
يا که د حسن سودا ګرې له دې ښاره وتي