د پکیتکا ولایت په مرکز ښرنه کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست په چوکاټ کې دوه پروژې د څلور ویشت میلیونه افغانیو په مالي لګښت سره د پکتیکا د والي له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وایي د کلیو پراختیا او بیاغونې او نورو ریاستونو په چوکاټ کې یې ګڼ شمېر پروژې په بېلا بېلو سیمو کې ګټې اخیستنې ته وسپارلې چې له دغو پروژو څخه اوس د دغه ولایت زیات شمېر ولسونه ګټه پورته کوي.
ښاغلی وحدت وویل دغه دوه پروژې چې یوه یې د مرکز ښرنې د پلتو سربند د اوبو د تنظیم او استنادي دیوال او بله یې د ښرنې د ممي کلي د پل او ۳۸۰ متره استنادي دیوال د جوړیدو پروژه وه چې په دواړو پنځه ویشت میلیونه افغانۍ لګښت شوی او د دواړو پروژو چارې د همدې ولایت د کلیوالي شورآګانو له لوري په سم او لوړ کیفیت ترسره شوې دي