د دنیا په کار بار کې حک حیران یم
ځان مې هیر د بل په بدو کې ګویان یم
که هر څومره دنیا مومم نه مړیژم
په حلالو په حرامو کې یو شان یم
خپله ګټه مې چې وي یمه خوشحاله
که بل هر څومره تاوان کوي خندان یم
په کارونو مې د رب مخلوق شرمیژي
بیا ادعا کوم چې او خلکو انسان یم
سوچ او فکر مې دهشت او غلامي ده
هسې خوشي کړم ادعا چې مسلمان یم
د بل مرګ او د بل درد ته خوشحالیژم
د انسان په څیره زه هسې شیطان یم
اکبري انسانیت مړ په دې دنیا شو
ځان کړم یاد اوس په کوم نوم ځان ته حیران یم