نېپ او نظرياتي کشمکش!
احمد شاه بابا چې کله د افغانستان حدونه ټاکل او امير عبدالرحمن چې کله يو قوي مرکزي حکومت جوړاوه نو دا يې په تعريف شوي ملتپالنه کې نه ترسره کول، دا هر څه ډېر طبيعي وو. خو په شرق کې په ځانګړي ډول په شلمه پېړۍ کې ملتپالنه په تعريف شوې اډانه کې لوستي قشر ته معرفي شوه، دې ملتپالنې ته ځانګړي عناصر وټاکل شول او د همدې عناصرو په اډانه کې پولې او حکومتونه وټاکل شول، دا عناصر پر قوم، ژبې، رنګ، نسل، تاريخ او دين راټول وو. عموماً په ملتپالنه کې دين د خلکو په عنعناتو تعبيريږي، يو څو خاص مراسم وي او نور د ژوند په چارو کې دين ته صبر وي.
په دې ډول نو ملتپالنه په دغه عناصرو کې يو داسې ظرف دی چې د ژوند لپاره کومه مشخصه نظريه او سېسټم نه لري، بلکه کېدای شي د اقتصاد لپاره کمونېزم غوره کړي، کېدای شي د اډم سمېټ کاپيټالېزم واخلي، کېدای شي د مائوتسه دونګ په تعبيرونو کې مخته لاړ شي، همداسې يې د حکومت ټاکلو بڼه درواخلئ، لېبرال ډيموکراسي، ګونديزه ډيموکراسي، پارلماني ډيموکراسي، صدارتي ډيموکراسي، سوسيالېسټي ډيموکراسي او ډېرې نورې بڼې د ختيز په ملتپاله غورځنګونو کې موجودې دي، په فرهنګي، اجتماعي او نورو برخو کې هم دې ته ورته سېسټمونه بېلابېل دي.
باچاخان په پيل کې د ملتپالنې داعيې ته يوازې ټولنيز او سیاسي اصلاحي رنګونه راټول کړي وو، ازادي، تعليم، پرمختګ، د ژوند په بېلابېلو برخو کې اصلاح او داسې نورې واضح ولسي او ټولنيزې غوښتنې وې، خو باچا خان په پيل کې د ملتپالنې داعيې ته د نظام په توګه مشخصه نظريه ور نه کړه، دا چې دوی څرنګه اقتصادي نظام غواړي؟ دا چې څرنګه حکومت غواړي؟ او دا چې په يوه مسلمانه پښتنه ټولنه کې دوی د نظام په توګه اسلام څرنګه را اخلي؟ دا هغه پوښتنې دي چې ځواب يې ګونګ او په ابهام کې پټ دی.
باچاخان په دې حساب له مشخصې نظريې پرته ولسي غورځنګ مخته يوړلو، ورو ورو دخدايي خدمتګارانو ولسي او مذهبي رنګ بې رنګه کېده، کوزنيو پښتنو ملتپالو منظم ګوندي تشکيلات جوړ کړل، نېشنل عوامي پارټي NAP رامنځته شوه، او نېپ بيا د نظرياتي جدل توده دوره تېره کړه، په دې ګوند کې عبدالحميد بهاشاني، افضل بنګښ، لطيف افرېدی، اجمل خان خټک، جمعه خان صوفی او ډېر نور چې په ملتپالو کې د کمونېستي هستې جوړوونکي ذيلۍ وې راټول شوي وو. په نېشنل عوامي پارټۍ کې د چينايي او شوروي کمونېستانو کشمکش خپله يو تاريخ دی، عبدالحميد بهاشاني په دوی کې د چينايي مائوتسه دونګ د فکر چې مونږ يې په افغانستان کې شعله يان بولو مشري کوله. د بهاشاني په اړه ويل کېږي، هغه چې کله د نېپ مشر وو نو د ايوب خان د مارشلا او استبداد په وړاندې په ټاکنو کې د جناح د خور فاطمه جناح قوي ملاتړی وو، خو کله چې د چين د کمونېست ګوند د مشر له خوا ورته وويل شول چې د ايوب خان ملاتړ وکړه نو بيا يې د عوامي نېشنل پارټۍ د سياست سره په تقابل کې د فاطمه جناح ملګرتيا پرېښوده او د ايوب خان په پلوۍ کې ودرېد. بهاشاني د خپل ګوند سياست د چين د لومړي وزير غوښتنې ته څملاوه، دا پېښه راښايي چې نظرياتي قناعتونه او د ملتپالنې کالبوتونه په کومو اړيکو کې کوشېرونه لري. له بلې خوا بيا شوروي کمونېستان د ولي خان په مشرۍ په جوړې شوې نېشنل عوامي پارټۍ کې راټول شول، په دې کشمکش کې بهاشاني، افضل بنګښ او نور چينايي کمونېستان په جلا لاره لاړل او پاتې مارکسېستانو بيا د ولي خان په پارټۍ کې په شوروي لاره مزلونه پيل کړل.
باچاخان سره د خپل قام د خير څو مشخصې غوښتنې وې او د هغه لپاره يې په خپله شخصي ديندارۍ کې مبارزه وکړه، خدايي خدمتګاران هم تر ډېره ولسي دينداران وو چې د خدای لپاره يې منډه ترړه کوله، خو خان په خپل قامي تحريک کې کله هم د دې زحمت نه وو ويستلی چې په ګوندي تربيه کې اسلامي لېټرېچرو او وسايلو د کارولو اړتيا راپورته کړي، دا تشه په اکاډيميک لحاظ د خداي خدمتګارو له پيل راهيسې د نېشنل ګوند تر وروستي سياسته همداسې تشه پاتې ده.
کله چې د عوامي نېشنل پارټۍ او پښتون سټوډنټس فېډرېشن PSF جوړښتونه رامنځته شول نو اړتيا وه چې د مبارزې لپاره نظرياتي تشخص رامنځته شي، دلته نو بيا باچا خان د دې چپي نظرياتي ډکون په وړاندې څه نه شو کولای، ځکه هغه د کمونېستي نظريې په وړاندې بديله نظريه نه وه تبني کړې، همدا لامل دی چې چپي نظريه په نېشنل ګوند کې بې سياله پياوړې شوه.او پای باچاخان په ګوندي خپلوۍ کې دغه نظرياتي تشخص وزغمه او په مقابل کې يې هيڅ ونه شوای کړای.
د ملايانو او باچا خان پېچلې اړيکه!
باچا خان پخه يارانه له ملايانو سره کړې، په خپل کلي ولس کې له مشهورو ديني عالمانو مولانا فضل محمود مخفي، مولوي عبدالعزيز، مولوي فضل ربي، او مولوي تاج محمد سره وو، د ترنګزو حاجي صاحب او نورو مبارزو ديني مرجعيتونو سره يې ډېرې پياوړې اړيکې درلودې. له شيخ الهند سره يې د مبارزې همغږي او شراکت درلود، هغه له مولانا عبدالکلام ازاد، مولانا عبيدالله سندي او نورو سترو عالمانو سره هم قوي رابطې وې. حتی کله چې باچا خان تر تبعيد وروسته له کابل نه پېښور ته ستنېده نو مفتي محمود مرحوم ورته تورخم ته راغلی وو. د دېوبند له علماو سره د هغه ناستی او د خلافت تحريک رهبري د هغه د ژوند هغه تاريخ دی چې د هغه د ديني ميلان د اندازې لوړې څوکې دي.
خان چې کله د ديني مدرسو په خپراوي کې بوخت وو، په قام کې يې د اصلاح عملي ګامونه اخېستل، پر پرګنو ګرځېده او اصلاحي دورې يې کولې نو د دې ټولو په غبرګون کې چې کله بيا د ملايانو له خوا د ږيرې په نه لرلو او دا چې دا ملا نه دی او په جوماتونو کې ديني وعظ کوي نو دوی به بد تبليغاوه، نو ما ته په همدې سناريو کې د ده او مولانا سيد ابوالاعلی مودودي ګډ مظلوميت له ورايه ښکارېده، له مولانا سره چې ملايانو کوم برخورد کړی او هغه چې په دې برخورد کې څومره مظلوم مزلونه کړي دا نو د دوی دواړو ګډه ځانګړنه ده. او دا يوه مهمه خبره مونږ ته راښايي چې په ټولنه کې د تغير سوچ څومره ستر قېمت، درنه مبارزه او حساس برخوردونه غواړي.
خان په خپل کتاب زما ژوند او جد و جهد کې د ديني عالمانو نه يوازې دا چې سپکه نه ده ويلې بلکه هغه په ډېر وياړ له ديني علماو سره د خپلو اړيکو کيسې کړي. سره له دې چې خان په ټولنه کې له سترو ديني بنسټونو او ډېرو عالمانو سره خوږې اړيکې وې خو په مجموع کې د نوموړي او ملايانو تر منځ يو کشمکش هم موجود وو. کله چې باچا خان يوازې افتخاري مشر پاتې شو او د واک منابع د نېشنل عوامي ګوند په ليکو کې وويشل شوې نو بيا خو دې کشمکش يو جدت او شدت واخېست.
ملايانو ولې مخالفت کاوه!
د باچا خان او ديني جريانونو مخالفتونه بايد په دوه جلا منظرونو کې تحليل شي، لومړی کله چې باچا خان د خدايي خدمتګارو په رنګ کې مبارزه کوله او وروسته چې کله بيا سياسي عمل نظرياتي رنګ واخېست، نېشنل عوامي ګوند، پښتون زلمی او پښتون سټوډنټس فېډرېشن شو، نو په دې دواړو کې نقشونه او موقفونه د همغه مهال په تاريخي منظر او سياق او سباق کې تحليل غواړي.
لومړی د خدايي خدمتګارو پېر: کله چې د خدايي خدمتګارو د مبارزې خبره کوو، په دې مرحله باچا خان غوښتل په پښتانه قام کې اصلاحي غورځنګونه رامنځته کړي، د ازادۍ حس يې بيدار کړي، د انګليس پر ضد يې بسيج کړي، د تعليم مرکزونه جوړ کړي، پښتانه له مدني حقونو سره متعارف کړي، او په دې ټول تحريک کې هغه د خپلې سټراټيژۍ لپاره اسلامي استدلال کاوه، په دې مرحله کې د دې اړتيا وه چې ملايانو بايد د خان ملا تړلې وای، خو داسې ونه شوه او دا ډېره ستره اشتباه وه، دغې نه همکارۍ او مخالفت قام پېړۍ شاته وغورځاوه.
په دې مرحله کې څو خبرې دي، لومړی دا چې خان غوښتل چې دين په اصلي بڼه وړاندې شي، هغه به چې له کوم بدعت نه حجاب پورته کاوه نو ملايانو به يې په مقابل کې حساسيت ښوده، دويم دا چې خان د خپلې مبارزې لپاره ديني برهان او منطق درلود او دا کار په هغه ماحول کې چې ملايان په کې د ضالين او ظالين، اسقاط او خيرات، په قاعده کې د تشهد ګوتې په پورته کولو او نه پورته کولو مناظرې او شخړې کولې دا ورته نوی دين ښکارېده، له همدې امله دوی خان تخريباوه. درېم دا چې خان ټولنيز تحول غوښت، دورې به يې کولې، خان يو ژوندی او خوځنده انسان وو په خلکو کې يې تحرک پيدا کړ، نو طبيعي ده چې په محافظه کاره پښتني ټولنه کې ملايان يو قوي طرف وو، هغوی د دې تحول په وړاندې حساس وو، هغوی فکر کاوه چې د دوی مقام به په نوي تحول کې وغورځېږي، نو ځکه يې مخالفت کاوه. څلورمه خبره دا چې په دې مخالفتونو کې د انګليس لاس هم وو، هغوی نه غوښتل چې تعليم دې عام شي، په قام کې دې عامه بيداري او د حقونو غوښتنه ژوندۍ شي او قام کې دې په دې ډول د ازادۍ غورځنګونه علمي او بنسټيز شي، ځکه هغوی پوهېدل چې په دې ډول به دوی په راتلونکي کې برېتانوي استعمار ته د سر درد وي، نو يې د خان او ملايانو مخالفت حمايه کړ.
دويم د نېشنل عوامي پارټۍ سياستونه: د خان په ژوند کې داسې مرحله راغله چې خدايي خدمت کرار کرار چپي نظريو ته ځای پرېښوده، په نېشنل عوامي پارټۍ کې د چپيانو زېلۍ وغځېده او دغه ګوند يې په نظرياتي لحاظ له دين سره پر ټکر ودراوه، دلته بيا له ديني جريانونو سره د نېشنل ګوند ټکر له شخصي او بيرونيو فکټورونو ووت، اصولي مخالفتونه رامنځته شول، او په دې مرحله کې ديني جريانونو د خپل مخالفت لپاره قوي منطق درلود، په دې مرحله کې نېشنل عوامي پارټي د خپل قام د ديني نښو او شعايرو پر ضد وکارېده، دوی په شوروي مفکوره کې سختې خوشکې وکړې، د نېشنل ګوند ادبيات او لېټرېچر پر ديني ارزښتونو راوګرځېدل، دين، جنت، دوزخ، حورې، مومن به موارد او هره ديني پديده وننګول شوه او ملنډې پرې ووهل شوې. تاسو وګورئ، کله چې خدايي خدمتګارو په خپل ديني تشخص کې حتی په کانګرېس کې سياست کاوه نو د سرحد ايالت ټاکنې يې دوه ځل وګټلې، او دوی هلته د اسلام دعوه دار مسلم ليګ ته ماتې ورکوله، خو کله يې چې چپي نظريه کې دين وټکاوه نو تر ننه بيا په ټولنه کې بېګانه روان دي، دا بېګانه توب به نور عوامل هم لري خو دا عامل يې ډېر حساس او مهم دی.
باچا خان، داودخان او اسلامي نهضت!
جوانان مسلمان (اسلامي نهضت) د محمد ظاهر شاه د ډيموکراسۍ په لسيزه کې رامنځته شو، دا د ۱۳۴۸ هـ ش کال پسرلی وو، او مسلمانو ځوانانو په کې د الحاد په وړاندې د عقيدې محور جوړولو، ډېر زر داوودخان د ډيموکراسۍ لسيزه او شاهي نظام د پرچمي نظاميانو په ملاتړ وپرځاوه. داوودخان د پښتونستان په قضيه کې انقلابي سياست درلود، کټ مټ پر همدغه کلونو کې خان د خپل ګوند له يو شمېر مشرتابه سره په کابل کې د تبعيد شپې کولې، د خان کورنۍ او د خان له خدايي خدمتګارو نه څنګ ته شوې ترقي پسنده کړۍ د عدم تشدد فلسفې سره خداپاماني کوله، دوی له کابل ښار سره نزدې په چهاراسياب کې نظامي زده کړې اخېستې او په کوزې پښتونخوا کې يې غلچکي بريدونه پيل کړي وو، او بيا داسې مرحله هم راغله چې دوی په کې د سرحد ايالت اعلی وزير حيات احمد خان شيرپاو هم ترور کړ. ويل کېږي چې باچاخان د خپلو پيروانو له دې کړنو راضي نه وو او هغه به دا ويل چې دوی د عدم تشدد مبارزه ورخرابه کړه.
داودخان تر کودتا وروسته جمهوريت اعلان کړ او پر سياسي فعاليتونو يې بنديزونه ولګول، په عمل کې چپيان له دې بنديزونو مستثنی وو. پرچميانو د داودخان په کابينه کې تر نيمايي ډېر وزارتونه واخېستل، دوی ډېر زر هېوادپاله قيادتونه زندانونو ته واچول، پخوانی صدراعظم محمد هاشم ميوندوال يې په مرموز ډول پرته له محاکمې شهيد کړ، او د مساوات ګوند مشرتابه نزدې ۴۰ کدرونه يې د صمد ازهر او نبي عظيمي په څار او نظر کې شهيدان کړل. محمد موسی شفيق يې هم بندي کړ او حتی د ماليې پخوانی وزير عبدالملک عبدالرحيمزی يې هم زندان ته واچاوه.
پرچميان پر اسلامي نهضت ډېر خراب راوګرځېدل، د نهضت د هرې ليکې مشران يې بنديان کړل، استاد غلام محمد نيازي، انجنير سيف الدين نصرتيار، انجنير حبيب الرحمن، او ډېرو نورو ورک نومي پيروان يې بنديان کړل، په دوی کې يې انجنير حبيب الرحمن په تنکۍ ځوانۍ کې شهيد کړ، د اسلامي نهضت مشرتابه او فعالينو د دې پوليسي او چپي کسات په مقابل کې تبعيد غوره کړ، کوزې پښتونخوا ته لاړل او له هغه ځايه يې د انجنير حبيب الرحمن د شهادت او د نورو ډېرو نهضتيانو د شکنجو په وړاندې د غبرګون په توګه په ګڼو ولسواليو کې نظامي عمليات تر سره کړل، په دې جريان کې مولوي حبيب الرحمن، ډاکټر محمد عمر او خواجه محفوظ منصور ونيول شول او د داودخان د دېوان حرب په محکمه کې چې د چپيانو په ګرو کې وه پرې د اعدام پرېکړه وشوه، وروسته يې بيا دوی هم بېرحمانه شهيدان کړل.
باچاخان په دې ټوله موده کې په کابل کې وو، د خان په مخ کې دا هر څه تېرېدل، هغه په دې مسايلو کې ډېر منفعل وو او ګوښې يې خپل استراحت کاوه. نوموړي د يو پښتانه سپين ږيري او بانفوذه مشر په توګه کولای شول داودخان ته مشورې ورکړي، منځګړتوبونه وکړي او سياسي همغږيو کې خپل نقش تر سره کړي، خو هغه کله هم د خپل پاخه عمر او اوږدې تجربې په رڼا کې د دې تکليف ونه ويست چې داودخان د حالاتو په نازکوالي پوه کړي، هغه کله هم داودخان ته ونه ويل چې د پرچميانو په انتخاب کې غلط شوی يې، دوی دې له ملت او ملتپالو شکوي او په دينپالو کې دې پردی کوي، بې قامه کوي دې او په پای کې به پر ميدان ځانته پاتې شې.خان کله هم ورته ونه ويل چې استبداد بغاوت ټوکوي او پای به ستا ماڼۍ در ړنګوي، هغه کله هم ورته ونه ويل چې په ظلم کلي نه کېږي او دا چې د جوانان مسلمان ځوانان مه مجبوروه چې ستا د سياستونو دښمن پاکستان ته لاړ شي، دوی به بيا عکس العمل کوي، کسات به اخلي او ستا د سياستونو مخالف پاکستان ملاتړ به لري.
کودتا، شوروي اشغال او نېشنل ګوند!
افغانستان د هند تر وېش وروسته تل باچاخان د ډېورنډ کرښې په داعيه کې حمايه کړی، کوزنيو پښتنو ته په کابل کې د خوشحال خان د لېسې زده کړې او په جلال اباد کې د لوړو زده کړو اسانتيا برابره شوه، په وطن کې ورته زمکې ورکول شوې، کورونه او مېلمستونونه ور برابر شول، سياسي ادرسونه او بوختياويې يې لرلې او حتی د داودخان په ملاتړ ورته د نظامي زده کړو کمپونه جوړ شول. خو په زړه پورې ده چې خان او ملګرو يې کله هم په تېرو نظامونو پسې اوښکې تويې نه کړې او په هر نوي نظام کې يې لا نورې اسانتياوې خپلولې، د ثور کودتا وشوه او دې کودتا په نشنل ګوند کې د ترقي پسندې چپي کړۍ پر وده او پياوړتيا ژور اغېز پرېښود، په نيشنل ګوند کې نور د خدايي خدمتګارو ځای د مارکس پيروانو په تېزۍ نيولو.
د ثور تر کودتا وروسته د باچا خان ګوندي مشرتابه بيا هم په کابل کې وو، دوی ليدل چې تره کی او امين څنګه له دين سره ډزې کوي، تره کی څرنګه شبارشين ته وايي چې پنځه کاله وروسته راشئ نو وبه ګورئ چې جوماتونه ټول خالي شوي، دوی څنګه خپل ملت وژني، دوی د پوهنتون استادان، محصلين، معلمان او ديني عالمان په څرخي پله پوليګون کې ژوندي خښوي، دوی نه کتل چې د يو ملت درېمه برخه نفوس ولې وطن پرېږدي؟ پاتې نفوس ولې د دوی حکومت نه تسليموي؟ خو د باچاخان پيروانو دا هر څه کتل او په دې ټولو کې د کودتا اخلاقي او سياسي ملاتړي وو، دوی په نظرياتي شراکت کې سخت جوړ راغلي وو.
خلقي حکومت ړنګ شو، او ببرک کارمل د شورويانو پر ټانکونو سپور راغی، يو لوی وطن اشغال او يو عزيز ملت استحصال شو، همدلته وه چې نېشنل ګوند پر خپل مرام راوګرځېد، هغه چې تر پرونه يې د خپلواکۍ هوا په سر کې ګرځوله نن د افغانستان د خپلواکۍ او بې واکۍ په قضيه کې ډېر خراب طرف شو، دوی چې د هند د وېش پر مهال د خپلواک پښتونستان داعيه پورته کړې وه نن يې د افغانستان په بې واکۍ کې شوروي استعمار ته پښتانه لېمه ټيټ کړي وو، دا يو سخت فکري او نظرياتي تضاد او جدل وو. نه يوازې د ازادۍ په لحاظ بلکه د نشنېلېزم او انټرنېشنلېزم په تناظر کې دوی ملتپالنه انټرناسيونالېزم ته څملوله، دوی کتل چې شوروي لښکرې مسلطې دي، ټانکونه او توپونه يې ثقيلان غورځوي، سکډ او اورا وروي او جيټان يې نيپال بمونه، او د باروتو دې ورښت ته بل څوک نه افغان انسان ولاړ دی، خو د دوی ترقي پسندو په کې له ببرک سره ودکا څکله او شورويانو ته يې خرشو ويل...
دوی شورويانو سره ياري وپالله، پرچميان يې خپل وګڼل او افغان ملت يې په خپله داعيه کې نه يوازې ځانته پرېښود بلکه د کوزې پښتونخوا په کليو او ښارونو کې يې د عزيزولۍ هيڅ اړيکه ونه پالله، دوی سرباري پېغورونه ورکول او داسې يې ښودل چې ګنې دا ميليونونه افغانان په يوه غلامه اړيکه کې له خپل وطنه راکوچېدلي... دوی ببرک نه ليده؟ شوروي يلغار او کتلوي وژنې يې نه ليدې؟ دوی کډوال افغانان ليدل چې د پښتونخوا په کمپونو کې يې د خېمو غربت ګاله خو دوی په کې کډوال افغانان په زميو مينځل او د پت هيڅ يې په منځ کې نه پرېښودل، هغه وخت چې دوی په کې له پېښوره ويل چې جنګ د امريکې او سويټ يونين دی، نو دا يې د بې پرې دريځه نه ويل، دوی په کې د اشغال پر ضد يوه ملي داعيه ټکوله او دوی په کې له شوروي او کارمل سره د يارانې وفا په زبات رسوله.
نېشنل ګوند د افغان ملت او استعمار په مبارزه کې د استعمار ځولۍ کې ټالونه وهل، هغه مهال د دوی “ببرک ولي، بهاي بهاي” شعارونه د ازادۍ توده جګړه کې له شا د خپلوانو غدار ګوزارونه وو، دوی له بده مرغه په دې جګړه کې قوي طرف وو، که د باچا خان دا خبره سمه وي چې جنګ د شوروي او امريکا دی او دل په افغان دی، نو په دې حساب نېشنل ګوند د ببرک-ولي په ورورۍ کې د همدې افغانانو په ځپلو او دل کولو کې د جارح لوري مټ وو.
نېشنل ګوند په افغانستان کې د پرچم ګوند او ببرک کارمل په دايره کې وو، دوی خلق ګوند ته په راستۍ نه وو، او دا ځکه چې، يو خو د اشرافي او مرفه طبقې ګډه خاصه وه او له بلې خوا دا اړيکه کېدای شي شوروي ګټو ته د اولې او دويمې درجې وفادارۍ په وېش کې هم ولټول شي. طبيعي ده چې پرچم ګوند په دې وفادارۍ کې لوړه ذليله نومره اخلي.
نېپب او برنۍ قامي اړيکه!
نېشنل عوامي ګوند د خپل سياسي ژوند په اوږدو کې هڅه ونه کړه چې له افغان ملت سره ولسي اړيکه جوړه کړي، تل يې له حکومتونو سره پيوندونه اغستي، مهم موړونه په ژوند کې هر ځل نه تکرارېږي، د باچاخان په ټاټوبي کې شپږ ميليونه کډوال افغانان يو حساس موړ وو، سره له دې چې دا د هغه وخت د نېشنل ګوند تبعيد شوي مشرتابه ته ننګونه وه، ځکه له يوې خوا يې مشرتابه د پاکستان تر شديد کنټرول او څار لاندې وو او له بلې خوا يې فکري او نظرياتي اړيکې هم ډېرې پېچلې پرچمۍ وې، خو رهبران تل ننګونې پر فرصتونو اړوي. له ملت او قوم سره اړيکې جوړولو معنوي جوهر غوښت او دا جوهر د نېشنل ګوند مشرتابه د مارکس په انټرناسيونالېستي او د افغانستان په پرچمي اړيکه کې سخت بايللی وو. هلته چې په کوزه پښتونخوا کې اسلامپاله تنظيمونو د ديني ګوندونو ملګرتيا او حمايه درلوده، خو په مقابل کې يې ملتپاله ګوندونه بيا په دغسې ګنجۍ اړيکه کې سخت خوارځواکي پاتې شول.
کله چې څوکاله مخکې نېشنل ګوند په کوزه پښتونخوا کې ولسي رايه خپله کړه او حکومت يې جوړ کړ نو هلته دوی له افغانانو سره د لر او بر يو افغان چېغه سخته خوشکه کړه، افغانانو چې د دوی په حکومت کې څومره ذلت ليدلی خدای که يې د هجرت په دا څلورو لسيزو کې کتلی وي، افغانان ترې خدای که په چارسدوالو څپليو او پېښوريو سټايلونو کې ورکېدلی شول، زندانونه پرې ډک وو، او کوتکونه يې پرې ايیښی وو، د افغان پر لاس د افغان له ټکولو وفاقي سټراټيژيستانو خوند اخېست.
پايله!
ما چې کله د خان عبدالغفار خان د کتاب وروستۍ پاڼه اړوله او هلته مې وروستي ټکي لوستل چې:
د زړه په باغ مې ږلۍ وشوه
بويه چې بيا سپرلی راځي سپړي ګلونه
دې لنډۍ کې مې د يو مبارز انسان او يو لوی رژيدلي ارمانونه وليدل، د دې ستر شخصيت نيمګړۍ ارمانونه د يو قوم د بدبختۍ عکاسي ده، د يوې ريښتينې مبارزې په وړاندې د دې قام ويده وجود د خان ځواني او سپن ږيرتوب وخوړ خو راويښ نه شو، خان ستړی نه شو خو مرګ يې ليده او د قام بيداري يې نه ليده، هغه يوه پېړۍ بيداره مبارزه وکړه خو قام همغسې بې خوده وو، نو اخر انسان دی خپله خواري او همغسې خوار قام يې ژړوي، دې قام له خپل محسن سره د وفا لار ونه نيوله.
د پايلې په توګه باچا خان بايد د تاريخ په حقیقتونو کې مطالعه شي، هغه په خپل ذات کې په شلمه پېړۍ کې د پښتنو يو ژغورونکی او ويښوونکی غورځنګ وو، غوښتل يې چې خپل قام د نړۍ د قومونو سيال کړي، هغه د ازادۍ مبارز وو،غوښتل يې چې پښتانه د خپلو حقونو او ازادۍ لپاره متحد کړي. هغه د پښتنو د تعليم او زده کړو ارمانجن رهبر وو.
باچا خان په خپل شخصي ژوند کې يو دينداره شخصيت وو، هغه چې د خدايي خدمتګارو کوم خوځښت جوړ کړی غړي يې په ورځني ژوند کې متدين او پر وطن مين خلک وو. باچا خان يو کارېزما ټيک رهبر وو، په لنډه موده کې يې ۳ لاکه غړي خدايي خدمتګارانو ته راجذب کړل. باچا خان د يو انسان په توګه محض انسان ته ښه ژوند غوښت، هغه د نړۍ مسلمانانو سره خواخوږی وو، د هندوستان مسلمانانو ته يې هم تر خپل وسه د اصلاح او تغير برنامې په پام کې لرلې.
نېشنل عوامي پارټۍ چې د خپل سياسي ژوند په اوږدو کې کومې تېروتنې وکړې دا هم يو خوندي تاريخ دی، دوی په نظرياتي برخه کې چپي ايډيالوژي واخېسته او له دين سره يې د ټکر په پاليسۍ کې د خپل ګوند سياست رهبري کړ. باچا خان په دې برخه کې د ګوند سياستونه سمې خوا ته توجيه نه کړل، له بده مرغه نوموړي هم د خدايي خدمتګارانو له پېره تر پايه د ګوند په ادبياتو کې اسلامي لېټرېچرو ته ځای نه وو ورکړی او باچا خان د ګوند په چپي سياستونو کې همغږی ورسره ولاړ.
په افغانستان کې د کمونېستي کودتا او شوروي اشغال په موده کې نېشنل عوامي پارټي د افغان ملت د ارادې پر خلاف د کودتا او اشغال په خوا کې ودرېده، د تاريخ دا حادثه د افغان ملت په تاريخ کې ډېره ترخه ده.
د يو تاريخي واقعيت په توګه باچا خان د خپلې مبارزې په تاريخ کې يوه کرښه هم د لوی افغانستان د ارمان لپاره نه لري، باچا خان د هند تر وېش مخکې د لوی هند د ازادۍ مبارزه کړې خو د پښتنو حقونه يې په کې خوندي غوښتل او د هند د وېش پر مهال يې د لنډ وخت لپاره د ازاد پښتونستان غږ پورته کړ، وروسته بيا د پاکستان د پارلمان د غړي په توګه يې پاکستان او د پاکستان اساسي قانون ومانه او د پاکستان په جغرافيه کې يې د پښتنو د فډرالي حقونو غوښتنه شروع کړه.
خان عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، باچا خان ټرسټ، دويم ځل چاپ، ۲۸۲ مخ
خان عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، باچا خان ټرسټ، دويم ځل چاپ، ۲۸۶ او ۲۸۷ مخونه
اټرچند، پاچا خان او د ازادۍ مبارزه، ژباړن زبير ژمن، ۴۷ مخ
خان عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، باچا خان ټرسټ، دويم ځل چاپ، ۲۵۷ مخ
خان عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، باچا خان ټرسټ، دويم ځل چاپ، ۲۵۶ مخ
اټرچند، پاچا خان او د ازادۍ مبارزه، ژباړن زبير ژمن، ۶۰ مخ
خان عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، باچا خان ټرسټ، دويم ځل چاپ، ۲۶۰ مخ
خان عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، باچا خان ټرسټ، دويم ځل چاپ، ۴۷۱ مخ
خان عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، باچا خان ټرسټ، دويم ځل چاپ، ۶۶ مخ
خان عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، باچا خان ټرسټ، دويم ځل چاپ، ۲۵۹ مخ
خان عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، باچا خان ټرسټ، دويم ځل چاپ، ۶۷مخ
اټرچند، پاچا خان او د ازادۍ مبارزه، ژباړن زبير ژمن، ۱۱۵ مخ
اټرچند، پاچا خان او د ازادۍ مبارزه، ژباړن زبير ژمن، ۱۱۱ او ۱۱۲ مخونه
اټرچند، پاچا خان او د ازادۍ مبارزه، ژباړن زبير ژمن، ۱۶۷ مخ