د زړه زخم مې ناسور سوی جګر دی
چې جانان ورته را تلو وران دا ګدر دی
په کورونو مو اور بل دهشت ګري کړي
هر افغان مو شو ستی او جوړ محشر دی
په مریو مو چاړی په وینو سرې شوې
قصاب وایي امر کړی پیغمبر دی
زه یې پوه په اشاره او په زړګی یم
دوی مې نه آوری سورې کوڼ لر او بر دی
له خپل ژونده شومه تنګ چې تا مړ وینم
هسې خوشي مې د ژوند پیټی په سر دی
هر ابلیس د فرشتو سپین لباس واغیست
جاهل وایې چې وارث د پیغمبر دی
زمونږ د وینو دلالان څومره ډیر شوي
زمونږ د مرګ فتوا د دویه په ممبر دی
په مسجد کې چې په وینو کې لمبیژي
دا د هغه دو زخی ملا نظر دی
هر یو چا اوس د جهاد فتوا کړه خپله
په دوو ګتو یې پټ کړی دا لوی لمر دی
اکبري په زړه زخمې بسمل بسمل یم
زما و جود ټوټې ټوټې ټبر ټبر دی