د سرو لښکرو د یرغل راپدېخوا، افغانانو تل د شورویانو شنې سترګې بدې ایسیدلي دي، تل یې د افغانستان څلویښت کلنه غمیزه د روسانو زېږنده بللې ده. رښتیا هم حقیقت لري که شوروي اتحاد په افغانستان یرغل نه وای کړی کله به هم داسې نه وای شوي چې زموږ هېواد تر اوسه په اور کې سوځېدای.
د مجاهدینو رانیولې تر تالیبانو پورې د روسانو څخه کرکه کوله، خو څنګه یو ناڅاپه روسان د تالېبانو وروڼه او دوستان شول؟
څنګه یو ناڅاپه سره غاړې او غړۍ شول؟
اند دا وایي چې تالېبانو ته د هېواد او اسلام څه مهم ځکه ندي، چې همغه د افغانانو پخواني قاتل ته یې یو ځل بیا غېږه خلاص کړه، چې هله روبلونه راکړه تر څو خپل هېواد لا د سړیتوبه وباسم، لا یې لیلام کړم او لا یې په اور وسوځوم.
بله شرمونه داده چې، د امریکایانو د برید وروسته پنجابیانو د تالیبانو مشران په امریکا د پیسو او امتبازونو په بدل کې خرڅ او بې عزته کړل. ملا ضعیف او ورته په لسهاوو نور مشران یې امریکایانو ته په بې شرمانه ډول لوڅ لغړ تسلیم کړل. نه یې نړیوالو ډیپلوماتیکو قوانونینو اونورمونو ته وکتل او نه یې اسلام او ګاونډیتوب ته.
پنجابیانو د هرې وسیلې کار واخیست تر څو افغانستان ته ستونزې وزیږوي. د دې هېواد د جعلي زېږون راپدېخوا غلي ندي ناست، یو خوا ترې هند تر پوزې راغلی او بله خوا یې افغانستان د افغانانو په لاس په اور کې وسوځاوه. موږ افغانانو، په هره ډله کې چې شتون لرو پکار ده چې د پردیو جګړو څخه ځان را وباسو، خپل هېواد د نورو د پیاوړتیا لپاره کنډواله نکړو، پرېږدو چې هېواد مو د نورو ګاونډیانو سره په هر ډګر کې سیال شي. پردیو تل غوښتي چې افغان په هر ډګر کې نیازمند، پوروړی، ټیټسترګی او ټپی واوسي.
تالېبان د هم له تېر څلوېښت کلن پېر څخه نتیجه واخلي، و د ګوري چې زموږ پدې خونړي جنګ کې موږ څومره ګټه کړې او څومره مو تاوان کړی دی.