«اُرلُوف» د میراکبر خیبر قاتل و

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68339
ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار
دخبریدو نیټه : 2018-05-10

د پښتو متن د لاندې مې خپل انګریزي لیک یوجرمن پوهاند ته د ۲۰۱۶ د مې میاشتې په لومړۍ نیټه لیـږلی و:

منلی پوهاند ډاکتر....!
زه یو سیاستـپوه او  څيـړونکی یم، او د امریکې د متحدو ایالتونو په کلیفورنیا ایالـت کې اسـتوګن یـم. یـو څه وړانـدې ســتاسې په ډپارټـمـیـنټ کې یـو .... ارشـیف و..... په دې وروسـتیو کې یو معـلوماتمــند افغـان زما سـره د هـغـو ډېـریو(دوسیو) په اړه تماس ونیو چې ستاسې د ډپارټمينټ د جرمن عالـمانـو یــوټـيـم په ۱۹۹۰کالـونو کې له شورویانو/روسانو نه لاسته راوړې دي. فکر کیـږي چې په دغو دوسیو کې به د افغانستان د هغو لوړپوړو سیاستوالانو په اړه معلـومات مـوجـود وي چې د شـوروي استخــباراتو(کیجیـبي) سـره یې هـمکاري لرله. زه به ستاسې د مرستې ډېـرمنندوی یم که دغه دوسیې ماته راوسپارئ یایې ماته د میندلو ځای راوښایئ.
دغه دوسیې به د میلیونونو افغانانو سره مرسته وکړي چې د خپل هیواد په تیره وضعه روغ پوه شي. نه یواځې داچې د تیروخت په پیښو رڼاواچوي، بلکې د هغو پیښو ارته پوهه لاسته راوړي چې د افغانستان راتلونکې یـې په نامحدود ډول د اغیز لاندې راوستلې ده.
په درناوي! 
ډاکتر رحمت ځیرکیار


1675 Calle Artigas Thousand Oaks, California  91360
U.S.A.
  zirakyar1234@yahoo.com

May 1, 2016

Respected Prof. Dr.……!

I am a Political Scientist and researcher, residing in California, USA. Sometime ago there was an ….. Archive…. at your Department.  Recently an informed Afghan contacted me regarding some files that were obtained from Russians/Soviets by a team of German scholars from the Department of ………… in the 1990s.  These files are believed to contain information about high level Afghan politicians  who were collaborating with the Soviet intelligence agency(KGB). I would appreciate your assistance in accessing or locating those files.

These files may help millions of Afghans to better understand the past situations of their country. Not only to give much clarity to the events of the past, but as well as to have a broader understanding of the historical aspect of the events that have affected Afghanistan’s future indefinitely.

Sincerely Yours
Dr. Ramat Zirakyar

میراکبر خیـبر( ۱۹۲۵- ۱۷ اپریل ۱۹۷۸=  ۱۳۰۴ تر وری ۱۳۵۷)  د یو عادي کروندګر میـر افضل ځوی و او د لوګر په پُـل عالم کې زیـږیدلی و . له ۱۳۳۰تر۱۳۳۵لمریز(۱۹۵۰/۱۹۵۱تر ۱۹۵۵\۱۹۵۶) په کابل کې زنداني شوی و. خیبر عسکري منصبوال او مارکسیست و، او وروسته د خلکو د ګوند د پرچم د ډلې د اخبار (پرچم) چلوونکی شو. نامتو امریکایي لرغونـپـوه او وګړپوه  لوئیس دوپرې (۱۹۸۹-۱۹۲۵) په دې اند و چې د ولسمشر محّمداود خان د داخلي چارو وزیر (۱۹۷۵تر ۱۹۷۸) عبد القـدیر نورستاني به خیبر وژلی وي ځکه چې هغه د کمونیزم کلک غلیم و.  د خلکو د ګوند پرچمي  مشرانو ببرک کارمل او  ډاکتراناهـیتا راتبزاد په خلکي حفیظ الله امین د عـوه کړې وه چې خیبر به یې وژلی وي. د خیبر وژنې د «ملګرو» د واکمنۍ لپاره لار هواره کړه. خو کله چې نورمحّمد تره کي، حفیظ الله امین، ببرک کارمل او ډاکتر نجیب قدرت ته ورسیدل، د «ملګري» میر اکبر خیبر  وژنه د ګونګـوټۍ په شان  د املـوکـو پـه تـــول کې تیـره شوه. یـوه واکمـن «ملګــري» پـرې یـوه وښـکـه تـوی نکـړه! ولې؟!
   د امان الله خان له ناکامۍ نه، نـږدې پنځـوس (۵۰) کالـونه وروسته په ۱۹۷۸ کې ولسي خلکيانـو او ښاري پـرچمـيانو د خـلکـو بـیـخ وویـست. د خلکـیانـو او پرچمیانو مشرانو د امان الله خان په شان اخلاقي او ملي جرئت نه لاره. امـان الله خان چې مـرګ  او ژوبـله ولیدل، مبارزه او هیواد یې پـریښودل. 
میر اکبرخیبر له خلکی کودتا نه یولس ورځی و ړاندې  د ۱۹۷۸ د اپریـل په ۱۷په کابل کی د  «قـدم وهلو؟» په مهال ووژل شو.اوس به د خیبر وژنه د بیلابیلو نظریو تلې ته واچوم .

(۱) د اقبال وزیري نظر:د محّمد داود په ضد د کودتا مخالف خیبر باید لرې شي
محّمد اقبال وزیری، د ثور پاڅون، د کې جي بي دسیسې او شوروي یرغل.چاپ چارې: دانش خپرندوی ټولنه – پیښور. خپـرندوی: د پښتونخوا د پوهنې دیره– پیښور، ۱۳۸۶ لمریز/۲۰۰۷ زییز. د پوهاند  محّمدحسن کاکړپه سریزه
اقـبال وزیری په خلکي واکمنۍ کې(غویی ۱۳۵۷-مرغومی ۱۳۵۸ = ۱۹۷۹-۱۹۷۸) د افغانستان د وسله وال پوځ د سیاسي چارو عمومي رئیس و. خو وړاندې له دې یې د اوږدې مودې لپاره د کابل د دوه زندانونو خوند څکلی و:  د شوروي یرغل سره جوخت د لسو کالونو او درې میاشتو لپاره  په څرخي پُـل کې زنداني شوی و او د لومړي جمهوري نظام د موسس محّمد داود د واکمنۍ په مهال یې د سیاسي فعالیت له کبله له ۱۳۵۵ نه د خلکي واکمنۍ تر پـیله پـه دهمزنګ کې  زنداني شوی و. لاندې د خیبر په اړه د وزیري وینا وړاندې کوم
«نور محّمد تره کي  بیا د شوروي تر فشار لاندې د پرچم په شرایطو د ګوند یووالي ته غاړه کیښو ده. د ګوند د یو والي وروسته ببرک خپل فـرکسیون[ډله] بیل ساتلو تر څو د خیبر له خوا افشا شو. همدا رنګه خیبر، د کارمل له خوا د شوروي په دستور د محمد داود  ضد کودتا سره مخالفت وکړ چې پخـپله د هغه قـرباني شو.» ۱۴۵ مخ.  « د یوې باوري چینې له مخې وروسته له دې چې کې جي بي  ببرک کارمل ته دنده ورکړه، نوموړي[کارمل] د محمد داود د رژیم پر ضد د کودتا موضوع په یوه کوچنۍ کړۍ کې وړاندې کړه.  په دغه کړۍ کې د ببرک کارمل برسیره میر اکبر خیبر، نور احمد نور او سلیمان لایق موجود وو. د کارمل د کودتا د طرحې څخه نور احمد نور په کلکه ملاتړ کوي.  خو خیبر د داود پر ضد کودتا د افغانستان د ملي ګټو پر ضد عمل بولي او خپل مخالفت ورسره څرګندوي. نور احمد نور خیبر تهدیدوي او ورته وایي چې د ده مخې ته هیڅوک نشي دریدی. خو سلیمان لایق د نور احمد په ځواب کې وایي چې دا سلیمانخیل به د[ې] مخې ته ودریـږي.» ۵۴ مخ.  د میر اکبر خیبر د ټرورپه اړه، د هغه «په ضد فعالیت پیـل کیـږي. لومړی د هغه څخه د پوځ مسولیت اخلي او هغه نور احمد نور ته سپاري. بیا په ګوند کې د هغه د تجریدولو لپاره پراخې هڅې کیـږي. یوه ورځ کارمل غوربندي ته وایي: ٫٫ما  کلونه کلونه میر اکبر خیبر د لاس په ورغوي کې ساتلی دی نور بس دی.  هغه مې څو ځلې، چې د لومړنۍ دورې د ملي ګرایی په ډنډ کې ډوب شوی دی، ژغورلای دی.٬٬ ببرک زیاتوي: ٫٫ د ځوانۍ په وخت کې مې چې کله پولیسي ناولونه ولوستل، لیدل مې چې څرنګه ملګري کله کله یو د بل پر ضد دریـږي او د یو او بل په ضد توطئې جوړوي او حتی د پخوانیو دوستانو د فزیکي نابودۍ هڅې کوي. اما اوس پوهیـږم چې دا یوازې فانتزي[تخیل] نده. داسې پیښې  په واقعي ژوند کې د هر پولیسي ناول پر تله پیچلې او ستونـزمنې دي. خیبر ته ووایاست چې تر اوسه پورې  ماته ضرورت لري او نه برعکس.»  عبد القدوس غوربندي «شپه په کور کې تیروي او د سهار له خوا د میر اکبر خیبر د لیدو لپاره د هغه کور ته ورځي تر څو د کارمل د خبرو څخه یې خبر کړي. خو په دغه وخت کې نور احمد نور هم د خیبرر کور ته راځي، د خبرو په جریان کې خیبر نور ته وایي: ٫٫ستاسو کارمل ماته د مرګ [وژنې] ګواښ کړی دی. هغه ته زما له خوا ووایاست چې زه د مرګ څخه نه بیـریـږم...هغه علاقه لري د مافیا د دریمې درجې باڼـډ د مشر په رول کې ځان وازموي.٬٬ عبدالقدوس غوربندي د [دستګیر] پنجشیري له قوله لیکي:٫٫ د بارق شفیعي او سلیمان لایق په ویناپه همهغـو ورځو کې ببرک کارمل خیبر ته دنور احمد نور پذریعه خبر ورکړی و چې د خپلې انحلال غوښتونکې مشې څخه دې تیر شي....په دې ترتیب خیبر چې د شوروي اتحاد له خوا د پرچم په وجود کې د [ولسمشر محّمد] داود په ضد د کودتا سره مخالف دی، باید د مخې ایسته شي.»۵۶-۵۵مخونه
«شورویانو د هغه خـڼډ لرې کول حتمي کړل چې د داود خان پر ضد یې د ببرک د کودتا مخالفت وکړ. میر اکبر خیبر د ببرک د راپوټ  په اساس د کې جي بي له خوا ترور شو. غوربندي لیکي ٫٫ پوره دلیلونه شته چې د وجدان په بشپـړه ارامۍ سره حکم وکړو چې خیبر د ببرک د غلطو معلوماتو له مخې د کې جي بي په ذریعه...ترور شوی دی٬٬.  ډاکتر حسن شرق لیکي چې: ٫٫ د میر اکبر خیبر مرګ د کې جي بي کوماندو ګانو څخه د یوه تن له خوا چې د شوروي اتحاد په سفارت کې موظف و، د عبدالقدوس غوربندي په همکارۍ چې میر اکبر خیبر یې د خپل کور څخه راویستلی و، شاید صورت نیولی وي.٬٬  د غوربندي په نظر حسن شرق هڅه کوي چې د میراکبر خیبر د ترور تر شا اصلي څیره پټه کړي چې هغه د کارمل څیره ده٬٬.» ۵۹ مخ
[یـوري ولادمیرویچ انـدروپـوف د ۱۵ کالـونـو لپاره د کې جي بـي مـشرو . پـه دې ډول هغـه د شوروي اتحـاد د دغه مخفي استخباراتي سازمان له بـل هـر مشـر نه د خـورا اوږدې مـودې مشـر و.  په ۱۹۵۳ کې جوزیف سـټالیـن مړ شو. په ځای یې خروشچف ولګـیـد. ده د سټـالیـن له ځینو ظلمونو نه څپـوڼې پورته کړ. دغه عمل شوروي ولس او د ختیزې اروپا نورو ښکیل شوو ولسونو ته د امید زیری ورکړ. د خروسچـف په مهال، یوري اندروپوف په هنګري کې سفیـر لګیدلی و. ده په  ۱۹۵۶ کې د هـنګري د ولس  پاڅون شنډ کړ. په دغه ملي پاڅون کې دونیم زره تنه هنګري یان او ۷۰۰ شوروي وسله والان ووژل شول. دغه شان دوسوه زره هنګري یان  لویدیزو هیوادونو ته کډوال شول. لویدیزې نړۍ ژبنئ لاپې ووهلې، خو لاسونه یې هـممهال د سویس کانال په کړ کیچ کې بنـد وو او د هنګري پاڅون ته یې شاکړه.] – ځیرکیار
  د اقبال وزیري په اند، اندروپـوف په کابل کې «د وسله وال پاڅون په ضد روحیه نه درلوده ځکه هغـه پخـوا خپل ایجنټ ببر کارمل تـه د داود  پـر ضد د کـودتا پـلان ورکړی و چې د دغـه پـلان په وړاندې د میر اکبر خیبر دریدل د کې جي بي لـه خـوا د هغه په مـرګ تمام شـو. خــو هغـه[انـدروپـوف] د خلـقیانو د[پـه] وسله وال پاڅون باندې ډیـر خفه و [ځکه]چې د ده د پلان سـره سـم د ده ایجنټ [کارمل]واک ته ونـه رسیـد. ۹۵-۹۴ مخـونـه. محّمد اقبال کاږي چې: د خلکیانو په مهال د ترانسپورت رئیس عارف عالمیار په پرچمي واکمنۍ کې په دې تور زندۍ شوی و چې ګوندې  د امین په امر یې میر اکبر خیبر وژلی و. «خو وروسته څرګنده شوه چې میر اکبر خیبر د کارمل د راپور په اساس د شوروي سفارت د کوماندو له خوا پر دې ګناه چې د داودخان پر ضد د کودتا مخالفت یې کړی و، د مینځه ولاړ.» ۲۰۳-۲۰۲ مخونه
 محّمـد اقـبال وزیـری د حـفیـظ الله امـین د ډلې خلکی بـریـښي او د امـین د وژنـې  پـوری د افغانستان د وسله وال پوځ د سیاسي چـارو عـمومي رئیس و. وزیری چې ورپسی د شـوروی یـرغـل سـره جوخت د څـه دپاسه لسو کالونو لپاره دڅرخی پله زنـدان ته اچول  شوی و، د میـراکـبر خیـبـر د وژنی په اکله داسې لیکلي دي:«په دی ترتیب خیبر چی د شوروي اتحاد له خوا د پرچم [ ګوندي څانګې] په وجود کې د [محّمد] داود پـر ضد د [پرچمي او/یا خلکي] کودتا سـره مخـالف دی، باید دمخې ایـسته شي....شـورویانـو د هغه خـڼـډ لیرې کول ګړندی کړل چې د داود خان پـرضد یې د بـبرک د کودتا مخالـفت وکړ. میر اکبر خیبر د ببرک د راپوټ په اساس د کې جي بي له خوا ترور شـو....د خیبر د جنازې مراسمو د داودخان رژیم بې حوصلې کـړ او د افغـانسـتان د خلک[و په] ډموکراتیک ګوند باندې یې بـرید وکړ....» ۵۵ تر۶۰ مخونه. [له سلیمان لایق نه هم واورئ چې په پرچمي – خلکي واکمنۍ کې وزیـر اوپه ګوند کې د پولیټ بیورو( سیاسي دفتر) غړی و: «مير اکبر خيبر ولې ووژل شو؟ خيبر په دې ووژل شو، چې پر کودتا باورمن نه و. چا چې به کودتا طرحه کړه، دی به يې مقابل کې ولاړ و. ده به ويلې چې موږ دولت چپه کولای شو، بل دولت هم اعلانولای شو، خو عادلانه دولت نه شو جوړولای.»- د سلیمان لایق سره د ژمن مرکه: ۹ دسمبر ۲۰۱۴. ژمن ویب پاڼه]– ځـیرکیار
(۲) د ډاکتر حسن شرق نظر: قاتل به آنها ناشناخته و بیګانه نبوده اند
ډاکتر محّمد حسن شرق ( د محّمد داود خان پخوانی همکار او دوست) د مُلا غلام محّمد ځوی دی او د فـراه ولایت په انـار دره کې په ۱۳۰۴لمریـزکې زیـږیـدلی دی. پلار یې په ۹۷ کلنۍ کې له نړۍ سترګې پـټې کړې (لمریز۱۳۲۷=۱۹۴۸) او د هغه په سپارښـتنـه سره د خپل نیکه حاجي صالح محّمد په خـوا کې خـاورو ته وسپارل شو. حسن شـرق زیاتـوي چې « د نیکه نــیکه یې د پـیښـور د مـردان لــه ولسوالۍ نه د خپـلو څو کـورنیو سره کلـونه وړانــدې د فــراه انــاردرې او شـاوخـوا تـه راکـوچـیدلـي وو.» حسـن شرق په خپـل کتاب کې د مـیـر اکـبـر خیـبر په اړه لاندې مـعـلومات وړانـدې کـړي دي
«به سال ۱۳۲۵ هـش [۱۹۴۶زییز]از لیسه عسکری با [میر اکبر] خیبر یک جا فارغ شده بودم و تا ۱۳۵۶[۱۹۷۷] که به جاپان رفتم روابط شخصي ما به یکـدیګر با داشتن روش های مختلف استوار مانده بود.» به سال ۱۳۴۳[ ۱۹۶۴] و ۱۳۴۵[۱۹۶۶] توسط نویسنده[شرق] با  محّمد داود [صدراعظم: ۱۹۶۳-۱۹۵۳] توسط نویسنده [شرق]  با محّمد داود ملاقات کردند. به پایان ګفتګـو ها محّمد داود به وی ګـفـتند مردمان وطنم هـر عقیده مسلکې را  که بـپذیـرند برایم قابل احترام است به شرطی که به منافع کشور خویش بیندیشند تا منافع دیګران. میر اکبر ګفت باوجودیکه عضویت ح.د.خ. [حزب دموکراتیک خلق] را پذیرفته ام من یک افغـان ام و هر عقیده و ایدیالوژی که منافع کشورم را به بر نداشته باشد به من به پـشیزی ارزش نـدارد.» داکتر شرق زیاتوي چې: «با اینکه دیګر ملاقات بین آنها صورت نګرفت، اما میر اکبر[خیبر] روش محّمد داود را برای آبادی افغانستان ارج میګذاشت. میر اکبر خیبرچند روز قبل از حادثه هـفت ثور[۲۸ اپریل ۱۹۷۸] به نزدیکی مطبعه دولتی  از طـرف شخص شناخـته نـاشده ای به قتل رسید. ح.د.خ. دفن جنازه او را باغوغای عجیب وغریب و اتهام بستن به اینکه او از طرف حکومت جمهوری به قتل رسیده به راه می اندازد. حکومت به استناد اینکه اجتماعات و تظاهرت  سیاسي در افغانستان  مجاز نشده بود، امر دستګیری رهبران حزب را صادر میکند. اما وزارت داخله ازدستګیری حفیظ الله امین  به روز اول طفره می روند و امین با استفاده از این پیشآمد کودتای هفت ثور را برای سقوط  جمهوریت به راه می اندازند.» شرق زیاتوي چې : «تا جائی که اورا می شناختم میر اکبر خیبر از مداخله و جذب  صاحب منصبان  اردو و قیام  احتمالی مسلحانه ح.د.خ.[حزب دموکراتیک خلق] به ضد حکومت جمهوری با حفیظ الله امین و طرفداران این طرح جداَ مخالف بودند....از آنجایی که حکومت مداران ح.د.خ. به دوران زمامداری خویش قاتل میر اکبر را تجسس نکرده اند نماینګر آن است که قاتل به آنها ناشناخته و بیګانه نبوده اند.»  په دې ډول د خیبر وژنه د افغانستان د لومړي جمهوریت د رانسکورولو پلمه شوه.  ډاکترمحّمد حسن شـرق ،تاسـیس و تخـریب اولـین جمهوری افغانـستان. چاپ سـوم،کلیفورنیا: ۱۳۸۹=۲۰۱۰.مخونه۳)
(۳) خیبر شکنجه وبعـدا بالایش فـیر صورت ګـرفته: د نجیب روشـن نظـر
[داسې بریښي چې لیکوال نجیب روشـن به پرچمی خلکي وي؟ ما لانـدې اقـتباسـونه د ده لـه دې بریښناییزې لیکنې(«میراکبرخیبر،چرا و چګـونه به قتل رسید؟») نه راخیستي دي:ازادی.دک ۱۶دسمبر ۲۰۱۴ ] – ځیـرکیار
در مورد چگونگى قتل استاد خيبر، تا امروز همه به شمول نگارنده همين قدر مى دانيم كه وى با  فير تفنگچه در كنار مطبعه ترور شد، در حاليكه څارنوال قضيه كه خوشبختانه تا امروز حيات دارند، مرگ او را طورى ديگرى گـزارش مى دهـد و چـنيـن ابـراز نظـر مى كنـد:".... طب عدلى مرگ استاد خيبر را طى يك گزارش شش صفحه اى، تنها ناشى از فير مرمى نه، بلكه بنابر لت و كوب بسيار شديد و شكنجه اى يك گروپ افراد مى دانست. استخوان هاى قبرغه استاد كاملا شكسته و داغ هاى ضرب و شتم توسط "خردم" بر بدنش كاملا وضاحت داشت. طب عــدلى معــتــقـد بود كه مير اكبر خيبر، در محلى ديگرى شــكنجه و بعــدا بــالايــش فـيــر صورت گـرفـته و به محل (كنارمطبعه) آورده شده است...."[ د اقتباس پای]- ځیرکیار

اين اولين بارى است كه در بين اعضاى سابق حزب، از شكنجه و آثار لت و كوب بر بدن استاد خيبر، چنين خبرى پخش مى شود. چنين خبر و مشخصات قتل كه هيچگاه به نشر نرسيده، اين حدس و گمان را بوجود مى آورد كه در قتل استاد، علاوه از استخبارات شوروى وقت، شمارى از افراد به شمول رهبران شاخه اى "پرچم" نيز دست داشته اند! څارنوال وقت كه موضوع قتل خيبر را پيگيرى مى كرد، در اظهارات خود علاوه مى كند كه وى راپور طب عدلى را شخصا بـه "نـور احمد نـور" كه وزير داخله بعـد از قيام ثور ١٣٥٧[۲۸ اپریل ۱۹۷۸] بـود، سپـرده است، اما او هيچ اقدامى نكرد. څارنوال سابق به اين باور است كه، اگر آقاى نور احمد نور(نور جان!)، در آن دوران بنابر موقعيت لرزان پرچمى ها به داخل دولت نو ساخت "خلقى" ها، كارى كرده نتوانست، چرا بعد از ششم جدى اقـدامى نكرد و تا امروز اين راز (قـتل خيبر بر اثـر شكنجه، نه فـير مرمى) را مخفى نگهداشته است؟!.... بى نياز از اثبات است كه، در قتل هاى سياسى و از جمله ترور مير اكبر خيبر، شبكه هاى استخباراتى نيز در كار بوده اند و لذا حقايق به اين سادگى هم بدست نمى آيند و باز هم حدس و گمان ها در اين رابطه ها، ادامه خواهد داشت و مساله همچنان پيچيده باقى خواهد ماند، ولى يك حقيقت را به روشنى از ميان گرد و غبار اطراف اين مساله به وضاحت مى توان ديد و آن اينكه: رهبران قبلى اگر هم در قتل استاد مستـقيم دست نداشته باشند، اما از اينكه عــمدا از بــررسى و شناخــت قاتـلـين امتناع كـرده و تــا امروز مهـر سكــوت بر لــب گــذاشـته انــد، به نــوعى شــريــك جــرم پــنــداشــته مى شـوند!»
 ولولئ: ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار، د ناپوهۍ تیارې                     
 اود پـــرمــخـتـګ ډیـوې
دافغاني کلتور په چوکاټ کې له عبد الرحمن خان نه تـر
اشرف غنی احمدزی.
 کابل،افغانستان: سهر مطبعه. قوس ۱۳۹۵لمریز/دسمبر ۲۰۱۶،مخونه ۴۶۹تر۴۷۷