دا یوه معلومه خبره ده د برښنايي پيژند پاڼو بهیر کومه حقوقي ستونزه نلري، ټولې برخې یې قانوني ارزول شوي ،
اجرایې رییس عبدالله وايي د برښنايي پيژند پاڼو بهیر د ولس په منځ کې تفرقه اچوي.
پوښتنه دلته ده چې په دې پروسه کې ستونزه څه ده چې هېواد کې د قومونو یووالي ته ضرر ورسېږي؟
عبدالله وايي د برښنايي پېژند پاڼو د وېش له پاره د حکومت د مشرانو تر منځ کوم توافق ندی شوی نو دا پروسه مشروعیت نلري.
افغان حکومت تر ټولو څېړنو او کتنو وروسته د افغانستان د خلکو د هیلو مطابق یې د برښنايي پيژند پاڼو ملي پروسه پيل کړله چې لومړنۍ برښنايي پيژند پاڼه ولسمشر او مېرمن یې واخستلې، ورپسې د افغانستان د امنیت شورا سلاکار او لوی څارنوال په نوبت سره پېژند پاڼې واخستلې .
ولسمشر د پيژندپاڼې تر اخیستو وروسته ووې په یوویشتمه پېړۍ کې حکومتولي، اقتصادي وده او خدمتونه وړاندې کول له معلوماتو پرته نه ترسره کېږي. په الکترونیکي تذکرو دغو اسانتیاوو ته رسېدای شو.
او دا یو حقیقت دی کله چې د یوې سیمې نفوس نه وي څرګند څنګه ورته د ژوند ټولې اسنتیاوې برابرې کړي؟
زموږ مشرانو نن په دې کار سره زموږ مړې شوې هیلې ژوندۍ کړلې ، زموږ مشرانو نن موږ ته او هر افغان ته دا ثابته کړله چې دوی په ډېر قوي عزم او ارادې سره میدان ته را دانګلي دي او هره کړنه یې د ملي ارمانونو مطابق پر مځي.
ولس د ملي یووالي حکومت له ټولو ملي پروسو په کلکه ملاتړ کوي ، دا چې نن دشمېر نورو سیاسونو په ګډون اجرايې رییس نه غواړي برښنايي پيژند پاڼې ووېشل شي په روښانه توګه دې ستونزه واضع کړي.
که دوی په پېژند پاڼو کې افغانیت نه غواړي نو
دا په دې معنی چې دوی افغانان ندي کله چې دوی افغانان نه وي ولې د افغانستان د خلکو په منځ کې تفرقې اچوي؟ دوی د خپل دریځ له یوه قانوني اړخه روښانه کړي نه دا چې زموږ ملي ارزښتونو ته تاوان ورسېږي.
د افغانستان ولس نور له پردي دوسته مشرانو ستړی دی ، هر څه چې دوی ووې د افغانستان ولس ومنله چې پایله یې د افغانستان بربادي شوه .
کلونه کلونه همدې سیاسونو د افغانستان د خلکو په سر سیاسي معاملې وکړې د افغانستان ملي شمتنۍ یې په ګاونډیو هېوادونو خرڅې کړلې ، ملیونونه افغانان یې شهیدان کړل ، تنظیمي جګړې یې کور په کور پيل کړلې .
که له همغه وخته موږ ددې سیاسونو د دسیسو په وړاندې درېدلې وای نن به دوی نه راجګېدل او زموږ په هویت به یې لوبې نه کولی.
ټول پوهېږي که چېرې هېواد کې قانون سالاري حاکمه شي نو د ډېرو اصلیت به ولس ته روښانه شي ، د ډېرو له پښو به ځمکه تښتي .
دوی ب خدای ج او ولس به وړاندې ځواب ووايي نو ، دا سیاسون نه د خدای ج په وړاندې ځواب لري او نه د افغانستان د ولس په وړاندې ځکه خو هڅه کوي چې ټولې ګندګۍ همداسې پټې پاتې شي، ټاکنې وي، د افغانستان نفوس نا معلوم وي .
خو دوی هیره ده چې د افغانستان خلک اوس هر قدم د اساسي قانون په چوکاټ کې اېږدي.
ډاکټر عبدالله د دافغانستان اساسي قانون ته ارزښت ورکړي.
د افغانستان د اساسي قانون په څلورمه ماده کې په ډېره واضع لیکل شوې چې ،
په افغانستان كې ملي حاكميت په ملت پورې اړه لري چې يې په مستقيم ډول خپله يايې د خپلو استازو له لارې عملي كوي. د افغان ملت له هغو ټولو افرادو څخه چې د افغانستان تابعيت ولري، عبارت دى د افغان كلمه د افغان ملـت پر هر فرد اطلاق كېږي. د ملت هيچ يو فرد له افغاني تابعيت څخه نه محرومېږي. په تابعيت او پناه وركولو پورې اړوندې چارې د قانون له ليارې تنظيمېږي.
پېژند پاڼې زموږ د ژوند ټولې برخې تضمینوي ولسمشر ، د امنیت شورا سلاکار، لوی څارنوال دا پروسه پيل کړه موږ یې په قدمونو قدم اېږدو، بیا هم موږ د ډاکټر صیب عبدالله څخه غوښتنه او هیله کوو چې دی د هم دا پروسه ومني. او د ولس په زړونو کې د ځای پيدا کړي که نه یې مني ولس کلونه یې ژوند د ملي ارزښتونو قرباني کړی او اوس هم حاضر دي چې له ملي ارزښتونو د سر او ژوند په قیمت دفاع وکړي.
ژوندی د وي افغانستان ،ژوندی د وي د افغانستان د ملي یووالي حکومت مشران ، و د افغانستان ټول ملي ولس.