مونږ افغانان ډېر جالب خلک یو. څو عادتونه دي، چې له بده مرغه ترې برخمن یو. کله چې یوه کلمه زده کړو، ځان راته د نړۍ پروفیسور ښکاري. بیا نو نړیوالو ته چلنج ورکوو او د هېچا نیوکه نه منو. په داسې حال کې چې اسلام د خاکسارۍ سپارښتنه کوي. څه چې زمونږ په خوښه او د منلو وړ وي، که حقیقت او مناسب هم نه وي، منو یې. د بل چا مشوره راته کفر دی. سره له دې چې اسلام په مشوره تاکید کړی دی، خو مونږ چاته اجازه نه ورکوو، چې په کار کې مو کار ولري، حتی که مذهبي مسئله هم وي.
اسلام یو نړیوال دین دی. هغه دین دی، چې انسانان یې له فردیت څخه را و ایست او ټولنه یې ایجاد کړه. ځکه انسان په ذاتي توګه د ټولنیز ژوند غوښتونکی دی او په فردي توګه د ژوند کولو قابلیت نه لري. په همدې وجه مونږ انسانان د یو بل مشورې، مرستې او لاسنیوي ته اړتیا لرو. مګر په افغانستان کې دا لړۍ لږ څه بل ډول ده. اکثره خلک مو د یو ډول غرور تر دایرې د ننه دي. که هرڅومره یوه شي ته شدیده اړتیا ولرو، خو په داخل کې مو چې کوم غرور دی، اجازه نه راکوي، څو په ډاګه یې کړو، چې مذهب مو هم دا ډول لارښوونه نه ده کړې.
ما مخکې و ویل، چې افغانان جالب دي. جالب په دې معنی، چې هم به درته اړتیا لري او هم به یې په کلیوالي اصطلاح لس ګزه لوړه وايي. یا خو د ډېرې سادګۍ له وجې دا عادت کوي او یا هم په خپل رنګ کې کوټ دي. یعنې تعلیم یې ذهن پراخه کړی نه؛ بلکې تنګ کړی دی او یا خو هم د بل تر تسلط لاندې دي.
له دې بحث څخه زما هدف په افغانستان کې د روانې جګړې موجودیت دی. دا خو اوس ټولو مسلمانانو ته څرګنده ده، چې په افغانستان کې یوه نا مشروع جکړه روانه ده، هغه جګړه چې یوازې په استخباراتي بنسټ ولاړه ده. ځکه مونږ ثابت دلایل لرو. د دې جګړې مخالف اړخ په دې تاکید کوي، چې په افغانستان کې بهرنیان حضور لري او مونږ یې په واړندې جهاد کوو، مګر کله چې له بهرنیانو سره د جګړې خبره کیږي، قربانیان یې یوازې او یوازې افغانان دي.
که څه هم په حکومت کې بې شمېره ستونزې موجودې دي. له بېلا بېلو استخباراتي کړیو او جاسوسانو سره په ټکر کې دي. په خپله په حکومت کې دخیل خلک د حکومت تخریب کوي، چې په دې اساس اوسنی دولت له څرګندې او غیر څرګندې جګړې سره مخ دی.
کله چې ولسمشر اشرف غني له طالبانو سره د جګړې اوربند اعلان کړ، نو په ډېرو قیامت را پرېوت. مونږ چې اوس مهال د غازي امان الله خان شخصیت ته ورته یو بل ولسمشر لرو، نو ډېر پرديپاله یې نه شي زغملی. کرزي چې له موقت حکومت سره سره دوه دورې واک درلود، د افغانستان لپاره یې هغه څه ونه شو کړای، چې اشرف غني په لږه موده کې وکړل. نو هغوی به یې څنګه وزغمي؟
مونږ په افغانستان کې اوس مهال په عام ډول څو ډلې لرو. چې اوس سړی په دې کې ګنس شي، چې دا د چا او دا د چا پلوی دی. خو اوس یوه نوې ډله را پورته شوې ده. دا چې ولسمشر اشرف غني په دې وروستیو کې د سولې په برخه کې غوره لاسته راوړنې درلودې، نو یو شمېر هغه کسان چې کرزی پلوه دي، په دې خواشیني دي، چې ولې اشرف غني د ولس په زړونو کې دومره محبوبیت پیدا کړ. د طالبانو خو هسې هم د نیکونو ورسره ورانه ده.
دا اوسنۍ خبره نه ده. مخکې هم د افغانستان جګړه نا مشروع بلل شوې وه. په روژې میاشت کې چې کابل د درې زره علماو د غونډې کوربه و، ټولو په ګډه دا فتوا ورکړه، چې په افغانستان کې روانه جګړه مشروعیت نه لري. خو په ورته وخت کې یو شمېر هغه کسان چې ځانونه ورته پروفیسوران او د اسلام ډاکټران ښکاري، د درې زره علماو په فتوا یې خندا وکړه.
نن بیا د افغانانو لپاره بله ښه موقع وه، څو ځان خلکو ته د اسلام متخصصین ښکاره کړي. تېره ورځ په مکه مکرمه کې د مسجد الحرام امام او د حرمينو الشريفينو د ادارې مشر شيخ عبدالرحمن السديس د جمعې په خطبه کې و ویل، چې په افغانستان کې روانه جګړه نامشروع ده او افغانانو ته یې په خطاب کې د سولې او ورورګلوۍ خبره وکړه. له دې سره سم په اصطلاح یو شمېر پلاستیکي پروفیسرانو او اسلامي متخصصینو په نوموړي نیوکې وکړې، چې ګواکي په دین کې سمه پوهه نه لري او یا خو یې فتوا سیاسي رنګ درلود. په داسې حال کې چې هغه په نړۍ کې د اسلام یو لوی عالم او د قرانکریم حافظ دی. په اسلام کې تر ما، تا او بل هر چا ډېره پوهه لري. په حقیقي توګه د مذهب په ټولو اصولو پوه دی.
مګر نن دا ډول شخصیتونه هم د افغانانو تر نیوکو لاندې راځي او د ورور وژنې لپاره د خپل اډیال خبره د کاڼي کرښه ګڼي. دوی دا دلیل وړاندې کوي، چې هغه عرب دی او مونږ افغانان یو، نو ولې یې د افغانستان لپاره دا فتوا صادره کړه، مګر اسلام خو یوازې د افغانانو او یا د عربو نه دی. یو مسلمان په بل حق لري، چې که په غلطه روان وي، نو هغه بل ورته سمه لار وښيي. ځکه چې دا د یو مسلمان په بل مسلمان حق دی، هېواد او پوله په کې مطرح نه ده، لکه په لاندې حدیث شریف کې چې رسوالله ص فرمایلي دي:
(من لم يهتم لأمر المسلمين فليس منهم”) یعنې: څوک چې د مسلمانانو په ستونزو اهتمام نه ساتي، نو هغه د مسلمانانو له ډلې نه دی .
په دې خو ماشوم هم پوهیږي، چې ښاغلی السدیس څنګه شخصیت دی او په اسلام کې څومره معلومات لري. خو زمونږ هغه کسان چې تر لمانځه او کلمې ورها خوا په نور هېڅ هم نه پوهیږي، را ولاړیږي او د هغه فتوا ناسمه ګڼي. السدیس د قراني اصولو او ایتونو په اساس خپله فتوا ورکړه او خپل فرض یې ادا کړ. مګر دا چې یو شمېر کسان په هغه نیوکې کوي او هغه ناپوهه ګڼي، په دې معنی ده، چې اصلا دوی ته مذهب مهم نه دی او خپل اډیال که حتی د اسلام خلاف خبره هم وکړي، دوی ته به د قرانکریم ایت ښکاري.
نن په دوی باندې دا خبره د غشي غوندې لګېدلې ده، چې دوی ته یې د مذهب یو اصل ورښولی دی. دوی د هغه لټ کس غوندې دي، چې کله ورته د لمانځه کولو وايي، نو فکر کوې، چې په مرمۍ دې و ویشت. اوس هم دوی د همدې په څېر دي، چې په جګړه اموخته شوي دي، د ورور وژنې او وینې تویونې معتادان دي، نو کله چې ورته د دې عمل د پرېښودو خبره کوې، نو ته به وايې، چې تندر پرې را پرېوت او یا دې پر مرمۍ و ویشت. زما هدف یوازې طالبان نه دي، بلکې هغه کرزي پلوه ډله هم ده، چې ولسمشر غني ته د سولې کرېډېټ په ورتلو سره اور اخلي او د دې کرېډېټ د مخنیوي لپاره خپلې شومې هڅې کوي. شمال ټلواله او نور جمعیتیان خو پر ځای پرېږده، هغوی خو په بحث کولو نه ارزي.
ما په عمومي سرلیک کې ویلي دي، چې افغانان د مذهب نه؛ بلکې د اډیال پالونکي دي. زما هدف ټول افغانان نه دي، یوازې هغه کسان دي، چې سرلیک ورسره جوړښت لري. مونږ په واقعي معنی روڼ اندي افغانان لرو، مګر زما موخه یو محدود شمېر ده او هېڅکله کل نه ټارګېټ کوم. زه ډاډ یم، چې دوی به ضرور یوه ورځ د خپل ضمیر له خوا را ویښیږي او خپل ضمیر به یې دا غږ پرې کوي، چې په غلطه روان یې او د خپل اډیال لپاره دین مه تحریفوه. زه په دې امید یم، چې دغه ډله خلک په وخت د الله ج هدایت تر لاسه کړي او د اډیال پالل پرېږدي او د خپل رب او اسلام رښتني پالل غوره کړي.
په درنښت!