د سرحدي ځواکونو عمومي قوماندان تورن جنرال جمعه ګل همت وايي: سرحدي ځواکونه به په نږدې راتلونکي کي د يو خاص ځواک په بڼه په پرمختللو او ثقيله وسلو تجهيز شي.
نوموړي دغه څرګندونې د سرحدي ځواکونو د لومړۍ لوا قرارګاه کې سرتيرو نه د ليدنې پر مهال وکړې.
د هيواد د سرحدي ځواکونو عمومي قوماندان تورن جنرال جمعه ګل همت د دې لوا د قرارګا او سرحدي کنډکونو د وضيعت ارزونې په موخه ننګرها ولايت ته د يو پلاوي په مشرۍ راغلی.
تورن جنرال جمعه ګل همت د لومړۍ سرحدي لواء له قوماندان بريد جنرال محمد ايوب حسين خېل څخه مننه وکړه، چې د ښه مديريت او سوق ادارې له امله يې د هېواد د سرحدي لوا ګانو په کچه د سرتيرو د تلفاتو کچه صفر او لاسته راوړنې يې زياتې دي.
نوموړي د دې لواء د سرتيرو فداکاري وستايله، چې په ننګرهار کنړ او نورستان ولايتوتو کې يې د ګډو او ځانګړو عملياتو په ترڅ کي د ښه همغږۍ له مخې دندې تر سره کړي.
همت سرتيرو ته د څرګندونو پر مهال ډاډ ورکړ، چي د جمهور رئيساو وسله وال ځواک اعلی سر قوماندان د لارښوونې په اساس او د ملي دفاع وزير د هڅو له مخې به سرحدي ځواکونه د يو خاص پياوړي ځواک په توګه له پرمختللو وسلو او تجهيزاتو برخمن کيږي او هوايي حمايه به هم ولري چې له مخې به يې د وسله والو مخالفينو ټولې مخې ورډب کړي.
د سر حدي ځواکونو عمومي قوماندان تورن جنرال جمعه ګل همت وويل: ختيځو ولايتونو د سرحدي ځواکونو لومړۍ لوا ته يې د راتګ موخه د ستونزو حل دی چي په دي برخه کې به د سرحدي ځواکونو د تحکيماتو او نويو پوستو د ايجاد د کار لومړيتوبونه وي.
حسين خيل وويل: چې تير يو نيم کال کې يې د دښمن په لسګونو حملې په شا تمبولي او دشمن ته يې اجازه نده ورکړې چې خپلې شومې کړني تر سره کړي.