واکداران. مو دښمنان دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68448
عبدالوحیدتابع
دخبریدو نیټه : 2018-07-26

 

 د پښتون قوم واک له داسې ناوړه او نامردانو سره دی چی د دوی له ژوندانه سره لوبې کوی.پښتون د داسې واکدارانو په ولکه کی دی چی هیڅکله د انسانی جغرافۍ دسیالې او پرمختګ سوچ نلری.په روانه پرمختتللې نړۍ او تکنالوژې کی مونږ ته د وژلو او نفرت سبق راکوی.له هغه ځای څخه چی وسلې،خواړه او د هیواد او ولس د له منڅه وړلو امر ترلاسه کوی هغوی نن اتم لری د هغوی نن سیالی په نړیواله کچه ده ،هغوی نن د خپل ولس د راتلونکی لپاره له پرمختللی هیوادونو سره یارانه کوی.نن نړیواولو د خپل ولس لپاره داسې اسانتیاوې چمتو کړی چی د خپل ژوندانه ټولې چارې د خپل ګرځنده تیلیفون له لارې په هرځای کی پرمخ بیایی،نن نړیوال په دی سوچ کوی چی د خپل راتلونکی نسلونو لپاره د ښه ژوندانه اسانتیاوی برابری کړی.خو زمونږ واکداران د انسانیت په جامه کی داسې کړنې ترسره کوی چی ژویی یې په ځنګله کی نه کوی،ښوونځی،پلونه،پلچکونه،سړکونه،د اړیکو ستنې ،انتحار،وژنه ،نفرت دا ټول هغه څه دی چی دوی یې ترسره کوی او همدالامل دی چی نن د نړې په کچه له سترګو غورځیدلی یو.د پام وړ خو دا ده چی داټولې کړنې دا نامردان د دین او مذهب تر سیوری لاندې ترسره کوی.دا هغه ناځوانه دښمنان دی چی څوارلس کاله یې مجاهدینوخپل ولس د کمونست ،ځوارلس کاله طالبانود یهودی په نوم او اوس یې داعش څوارلس کاله په یوه بل نوم سره له خپل ټاټوبی بی برخه کوی.پښتون لاویده دی اوس هم د دی پوچ مغزو او مکاره دښمنانو له منګولو ویره لری.
تابع