دغه څرګندوني کندهاروالي زلمي ویسا د احمدشاه بابا د کور په شاوخوا کي د هغه کورونو د مالکينو سره وکړې چي کورونه يې استملاک او دولت ورته پيسې ورکوي .
د شنبې په ورځ دغه مالکینو له کندهاروالي زلمي ويسا سره په ولایت مقام کي وليدل چي پرمهال یې د کندهار سرپرست ښاروال نسيم رضايي هم حضور درلود .
ويسا وویل : ولايتي اداره هڅه کوي، چي د احمدشاه بابا د کور په شاوخوا کي د ټولو کورونو د استملاک مسئله ژر تر ژره پای ته ورسوي او د کورونو مالکينو ته تر قانوني مراحلو وروسته پيسې ورکړي .
ښاغلي ويسا زیاته کړه، په دغه برخه کي ولايتي اداره جدي ده او هيڅ يوه کس ته به د فساد اجازه ور نکړي بلکي ټول کارونه به یې په شفاف ډول پای ته ورسېږي .
داپه داسي حال کي ده چي د احمدشاه بابا د کور ترڅنګ په دغه شاوخوا کي د جوړو سوو کورونو لپاره هم کندهار والي زلمي ويسا موده مخکي له مرکز څخه تر زياتو هلو ځلو وروسته د يادو کورنو د استملاک پيسې تر لاسه کړي او تر قانوني مراحلو وروسته به اړوند کسانو ته وسپارل س