زمونږ د هېواد د ستونزو یو لامل هم د ښو، پیاوړو او ملي ګوندونو نشتون دی. ګوندونه د هېواد د اساسي سیاست لپاره ډېر مهم او بنسټیز رول لري. سیاسي ګوندونو د نړۍ په نورو هېوادونو کې د هغه هېوادونو د پرمختګ او ولسواکۍ په برخه کې ډېر مهم او اساسي رول ادا کړی دی. زمونږ اوسني سیاسي ګوندونه له هر اړخه ستونزې لري. لومړی دا چې افغان شموله نه دي، پر قومي فکر جوړ دي، ملي نه دي او مهمه دا چې یوه خاصه برنامه نه لري. تر ټولو لویه ستونزه یې دا ده، چې له حکومت څخه امتیاز غواړي. که چېرې حکومت ورته امتیازات ورنه کړي، بیا سمدستي د بحران او ننګونو خبرې کوي. د ګوندونو پر تاریخچه او ارزښت باندې ډېر بحث نه کوم، په دې اړه مې مخکې یوه مقاله لیکلې ده. په دې وروستیو کې د راتلونکو پارلماني ټاکنو په اړه ځینو جهادي ګوندونو نیوکې وکړې. زه نیوکه د دوی حق ګڼم. څوک چې د شفافو ټاکنو او ولسواکۍ خبره کوي، دا پر ځای او د هر افغان غوښتنه ده. د دې ګوندونو استازي چې په سرینا هوټل کې راټول سوي وو، د دې پر ځای چې د ولسواکۍ اصلي تمثیل وکړي، د بحران او تشدد خبره یې وکړه، چې د ټوپک په شپېلۍ او په دې ډول دیکتاتوريکه لهجه خبرو په ولس ډېر بد تاثیر وکړ. په افغانستان کې تر سلو زیات ګوندونه موجود دي. که دا نور ګوندونه رښتیا هم غواړي چې د افغانستان د پرمختګ او آبادۍ لپاره هڅه کوي، هغوی هم باید په دې اړه خپل اواز پورته کړي چې پنځه ګوندونه د افغانستان په سرنوشت لوبه نه سي کولای. دا د بحران خبره چې هر څوک کوي، یواځي د حکومت مسوولیت نه دی، چې په وړاندې یې ودریږي؛ بلکې د ګوندونو هم لوی مسوولیت جوړیږي.د دغو جنګي ګوندونو څخه د ملت لویه هیله دا ده، چې له تېرو اشتبهاتو څخه یې باید عبرت اخیستی وئ. د افغانستان د ملي وحدت او د دې وطن پر اساسي جوړونه یې فکر کړی وئ او د ټوپک زور یې د ولسواکۍ په زور بدل کړی وئ. نور یې باید د تشدد پر ځای د عدم تشدد سیاست غوره کړی وئ. خو له بده مرغه باید و وایو. د تشدد او قدرت طلبۍ سیاست یې هغه ورځ مخ ته تکرار سو او باید له همدې څخه درس واخلي. یوه بله خبره هم ورته کوم، چې ملت هم نور ورسره تشدد نه مني. اوس چې دې ګوندونو د پارلماني ټاکنو په اړه کومه خبره ټینکه کړې ده، دوی ملت ته د دې قانع کوونکی ځواب نه لری. په دې کې هېڅ شک نسته، چې په هېواد کې جګړه روانه ده، سیاسیون د واک په خاطر هره ورځ د نظام د کمزورتیا هڅې کوي او د سیاسونو مخالفت یوازې تر وزارت پورې محدود دی. ملي ګټې او ارزښتونه ډېر په نظر کې نه نیول کیږي. نو په داسې یو حالت کې چې پارلمان یوه دوره تر خپل قانوني وخت اضافه تېروي او ولس هم د هېواد په غمیزه کې چې څومره حکومت ګرم ګڼي، پارلمان هم پنځوس سلنه د هېواد په ناخوالو کې دخیل دی. په داسې یو ستونزمن حالت کې چې مونږ اته میاشتې وروسته ولسمشریزې ټاکنې لرو دا مهمه ده، چې باید لومړی پارلماني ټاکنې ترسره سي. ګوندونو ته په کار ده، چې د شفافیت په برخه کې مرسته وکړي. دا د دوی حق او سلاحیت نه دی، چې ټاکنې تحریم کړي. دغه چپ او راست ګوندونو ته زه دا مشوره ورکوم، چې باید نور په ولسواکۍ ولاړ او د عدم تشدد سیاست وکړي. د زور، بحران او تهدید خبرې د دوی وزن کموي. ما همیشه ویلي دي، چې د مجاهدینو څخه هم او له خلقي او پرچمي څخه هم تېروتنې سوي دي. نور باید دا ګوندونه زاړه هېر کړي، خپلې تېروتنې ومني او د راتلونکي لپاره د زغم، حوصلې، اجتماعي عدالت او پر ولسواکۍ ولاړ سیاست وکړي. د روس په واړندې په جهاد کې چې هر چا قربانۍ ورکړې دي، هغه باید د تاریخ رنګینې حافظې ته وسپارو. نور باید پر هغه کار مالي امتیازات وانه خلو، چې هغه د خدای تعالی او وطن لپاره وي. که ګوندونه رښتیا هم د دې وطن ملي ګټو ته ژمن وي، د هغو کسانو په وړاندې باید ودریږي، څوک چې د خراسان نارې وهي او یا د تجزیې او بحران خبرې کوي. اوس د دې وخت را رسېدلی دی، چې د افغانستان ملي وحدت یقیني او محکم کړو. څوک چې د قوم، ژبې او منطقې او یا هم د مجاهد او خلقي په نامه سیاست کوي، یو او بل ته پېغور ورکوي، دا ډول پېغورونه اوس د هېواد په زیان دي. څوک چې د خراسان خبره کوي، باید خوله یې ماته سي او څوک چې د افغان کلمه یوازې پښتون ته منسوبوي، د دې هم باید خوله ماته سي. د افغانستان مېشت قومونه د دې مور هېواد په لمنه کې د بېلا بېلو ګلونو معنی لري. هېڅ یو پر بل برتري نه لري. برتري یوازې په تقوا او د وطن سره په مینه او خدمتګارۍ کې ده.