په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمبارکی پېغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68458
حبيب الله غمخور
دخبریدو نیټه : 2018-08-19

درنوهيوادوالو! دمبارکي پيغام دهيواد دسرکښ شاعر عبدلوهاب سرتېرپدې څلوريزه پيلوم : که په کابل که په پروان تويږي که په هرات که په لغمان توييږي نه کوم انگريز نه کوم چنگيزدی هلته يواځې وينه دافغان توييږي درنواوپرخپلواکۍ مينو غيرتی هيوادوالو! په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنی مشرتابه په استازيتوب تاسو دافغانستان غيرتی اوپرخپلواکۍ مين ولس ته دخپلواکي دبياترلاسه کولو ۹۹ کليزي له امله دزړه له کومی مبارکی اونېکې هيلې وړاندي کوم . دادی سږ کال يوځل بيا افغان کړېدلۍ اوزوريدلۍ ولس دخپلواکۍ دتر لاسه کولونه هيريدونکې تاريخی خاطره د۹۹ ځل لپاره دخپلواکی ورځ لمانځي . متاسفانه پدې ورستيو څولسيزوکي زموږ دولس سياسي اوټولنيز ژوند داسي حالت ته راغلی چي دخپلواکی دلمانځلو خوښی رانه هېره سوېده . همدا سږ کال پدې ورستيو اونيوکي له غزني ،ترکابله ،غور اوروزگانه ،هلمند اوفراه اوننگرهارکي په سلگونه بېگناه افغانان دهيواد دکورنيو اوبهرنيودښمنانواودهغوي دنوکرانوطالبانولخوا په شهادت رسېدلي اوزموږ ولس یې دويرپه لمڅي کېښنولی دی . دټولوامنيتی او سياسی ناخوالوسره بياهم ځانته داحق ورکوم چي دشهيدانودناورين پر لمڅی ناستو کړېدلو کورنيو اوهيوادوالوته دملي اوافغاني غروردهسک ساتلواودرناوی په موخه،دهغوي دچيغو،غلبلو، کرږ و اوساندونه په ډکه او غمجنه فظاکښي دې سرکښ اونه ماتېدونکی ولس ته دخپلواکی ترلاسه کولود تاريخی اونه هېرېدونکی ورځي د تاريخي خاطرې مبارکي ووايم . زموږ دهيواد تاريخ ددې شاهد دۍ چي دادخپلواکۍ په احساس مالامال مغرور ملت هيڅ وخت دنړۍ يوه زبرځواک ته هم دغلامۍ سر نه دۍ ټيټ کړی . زموږ دهيوادپه تاريخ کي دنوروتجاوز گرو تريرغلونو وروسته په شلمه سليزه کي زموږ پر مقدسه خاوره درې ځلي انگريزي استعمارگرو په افغانستان اوسيمه کښ دخپل سياسي حاکميت دټنگولو لپاره وسله وال تېری کړی،خو يو ځل هم پر دې ندي بريالي شوی چي خپل بشپړ سياسي واک زموږ پرخاوره دډيري مودې لپاره ټينگ او دايم کړي . د ۱۹۱۹ کال دآزادۍ دتر لاسه کولو جگړې چي دافغان ولس په بې ساري سرښنده بريالی پاي ته ورسېده ،دابد لپاره پر افغانستان باندي دبهرني استعماري زبرځواک سلطې ته دافغان دميړني ولس دستر او غښتلي بچي اعلحضرت امان الله خان تر مشری لاندي دپاي ټکۍ کښيښود او افغانستان دهغه استعماری زبرځواک داستعمار د قلا تېوال ونړاوه چې داستعمار په حاکميت کې لمر نه ډوبېده . دخپلواکي لپاره دافغان ولس مبارزه اوسرښندنه دسيمي اونړئ ولسونو ته دعبرت درس اوهغوي چې دانگريزیل استعمارپرخلاف راپارېدوته وهڅول . دخپلواکی گټونکی غازي امان الله خان اود آزادی دلاري دټولو شهيدانوياد دي ژوندی اوروح دې ښادوي . موږ دخپلو دغوملی مبارزينواوخپلواکی دترلاسه کونکو ددې ملي مبارزې اوتاريخی شهامت يادبايد ابدي اوتل پاتی وساتو . ومن الله التوفيق