سبادسنبلې ۹ دپښتنو اوبلوڅو دپيوستون ورځ ده .
تاسودرنو هيوادوالو اودکرښي هاخواپرتوپښتنواوبلوڅوسياسي اوټولنيزو سازمانونوته دپښتنو اوبلوڅو دپيوستون دتاريخي ورځي په مناسبت دزړه له کومي مبارکي وايو .
ددې ورځي نوښت دبلوڅو مشرانوپه ګډون د پښتنودوه سوله غوښتونکو مشرانوخان عبدالغفار خان او عبدالصمد خان اڅکزي کړى و. ددوى موخه دا وه چې دډيورنډ ددواړوخواووپه ميشتو قومونوکې دخپلواکۍ روحې پياوړي کړي ،اميدواريو چې داروحيه پياوړې سوې وی .
د وږي پرنهمه دپښتنواوبلوڅوديووالي ورځ زموږ په جگړه ځپلي هيوادکي هرکال دڅولسيزو را پدېخوا لمړی په دولتي کچه لمانځل کېدل اوپه راوروسته کي ددولت اوسياسي گوندونو،ټولنواوسازمانونو له خوا لمانځل کېږي . البته له ۱۹۹۲ زکال راپدې خواددې ورځي په لمانځلوکي چي دپاکستان روزل سووحاکميت درلود ناغېړی سوی . دمجددی صاحب له واک ته رسېدونه وروسته بياتر ۲۰۰۲ز کال پوري ددې ورځي علني لمانځل کدغن وه،خو ولس اوتاريخ ته وفادارو لمانځل . ترهغه وروسته بياترتيرکال پوري کله په رسمی بڼه اوکله هم دسياسي اوټولنيزوساز مانو لخوا ددي ورځي ياد په مختلفو بڼوسوی . البته کله،کله دولت هم ددې ورځي له لمانځلونه دپاکستاني چارواکو دخوشحالېدوپه موخه ډډه کړې ،ځکه نودولس اوځينو مدني ټولنوله خوا لمانځل سوېده .دهمدې دلمانځنې غونډې دګډونوالو په کلکه نيوکه کړې چې دولت ولې ددغې ورځې په يادولوکې ونډه وانه خيستله .
دهمدې ورځ دياد اولمانځلو په پلمه دکوزي پښتونخوادبلوڅواوپښتنودسياسي گوندونو اودهغوي له مشراتابه نه موغوښتنه داده چې دخپل برخليک ټاکلو ږغ پورته اوله نړيوالونه دخپل سياسي برخليک ټاکلو عملي غوښتنه وکړي .زمو ږ له نظره په شعارونو اوکنفرانسونو کي ويناوباندی نسي کېداي چې ديوه ولس برخليک و ټاکل سي ،ځکه خودتاريخي اسنادو اولاسوندونوته په کتوسره دديوه ترستم او استعمارلاندي ولس ددخپلواکي دترلاسه کولو لپاره دملگروملتو سازمان ،امنيت شورا اونورو نړيوالو سازمانوته دقيقي ،عملی اوسياسی طرحي وړاندي کولوته ته اړتيا سته ،غير له هغه به دډېورنډ دکرښي هاخوا پښتانه اوبلوڅ دتل لپاره دپاکستاني حاکمانوغلامان وي .
ددوستی دفرهنگی ټولنې دمشرتابه په استازيتوب حبيب الله غمخور