یوناما ( په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر ) چه باید د افغانستان په جګړه کې سولې سره په
تړاو محوري رول ولوبوي، غالباً د هغو جنایتونو چه د جګړې په ساحه کې ترسره کیږي چوپه خوله پاتې کیږي. په ځینو مواردو کې زیاتره تشریفاتي دریځ غوره کوي. یعنې کله ناکله د دیپلوماتیکو الزاماتو تر اغیز لاندې د مړو شمیر اعلانوې. خو یوناما په نوې اعلامیه کې په بیسارې توګه په تونده لهجه د جګړې زیاتوالې او شدت داسې تر نیوکې لاندې نیولې :
’‘ د تير کال ( ٢٠١٧) په پرتله په افغانستان کې د ملکي وګړو تلفات ۵۲ سلنه زیات شوي دي.
د ۲۰۱۷ زيږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۱۴۹ تنه ملکي وګړي په هوايي بريدونو کې وژل شوي. ۲۰۴ نور ټپيان وو. د تلفاتو شمیر د ۲۰۱۸ کال په نسبت ۵۲ سلنه زياته شوې ده.
د دغو ملکي تلفاتو ۵۲ سلنه مسؤليت د افغان ځواکونو، ۴۵ سلنه د بهرنيو ځواکونو او درې فيصده يې د دولت پلوه ځواکونو له په غاړه دی‘‘ .
د ګډ حکومت د دفاع وزير وړمه ورځ ( د سپتامبر ٢٣ ) مشرانو جرګې ته په خپلو خبرو کې ويلي و، چې يوازې تېره مياشت د طالبانو په بريدونو او چاودنو کې ۵۱۳ عسکر وژل شوي او ۷۱۸ ټپيان وو. خو ګډ حکومت او امريکا د خپلو عسکرو د مرګ ژوبلې په اړه رسنيو ته سم معلومات نه ورکوي. د عسکرو مرګ ژوبله تر هغه څو چنده زياته ده چه حکومت يې رسنيو سره شريکوي ‘‘.
ولې سږ کال جګړه شدت موندلې او هغې سره جوخت ملکي تلفات زیات شوې ؟ پوښتنه دا ده چه
د جګړې زیاتوالې مختلف بهرني او کورني لاملونه لرلي شي :
1 – بهرني لاملونه :
* د امریکا – پاکستان او امریکا- ایران د اړیکو خرابوالې.
د سوریې او عراق د شاتک نه وروسته د داعش پام افغانستان خوأ ته. *
2 - كورني لاملونه : پدغه برخه کې تخنیکي او سیاسي ملاحظات مطرح کولي شو.
تخنیکي پدې مانا چه :
د افغانستان په جګړه کې دولتونه سره نه جنګیږي. دولتونه د خپلې پیاوړې جنګي ماشین ( اتوماتیکو بی پیلوته الوتکو او بی- 52 ) د مقاومت ملیشیې سره مخ دي چه عادي وسلې لري.
یوناما کله چه د بمباریو په ترڅ کې د ملکي خلکو د تلفاتو د زیاتوالې نه خبرې کوي همدغه واقعیت ته ګوته نیسي.
په یو ویشتم پیړي کې په ذروي ځواک باندې قبضه د دولتونو تر منځ نښته له منځه وړې ده. جګړه مار دولتونه له هغو ملیشیائي دلو سره په تکر کې دي چه په ښارونو کې د ولس په منځ کې مورچل جوړوي. پدغه نا متعادله جګړه کې د متخاصمو اړخونو تر منځ د قواوو نسبي اندول وجود نلري. كوم چه دولت په جګړه کې د حربي تکنولوژي په حساب برلاسي لري، کولي شي بلې لورې ته زیاتره تاوان ورسوي او د ملکي تلفاتو د زیاتیدو لامل وګرځي. لویدیزوال تر اوسه پورې د خپلې جنګي ماشین جوړښت د ملیشیائي جګړې له غوښتنې سره ندې سمبال کړې.
سیاسي ملاحظات پدې مانا چه :
د امریکا نوې حکومت د یوه واقعبینانه دریځ له مخې د وسله وال مقاومت سره غیر رسمي مذاکراتو ته کیناست. خو دلته د سولې پروسه، د دواړو جنګي دلو په منګولو کې ایسار پاتې شوه. په واقعیت کې د جګړې اړخونه په یوه جګړه ایزه چاپیریال، خبرو اترو ته پیل وکړل. طبعاً د مذاکراتو په پیل کې متنازع فیه موضوعات مطرح شول چه اړخونه یې نه غوښتل د بلې لورې په ګته د خپل دریځ نه تیر شي.مذاکرات وځندول شول. په بل عبارت د خبرو اترو په ځندولو کې د متنازع فیه موضوعاتو حل، جګړې دګر ته حواله شول. د جګړې په میدان متحاربو دلو د راتلونکی مذاکراتو په ترڅ کې د برلاسي لرلو په موخه توپک ته لاس واچاوه. جګړه شدت وموند او د ملکي او غیر ملکي تلفاتو کچه لوړه شوه.
بناً د جګړې شدت او د تلفاتو زیاتوالې اصلي لامل دا دي چه د خبرو اترو په اجندأ کې د موضوعاتو هغه منطقي تَقَدُم او تأ خُر پړاونه چه تینګه سولې ورته اړتیا لري، له پامه غورځوله شویده. د سولې مذاکرات چه په کې د جګړې د شدت مخه نیوله کیږي د لاندې درې پړاونو نه تیریږي : اوربند، متارکه او سوله.
د جګړې په میدان کې د قواوو د معادلې په بنست هر پړاو ځانته ځانګړې اجندأ لرلي شي .
دلته باید څو تکې ته پام واړول شي :
- خبرو اترو ته رسمیت وربښل.
- هغه اړخه چه جګړه پیله کړې بلې لورې ته د اوربند وړاندېز ورکول.
- د جګړې زیاتوالې د مخنیوي په موخه د مذاکراتو د پړاونو تر منځ زماني واتن حد اقل ته رسول.
- د سولې د یوه واقعبینانه پلان سره خبرو اترو ته ورننوتل.
خو موږ نپوهیږو چه د مذاکراتو پیل بې لدې چه د اجندأ په سر کې اوربند ځاي ولري د امریکائیانو غلطي ده یا د جګړې د شدت او پراختیا په موخه یو هدفمنده پلان ؟
پای
فرانسه