د شنبې په ورځ له زراعت وزارت څخه راغلي پلاوي د کندهاروالي زلمي ویسا سره وکتل چي پرمهال يې د زراعت رياست رئيس حفيظ الله سعيدي هم ګډون وو .
راغلي پلاوي وويل : کندهار ولايت ته يې د سفر موخه دلته د مېوه جاتو لوی معالجوي مرکز جوړول دي ترڅو مېوه جات يې پر وخت د تداوي او د مرضونو مخه يې نيول سوې وي، هغه له ولايتي ادارې څخه د دغه مرکز د جوړېدو په برخه کي د همکاريو غوښتنه وکړه .
کندهاروالي زلمی ویسا هغوئ ته ښه راغلاست ووايه او د ولايتي ادارې په استازيتوب يې د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ، هغه زياته کړه : کندهار ولايت د زراعت په برخه کي معالجوي مرکز ته اړتيا درلودل چي د دې مرکز په جوړېدو سره به يې تر ډېره حده د ستونزو مخه ونيول سي .
ښاغلي ويسا وويل : زموږ وطني میوه جاتو په نړیوال بازار کي ښه شهرت پيداکړی دی چي له همدې وجي زموږ هیواد د یو ښه زراعتي مملکت په نوم يادېږي .
کندهار والي زلمي ویسا وویل : ولايتي اداره د هوايي دهلېز د پراخیتا په برخه کي پوره هڅه کوي او په دې اړه يې د يو شمېر خارجي ډونرانو سره هم خبري کړي دي ترڅو نړیوالو بازارنو ته زموږ د وطني مېوه جاتو صادرېدل زیات او هلته بازار ورته پيدا سي