انتخابات د زور آزموینې په منګلو کې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68504
دوکتور محمد عثمان تره کي
دخبریدو نیټه : 2018-10-26


د جګړې ښکیل اړخونه د انتخاباتو په اړه متقابل دریز لري : وسله وال مقاومت د اشغال او جګړه ایزو شرایطو کې انتخابات د بلواکي د بنستونو د تینګښت لاسوند ګني . بهرنیو ځواکونو نظام ته د مشروعیت ورکولو د وسیلې په حیث تاکنو ته پام اړوي. وسله وال مخالفین د انتخاباتو پروسه د دیماګوژي او کاذب مشروعیت په توګه تحریموي. خو یرغلګرو ځواکونو تول تاکنې د خپل ناقانونه حضور د توجیه او تشریع ( مشروعیت ورکول ) یوه حیاتي اړتیأ په حیث پیږني چه باید هرومرو ترسره شي.
بناً انتخابات د جګړې له لورې د سیاسي تقابل په وسله بدله شوېده چه په ترڅ کې یې طالبان په انتخاباتو کې ګدونوال په نښه کوي او بهرنیان پدې تمه چه وسله وال مخالفین جبراً انتخاباتو توطئې ته شریکې کړي، د هغوي تر کنترول لاندې سیمو کې چوت اندازو بمباریو ته زور اچوي.
د وسله وال مقاومت د اعلامیي له مخې د تاکنو په تړاو د امریکائیانو او د افغاني مزدورانو د وحشت او جنایت وروستي پیښه د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ د شاول په سیمه کې رامنځته شو ( ۱/۲/۱۴۴۰هـ ق) . هوایي او ځمکني عملیات د میرمنو او ماشومانو په ګډون یې ۱۹ تنه ملکي کسان شهیدان او۳۰ تنه نور زخمیان کړل. څلور بابه کورونه یې هم په بشپړه توګه تخریب کړي او یو شمیر وسائل او وسائط یې هم له منځه وړي دي.
اعلامیه په پاي کې د شهیدانو او ژوبلو کسانو نومونه یې یادوې.
خو امریکا او ملګرو یې د افغانستان د سیاسي تاریخ په کتنې سره باید په یو واقعیت ځان پوه کړي : پدې مانا چه هیڅکله د جګړې د فشار او پرله پسې جنایتونو په ترسره کولو سره په افغانستان کې د نظامي هدې او دائمي حضور امتیاز تر لاسه کولي نشي.
د سیمې هیوادونو دیته حاضر شوې چه د مقاومت برحقې داعیې وپیږني. طالبانو ته د ملي واکمني د مدافع په توګه د سیمې په ستراتژیکه معادله کې ځاي ورکړي. خبره دیته رسیدلې چه د طالبانو ماتي سیمې هیوادونو ته د کلک ګوذار او د بالقوه او تلپاتې خطر د حالت د زیږیدو په توګه شمیرل کیږي.
اوسمهال تولو ته معلومه ده چه امریکا د جګړې او وینې تویولو په حالت کې انتخابات د سولې ضد توطئې او د جګړې د دوام د لاسوند په توګه کاروي. امریکا په موجودو شرایطو کې غواړي د انتخاباتو له لارې شته لاسپوسې واکمنې د بل مزدور نظام سره بدل کړي. راتلونکې شورأ او حکومت د افغانستان سره د امنیتي او ستراتژیک تړون ( د ناتو د اوسنیو جنایتونو د لړي وثیقه ) د دوام د یو اړخ په حیث وکاروي. خپل ناقانونه حضور ته کاذب مشروعیت وروبښي. د افغانستان په د ننه جګړې او ژنوساید ته چه په کې ځانګړې قاوم په نښه شوې ادامه ورکړي.
د ریال پولتیک غوښتنه دا ده چه امریکا د متمدنو هیوادونو په تقلید د جګړې په ځاي د دیپلوماسي او سیاست لاره غوره کړي. دیموکراسي د تیري، ظلم او هژمونیزم د توجیه په موخه ونکاروي. انتخابات د زورآزموینې د منګولو نه وږغوري.
فرانسه – دوکتور م، ع ، تره کي
* * *
داسلامي امارت د تعلیم تربیې او عالی تحصیلاتو کمېسیون

د پوهنتونونو،مدرسو، مکاتبو او نورو تعلیمي ادارو استادانو او مسؤلینو ته دانتخاباتو په اړه ځانګړی پیغام
درنو مدرسینو، معلمینو، استادانواو دتعلیمي مرکزونو مسئولینو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
الله تعالی مو د دین او ولس خدمت نصیب او قبول کړه.
د افغانستان د قضیې او موجوده وضعیت په اړه خو پوره معلومات لرئ. چي اشغالګر ځواکونه که له یوې خوا د پوځي عملیاتو او بمبارونو سلسله جاري ساتي، بل اړخ ته په سیاسي برخه کې هم هڅه کوي چې خپلو اجیرانو او د وخت شاشجاعانو ته په یوه شکل د اشکال مشروعیت ترلاسه او عامه ذهنیت تیرباسي.
اشغالګر غواړي د پارلماني ټاکنو د پروسې له لارې یو تش په نامه پارلمان رامنځته کړي او بیا د خپل اشغال د دوام سندونه ورباندې امضاء او خپل استعماري عزائم سرته ورسوي. د همدې هدف لپاره دوی هڅه کوي د پارلماني ټاکنو تر عنوان لاندې انتخابات ترسره کړي.څرنګه چې دا پروسه له پيله تر پایه د اشغالګرو لخوا پلان شوې او نهایي ګټه به هم ترې اشغالګر اخلي، نو دا د هر مؤمن مسلمان او مجاهد افغان دیني او ملي وجیبه ده چې د اشغالګرو دغه پروسه خنثی کړي او د اجراء اجازه ورنکړي.
څرنګه چې د تعلیمي ادارو استادان او مسؤلین د ټولنې بانفوذه اشخاص دي باید خپل شاګردان او متعلقین په دې پروسه کې له ګډون څخه په جدیت سره منع کړي. بله دا چې د ټاکنو د پروسې اجراء کوونکي اراده لري چې په تعلیمي ادارو کې ټاکنیز مرکزونه جوړ کړي. د افغانستان اسلامي امارت دتعلیم،تربیې او عالی تحصیلاتو کمېسیون د هیواد په ټولو ښاري او اطرافي سیمو کې د معارف کارکوونکو، معلمینو، مدرسینو او د مکاتبو مدیرانو ته امر کوي چې په خپلو مکاتبو کې د ټاکنیز مرکز جوړیدو ته اجازه ورنکړي او نه دې هم معلمین یا شاګردان د ټاکنیزو کارکوونکو په حیث وظیفه اجراء کوي.
اسلامي امارت نه غواړي چې د مجاهدینو په بریدونو کې عام اولس یا د تعلیمي ادارو استادانو او شاګردانو ته زیان ورسیږي. د تعلیمي ادارو استادان او شاګردان باید د دښمن له سیاسي پروسو ځان کاملا لرې وساتي او اجازه دې نه ورکوي چې اشغالګر او اجیران یې له ښوونځیو څخه د خپلو شیطاني پروسو د اجراء لپاره کار واخلي.
په پای کې یو ځل بیا وایو چې د ټاکنو په نوم پروسه هیڅ اسلامي او افغاني ماهیت نلري، بلکې د اشغال د تداوم، په پوځي یرغل د پردې اچولو او د عامه اذهانو د تیر ایستلو یوه پردۍ دسیسه ده، چې د کفري اشغالګرو لخوا تمویلیږي او نهایي نتیجه یې هم د هغوی په واک کې ده. نو په دې اساس دا د هر واقعي مسلمان او افغان دنده ده چې په خپل ټول توان سره د دې دسیسې دخنثی کولو هڅه وکړي تر څو اشغالګر له خپلو پلانونو څخه مایوسه او زموږ له هیواده وتلو ته مجبور کړای شي.
2018/10/17م