نن سبا مو که د ټاکنیزو کمپاینونو په منځ کوم بل خبر ځان ته پام رااړولی وی هرو مرو به د خاشقجي د وژنې پیښه وي چې په استانبول کې سعودیانو په خپله قونسلګري کې کیدای شي وژلي او بیا یې جسد له منځه وړي وي. خو دا به مو نه وي اوریدلي چې یمن د تیرې پیړۍ تر ټولو سختې لوږې سره مخ دی او هره ورځ هلته په سلګونه ماشومان د لوږې له امله مري. ولې خبر یې په نړۍ که هغه ډول غبرګون نه دی رامنځته کړی لکه ځنګه چې د خاشقجي وژني.
په یمن کې د دغې سترې غمیزې او د خاشقجي د وژنې دواړو مسؤول سعودي عربستان دی ولې د یوکس په وژنه نړۍ ځکه ورته ګوتڅنډنه کوي چې خدای بښلی د غرب په ژبه غږیده او د دوی د تش په نامه ارزښتونو ترجمان وو. خو د یمن په غمیزه ځکه پټه خوله پاتي دي چې په هغې کې د دوي د وسلو د پلور او سیمه ییزو سیالیو بازار ګرم دی.
په غریبو او مخ په ودې هیوادونو کې ډیری ځان ته ویونکي روڼاندي او په ځانګړې توګه ازاداخیالان خپله ژبه نلري بلکې د دوي ژبې په لاشعوره توګه د غرب ساز ته سندرې وایي. دوی هم ځان غولوي او هم د ځپلو ولوسونو د غولونې هڅه کوي. دوی فکر کوي چې رښتیا هم په نړۍ او په ځانګړې توګه غربي نړۍ کې د بشري حقونو، ولسواکۍ، بیان ازادي، مساوات او انسان دوستي په نامه ارزښتونه شته.
دا ځان ته چې نړیواله ټولنه وایي هغه هر څه یوازې د خپلو اقتصادي ګټو د خوندیتوب په رڼا کې ارزوي. بشری حقونه، بیان ازادي، بشري مرستې او ولسواکي یوازې د دغه سیاست د وسایلو په توګه کاروي.
له دغې بیلګې مې موخه دا ده چې افغانان په مجموع کې او پښتانه په ځانګړې توګه باید په دې سر خلاص کړي چې په دې نړۍ کې هیڅکو د هیچا په غم نه ژاړي. هغه سایل وایي.
ځار له پښتانه زړه چې د رقیب په غم یې وژړل
څوک دي چې په غم به رقیب سندرې نه وايي.
داسې ورځ به راسي چې دلته به هم یو ورځ تر یمن څخه هم بدتره لوږه راشي، که څه هم له لاوړاندې مو له یمن څخه چندان وضعیت ښه نه دی،ولي نه به د کومې نړیوالې رسنۍ سرلیک وي او نه به څوک زموږ پر غم اوښکې تویې کړي. طالب به یې بیا د خدای امتحان ګني او له غربه راغلي نیکټایي داره ازادخیالان به بیرته خپلو هیوادونو تللي وي، حکمتیار او زامن به یې په اسلام اباد کې وي او د بل هجرت ثوابونه به راټولوي او شمالي ټلواله به سپي او کوترې جنګوي.
یا به یو کیږو که نه ورک کیږو.