زمونږ پلارنی هېواد مورنۍ ژبه نه لري ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 6852
سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
دخبریدو نیټه : 2006-05-02

ليکونکي . سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

 افغان ـــ په ژبه غوڅ يو ولس 

 د ١٩٤٣ م کال اساسي قانون درېمه ماده کې داسې راغلي دي : د افغانستان د ژبو له جملو څخه پښتو او دري رسمي ژبې دي .
 په ٣٥ مې مادې کې بيا لولو : دولت موظف دی چې د ملي ژبې پښتو د انکشاف او تقويې لپاره موثر پروګرام جوړ او تطبيق کړي .
 په داسې حال کې چې پښتانه د ٢٥٧ کالو راهيسې د افغانستان په معاصر تاريخ او د نړۍ په تاريخ کې حکومت جوړونکی ولس پېژندل شوی دی ، د افغانستان شرعي او قانوني وثيقه ليک د دوی په سرښندنه او مېړانه رامنځ ته شوی دی . په دغه موده کې ډېر لږ څه په سترګو کيږي چې حکومتونو زمونږ مورنۍ ژبه پاللې وي او د ودې ، پرمختګ او دغه راز د افغان کلتوري ودې راويښولو لپاره په دغه لرغوني پښتني ټولنه کې ډېر لږ څه ليدلی شو ، په داسې حال کې چې په نورو ولسونو کې د هغه ولس د ژبې او کلتور لپاره بنسټيز کارونه تر سره شوي او کيږي .
 هر پښتون ته د پښتو ژبې او کلتور د ودې د مخنيوي لاملونه جوت دي . نن افغانان پښتانه د ولسواکۍ په تنکيو پړاونو کې د خپلې خوږې مورنۍ ژبې د نه پاملرنې له کبله د ستر جېلنجونو سره مخامخ دي . دوی اوس پوه دي چې په دغه برخه کې زړورو هڅو ته اړتيا ده . ژبه يوه وسيله ده چې انسان وکړی شي خپل فکرونه ، احساسات او اراده پرې څرګند او بيان کړي . د انسانانو تر مېنځه د پوهاوۍ خورا مهم ټوکی دی . ځکه مونږ اړ يو له ژبې څخه کار واخلو . کله چې مونږ پر ژبه خبرې کوو ، داسې ښکاري لکه چې مونږ پر خپل ځان خبرې کوو . دا ډېره ګرانه ده چې سړی د ځان په اړه سمې او دقيقې خبرې وکړي . داسې هم نه ده چې د کوم شي په اړه سړی خبرې نشي کولی نو بايد غلی پاتې شي . هر څوک په يوه او يا څو ژبو خبرې کوي او هر څوک په يوه يا څو ژبو پوهيږي . دا به ډېره ګرانه خبره وي چې څوک منع او يا تور پرې ولګول شي چې ولې هغه په خپله نيمګړې مورنۍ ژبه خبرې کوي ، د پالنې ، ودې ، سمسورتيا اوښتون لپاره يې لارې لټوي او خنډونه هواروي .
 مورنۍ ژبه د هر چا يوه برخه ده . سربېره پر دې له احساساتو ، ټولنيزې کچې ، سياسي مبارزې او انفرادي ودې سره تړاو لري . ژبه د کلتور او تاريخ توليد او زېږنده ده ، چې د يوې ټولنې د ودې هنداره په کې ليدل کيږي . ژبه د پرديو کلتورونو کونجي پېژندل شوې او يا د پرديو کلتورونو لپاره يوه کنجي ده . ژبه د هويت ورپېژندلو لپاره يو خورا مهم فکټور دی او د خپلوۍ او يووالي احساسات رامېنځ ته کوي . همدا وجه ده چې خپله ژبه لرل د هر انسان يو منل شوې بنسټيز ه رښته يا حق دی . بشري حقوقو ته تل ګواښونه متوجه دي . همدا اوس په نړۍ کې اټکل پر۶٠٠٠ ژبو خبرې کيږي . له دې شمېر نه ٥٢ فيصده ژبې تر ١٠٠٠ ، ٢٨ فيصده تر ١٠٠٠ نه لږ او د ١٠ فيصده نه ډېر تر ١٠٠ پورې ويونکي لري . د اوسنيو حالاتو په رڼا کې چې ورته وکتل شي نو ٩٠ فيصده ټولې ژبې د ١٠٠ کلونو په مېنځ کې به له مېنځه ولاړي شي .په بله خوا کې به د نړۍ ١١ لويې ژبې چې د نړۍ نيمايي وګړو مورنۍ ژبه ده پاتې شي ، لکه چينايي ، انګريزي ، هندي ، هسپانوي ، فرانسوي او عربی ژبې . [ The Cambrige Encyclopedia of Languages 1997 ]
 ځيني د ژبو له مېنځه تللو ته په ښه سترګه ګوري او وايي چې يوه واحده نړېواله ژبه به د تېرونتو او غلط فهميو او کړکيچونو مخه ونيسي . په حقيقت کې د ژبو له مېنځه تلل د بشريت بېوزلي او د کلتور وژنه ده . ځکه ژبه زمونږ استعداد دی چې فکر وکړو او د نړۍ نه يو عکس واخلو او زمونږ کلتور سره ډېرې نږدې اړيکې لري .
 له بله پلوه څو اړخيزه کېدنه د ژوندي پاتې کېدلو په ستراتيژۍ او په وده يا Evolution کې لوی بری دی او ژبه د ټولنيزو چارو په سر ته رسولو کې خورا مهم ټوکی دی . او په ژوني پاتې کېدلو کې لوی رول لوبوي . په نه ليکل کيدونکې ژبه کې پوهه يو بل ته په خوله ورکول کيږي او ژبه هرې پوهنې پورې تړاو لري .
 
 ١ ) ژبه او قانون
 قانون مجبور دی چې د ولس له فکرونو څخه راووځي او له هغه څه نه خبرې وکړي چې هغه ځوان او بالغ لوستي سړي چې د نړۍ او ژوند ټيټي لوړې پرې تېرې وي ، هغه ته د قانون په وېلو دا فکر او احساس وشي چې دغه قانون د ده له زړه څخه خبرې کوي . قانون او سياست د ټولنيز واک جوړولو په څنګ کې له يو بل څخه نه بېليدونکي دي او د قانون ژبه د اوامرو تطبيقولو يوه ويسله ده . قانون د سياست کولو او جوړولو توليد دی . ژبه د حقوقي معيارونو وړونکې ده . د يوه ولسواکه حقوقو حکومت ، د قانون حکومت يا نظام ، د قانون ژبه او يو ديکتاتوري مستبد نظام سره توپير لري . رښته يا حق او قانون يوازې د ژبې په مرسته رامېنځ ته کيږي ، ځکه پر رښته يا حق په ژبه فکر کيږي . ژبه د واک چلولو يو توکی کېدای شي چې واقعي ځواک او واک په کې څرګند شي او د امر ورکوونکي حکومت ويښ ځواک په کې څرګند شي . څوک چې پر ژبه باندې واکمن وي هغه پر خلکو واکمن وي .
 ولسواکي ناپېېلو او خپلواکو ډلييزو رسنيو ته اړتيا لري . د بيان آزادي او د آند خپلواکي جوړول د انسان له بنسټيزو حقوقو څخه شمارل کيږي . د همدغو بنسټيزو حقوقو پر بنسټ ولس کولی شي چې د حکومت مطبوعاتي سېستم يا پروپاګن چې له مقنني ، قضاييه او اجراييه ځواکونو څخه وروسته د حکومت څلورم ځواک ګڼل کيږي ، وڅاري او هم پر حکومت کنټرول وکړي . اداري ژبه د ټولو کړو وړو او اجراييوي حقوقي ماملو په مرکز کې واقع ده .
 
 ٢ ) ژبه او فلسفه
 د ژبې او فلسفې تر مېنځه له ډېر پخوا څخه توپير او کړکيچ شته . هره فلسفه پوښتنه کوي چې د موجوديت معنا څه ده ؟ د ژبې په اړه د فلسفې پوښتنه داسې وي چې د ژبې شته والی او موجوديت به څه معنا ولري ؟ او د ژبپوهنې يا Linguistic پوښتنه به د ژبې په څرنګوالي وي . په بل عبارت ژبپوهنه د ژبې د فلسفې تر لاس لاندې ده . نه چې غبرګون يې او فيلسوف هغه څوک دي چې له ټولو نه وروسته ريښتيا وايي ، چې د هغه شي په اړه له دې نه بل کم څوک نه پوهېدو او د دۀ خبره به د ريښتيا وروستی تمځای وي .
 ژبه د انساني روح ټول قوت دی . ژبه په چوپتيا کې جوړيږي . بې له ژبې څخه انساني ويښتيا شونې نه ده . ژبه نه يواځې يوه وسيله ده بلکې د وجود يو اورګان دی . ژبه د فکر جوړولو اورګان يا غړی دی . حقيقت او ريښتيا ژبې نه بهر نه شو موندلی ، انسان يوازې پر ژبه انسان دی ، ژبه په خپله ټوله راڅرګنده شوې بڼه کې د انساني کلتور يوه ژوندۍ نښه ده .
 
 ٣) پښتانه او زمونږ افغانۍ مورنۍ ژبه
 زمونږ پښتني ټولنه د نړۍ له زړو ټولنو څخه يوه ټولنه ده . د افغان پښتون پينځه زره کلن لرغونی تاريخ د نړۍ د تاريخ په زړه ليکل شوی دی . افغانستان د ټولو پښتنو افغانانو پلارنی هېواد دی . کابل د لرغوني لوی کندهار وروسته د ټولو پښتنو افغانانو سياسي او کلتوري پلازمېنه ده .
 خپلې مورنۍ ژبې ته په خپل پلارني هېواد کې پالنه ، وده ورکول هغه ته خپل نړېوال منلي شوي حقوق تر لاسه کول او په خپله مورنۍ ژبه زده کړه ، په دې نوي افغانستان او نړۍ کې ژبني توپيرونو ته لمن نه وهل دي ، بلکې کلتوري وده او ژبني توپيرونه ردول او له مېنځه وړل دي . دا يو حقيقت دی چې څرنګه يو حکومت يا نظام له خپلو وګړو سره خبرې کوي ، هماغسې چلند هم ورسره کوي . که مونږ خپل ځيني تېر حکومتي چارواکي او وېناوې يې يادې کړو نو وينو چې دا خبره ريښتيا ده . افغان ولس پر هغو ولسي استازو چې ځانونه د ولس ټېکداران ، ټاکل شوي استازي ، غړي او وکيلان بولي غږ کوي چې که دوی له ولس سره په خپله مورنۍ رسمي ژبې خبرې ونه کړي او د ولس رسمي ژبې ته پاملرنه ونه کړي ، دوی ته د ولسي جرګې د ټاکلو په لوبه کې سور کارت ورکول کيږي او له صحنې څخه به وځي . په ولسي جرګې او مشرانو جرګه کې بايد چې د ولس په مورنۍ ژبه د ولس په راتلونکي برخليک ، هيلو او د ولس په رښته حق خبرې وشي . کله چې حکومت ، مشرانو جرګه ، ولسي جرګې غړي او استازي د ولس بنسټيزو رښتو ته درناوی ونه کړي ، نو هغه استازي به دوی ته څنګه چوپړ وکړای شي ؟ او د خپل ربړېدلي په ژبه غو څ ولس ډېرو نورو ملي ارزښتونو ته به هم پام نه کوي . افغان ولس به د ولسواکۍ په دې نوي پړاو کې خپله رايې په ټولټاکنو کې لکه وسله استعمالوي .
 دا يو حقيقت دی چې د پرديو ژبه زده کول د خپلې ژبې زېرمې ورزياتول دي . نن هر لوستي افغان په ډېره مينه له يوې نه څو پردۍ ژبې زده کړي دي . دوی اوس ډېر ښه پوهيږي چې د نړۍ نورو ولسونو له خپلې مورنۍ ژبې سره څنګه جلند کړی . زمونږ دا نوی ځوان نسل به پښتو ژبې سره داسې چلند کوي لکه د نړۍ د نورو ژبو ويښ ځلميان .
 تعريف : رسمي ژبه هغه ژبه ده چې د حکومت ټول ډاکومنټ يا اسناد په يوه ژبه وي او د هغه هېواد وګړي هم په دغه ژبه د حکومت له اورګانونو او ادارو سره خبرې او معامله وکړي . په افغانستان کې د دولت د مرکزي ادارو نژدې ټولې چارې په دري ژبه دي او دا په غوڅه توګه د ګران افغانستان له اساسي قانون څخه سرغړوانې دي چې د قانون چلونکي او جوړونکي لخوا تر سره کيږي .
 که دغه بې انډولي چې پښتو ژبې سره شوې ، که د هېواد بلې ژبې سره شوی وای ، ليدلي به مو وای چې د دغې ژبې ويوونکي به د ملګرو ملتونو او د يونسکو دفترونو ته په جوپو جوپو روان وای او د ژبنيی توپيرونو ، کلتور او تاريخ وژنې ، د بشري او انساني بنسټيزو حقوقو تر پښې لاندې کېدلو په اړه شکايتونه ، مظاهرې لاريونونه کول او ان د ګوندونو د کړنلارې او په سياسي غونډو کې مهم ټکي به همداسې په ژبه وای . په لسګونو کلتوري ټولنو به د ژبې د ودې لپاره په کار پېل کړی وای . په کابل کې به هر ورځ د ښوونې او روزنې وزارت په وړاندې د زده کوونکو مظاهرې وای او هر چا چې د دغې ژبې دود خنډ لرې کړی وای ، نفرين به پرې وېل کيد، چې ولې مونږ په خپله پلازمېنه کې په خپله مورنۍ ژبه زده کړه نشو کولی ؟ او پښتنو به د دغه حق ننګه کولی .
 لکه څنګه چې د افغانستان په شمال کې لږکيو په سيميزه کچه خپل حق تر لاسه کړلو ، پښتو ژبه مونږ ته د افغانستان د لرغوني تاريخ ، کلتور او د پښتونولۍ ريښتينی عزت او غېرت کودکس Codex ، غمېزو ، ناورينو ، مېړانو ، وياړنو د ملي يووالي ارزښتونه رازده کوي . پښتو نه يوازې په دغه نوي اساسي قانون کې بلکې د افغانستان د اساسي قانون په تاريخ کې زمونږ مورنۍ ژبه د هېواد د غوڅ اکثريت ملي او رسمي ژبه پېژندل شوې . په هم دغې نوي اساسي قانون کې د ملي ژبې د ټکي پر ځای ملي سرود په پښتو ژبه او د پښتو ژبې د ترمينولوجي پالنه او ساتنه ياده شوې ، ملي سرود په پښتو ، همدا ټکی په خپله په اساسي قانون کې پښتو ژبې ته د ملي ژبې حېثيت ورکوي او د هېواد د نورو ژبو په پرتله يو ځانګړتوب او خاص ځای ورته منل شوی دی . ځکه د دغه هېواد نوم په نړۍ کې دغې ژبې د وګړو په نوم ياديږي . ژبه زمونږ د بنسټيزو حقوقو يوه برخه ده . هر افغان پښتون چې دغه رښته يا حق تر پښو لاندې کوي ، هغه زمونږ کلتور ، تاريخ ، هويت ، زمونږ ملي وياړونه ، زمونږ پښتني ټولنه ، زمونږ زوړ افغاني احساس ، زمونږ دغه نوی اساسي قانون چې د لويې جرګې له خوا تصويب شوی ، تر پښو لاندې کوي . که سره پوه شوي وو او په يوه خله وو نو دا ملي سرود په پښتو به په بل يا تعديل د اساسي قانون په ملي ژبه واړول شي ، دا زمونږ يو حق دی ، دا په ټولو هېوادونو او ملتونو کې د مطلق اکثريت يو ساده کنل شوی حق دی او هېڅ ډول ناندريو ته په کې اړتيا نه ليدل کيږي .
 پښتو ژبې ته د نه پاملرنې او وروسته پاتې والي په اړه ډېر ژړل ګټور نه دي . پښتو ژبه په همدا اوسني حالاتو کې زمونږ څخه په تېره بيا له فرهنګيانو روڼ انديو ، ملي ، افغاني احساس او جرات لرونکو پښتنو مشرانو او ويښو پېغلو او ځوانانو څخه د ولسي او ټولنيزې ودې ، د کلتوري ودې ، د خوږو يتيمانو ژبې او د راتلونکو نسلونو د ژبې لپاره ، چې دوی خپل ځلانده تاريخ چې په وينو ليکلی شوی دی په پښتو ژبه ولولي ، د يو ويښوونکې نوې طرحې او وږودمهالو پلانونو جوړول غواړي .
 مونږ په خوښه دري ژبه زده کړې ده . ځکه چې زمونږ د هېواد دوهمه رسمي ژبه ده . د خپلو ورونو نه دا تمه لرو چې دوی هم زمونږ پښتو ژبه زده کړي ځکه چې زمونږه ژبه هم د هېواد ملي او لومړۍ رسمي ژبه ده .حقيقت دا دی چې د دري ژبې ډېرو خوېندو او ورونو پښتو ژبه زده کړې ده او پښتو ژبې ته په درنه سترګه ګوري . ما ته په يو مجلس کې د لږکيويو ډېر ګران ملګري چې مورنۍ ژبه يې په اساسي قانون کې رسمي نه ده په پېغور کې ووېل : مونږ خپله ملي ژبه پښتو ځکه نده زده کړې چې تاسو پښتنو مونږ سره په پښتو ژبه خبرې ندي کړي . دغه ورور ريښتيا وويل ، دغه تريخ حقيقت ته مې پام نه وو ، بايد ومنو چې دغه ريټ بايد په افغاني ټولنه کې صرف مات کړی شي . که نه مونږ خپله پښتانه له خپلې ژبې سره تېری کوو او حق نه لرو چې په داسې ملي احساس او ارزښت تېری وکړو .
 پښتو او دري ژبه سره خور او ورو ر دي . دغه دواړه ژبې ډېرې نژدې اړيکلي سره لري . پښتو ژبه په سيمه کې له هېڅ يوې ژبې څخه وروسته نه ده . په تاريخي لرغونتوب ، په ژبښود او د نفوسو په شمېر ، د خاورې وسعت چې له آمو سين نه نيولې ، هندوکش غرونو ، د خيبر درې نه تر اټک پورې يو واحد قام پروت دی . د سيمې ټولو آبادو مهمو قومي ژبنيو ګروپونو په مېنځ کې د شمار له مخې لومړنی قومي ګروپ دی .
 پښتو او دري ژبې د هندو اروپايي يا جرمني له لويې کورنۍ څخه راوځي . د دغو دوو ژبو په اړه ډېر وړانديزونه شوي .
 زما وړانديز د اساسي قانون پر بنسټ زمونږ د مورنۍ ژبې حقوقو د بېرته اعادې لپاره ، د ملي لوړو ګټو د ساتنې لپاره د ملي يووالي لپاره دا دی چې پښتو او دري دغه دوې رسمي ژبې بايد تل په افغانستان کې په سوله کې سره ژند وکړي . کوچنيان کرکه ، ژبني توپيرونه او تبعيض نه پېژني ، د راتلونکې پخلاينې نيالګي دي . دوی په زده کړې او بيا رغونې باندې ټينګ ولاړ دي . د دوی د ژوند موخه زده کړه ده . د دري او پښتو په اړه توپيرونه تر څو چې لويان يې ورزده نه کړي ، نه پېژني . نو په کابل او د کابل غوندې نورې سيمې لکه کندوز ، مزار ، هرات او داسې نورې سيمې چې د نورو لږکيو څخه ډېر يا برابر کچه پښتانه اوسيږي بايد چې ډېر زر زده کړه او لوست له لومړي ټولګي څخه تر پوهنتوني زده کړې پورې نيمايي په پښتو ژبه واړول شي . د ازموېنې پوښتنې په دواړو ژبې شي . پښتو او دري يو بل څخه نه بېلېدونکی لرغونی ګډ تاريخ لري . دغه ژبې سره نه بېلېدونکي دي . لکه چې افغان واحد ولس سره نه بېلېدونکی دی . څوک چې زما په شان خبرې کوي هغه زما غوندې دی . څوک چې زما په شان خبرې نه کوي هغه بل خېل دی . افغانان مجبور دي چې د ملي وحدت ، ملي پخلاېنې او تل پاتې سولې په وجه يو بل په ټولنه کې سره وزغمي . د ژبنيو توپيرونو مخه به ونيولی شي او د ملي وحدت لپاره به يو بل لوی قدم پورته شي . په کابل کې پښتنو ته په پښتو ژبه ، دري ژبو ته په دري ژبه زده کړې غوره نه دي دا به زمونږ ټولنه نوره هم سره وويشي . دغه به ډېرې نورې ستونزې رامېنځ ته کړي .
 له بنسټ څخه د خوشحال خان او رحمان بابا لېسې د آزادو قبايلو ځوانانو لپاره پرانيستلې شوې دي . د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت بايد چې د آزادو قبايلو پېغلو لپاره د نجونو دوه نوې لېسې په کابل کې پرانيزي .
 له هېواد نه بهر او دننه په سلګونو کلتوري فرهنګي ټولنې چې د پښتو ژبې مټي دي ، ولس راويښ کړي چې زړورتوب وکړي . پښتانه هټېوال او سوداګر چې تل نوي مالونه واردوي ، خپلو مالونو ته په پښتو ژبه کې نومونه او اعلانونه ورکړي ، هنرمندان پښتو ژبې ته نوره هم ښکلا ورکړي ، ليکوالان ، خبريالان چې د ولس سترګې دي ، راډيو ټلويزيون ، پښتو وېبسايټونه ، ورځپاڼې ، مجلې ، پېغلې ، ځوانان ، ښوونکي ، روښنفکره مشران د اغېز خاوندان ، هغه چې خپلې مورنۍ ژبې سره په خپل پلارني هېواد کې مينه لري ، په کار دي چې په دې اړه په يوه خوله شي . د پښتو ژبې د راتلونکې او ودې په هکله يوه ويښه ، پروګرام شوې اوږودمهاله ګډه تګللاره غوره کړي . ترڅو چې د خپل هېواد افغاني کلتور پالنه او زهني بيا رغونې د ډېر ارزښت وړ يو ستر پوهنيز انقلاب رامنځه ته کړو او خپل د پښتو افغاني ادب او کلتور فرهنګي هستي په خپله مورنۍ ژبه وپېژنو چې بيا زمونږ ملي او افغاني ټولنيزو ارزښتونو سټې ونه نړيږي او د پښتو ادب ، د افغاني کلتور دروازې نړېوالو ته په خپله مورنۍ ژبه خلاصې کړو .
 
 افغان حکومت بايد په خپل ښوونيز او روزنيز سياست او د دغو دوو رسمي ژبو په انډول کې د قانون پر ليکه پام وکړي ا ود منلو وړ اغېزناک بدلون راولي . څرنګه چې په ټول نوي افغانستان کې بدلونونه راغلي دي ، د کابل پوهنتون او ښونځيو نومونه يواځې په پښتو نه وي بلکې لوست او زده کړه بايد زمونږ په مورنۍ ژبه وي . په ستره محکمه ، لويه څارنوالي ، عدليه وزارت ، بهرنيو چارو وزارت ، افغان سفارتونه ، ګرځندوی څانګې ، ملي او د خپواکۍ ورځې ، د ناورين او د وير ورځې او داسې نورو ادارو او حالاتو لپاره بايد پروتوکول جوړ شي چې کله دولتي چارواکي په کومه ژبه ولس ته خبرې وړي . ځکه ټول لوړ پوړي چارواکي په دواړو رسمي ژبو پوهيږي . زمونږ د لوستي ولس فيصدي اټکل ١٥ فيصده ډېره شوې ده . دغه بدلون ژبني تبعيضونو ، توپيرونو ته لمن وهل نه دي او د احساساتو څخه کار اخستل نه دي دغه زمونږ بنسټيز حق دی . د بېلګې په توګه هغه پېغله يا ځوان چې د کندهار ، ننګرهار ، خوست پوهنتونونه کابل ته او د کابل پوهنتون نه نوموړو پوهنتونونو ته بدليږي ، دغه زده کوونکي به له څومره پرابلمونو سره مخامخ کيږي . چې د دوی په زده کړه او لياقت به ناوړه اغېز ولري او ستونزې به ورته رامېنځ ته کړي . ځکه دوی په خپل پلارني هېواد کې په خپله مورنۍ ژبه زده کړه نشي کولی .
 او هغه بل ورور په خپله رسمي ژبه په کابل او په خپله سيمه کې هېڅ پرابلم نه لري .تر هغو چې د ملي وحدت لپاره په پوهنيزه کچه کې بدلون رانشي او هر افغان په دواړو رسمي ژبو واک ونه لري ، په ملي ، يو موټي افغانستان کې د کرکې او ژبنيو توپيرونو مخه نه شي نيول کېدای ، او د هر افغان لپاره به د هېواد په هر ګوټ کې د زده کړې ، د کار اسانتيا نه وي برابره شوې ، د ملي يووالي بهير به ډېر پڅ پر مخ درومي . کلتوري او فرهنګي نا انډولي به زمونږ په ژبه او ولس احساس کې ژور ټپونه پرېږدي . دا ټول د يو څو خاصو سياستوالو له لاسه . غوڅ اکثريت لوستی او نا لوستی ولس به په دغه نوې پوهنه او نړۍ کې ځوريږي . که مونږ خپلې خوږې او درنې مورنۍ ژبې پښتو ته نن پاملرنه ونه کړو او په سېستماتيک ډول يې د ودې او چلند ، د اوښتون لاره پرته له احساساتو څخه ، بې له دې چې د نورو ژبو خنډ شو ، په عملي توګه يوه کړنلاره د ژبې په سياست کې طرحه نه کړو له نورو ستونزو سره به مخامخ شو . په پښتو ژبه کې مونږ په ميليونونو نوو مسلکي او تخنيکي نورو توريو او نومونو ته اړتيا لرو . د کره جګې منلې پښتو لپاره د زړو لغاتونو راژوندي کول او د نوي لغات جوړونو په بهير کې ويښ ولس بايد چې په فعاله برخه واخلي او استعمال يې کړي . که داسې ونه کړو ، نړۍ چې په دغه چټکتيا نړېوالتوب روانه ده مونږ به بيا پاتې يو . د پښتو ژبې تاريخ به له هغو کسانو ډک وي ، چې څه يې کولی شول خو ويې نه کړل ! که څومره چې حکومتونه د ژبې ګوټنونه ورته کيږي . يواځې مونږ مجبور يو خپلې درنې خوږې مورنۍ ژبې د نشر او سمون لپاره ليچي راونغاړو . په افغانستان کې داسې بل کوم ځواک نشته چې په قانوني توګه زمونږ مخه ونيسي . کله چې مونږ پر خپله ژبه واکمن شو ، وبه کړای شو چې د خپلو پولو نه هاخوا دروازې خلاصې کړو او خپل ګاونډيان وپېژنو . په دغه نړېوال کلي کې خپل کور ، اور او ګور نړېوالو ته وروپېژنو ، چې دلته لږ زمونږ اور بل دی . هر پښتون افغان بايد له خپل ځانه وپوښتي چې زه خپلې ژبې ته څه کولی شم او ما د خپلې ژبې د زده کړې او ودې لپاره څه کړي ؟
 
 0 پښتو ژبه په انټرنټ او نړېوالو ټولنيزو رسنيو کې
 که څه هم نړۍ د انټرنټ پر مټ سره تړلې او نړېوال کلی ورته وېلی شو ، په ريښتيا سره کمپيوټر د نړۍ د ژبو مارکېټ ګرځېدلی دی او د هر هېواد لپاره د ژبو فسټيوال ګرځېدلی دی . يو بل سره خبرې اترې ، چېټ کول ، بريښناليک په پردۍ ژبه ليکل ، د ژبې په زده کړې کې دا به يوه لويه بدمرغي او د افسوس خبره وي چې مونږ خپل منځي او نړېوال تماسونه ، راکړې ورکړې په تخنيک کې ورکړل شوي ټول د انګريزي ژبې په لمن کې راونغاړو ، ځکه کلتوري توپيرونه ، له ژبنيو توپيرونو نه جلا کيدونکي دي .
 الف : يونيکود Unicode د ټولو ژبو د توريو او هر شان ته نخښو د خونديتوب يوه نړېواله پروژه ده . په Unicode کې د پښتو ټول توري خوندي شوي . په پښتو ژبه په ډېره لوړه کچه کمپيوټري پروګرامونه او د پښتو ژبې لپاره يوه معياري کليدړی Keyboard شته . مايکروسافټ Microsoft کمپنۍ په ویندوز اکس پي کی د پښتوژبي لیک دود اچولی دی ، چی د جګې پښتو ژبې لپاره د ليکبڼو جوړولو اراده د پښتو ژبي لپاره په نړی کي لوی بری دی .د کمپيوټر په هره برخه کي په خپله مورنی ژبه لیکل او لوستل په ام اس ان او ګوګل کي په اسانه تر سره کولی شو . دا به زمونږ ستره تېروتنه وي چې زمونږ د مورنۍ ژبې لپاره نوي پروګرامونه چې په آزاد بازار کې جوړ شوي او کار ترې وانخلو .
 ډېرې نړېوالې راډيوګانې په پښتو ژبه هره ورځ ډېرې نوې او په نړېوالو معيارونو برابرې ، په پوهنيزې ، څېړنيزې او شنننيزې خپرونې لري چې په ښکلي خوږه ويښوونکي ژبه خپريږي . همدا وجه ده چې د بي بي سي ، امريکا غږ ، ازادري راډيو ، المان غږ او ځيني نورې راډيوګانې خلکو ته په زړه پورې دي چې له يوه خوا نه دوی تازه ، مؤسق او د لومړي لاس خبرونه په ناپېيلې توګه خپروي ، له بلې خوا د دوی د ژبې سياست دی چې ژبه هغسې خلکو ته ورواوروي څنګه چې ولس يې تمه او تنده لري . د ډلييزو رسنيو ژبه تل جګه سوچه ، اداري ، حقوقي ژبه وي او حقوقي مسلکي ژبه د سياست او مطبوعاتو ژبه ده .
 ب : افغاني دود ، کلتور او پښتو ژبه د هاليوډ په فلمونو کې
 هاليوډ د نړۍ تر ټولو لويه فلم جوړونکې کمپنۍ ده . دغې کمپنۍ څو سېنمايي وتلي فلمونه د افغان ولس د نه ماتيدونکي کرکټر په اړه جوړ کړي دي او د دې لپاره چې افغاني هويت او څېره ولري پښتو ژبې څخه هم په کې کار اخستل شوی دی . سړي ته د مېوند د جګړې مېړني رايادوي کله چې سړی د هاليوډ هغه د اتلانو او پادشاهانو په زانګورکې د پښتو ادب په پټه خزانه کې ، د افغانستان مذهب ، تصوفي ځواک په مرکز کې ډک شوي فلم ( په کندهار کې روسي سرو لښکرو ټانک ) په نامه په نړېواله کچه پېژندل شوي فلم وګوري . د دغه فلم اصلي ټکی د پښتونولۍ فلسفه ، نه ليکلي شوي حقوقي نورمونه ، قانون او د پښتنو دودونو خورا مهم اړخونه دي ، د هېواد د خپلواکۍ او د دين دښمن ته ننواتې له امله بښنه کيږي او پنا ورکولی کيږي . چې له ننۍ متمدنې نړۍ نه هم يو قدم مخ ته دود دی ، مېلمه پالنه ، مېړانه ، عزت ، ريښتينولي او د ارادې ځواکمنتوب ، نه ماتيدونکي ، د نه تسليمکيدونکي افغاني هويت احساس او کرکټر ليدونکي ته ورښيي .
 دوهم د رامبو ۶٣ مليونه ډالري فلم دی چې په پېښور او خوست کې د افغان ولس غميزې او ميړانې يو کوچنی افغان هلک ورښيي ، پښتو ژبه پکې کارول کيږي .
 دريم د جېمز بانډ وتلی فلم په ننګرهار کې ډک شوی او د فلم اتل خپلې ملګرې ته په پښتو ژبه په ډېره مينه (( ښايسته )) وايي . هم داسې د هند باليووډ فلمونو د پښتنو او افغاني دود او کلتور پالنه ، ستاينه ، وياړنه او ان ګوتنيونه يې کړې .
 
 0 مرکه ، جرګه ، ملي جرګه ، لويه جرګه او نړېواله بيړنۍ جرګه
 جرګه او مرکه سره له دې چې زمونږ د ولس ډېره زړه او لرغونې عنعنه ده ، خو دومره درنه او اغېزمنه عنعنه ده چې تر معاصر دورانه له يو لړ بدلونونو سره دوام کوي . افغان لويې جرګې لوی احمد شاه بابا د ټولو افغانانو پښتنو ټولواک پادشاه وټاکلو . لويه جرګه د افغانستان پخوانی او نوی اساسي قانون ، ولسواکي ، دافغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره منتخب ولسمشر ته لاره هواره کړه .
 همدغو اوږدو او ولسواکو ملي تدبيرونو په يوويشتمه پېړۍ کې د المان د بون په ښار کې هم د زمونږ زوړ افغاني دود د لرغونې دموکراسۍ په نړېواله کچه يوه نوې بېلګه شوه . د نړۍ سياستپوهانو او مشرانو افغانانو ته د نړۍ په اوسني بهير يعنې نړېوالتوب کې د خپلې پر مخ تللې متمدنې ډموکراسۍ په ځای افغاني زوړ دود او کلتور ته لاره خلاصه کړه . ځکه دوی په پنځه زره کلنه ساده او پخه افغاني ولسواکۍ کې د خپلې په خوانۍ لومړنۍ ولسواکۍ ريښې وليدې . د لويديز دوه زره کلنه ولسواکي هم په لومړي سر کې زمونږ ولسواکۍ غوندې کمښتونه درلودل . د دغو وروستيو دوو لويو جرګو پرېکړو ته ملګري ملتونه ، د امنيت شورا ، اروپايي اتحاديې ، د واشنګټن ، لندن، پاريس ، برلن ، ماسکو ، استرليا ، کانادا ، روم ، مادريد ، بيلجيم ، رياض ، ډهلې ، تهران او داسې نورو ولسي جرګو يا پارلمانونو او ولسمشرانو انتظار درلود . د دغو هېوادونو مشرانو او ولسونو خپل ځانونه د لويې جرګې په نوم او مطلب وپوهول . د بېلګې په توګه په المان کې د ٢٠٠٢ کال په ټولو لېسو کې زده کوونکو د لويې جرګو د سياسي تاريخي اهميت په اړه مظامين ، مقالې او څېړنې د ښوونې په چوکاټ کې وکړي . چې په انټرنټ کې شته .
 جرګو مرکو لکه زمونږ ولس او ټولنه وده ونه کړه ، حکومتونو له جرګو څخه ګټه اخستله او له وخت سره سمه منظمه وده يې ورنکړه ، ان دا چې لکه په دغو وروستيو لويو جرګو کې د لويې جرګې مشر د جرګې په اصولو نه پوهېدو . له جرګې نه يې د يوې ښځې د ويستلو امر وکړ . جرګې ته ملي د ازادو خبرو وخت ورنه کړو ، چې د جرګې سموالی او ولسواکي تر پوښتنې لاندې شوه . جرګې ته خپله پښتون په پښتو ژبه وېنا ونه کړه ، چې په پښتو ژبه پوهېدو . دغه عمل جرګې ته سپکاوی ، ملي ارزښتونو ته ، لوړې ګټې ته نه درنښت دی او د نورو ژبو توکم څنګه جرائټ وکړي چې په پښتو ژبه د افغانانو جرګه او ولسی جرګه کې خبرې وکړي ؟
 
 
 ٦ ) پياوړې جګه کره پښتو
 پښتو ژبه هم لکه د نړۍ نورې ژبې د ګړدود او ليکدود ستونزې لري . بايد زيا وباسو چې دغه ستونزې وپېژنو او دغه ستونزې کمې کړو . په دغه برخه کې د پښتو ژبې د ژبپوهانو بيړنۍ راټولېدنه اړينه بولم .دوی بايد په پښتو ژبه کې د وخت له اړتيا سره نوي ريفورمونه او سمونونه رامېنځ ته اوپلي کړي . ولس وپوهول شي . راويښ کړی شي چې په دغو بدلونونو کې کوټلي ګامونه واخلي . پوښتنه دا ده چې مونږ خپله ژبه څنګه په يوه معياري پياوړې جګه پښتو ژبه ، ليکدود او کره ليکنه اړولی شو.
 د پښتو ژبې په سلګونو لهجو او د پښتنو په سلګونو ټبرونه د پښتو ژبې پانګه او زېرمې دي . ګړردود يا لهجه د يوې ژبې يو سيميز ډول دی . لهجې نه بايد چې ټېل وهل شي او ترېنه تېر شو . بلکې ترېنه يوه معياري پياوړې جګه ژبه او تر ډېره له پرديو تورو نه نګه ژبه جوړه شي . جګې ژبې په ډېرو ژبو کې له ګړدودونو څخه وده کړي .
 ګړدودونه Dialect له معياري جګې ژبې څخه وساتل شي پالنه يې وشي او همداسې جګه معياري پښتو لهجو څخه وساتل شي . په بل عبارت هر پښتون افغان خپله سيميزه لهجه وساتي او ورسره جګه پښتو ژبه ، کره ليکنه زده کړي . پياوړې جګه ژبه د پياوړيو جګ لوستيو پوهانو په کچه وي . دغه بهير په کورنۍ کې د ماشومانو په لومړني ښوونځي کې چې د دوی شخصيت جوړيږي پېل کيږي او په دويم ښوونځي کې چې په هغه کې ژبه او پوهه زده کيږي خپل اکاډمېک ، پوهنيز پړاو ته رسيږي . ماشومان ژبه له لويانو څخه زده کوي له يو نسل نه بل نسل ته ورکول کيږي .لويان بايد د ماشومانو د ژبښود ، ليکدود او کره پښتو انتقال او امانت ورسپارلو کې بې غبرګونه پاتې نه شي ، بايد په کور کې ډېره پاملرنه ورته وکړي .
 تر څو چې د پښتو ژبې له بېلابېلو ګړدودونو (( لهجو )) څخه يوه پياوړې جګه ، نګه پر پوهنيزو اصولو ولاړه او ټولو ته د منلو وړ ، خوږه ، پسته ژبه رامېنځ نه کړو . ژبه تل په اوښتون کې ده . د پښتو ژبې کره کېدل د يووشتمې پېړۍ او د نوي وخت غوښتنه ده . د ژبې او فکر تر منځه اړيکي . آيا کېدای شي چې بې له ژبې فکر وشي ؟ بې له ژبې څخه ناشونې ده چې فکر وشي . ايا مونږ فکر کوو کله چې مونږ ګړيږو . او يا دا چې مونږ په ورځني ژوند کې څنګه پښتو ژبه کاروو ؟ کله چې مونږ په کورني ژوند کې د ورځنۍ ژبې پر ځای په جګه کره ژبه خبرې وکړو . داسې معلوميږي چې ډېر جدي حالات دي يا يو بدلون تر سترګو کيږي . توپير دا دی چې يوه ژبه د لوستو روڼ اندو او بله ژبه د نالوستو ده . په معياري پياوړې جګه ژبه کې سړی د ورځنۍ ژبې نه په ډېر څه پوهيږي . په همدې وجه جګه ژبه ځان ته ارزښت ورکوي په زړه پورې ښکلی غږ او آهنګ لري .
 سړی د دې تمه ونه لري چې خلک نن سبا د خپلې ژبې عادات بدل کړي . دغه وده او بدلون په پېړيو کې رامېنځ ته کيږي . د بېلګې په توګه د لر او بر پښتنو په ګړ او ليک کې توپير ليدل کيږي ، دا ځکه چې ختيزو پښتنو پښتو ژبې ته له مونږ نه نوره هم لږ پاملرنه کړې . نړۍ د ګلوبلايزيشن نوي سېستم په لاره په ډېره چټکتيا مخ په بره روانه ده . پښتو ژبه په مليونو نويو مسلکي پوهنيزو ، تخنيکي ، فلسفي ، اقتصاد ، ټولنيزو لغاتونو جوړونو ته اړتيا لري . ژبه زمونږ د پوهې افقي پولې جوړوي . ژبه د انساني روح ټول ځواک دی . ژبه په چوپتيا کې جوړيږي . پرته له پښتو ژبې څخه زمونږ افغاني هويت ملي پېژند او ويښتيا ناشونې ده . د همدغې ژبې په مرسته مونږ افغانان سولې ، پوهاوۍ ، ملي يووالي او ولسواکۍ ته رسيږو .
 که پښتو پياوړې وه ، د ګران افغانستان ادبی بهیر پياوړی دی . دا زمونږ د ملي هويت ، د افغان ملي پېژند مهمه نښه ده . د افغانستان نورې ژبې هم زمونږ خوږې ژبې دي ، خو پښتو ژبه د غوڅ اکثريت د ژبې په توګه د ملي يووالي په نښه بايد بدله شي . د نا پوهۍ او بې تفاوتۍ لړۍ بايدپه ولسی جرګه اوحکومتی کابینه کی له منځه لاړه شي . نوی خپلواک افغانستان ، نويو ملي غوڅو تدبيرونو ته اړتيا لري .
 خوشحال خان خټک :

 تر مغلو پښتانه په توره ښه دي
 که په پوهه پښتانه وي څه هوښيار