د افغانستان پر سیاست باندي د نړیوالو مافیاو سیوري
د روس په دولتي دستګاه کي نفوذ لرونکو یهودي مافیاوو روسي کمونیسټانو ته د افغانستان د لاري تودو اوبو ته د اسانه لاس رسي لار وروښودل. د افغانستان دولت د روسانو د قوي نفوذ لاندي وو او تقریباً ټول متوسط او ټیټ رتبه نظامي او استخباراتي پرسونل یې په روسیه کي روزل سوي وه او د کې جي بي تر اثر لاندي وه. د افغانستان په پوهنیز نظام کي هم روسانو د کمونیسټي فکر د لاري پراخ نفوذ موندلئ وو. پلان دا وو چي د نظامي کودتاه د لاري روس پلوه کمونیسټان د افغانستان واک په لاس کي واخلي. د هغه وروسته د پوهنیز نظام دلاري د هیواد ټول نوي نسل ته دهریت او کمونیزم د لازم مضمون په ډول تدریس سي او ټوله دولتي دستګاه د خدای پرستانو څخه تصفیه کړي. کله چي یو روس پلوه ګوډاګئ دولت په افغانستان کي حاکم سو بیا نو انتظار وایستل سي چي د ډیورنډ د تړون نیټه پوره سي. په دې توګه به دپاکستان تر ولکې لاندي د پښتونخوا او بلوچستان سیمي د افغانستان سره یو ځای سي او روسان به پرته له دې چي د برطانیې یا امریکا سره په تصادم کي راسي، تر تودو اوبو پوري لاسرسی پیدا کړي. یو شی چي روسان کې جي بي نه وه په خبر کړي هغه داوه چي په دې کار سره به روسان او د هغوئ لاسپوڅي د هغه ملیونونو صحرایي قبایلو سره مخامخ کیږي چي ټول خدای پرستان دي او د غرب لخوا به ددوئ تر یرغل وروسته کلونو کي مسلح او منظم کیږي (روسانو یوازي د هغوئ منافق کسبګر علماء او کاروباري مافیایي پیران پیژندل چي هغوی هم اصلاً دهریان وه) او دا چي د هغوئ د کنټرول لپاره په دې پلان کي هیڅ ځای نسته او دا چي افغانستان ته کمیونیزم صادرول به روسان په یوه اوږدمهاله جګړه اخته کړي او دا چي دا یو دام دئ او ددې پلان د شنډولو پلان وختي لا جوړ دئ چي د انګلیس، چین، امریکا او پاکستان د حکومتونو لخوا عملی کیدونکئ دئ. شهید سردار محمد داود خان داسي څه حس کړي وه. هغه پوهیدئ چي راتلونکي تحولات هم د روسانو په زیان تمامیږي او هم د کابل مافیایي کورنیو او په ولایاتو کي د هغوئ فرعي ښاخونو ته د مرګ پیغام دئ. هغه هم روسانو ته دا پیشنهاد وکړ چي د ښه ګاونډي په صفت خپله افغان پالیسي د مثاوي شراکت پر اصول ترتیب کړي خو د هغه وخت روسي ولس مشر ډیر سپک وضیعت ورسره وکړ. د کمونیسټانو سترګي ددوئ هغه پراخ استخباراتي نفوذ ړندې کړي وې چي د افغانستان د تعلمیافته طبقې پر دهریانو یې لاره. سردار محمد داود خان د ځایي مافیاوو پر مخکښانو هم ږغ وکړ چي اولس ته د خدای تعا لی ج لخوا ټاکل سوي سیاسي حقوق ورکړي د یوه اولس محوره دولت په رامینځ ته کولو کي مرسته ورسره وکړي څو هیواد د بهرني مداخلاتو څخه په امن سي. خو د هغوئ حرص حدود نه منل (حرص هیڅ کله حدود نه مني). هغوئ دا فکر کاوه چي تل به د بهرني مخفي استخباراتي او مافیایي ملاتړ په مټ دوئ د افغانستان ټولنه د منګوړ په شان زبیښي. د یهودي مافیاوو پلانونه ډیر په دقت سره عملي سول. روسانو په افغانستان کي ځایي مافیایي نظام دړي وړي کړ. د افغانستان فرعون صفته ملکان د څرخکو څخه راوغورځول سول، هغه چي وتښتیدل هغوئ په پاکستان کي د عربو خیراتو ته اړ سول. هغه خلګ چي هر شپه به یې خدای پاک ج په خوب لیدولو باټي ویشتلې، د خدای پاک ج څخه منکره داخلي او بهرني کمونیسټانو په لاس بیعزته سول. نن افغانان د هیڅ پیر پر لاس بیعت کولو ته مجبور نه دي او نه هم د خوردې په نوم په خاورو باندي خپلي کولمې شوړوي یا دا چي کوم ملنګ یا پیر پریږدي چي ددوئ د خولې څخه د توکدانۍ کار واخلي. هغه پیسې چي پیر ته په دروښ کي ورکول کیدلې هغه ورته پاتیږي. دروسي ټانکونو سکریپ لا په ګټه کي ورپاته سو. په روسیه کي کمونیزم ونړیدئ. د هغه ځای د اولسونو خپلواکي سلب سوه. نن په روسیه کي یو مافیایي حکومت واکمن دئ چي واګي یې د یهودي مافیایي کړیو په لاس کي دي چي د روسانو ښځي د بدلمني په کاروبار کي چلوي او د ځوانانو څخه یې د مخدراتو، دخانیاتو، مسکراتو، قمار او سود په کاروبارونو کي د اجیرو لوچګانو په توګه کاریږي. کله چي امریکایانو په افغانستان کي د روسانو تشي د ډکولو هڅه وکړل نو بیا یې هم هغه روش اختیار کړ چي روسانو اختیار کړئ وو. لمړی یې د طالبانو د تحریک په رامینځ ته کولو کي موافقه وکړل. ښه کار وو (کاش که د طالبانو تقویه کونکي دولتونو دا ملاتړ رسمیاتو ته اچولئ وای او طالبان یې د افغان اولس د استاذو په صفت په رسمیت پیژندلي وای او د یوه ډیکټاټور په لاس یې د استخباراتي کړیو په واسطه نه وای کنټرول کړي). په افغانستان کي باید نظم برقراره سوئ وای. خو د هغه وروسته چي امریکایانو په افغانستان کي څه وکړل هغه د ګوتو پر سرونو د حساب د لاري ثابتولای سو چي د امریکایانو او د هغوئ د حلیفانو په زیان وه. د طالبانو ابتدائیي سیاسي رهبري په دې پوهیدل چي افغانستان ډیر ضعیفه دئ چي د دارالاسلام سیاسي مرکز وګرزي. ملارباني اخوند، ملابورجان اخوند او نور ډیر طالب مشران ددې سره موافق وه چي د روس، ایران، اسرائیل، فرانسي، پاکستان او نیخه د بل چا او بل چا مشترکو سیاسي میرمنو (د کمونیسټي او ټوپکي ګوندونو رهبریو) د مافیایي واکمنیو د ړنګولو څخه وروسته د نړیوالي ټولني سره په همږغي د پخواني پاچا د مشري لاندي یو ډیموکراټیک نظام جوړ سي چي د طالبانو تحریک به یې مهمه برخه تشکیلوی څو د هیواد د دولتي زیربناوو په بیارغونه کي بهرني دولتونه خنډونه ایجاد نه کړي. که دا حکومت رامینځ ته سوئ وای نو په سیمه کي به یې د روس، چین او ایران د بوغیو د پړسیدو مخه نیولې وای. بیا چي کله امریکا د خپلي استخباراتي ادارې په زریعه د ګاونډیو هیوادو د استخباراتو په مټ یې یو وار طالبان په اوږده جګړه کي ښکیل کړل، بیا یې ټوله سیاسي رهبري ورتمامه کړل. وروسته یې خپل تر ۱۵۰۰ زیات اتباع ددوو ښکلو ګرانبیعه تعمیرونو په شمول د بینه یووړل څو پر افغانستان باندي د خپل بیشرمانه یرغل جواز پیدا کړي. د هغه وروسته بیا هم نه د طالبانو تحریک منحل کیدو ته پریږدي او نه یې انکشاف ته. د ځانمرګو پروګرام یې پسي شروع کړ. یوازینۍ پلمه یې داغه ده چي اسلامي بنسټپالي زموږ ټولنو ته خطر دي. ددې ډول پروژو د لاري د هغوئ لمړی د ټولني څخه رابیلوو، بیا یې په دام کي نښلوو او بیا یې دبینه وړو. کله چي یې افغانستان ونیوئ، د افغانستان سیاسي شخصیتونو امریکا ته واضح کړ چي پخوانۍ شمالي ټلوالي یا پخوانیو کمونیسټانو ته د هیواد واک سپارل سیاسي اشتباه ده. دا کار مه کوئ. په افغانستان کي یو عادي ډیموکراټیک اولس محوره نظام جوړ کړئ خو د امریکا سیاسي مشرتابه هغه څه وکړل چي د ایران، پاکستان، افغانستان، تاجکستان او روسیې تر مینځ روان د وسلو، ځوانو ښځو او مخدره موادو د قاچاکي کاروبارونو د خوندیتوب لپاره اړین وه. یعني په اطرافو کي مافیایي طالبان، تر ښارونو پوري محدود اقلیت پروره کمزوره او تل بهرنیو مرستو ته احتیاج حکومت او یو پاشلئ او ویشلئ اولس. که پرون وو، که نن دئ او که سبا وي دا د لمر په شان ثابته خبره ده چي د امریکایي یرغل وروسته د افغانستان واک هغو مافیاوو ته سپارل سوئ چي د امریکا د ملي ګټو سره هیڅ علاقه نلري. هغوئ د یهودي مافیاوو هغه اجیران دي چي د افغانستان د دولتي فساد دلاري ګټل سوي عواید او د فحشاء، مخدره موادو او وسلو د کاروبار څخه لاس ته راغلي عواید و دې یهودي مافیاوو ته ورګټي. ددې مبلغ یوه حقیره برخه د امریکا سیاسیونو، مامورینو او منسوبینو شخصي جیبونو ته د رشوت په شکل رسیږي خو یوه روپۍ یې هم د امریکا ملي خزانې ته نه ځي. حال داچي د خدای پرستانو د وژلود مصارفو په پلمه په ملیارډونو ډالر د امریکا د ملي خزانې څخه ددې پروژې د مصرف په حیث وځي. یوازي افغانستان نه بلکه د عراق، سوریې، لبیبیا او یمن ګډوډیو تجزیه هم دا ښیي چي دا امریکا د ملي ګټو لپاره نه بلکه د امریکا د ملي امکاناتو څخه د نړیوالو مافیاوو د سوء استفادې پایله وه. پر عراق او افغانستان باندي د کاذبو دلایلو په اساس د خپلو ائتلافیانو په مرسته بیضرورته برید کول او په سوریه کي بیا د خپلو اساسي ډیموکراټیکو ارزښتونو او نړیوالومسئولیتونو څخه تیریدل دا نور هم واضح کوي چي د امریکا دولتي امکانات د هغه ولس په لاس کي نه بلکه د بشریت ته بشپړ بیمسئولیته مافیاوو په اختیار کي دي او ددوئ اولسمشران او سناټوران هم تش لاسپوڅي دي دي چي د تصامیم یې د خپلي ټولني د ارزښتونو نه بلکه د مشخصو کړیو او خپلو شخصي ګټو لپاره دي. دا مرض یوازي تر امریکا پوري محدود نه دئ. د روسیې، ایران او خپله د سوریې دولتي امکانات د سوریې د مظلوم ولس پر ضد کاریدل، د چین دولتي دستګاه د چینایي مسلمانانو د ځپلو لپاره کاریدل ویوې نړیوالي المیې ته اشاره کوي. د پاکستان غالب اکثریت خلګ مسلمانان دي خو هلته د زنا بازارونه عام دي، قمار، مسکراتو، دخانیاتو او مخدراتو د تورو بازارونو سرپرستي خپله دولت کوي او د سود کاروبار یې ساداتو او علماء اکرامو په لاس کي دئ. د پاکستان حکومت په ۷۰ کاله کي ونه توانیدئ چي خپل اساسي قانون د اسلامي شریعت تابع کړي. په پاکستان کي د شریعت یوازیني مخالفین د پنجاب فاحشې او دله ګان دي یا محدود اقلیتونه لکه شیعګان، اسماعیلیان او قادیانیان د کوم نالیدلي قوت د ملاتړ څخه برخمن دي؟ څوک نه پرې پوهیږي. د افغانستان دولت خپل نیم حاله د بهرنیانو هوایي او اکمالاتي ملاتړ ته احتیاج ملي امنیتي ځواکونه د خپلو اولسونو په قتل عام بوخت کړي دي. د افغانستان اسلامي امارت چي د جنګي ځواک تقریباً ټول سرچینه یې پښتانه دي، په غزني او ارزګان کي یې د امکاناتو څخه د پښتنو پر ضد د هزارهګانو په ګټه دسیسو کي برخه واخیستل. په افغانستان کي ددرو اقلیتي مافیاوو رهبري او د کابل او شاوخوا ورکوټو ولایاتو او ولسوالیو متنفذي کورنۍ په کومو امکاناتو د هیواد داخلي جګړې ته پیک وهي. دټولي نړۍ ملتونه باید پر خپلو ټولنو باندي د مافیاوو د نفوذ د مخنیوي لپاره منظم حرکتونه رامینځ ته کړي. نړۍ نن د اټومي او بیولوژیکي وسلو پر امبار بدله سوې ده چي تنها و یوه بڅرکي ته اړتیا لري. د نړۍ ټول انسانان په خپل مینځ کي څه نا څه مشترکات لري او که د فیشن او لګژري د سحره څخه ځانونه خلاص کړي او ساده و قانع ژوند غوره کړي لکه د انبیاوو علیهم السلام او پیغمبرانو علیهم السلام تعلیمات چي راته ښیي نو ددې نړۍ منابع زموږ ټولو بس دي، ضرورت نسته چي جګړه پر وکړو. ټول بشریت باید ځان پوه کړي چي ددهریت عقیده په انسانانو کي د مایوسي، حرص، زورواکي او سوء استفادې احساسات پاروي چي دا بیا په خپل نوبت فساد ته زمینه برابروي چي نهايي پایله یې ادمخوري ده. د توحید عقیده په انسانانو کي د صبر، حسابداري، قناعت، میني او ایثار انګیزې ایجادوي چي د قانون حاکمیت او نړیوال امن رامینځ ته کیدو ته زمینه برابروي. انحصارګر اومافیاوي چي د دهریت، فحشاء، مسکراتو، مخدراتو، دخانیاتو ترویج د خپل سروت او ځواک د حرص د خړوبولو لپاره کوي د بشریت په هر څومره تاوان دي خو په ګټه یې نه دي.
موږ افغانان هم باید د خپل چاپیریال آني او اوږدمهاله خطراتو ته متوجه سو. موږ نن په هغه دورایي ولاړ یو پر کومه دورایي چي زرهاوو کلونه پخوا د اشمویل علیه سلام د زمانې بني اسرائیل ولاړ وه. کاشکي نن زموږ مشران دغومره شعور ولري لکه د هغه وخت د بني اسرائیلو مشرانو چي لاره. موږ و یوه پیاوړي ټولنیز نظام ته اړتیا لرو چي د یوې واحدي سیاسي رهبري لخوا یې قانون پر ټولو وګړو باندي پرته د کوم امتیازه څخه عملي کړي او په دولتي نظام کي موجودهر ډول مافیاوي د بینه یوسي او زموږ د ټولني د دفاع لپاره یو پیاوړئ او مجهز دفاعي امنیتي ځواک وساتي، زموږ اقتصاد ته وده ورکړي، زموږ د اړتیا وړ ټیکنالوژي ته لاس رسی ولري. دا چي مافیاوي حکومتونو ته څومره سردرد پیښولای سي مثال یې د نړۍ دوه هیواده دي یو امریکا او بل سعودي عربستان دي چي ددواړو هیوادو ځینو دولتي منصوبینو په دولتي امکاناتو باندي داسي جنایتونه وکړل چي ددواړو هیوادو ملي مشروعیت یې تر پوښتني لاندي راوستئ. ددواړو واقعاتو د تکتیکونو ورته والئ او نیژدې زماني چوکاټونه دا ښیې چي شاید یوه واحده نړیواله مافیا یا د نړیوالو مافیاوو یو ائتلاف دا دواړه پیښي رامینځ ته کړي وي چي د ډونلډ ټرمپ او شهزاده محمد بن سلمان اصلاحي (ددوئ په حساب اصلاحي) هڅي ورشنډي کړي . په ترکیه کي د سعودي عربستان په قونسلګري کي یو سعودي نژاده امریکایي په دولتي امکاناتو ووژل سو او په دومره رسوایي سره چي کره شواهد یې د ترکیې د حکومت سره موجود دي. که څه هم د سعودي حکومت د تحقیق وروسته په پیښه کي ښکیل افرادو پر ضد اقدام کړئ دئ خو په امریکا کي ځني متنفذ حلقات پر ټرمپ باندي فشار راوړي چي د سعودي حکومت یو نوئ امریکایي سوئ عرب په خپله قونسلګري کي وواژه نو امریکا باید حتماً پرعربستان حمله وکړي. دا څنګه کیدای سي چي دا قتل دي د محمد بن سلمان د امر پرته اجراء سوئ وي. په دې نیژدې څو ورځو کي په کندهار کي د امریکا د لاسپوڅي افغان حکومت یو مهم ترین قومندان په کندهار ولایت کي د امریکایي ځواکونو په یوه خوندي ځای کي ددوئ د لوړ رتبه چارواکي په موجودیت کي د هغه ولایت د ریاست امنیت ملي د رئیس په شمول ووژل سول. دا صحیح ده چي د امریکا حکومت پر سعودي باندي حمله کولای سي چي محمد بن سلمان قاتلین د قانون شکنجو ته وسپارل خو افغانستان بیا پر امریکا باندي حمله نه سي کولای، ځکه نو د جنرال عبدالرازق قاتلین باید ازاد وګرزي. پنټاګون شاید ټرمپ ته دا ووایي چي لکه ډیري نوري بدي بیراني چي دوئ په افغانستان کي پیښي کړې او تش په دې خبره خلاص سول چي ددوئ دا ګناه به په کابل کي ددوئ لاسپوڅو په خپله غاړه واخیستل، دا ستونځه به هم افغانان نوش کړي ځکه چي د افغانستان د جګړې یواړخ که د پنټاګون په کنټرول کي دئ نو هغه بل اړخ بیا د سي آی اې په لاس کي دئ ځکه نو هیڅ ستونځه نه سي پیښیدلای. ټرمپ شاید پر دې امکان باندي غور ونه کړي چي دا پیښه به عملاً نورو دولتونو ته زمینه سازي وکړي چي د افغنستان د جګړې په انحصار کي د امریکا سره سیالي وکړي او کیدای سي چي د سي آی اې او پنټاګون لوړپوړو چارواکو د هغوئ څخه رشوتونه اخیستي وي. هغسي هم ددوئ چارواکي ټول کافران دي. د خدای او اخرت ویره ورسره نسته. هر خیانت کولای سي چي په دې پوه سي چي د بشر د سترګي نهامیدلای سي. نور باید افغانان هوښ وکړي چي په هر ډول چي وي په راتلونکي ټولټاکنو کي د امریکایانو اجیر غلام باید د هیواد اولس مشر کیدو ته پرې نه ږدي او ژر تر ژره د ملي یو والي د حکومت او نام نهاده اسلامي امارت ده لعنته څخه ځانونه خلاص کړي. افغانان باید پوه سي چي افغانستان د کالونیالیزم ددوامداره څپو لاندي دئ چي امریکايي کالونیالیزم یوه څپه ددې څپو ده چي نه لمړۍ او نه وروستۍ ده. هغوئ زموږ د ځمکي اوزموږ د منابعو وږي دي. هغوئ غواړي زموږ انسانانو ته هم د منابع په سترګه ګوري. زموږ نر ورته مریی او ښځه مو ورته وینځه ښکاري. زموږ ځواکمن، پوه، سروتمند، عالم او ژبور باید زموږ کمزوري، ناپوه، بیوزله، بیعلمه او ګونګي سره خپل هنر کمال او منابع نیمایي کړي هغسي لکه انصارو چي خپل ځواک د مهاجرو سره نیمایي کړ او د ملي حقوقو د حصول لپاره سره متحد سي. په افغانستان کي سوله هغه ده چي د هیواد زورور د هیواد و کمزوري ته تسلیم سي او په کلیو او ښارونو کي قانون حاکم سي. که افغانان د مافیاوو وفاداري او پارټیزاني سیاستونه پریږدي او د مافیایي مشرانو په مقابل کي سیاسي رهبري تقویه کړي نو داسي شرایط راتلای سي چي امتیازیافته د محروم سره د حقوقو مثاوي ویش ته اماده سي. بیا نو د کویټې و د پیښور شوراوي، دداعش لنډغر او د قطر دفتر که سل کاله فعاله وي او که زر کاله د افغانانو د جیبونو څخه به څه نه کمیږي. افغانان لا خوشحاله کیږي چي ددوئ ځیني افغان ورونه په پاکستان، قطر، اماراتو یا نورو ځایونو کي د شاهي میلمستیاوو څخه خوندونه اخلي په دې شرط چي ددې میلمستیاوو زور د افغانانو څخه د ترور، ځانمرګو، عیار سوي منفجره آلاتو او بمباریو دلاري ونه خیژي. هغسي هم په افغانستان کي بیوزلی او بیروزګاري زیاته ده. چي دا اموخته جاسوسان بیرته افغانستان ته راستانه سي څنګه به یې مړوو. ډیرو پاکستاني او عربي خوړو یې لري هم ورغټ کړي دي. د یوه امریکایي جنرال په امر د یوه افغان جنرال وژل کیدل او بیا د هغه په قتل باندي د یوه فرضي افغان متهمول دا ثابتوي چي که د یوه اولس سیاسي مشرتابه د خپل د پای شخص تر حقوقو و کوم ظالم ته ورتیر سي نو بیا د خپل د سر د کس بازخواست هم نسي کولای. زموږ اجرائیه رئیس په عوض ددې چي د رجب طیب اردوغان په شان د پیښي ددقیقو څیړنو امر ورکړي او ولس ته شواهد برسیره کړي، په نهایت درجه سپینسترګي د قاتلینو طرف نیسي او حقیقت ویونکي د هیواد او نظام دښمنان معرفي کوي. ټول افغانستان شاهد دئ چي د غني و عبدالله د ګډ نامشروع حکومت د رامینځ ته کیدو راهیسي د جنرال رازق سره د ویش د سرحد د تورو پیسو پر سر شخړي رواني وې. د ارګ څخه راوتونکي اوازې ښیي چي د واکمنانو دې جوړې خپلو نړیوالو مربیانو ته د ویش عواید په مبالغه آمیزه ډول زیات ښوول او جنرال رازق یې پر دې تورناوه چي دا ټولي پیسې خپله تخته کوي. دوئ تل جنرال رازق د فشار لاندي ساتئ چي د کندهار ولایته څخه زیات تورعواید ورټول کړي څو ددوئ خپل نړیوال مربیان خوشحاله وساتي. دوئ او ددوئ مربیانو دجنرال رازق و هغو استخباراتي مصارفو ته هیڅ ارزښت نه ورکاوه چي د کندهار او جنوب غرب حوزې د امنیت د برقراره ساتلو لپاره یې معلومات په رانیول. ددوئ یوازینۍ علاقه دا دې سره ده چي د افغان دولتي نیټورک دلاري راغونډیدونکي ټول تور عواید د ایران رافضي مافیاوو ته ورکړي چي د نورو عربي هیوادو په شمول د یمن، سوریې، عراق، افغانستان او پاکستان رافضي عناصر تمویل کړي چي هلته فسادونو ته ادامه ورکړي. دا حقیقت نور د چا څخه پټ نه دئ چي د امریکا د اسټیبلیشمنټ قانوني څهره د عربي سنیانو سره ولاړه ده او توره څهره یې بیرته د سنیانو پر ضد شیعګان تقویه کوي یا هلته د فساد پروژې په تمویلوي. دا د ملي یووالي د حکومت مشرتابه وه چي په وچ کلک شیطانت یې جنرال رازق په امریکایي مافیا باندي وواژه. ځیني لیکوالان ولس ته دا تاثر ورکوي چي جنرال صاحب رازق ډیر بیګناه خلګ وژلي وه، نو حتماً د هغوئ د وارثینو څخه چا دا کار کړئ دئ یا طالبانو دا کار کړئ دئ. د هغوئ دا ادعاء په یوه سوال جوابیږي چي طالبانو به جنرال رازق هغه مهال واژه چي کله دی ددوئ د جنګیالو په وژلو بوخت وو. هغه مهال خو دوئ خپل ټول ځواک مصرف کړ، خو بریالي نه سول. بیا په ارزګان کي د کابل مافیا په لارښوونو د ملي اردو د توپچي ځواک تر برید لاندي راغلئ، بیا هم پاته سو. په دې چي هم د الله تعا لی ج حکمت وو چي جنرال رازق یې تر هغه مخته پوري د مرګه ساتئ تر څو خپله د امریکا د وزارت دفاع په خوندي ځای کي د هغوئ عسکرو مستقیم برید پر وکړ او خپل ملګري یې پر شاهدان وه. پاته سول د جنرال صاحب جنایتونه، لمړی خو کوم خلګ چي رازق په مرموزه توګه وژل د هغوئ زیادتره هغه د کرایي اجیر قاتلین وه چي د پاکستان د آی ایس آی لپاره یې د هیواد هغه وګړي وژل چي پر سرونو یې آی ایس آی انعامونه ایښي دي. زموږ د ملک، سیاسي رهبر، معلم، پولیس، دولتي مامور، ریس او وزیر د هر یوه د سر قیمت معلوم دئ. کله چي دا اجرتي قاتلین دا کار وکړي، راپور تیروي او خپل انعام اخلي. کیدای سي چي د اسلام او جهاد په نوم زموږ ځیني بیخبره ځوانان په دې مینځ کي د بینه تللي وي، خو د هغوئ خون د هغوئ د خپلوانو او اولیاوو په غاړه دئ چي په سیمه کي روانه په دا بدمرغه لوبه یې سم نه وه پوهولي. که نه پیشي چي لا چنګوټیان وځیږوي، د هغوئ د خوشي کولو څخه وړاندي مناسبه روزنه او د چاپیریال سره بلدتیا ورپه برخه کوي، دوست او دښمن ورښيي. د کندهار د امنیې د قومندان په صفت ده مسئولیت لاره چي په ښار کي د غیر قانوني وسلوالو فعالیتونو مخه ونیسي. تر کومه پوري چي د طالبانو د اسلامي امارت خبره ده، کله چي لوی ملا صاحب د کندهار د میخانیکي لیسې په تالار کي علماوو امیرالمومنین وټاکه بیا یې تر شهادته پوري، په هیڅ چاره کي د افغانانو او د هغوئ د مشرانو سره مشوره نه ده سوې. بیا د ملا اختر منصور څخه نیولې تر هیبت اخندزاده پوري ټول کارونه، پلانونه او تصامیم نامعلومه خلګ په نامعلومه طریقه سوه اجراء کوي. افغانستان د افغانانو دئ. ددې جغرافیې لپاره چي هره پالیسي، سراتیژي، پروګرام یا تګلاره د هر چا لخوا جوړیږي باید د افغانانو سره شریکه او اجازه ترې واخیستل سي. که چیري کومه ډله پر خپل سر د بهرني ځواک په مټ کوم کار دلته کوي افغانان شرعي قانوني حق لري چي مخه یې ونیسي او د زوره کار اخیستونکي ظالمان دي، جابران دي او غاصبان دي مرګ یې په څلور مذهبه نه، په څلور دینه روا دئ. په تیرو ۲۰ کلونو کي د بهرنیو استخباراتو په لاس په دومره زیات شمیر افغانو رهبرانو د ترور واقعات د افغان اقوامو او قبایلو څخه غوښتنه کوي چي خپلمینځي اختلافات په زړونو کي د ساتلو په عوض پر ژبه راوړي، په عوض ددې چي یو قوم ددولت ملاتړ خپلوي او خپل سیال قوم ځپي او بل قوم یا خپل دولت پلوه قوم یا کورنۍ ځپلو لپاره ددولت وسلوالو مخالفینو ته په کور او کلي کي ځای ورکوي باید یو د بل حقوقو، حیثیت او ګټو ته درناوی وساتي او د خپل ځواک او استاذیتوب موقفونه داسي مشرانو او رهبرانو ته وسپاري چي اړوند شرعي اوصافو خاوندان وي. زموږ ټول مشران دي په دې پوه وي چي که امریکایي مافیاوي په دې پوه سي چي دده کار یو بل کس تر ده په کمه بیعه او په لږو نخرو ورته کولای سي، حتماً به یې دوژلو هڅه کوي، څو هغه بل ارزان بیعه کاندید پر راپورته کړي. هو کله چي د امریکا استخبارات په دې پوه سي چي ددې مشر د بینه تلو سره به دده ځای داسي مشر ته خالی کیږي چي تر ده زیات سرکښه وي، نو بیا به هم دده د ژوند د ساتني هڅه کوي او هم به یې ښه نازوي. ن بناً زموږ امریکا پلوه رهبرانو ته لازمه ده چي د خپل ټیټ پوړ رهبري و صادقه، مخلصه، ځیرک، زړه سوانده، قوي او زړه ورو افرادو څخه تشکیل کړي. داسي خلګ به یو خو ددوئ د ځای نیوني حرص ونه لري، بل به امریکایان د هغوئ له ویري ورځ او شپه پر ده شکرونه کاږي. دوئ باید د خپل نفوذ لاندي سیمو ولسونو کي د سیاسي ویښتابه فعالیتونه تقویه کړي. باید په خپلو سیمو کي د رسمي او غیر رسمي باکفایته زده کړو مرکزونه فعاله کړي څو ددوئ پیژندونکي او د سیاسي مشرانو په صفت ددوئ احترام کونکي زیات او زیات افراد د هیواد د پلازمیني په ملکي او نظامي مهمو موقفونو کي په دوامداره توګه جزب سي. زموږ قومونه او قبایل باید د جرګو د لاري د ټولنیز ژوند پر اصولو او اخلاقو هوکړه وکړي، نه دا چي په خپل مینځ کي د خپلي سیمي سیاسي او انتظامي موقفونو ویش سره کوي. دا ویش جنجالونه ځیږوي او په اوږدمهال کي موثریت نلري. دا چي د ارزګان مطیع الله خان څومره تکړه وو، ورور چي یې پر ځای راغلئ د هغه په شان کار یې نه سوای کولای. اوس دادئ جنرال صاحب رازق ولاړئ پر ځای به یې خود یو څوورځي ورور کښیني خو تر کومه. دولتي او سیاسي موقفونه تر ډیره پوري میراثي نه پاتیږي. د روان بیقانونیت څخه یوازي د کابل مافیایي کورنئ ګټندویه دي. هغوئ د سفارتونو سره سازوباز کوي، د خپلو ګټو پر محور راڅرخیدونکي اوږدمهاله سیاسي او اقتصادي پروګرامونه جوړوي او پر متباقي افغانستان باندي د خپلي مافیایي ولکې لپاره د بهرنیو استخباراتو سره په ګډه کاذبه جګړه جوړوي او د هغو سیمو پوه او مطرح مشران وروژني. لږ دا تیرو شلو کلونو ته مخ وروګرزوئ چي د طالبانو کوم کلیدي رهبر پاته دئ او د اوسني نظام د لمړیو مخکښانو څخه څوک ژوندي پاته دي؟ د جنرال جبار قهرمان او جنرال رازق وژنه یوه تجربه وه چي امریکایي مافیاوو وکړل چي افغانان تر کومه ځایه پوري ددوئ ظلمونه نوشولای سي. جنرال میلر تقاعد سوئ وو خو بیرته راوستل سو او په افغانستان کي دنده وروسپارل سول. امریکایانو یوې خوا ته د هیواد قانوني حکومت ور نامشروع کړ څو دا جوړه مشرتابه یې په اساني سره د امریکا د سفارت هر هدایت پرته د کوم مصلحت سنجوني ومني او و بلي خوا ته یې د طالبانو اعلی رهبران یو په بل پسي ووژل چي بالاخره د حاجي بشر قاچاقبر په خوله مړ او ژوندی ملا هیبت یې د طالبانو په راس کي کښینوئ او حاجي بشر قاچاقبر د سي آی اې په مستقیمه ولکه کي دئ. دا چي د جګړې دواړه اړخو رهبري ددوئ په لاس کي وي او په مینځ کي یې ددوئ د جاسوسانو مافیاوي فعاله وي نو بیا امریکایان څه اړتیا لري چي د افغانانو دسیاسي یا دولتي استقلال قایل واوسیږي؟ افغانان نور مجبور دي چي د امریکایانو سره هر څه ومني حتی د افغانستان د ددې سمبولیک اسلامي حیثیت هم ورتیر سي یا دا چي د امریکا نور سیال دولتونه په جګړه کي راداخل کړي. امریکا دا امکان ویني نو ځکه یې چین او روسیې ته خطرناک ترین ګواښونه پیل کړي دي. دوئ وایي چي امریکا په افغانستان کي خپله جګړه خصوصي کوي. امریکایان انکار ترې کوي، او رښتیا وایي. امریکایانو خپله افغان جګړه نه ده خصوصي کړې بلکه خپل ټول دولتي نظام یې خصوصي کړئ دئ. د اوباما په وخت کي د پنټاګون مشر یې ولاړ کړ د سي آی اې مشري یې وروسپارل او د سي آی اې مشر یې ولاړ کړ د پنټاګون مشر یې کړ. ایا پخوا هم هلته داسي څه پیښیدل؟ اوس به د افغانستان سیاسي انکشاف ددوو لارو څخه بر یوه لار باندي روانیږي. یا به د افغانستان اطرافي سیاسي ځواکونه په خپل مینځ کي د انسجام او تفاهم دلاري یو قوي سیاسي حرکت پیلوي څو د کابل موجوده واکمنه مافیا د واکه څخه ګوښه کړي او په کابل کي داسي نظام واکمن سي چي د لوی کندهار، لوی هرات، لویه پکتیا، شمال او مرکزي افغانستان ټول ولسونه خپل استاذیتوب پکښي احساس کړي چي دا د تل پاتي بریا لاره ده. د کابل ټولي دولتي ادارې باید مطلق غیر سیاسي او کاملاً مسلکي وي چي مامورین یې د افغانانو ددین او کلتور سر بلد او دهغه مرائتونکي وي. دوهمه لار دا ده چي د کابل مافیاوي به د نادرخان په څیر د خپلو بهرني مربیانو او اجیرو غوړمالانو په مرسته د ټول اطرافي افغانستان رهبران یو په بل پسي وژني او د کشرانو سیاسي او پر ځان افتخار روحیه یې ورختموي او خپلي لاسپوڅي مافیاوي پر دوئ مسلطوي چي دوئ په جنسي او اخلاقي فساد اخته کړي او د جرایمود بازارونو د ګرمولو دلاري ددوئ منابع د منګوړ په څیر ځبیښي اود سیروم په پیپ کي یې د کابل مافیا ووجود ته انتقالوي چي د کابل د مافیا د وجود څخه د یوه غټ د سیروم د پیپ په وسیله د نړیوالو مافیاوو وجود ته دامنابع انتقالیږي. افغانان به د افریقایانو، د امریکا د سورپوستو او یا هم د اسټرالیا د تورپوستو د سرنوشت سره مخامخ کیږي چي بالاخره به ښارونه د اطرافو څخه بیګانه کیږي او هیواد به د تفرقې او تجزیې خوا ته ځي. د ځینو معلوماتو په اساس یوازي د ایران څخه ۲۰ ملیونه شیعه ناقلین په پلان کي دي چي افغانستان ته د عودتکننده ګانو په نامه راوستل سي او د پښتون میشتو ولایاتو په سیاسي مرکزونو کي میشت کړل سي او بیا د نړیوالو موسسو په مرسته هغوئ تقویه کړي چي د سیمو وحشي او بیسیواده قاچاقبر مسلکه یاغي افغانان چي د نابودي څخه پاته دي د مریانو په څیر په اداره کړي. دا بدبخته پښتانه ځکه دداسي سرنوشت سره مخامخ کیدونکي دي چي ددوئ د مینځه څخه د کابل د مافیایي ګوندونو سره اړیکي لرونکي اوهم د طالبانو میزبانه سرخیلوکورنیانو خپل اړوند ولسونه په دې باندي په پوهولو کي پاته راغلي دي چي سیاسي نظام څه دئ، حکومت څه ته وایي، د حکومت دندي او مسئولیتونه څه دي او ولس څنګه کولای سي چي ددولتي ظلم مخه ونیسي. نن افغانان شرعاً د مستضعفینو په جمله کي راځي د جهاد مسئولیت یې ساکت دئ بلکه د هغو مسلمانانو د مالي او سیاسي ملاتړ مستحق دي چي تر اوسه پوري خپلواک دي. دا چي هغوئ پر خپل دې مسئولیت سترګي پټي کړي دي او نور هم موږ د جابرو امریکایانوبمبار ته برابروي دا به ډیر ستر حماقت وي چي ځایي ولسونه ددولت ضد وسلوالو او هم ددولتي مافیاوو خودسریو په مخنیوي کي پاته راځي. دا دئ تر لس کال زیات کیږي زموږ په کلیو کي دا لوبه روانه ده چي نامعلومه وسلوال د ملکي خلګو د کورونو څخه پر بهرنیانو یا امنیتي ځواکونو ټکان وکړي، هغوئ بیا د هوایي یا توپچي ځواک مرسته وغواړي او هغه ملکیانو کورونه په بمبار کړي چي د کور د مخي څخه ټکان پر سوي وه. که ددولتي دستګاهوو د اشغال په واسطه د تورو عوایدو د راټولولو لوبه زموږ مشران پرینه ږدي نو د هغه موږکانو د عواقبو سره به مخ سي چي د لو وروسته په ریبل سوو غنموباندي خپل نغمونه ډک کړي او بیا د باراني اوبو دورننه وتلو په اثره خپل په همدې نغمونو کي مردار سي او د غنمو زخایر یې د بل استفادې ته پاته سي. دا یوه ډیره فرعي او موقتي موضوع ده چي د جنرال رازق د وژني په نتیجه کي به د مرزا ماد خان قلعچې شیطانان خپلو فسادونو ته ازاد سي او د حکمتیار او سیاف پلانونه په کندهار کي عملي کړي او که نه ، خو تر هغه مهمه خبره داده چي تر کومه؟؟؟ ترکومه به زموږ افغان قومونه او قبایل دا سرناخلاصه او سربډاګه د مافیاوو په لاس پلي کیدونکي منفعل سیاست قربانیان وي؟ تر هغه وخته چي زموږ په هر کلي او کوڅه کي فاحشه خانې، شراب خانې او قمار خانې ایجاد سي؟ زموږ په کليو او ښارونو کي د اربکیانو قومندانانو د لواطت لپاره راوستل سوي نابالغه هلکان ښکاره په پوستو کي کښینولي زموږ پر دین او عقایدو ملنډي وهي او موږ بیاهم نه شرمیږوورته ګورو او ځانو ته مسلمانان هم وایو. یا باید د خپلو زورورو او سروتمندانو په لاس باندي په خپل دین ملنډو ته د پای ټکئ کښیږدو یا باید خپل مساجد په خپلو لاسونو باندي په قمارخانو، فاحشه خانو او شرابخانو بدل کړو. په اول صورت کي به مو دنیا و اخیرت دواړه ښه سي. په دوهم صورت کي که مو اخیرت یقیني خرابیږي خو ددنیا دا ددوو ورځو فاني ژوند به لږ په خوند راباندي تیر سي. هغسي هم که ددنیا پاچاهي بیخي هیڅ وایي عزازیل به یې لپاره ځان نه ابلیس کولای.... ومن الله توفیق