دغه څرګندوني د پنجشنبې په ورځ مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب په ولايت مقام کي د ځوانانو د يوې لويي غونډي پرمهال وکړې، چي پکښي د امنيتي او دفاعي ځواکونو استازو او مشرانو، قومي او اولسي مشرانو، د يو شمېر دولتي ادارو رئيسانو، د يو شمېر ولسواليو ولسوالانو، مدني فعالانو، د مدني ټولنو استازو او په زيات شمېر ځوانانو برخه اخيسې وه .
په دغه غونډه کي مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب ځوانان د ټولني تر ټولو ځواکمنه قوه ياده کړه او ويې ويل چي په هره ټولنه کي د ځوانانو په مټ ژور تغيرات رامنځته کېدلای سي .
همدارنګه ښاغلي منيب د ټولو ځوانانو پر اتحاد او اتفاق باندي هم ټينګار وکړ او زياته يې کړه چي د ځوانانو يووالی موږ ته وياړ رابخښي، نوموړي د ټولو ځوانانو څخه غوښتنه وکړه چي د چارو په سمبالولو کي له ولايتي ادارې سره وخت پر وخت خپل نظريات شريک کړئ ترڅو په راتلونکي کي مو د هري کړني مثبته پايله په برخه سوې وي .
په دغه غونډه کي ځوانانو هم ويناوي وکړې او د مرستيال او سرپرست والي هڅي يې وستايلې چي په هره برخه کي يې د ځوانانو سره ترسره کړي، همدارنګه يې له هغه څخه ځانګړې مننه وکړه چي وخت پر وخت يې د ولايتي ادارې په پلانونو کي د ځوانانو مشورو ته ځانګړی ځای ورکړی دی .