عبدالستار ایوبي
د کمونیسټي بلاک د پاشل کیدو څخه وروسته دنړۍ سیاست په ظاهره تر ډیره وخته پوري یوقطبي شمیرل کیدئ چي د ډیموکراسي د مخکښو اولسونو لخوا به رهبري کیده. اروپا، امریکا او متحدینو یې چي تر ننه پوري ځانونه خپلواکه نړۍ بولي په ظاهره د ځانونو په وړاندي عمده ګواښونکئ خطر خنثاء کړئ وو. اولسواکي ، د بشر حقوق، د ټولنو تر مینځ صلحئیز اصولي روابط هغه څه وه چي د نام نهاده خپلواکي نړۍ ددولتونو لخوا خبري پر کیدلې څو نړۍ ته وښیي چي دوئ به دا بشري ټولنه څنګه اداره کوي. د فلسطین بحران، د کشمیر کشمکش، د یوګوسلاویه بحراني حالات ټولو ته داسي موقت مسائل ښکاریدل چي ډیر ژر به د حل لاري چاري ورته پیدا سي. افغانانو هم د یوه نوي ټولنیز ژوند ارمانونه په زړونو کي پالل. خو نړیوال سیاست تل د یوه ګلشیر (د بحر پر سر د اوبو غر) په څیر وي او عام خلګ یې د اوبو پر سر وړوکې برخه ویني. دا چي د یخي ددې غره زیادتره برخه د اوبو لاندي او د ښکاره برخي څخه ډیره وړاندي وي اکثره د کښتیو چلونکو د غولوني سبب کیږي چي ډیري کښتئ ددې پدیدې له سببه غرقیږي. یوه مشهوره بیلګه یې د ټایټانیک کښتۍ وه چي فلم به یې ډیرو کتلئ وي. په ظاهره د بریا پر لار روانه خپلواکه نړۍ د یوه بل مخالف بلاک د راڅرګندیدو څخه غافله ښکاریدل چي ددوئ د لستوڼي ماران یې په جوړولو لګیا وه او تر روسي کمونیزم هم ستر ګواښ ثابتیدای سوای، هم په کمي حساب او هم په کیفي حساب. دا نوئ مخالف بلاک چي د خپلواکي نړۍ کاملاً معکوس نوم او خاصیت لري تر اوسه پوري خپله ریښتنې څهره د نقابه څخه نه ده را ایستلې خو د غرب د بصیرت خاوندانو یې ګنګوسې پیل کړي دي. دوئ د خپلواکي نړۍ پر ضد د مریانو د نوو کالونیو د متحد بلاک یادونه کوي چي د دوئ په اداراتو کي د خورا ژور نفوذ، کثیر تعداد جګړییز ځواک، عصري جنګي ټیکنالوژي او د اټومي، نایټروجني او نورو سټراټیژیکو وسلو د عملاً کارولو زیاته وړتیا لرلو په سبب جګړې ته زیاته لیوالتیا ولري او دا هر څه به د داسي دولتونو په اختیار کي وي چي د چارواکو رسمي مسئولیت یې کاملاً سیمبولیکه بڼه لري هم د خپل اولس په وړاندي او هم نورو دولتونو سره کړو تعهداتو په مقابل کي. موږ په نړۍ کي ډیر داسي دولتونه وینو چي په نړیوال فورم باندي خپلو کړو تعهداتو څخه سرغړوني کوي او د خپلو اولسونو په وړاندي د عادي مسئولیتونو څخه بیتفاوته پاتیږي. د عادي مامور څخه نیولې بیا تر ولس مشر پوري په سپینو سترګو درواغ وایي، د خپلو بیقولویو لپاره پلمې جوړوي او د خپلو پیښو کړو ورانیو لپاره ګوډ او ړانده عذرونه وړاندي کوي. دا ډول دولتونه د خپلو هراړخیزو بدعنوانیو سربیره د داخلي او بهرني ګواښونو په وړاندي فوق العاده مقاومت لري او داسي ټولني مخ په زیاتیدو دي چي داسي دولتونو یا نظامونو لخوا اداره کیږي. ددې ډول سرطاني حکومتوالي د سریع انکشاف اصلي علت ددوئ لخوا د نړۍ و سروتمندانو او زورورو د ناروا ګټو، شهوتونو اوخواهشاتو د برآورده کیدو تضمینیدل ښودل کیږي. که عادي مطلق العنانه ډیکټاټوریاني په نظر کي ونیسو یا د نن ورځي نام نهاده ډیموکراسیاني، موږ وینو چي حکومتونه یې ډیر کرته د بدعنوانیو مرتکب کیږي او اکثره د زور د اصول په اساس د کمزورو دولتونو سره معاملې کوي خو یو مثبت اړخ دا لري چي د رسمي او غیر رسمي واک سرچینې یې معلومي وي او تر یوې اندازې د خپلو اړوندو ټولنو او نړیوال محیط بنسټیزو ارزښتونو ته هم ژمن وي. که یو هیواد د کوم نظامي ډیکټاټور لخوا اداره کیږي، یا د یوه اکثریتي ګوند پوري مربوط اولس مشر لخوا، ولو که فاسد وي یا غیر فاسد د خبرو مسئول څوک معلوم وي چي د ښه تسامیمو کریډیټ ورته راجع کیږي او غلطو تسامیمود عواقبود سنجولو او وروستۍ پریکړي واک لري. په لنډه دا چي د چا سره ژمنه وکړي نو خپله ژمنه تعقیبوي او هغه سرته رسوي. د کوم مخالف بلاک خبره چي کیږي، هغه به دداسي دولتونو څخه جوړ وي چي هم یې د ټیټ پوړ چارواکي د تسمیم نیوني د عادي ترین واک څخه محروم وي او هم د لوړ پوړ چارواکي چي ددې بیواکي د اقرار واک هم ځني اخیستل سوئ وي. ددې څخه علاوه اولسي استاذي یې هم سمبولیک اولسي استاذي وي. انتخابي ټاکني به یې په حقیقت کي انتسابي ټاکني وي او د قابلیت په اساس مقرریدونکي به یې د قابلیت کاذب شواهد لرونکي وي خو ریښتنئ قابلیت به پکښي ناپید وي. یو څوک به وایي چي داخو د افغانستان، ایران، پاکستان، عراق، سوریې، اسرائیل، فلسطین او داسي ورته نورو دولتونو یادونه ده، البته حقیقت دادئ چي دا هیوادونه دداسي نظام د ازمایښت لپاره تش تجربه ګاوي دي. اصلاً دداسي دولتي نظام پلان د نړۍ د ټولو هیوادونو لپاره جوړ سوئ دئ چي د واک اصلي سرچینې په یې کاملاً مخفي وي او رسمي رهبري به تش د عوامو د غولولو لپاره وي. تر اوسه پوري خو روس، چین او ایران ددې نوي راڅرګندیدونکي بلاک مخکښ غړي ښکاري چي هر یو یې بیا ځانته فرعي متحدین لري او موږ یې د هند، پاکستان، افغانستان او حتی د امریکا په دولتي دستګاوو کي قوي ملاتړي احساسوو. بالخصوص د ایران حکومت چي تل یې د امریکا رسمي دولت په څپیړو پر مخ وهلئ دئ خو د امریکا په متنفذو حلقو کي تل پیاوړي خواخوږي درلودلي دي چي د ایران سره د اوباما او هیلري کلنټن مینه خو بیخي رسوا چهار بازارسوې وه. که څه هم په جنګي ټیکنالوژي کي اروپا، برطانیه، امریکا او ددوئ نیژدې متحدین زیات مخته دي خو چون دوئ په ظاهري توګه د خپلواکو انسانانو ټولني دي نو ځکه یو عمده ضعف یې و خپل خپلواک اولس ته ژمنتیا ده. که دوئ په کومه جګړه کي ښکیلیږي او تلفات او منفي او عواقب یې د اولس د زغمه وځي نو بیا خپلواک ولس پر خپل دولت فشار واردوي چي جګړې ته د پای ټکئ کښیږدي او د خطرناکه وسلو د کارولو څخه ډډه وکړي. ځکه چي په طبعي توګه یوه بشري ټولنه د بلي بشري ټولني سره په شخړه اخته کیدای سي خو یو د بل مطلق محوه کیدلو متمني نه سي کیدلای. ځکه خو د هیڅ هیواد اولس د بل هیواد د ولس سره په رضا جګړې ته نه اماده کیږي او سیاسیون مجبور دي چي جګړې ته د امادګي لپاره خپل پرل هاربر او ورلډټریډ سنټر قرباني کړي. اوس نو که دوئ دداسي دولتونو سره په جګړه بوخت سي چي سیاسي نظام یې د مطلقه ډیکټاټوري څخه تشکیل وي اود تسمیم نیوني اصلي واک یې ددې ډیکټاټوري د سر رهبري هم ونه لري او اصلي واکمنان یې په رسمي توګه مطلق غیر مسئول او د فوق العاده افراطي ثروت لرونکي وي او په نړۍ کي هم ازاده پښه ګرزي نو پایله به یې څه وي، سنجول یې سخت نه دي. نامنهاده خپلواکه نړۍ به یا ورته تسلیمیږي او یا به محوه کیږي. څرنګه چي په دا ډول ډیکټاټوري نظامونو کي د لوړ پوړ څخه اوامر صادریږي او د ټیټ پوړ څخه یوازي راپورونه ورکول کیږي نو دداسي ټولنو غالب اکثریت اولس د مریانو دسترو ټولنو په شکل وي چي یوازي ددې لپاره روزل او کارول کیږي چي د لوړ پوړ څخه راغلي اوامر د چون او چرا پرته اجراء کړي نو که د ډیکټاټور د کنټرولولو چاره یې وسي، هغه ټولنه د یوه روبوټ شکل غوره کوي کټ مټ لکه د عامو خلګو بس چي سټیرینګ یې د روبوټ په لاس کي وي او روبوټ د لیري څخه د کومي کمپنۍ څخه د انتن د سیګنالونو د لاري هدایت اخلي. که چیري کمپنۍ وغواړي چي د بیمې د پیسو د راایستلو لپاره د مسافرو څخه ډک دا بس د کوم پاڼه څخه راشیوه کړي نو روبوټ به ددوئ لخوا د یوې غوټۍ په کښیکښلو دا کار په اساني سره ورته اجراء کړي، حال دا چي یو ژوندی انسان که ددې سټیرنګ شا ته ناست وي نو په هیڅ بیعه به داکار ونه کړي، ځکه چي خپل ژوند هر چا ته ګران دئ. عملاً لیدل سوي دي چي غلامي ټولني اولسي غمیزي په ډيره ښه توګه زغملای سي ځکه چي یو خو غلام وګړي یو د بله سره عاطفي اړیکي نه لرلو په سبب خپل مشترک تسمیم نه سي نیولای چي د بادار د امر څخه سرغړونه وکړي، بل دا چي دوئ په ډیره اساني سره د غالب اکثریت اولس د ژوندانه معیارونو په راټیټولو سره د بودیجې د مصارفو کسر را ټیټولای سي، حال دا چي د خپلواکو ټولنو افراد په ډیر څه د خپل ژوند د معیار ټیټولو ته نه اماده کیږي او مظاهرو ته لاس اچوي. که چیري داسي یوه ټولنه چي اصلي حقوق او د تسمیم نیوني واک تنها د یو څو په ظاهره مطلق غیر مربوط اشخاصو یا کورنیو په لاس کي وي او د یوې داسي ټولني سره په ټکر کي راسي چي یو بزګر او کاریګر هم د واکمن د بدلولو په واک کي شریک وي، هر څه د اصولو او قوانیو په اساس باید اجراء سي او خبره عین تر اټومي جګړې ورسیږي نو هغه ډیکټاټوري ځپلې ټولنه به په ډیره زړه ورتیا د جګړې ډګر ته ورداخلیږي. ځکه چي نظام تنها د یو څو محدودو کورنیو یا اشخاصو د ژوند د محافظت اصلي مسئولیت لري چي دا مسئولیت به داسي سر ته رسوي چي ددوئ لپاره د ښارونو څخه لیري یا حتی د ښکیل هیواد د سرحدونو څخه لا لیري محفوظ پټنځایونه جوړ کړي او په ښارونو کي به یوازي مریان، وینځیاني او د هغوئ ماشومان پاته وي چي د فکر کولو، پوښتنه کولو او نظر ورکولو هیڅ حق نلري (ددوهمي نړیوالي جګړې د زمانې جاپان یې ښه بیلګه ده)، ارزښت به یې د باروتو او نورو د سونګ توکو څخه زیات نه وي. بل داچي واک ریښتني ضمامداران معلوم هم نه وي او شاید په جګړه کي ښکیل هیواد د جغرافیې سره هم مادي او معنوي اړیکي ونه لري نو د جګړې څخه به څه خطر احساس کړي او جګړه به څه زیان ورواړوي؟ ښارونه به ددواړو خواوو خرابیږي خو ددې خرابي اغیزه ددولت پر استحکام باندي به یواځي په خپلواکو ټولنو کي ظهور کوي. په دې وروستیو کي دا خبره د عراق، سوریې، افغانستان، لیبیا او یمن په هیوادونو کي ښه تجربه سول. د سوریې تجربه ډیره زیاته بریالئ وختله چي په ملیونونو انسانان یې مړه، معلول او بیځایه سول خو واکمن په نهایت درجه سپینسترګي او بیحیایي سره رډي سترګي واک چلوي. که څه هم د سپیڅلو احساساتو تر اغیزي لاندي ډونلډ ټرمپ هغه د میډیا پر مخ ځناور وباله خو دغه عربي پاړسیوان په ډیره سپینسترګي سره جواب ورکړ چي پخپله به ځناور یې، چي ماته وایې. بلي خواته په ډیموکراټیکو ټولنو کي یو وړوکئ داخلي بحران هم د حکومت او حتی د نظام دداخلي پدیدو په وړاندي نړولای سي. کله چي په نړۍ کي د بشري خپلواکي حرکتونه تاوده وه نو د وینځو او مریانو کاروباریان هم داغسي لاس تر زني نه وه ناست. هغوئ هم د خپل کورني تجارت د بقاء لپاره لاري چاري سنجولې. هغه چي په تعداد کي مطلق اقلیت وه خو د ویښتیا،عقل، سروت او علم د انحصار په سبب ځانونه تل تر غالب اکثریت فوق ورمعلومیدل. دوئ څنګه اماده سوي وای چي د ډیموکراسي د زهرو پیاله نوش کړي او خپل هغه مریان او وینځیاني د ځان سره مثاوي وبولي چي تل ددوئ د شهواتو او خواهشاتو د پالني اسباب وه. هغوئ په ملیارډونو ډالر ثروتونه مصرفوي چي داسي امکانات پیدا کړي چي د ځمکي د جازبې قوې څخه لا ازاد سي اولیري په سپوږمۍ یا مریخ کي ژوند غوره کړي څو په صحیح معنا عامو انسانانو ته د چینجیانو او خزندو په سترګه وکتلای سي او په هغوئ ځانونه د هغوئ خدایان وویني. هغوئ چي خپلو ګټو ته کواښونکئ الهي نظام یعني اسلام چاره په ریالیتوب سره وکړل او هغه یې د خپل پیرویانو د جملې څخه د حریصو واکمنانو او منافقو علماوو په لاس داسي ټوټه ټوټه کړ چي د اصلي برخي پیرویان یې هم کله کله پر ځان باندي د یوې فرقې ګمان کوي، غربي ډیموکراسي به څه ارزښت ورته لاره؟ خپله لمړۍ تجربه یې په عربستان کي سلفي ډيکټاټوري، بیا د اسرائیل او پاکستان په رامینځ ته کولوسره پیل کړل او بیا یې ، په ایران کي رافضي ډیکټاټوري او ستر کمونسیټي بلاک په رامینځ ته کولو سره خپلو تجاربو ته پراختیا ورکړل. خپلواکي نړۍ چي ښه توده جګړه وکړل نو تنها دومره وتوانیدل چي خپل محدود جغرافیایي محیط وساتي او د شوروي اتحاد ته په یوه وړوکې جبهه یعني افغانستان کي موقتي ماته ورکړي.دوئ نه یوازي په دې کي پاته راغلل چي په مسکو کي ریښتونې ډیموکراسي حاکمه کړي بلکه د مسکو لخوا ورپریښول سوو سیمو ته هم د ډیموکراسي په صادرولو کي پاته راغلل، چي هغه سیمي بیرته د روس او چین د بلاک برخه دي یا کیدونکي دي. هغه بدترین سیاسي کفر چي د خپلواکي نړۍ څخه وسو هغه داوو چي دوئ افغانستان ته لا هم د ډیموکراسي په صادرولو کي پاته راغلل چي اولسونو یې ددوئ لپاره د شوروي سره ګرمه جګړه کړې وه. هغه چي ویل کیږي چي پکه دا دي لا بله سپکه، د بوش او اوباما په واکمنیو کي چي د خپلواکي نړۍ لخوا په عراق، لیبیا، افغانستان، سوریې او مصر کي د ډیکټاټوریو د بقاء او ډیموکراسي د وژلو پلانونه عملي سوه، د نړۍ په کچه یې پر ډیموکراسي او ډیموکراټیکو ارزښتونو باندي د اولسونو باور زیانمن کړ. دا چي د بشري حقوقو علمبرداران نن ورځ د پناه وروړونکو د سیلونو د مخنیوي لپاره خپلو بشردوستانه ارزښتونو بدلولو ته اړ سوي دي، ددوئ د مقابل بلاک د مخفي جګړې د یوې برخي بریا بلل کیدای سي. دا چي اسلامي ارزښتونو د نړۍ په کچه د ډیکټاټوري او مریتوب د نهادونو په ضعیفه کولو کي تل کلیدي رول لوبولئ دئ، د دې مقابل بلاک لخوا ترغربي ډیموکراسي زیات ستر خطر اسلام و بلل سو. نن په چین کي دداډول ډیکټاټوري نظامونو تجارب خپل اوج ته رسیدلي دي چي دچین ایغورمسلمانان ددې تجربه ګاه دموږکانو رول لوبوي. یو شی چي باید ټوله نام نهاده خپلواکه نړۍ په نظر کي ولري، هغه دا خبره ده چي دوئ ورځ تر بلي د یوې داسي جګړې سره مخامخ کیدونکي دي چي نه به دمنظمو وسلوالو ځواکونو برلاسي کوم دولت ته ګټه رسولای سي او نه هم پرمختللې ټیکنالوژي. دا یواځي معنوي ارزښتونه دي چي یو ملت په ریښتونې توګه ملت ساتي او افراد یې دې ته اماده کوي چي د خپلي ټولني د ټولینز ژوند بقاء ته د خپل فردي ژوند پر بقاء باندي ترجیح ورکړي او دوئ د بیدیني، فحشاء او د ښځینه وو د ازادي په نوم د کورني ساختارونو په تارومار کولو سره خپلي ټولني د معنوي ارزښتونو په قتلګاه باندي بدلي کړي دي. هغه ټولنه به د خپل دښمن څخه څنګه ځان وساتي چي ټوله تکیه یې پر مادي ارزښتونو باندي وي چي افراد خودخواهي ته تشویقوي او د قرباني ورکولو څخه یې راګرزوي او بل دا چي دا مادي ارزښتونه هم بیرته د هغه دښمن په لاس اداره کیږي چي ددې ټولني د تسخیرولو اراده ولري. دوئ دي د نړۍ حالات یو وار ښه وسنجوي او بیا دي په افغانستان کي خپلي پالیسیاني او سټراټیجیاني و څیړي چي دوئ په افغانستان کي څه کوي، څوک وژني او چا ته وده ورکوي او دا چي نهایي عواقب به یې ورته څه وي. ددوئ د خپلواکي لپاره اړینه ده چي د نړۍ په مختلفو برخو کي خصوصاً په افغانستان او د هغه په شاوخوا کي دداسي سیمیزو دولتونو شمیر زیات کړي چي دولتونه یې خپلو اولسونو ته مسئول وي، د هغوئ ارزښتونو ته ژمن وي او د هغوئ ریښتوني استاذي وي څو د نورو دولتونو سره کړو خپلو ژمنو ته وفاداره پاته سي. که دوئ داسي ونه کړي نو هغه څه چي نن په عراق، سوریه، لیبیا، یمن او افغانستان کي تجربه کیږي، ډیر ژر به کټ مټ هغه څه ددوئ په هیوادونو کي هم پیښیږي چي شدت به یې څو کرته زیات وي. دا خپله ددوئ د اولس په وړاندي دوئ ته شرم دئ چي په افغانستان کي تر یوې لسیږي زیاتي ښکیلتیا وروسته هم پر دوئ تنها د کابل او مرکزي افغانستان سیکس ورکران راټول دي، که د هیواد د اکثریتي کتلې ډیر لږ څوک ورسره دي هغه هم د هغه کورنیو چي د تیرو څو نسلونو څخه یې دا فامیلي کاروبار دئ چي د بهرنیو دولتونو سره د افغان ملت پر سیاسي حقوقو دلالي وکړي.. اوس هم امریکا او د هغه متحدین په هیواد کي د افغان اولس سره په جګړه بوخت دي او دا دوئ چي یې په افغانستان کي خپل ائتلافیان بولي هغوئ د نامي زامنو وختي لا د چین، روس، ایران او پاکستان سره خپلي معاملې پیل کړي دي چي د امریکا او متحدینو د وتلو څخه وروسته به دې هیواد ته څنګه داخلیږي. دا ځل لکه چي ترکیه هم د بولئ لپاره رامخته سوې ده. امریکا او د هغوئ متحدین په افغانستان کي د هغو مهمو اقوامو او قبایلو سره د تودو اړیکو په جوړولو کي پاته راغلي دي، چي په افغانستان کي یې تر اوسه ددوئ ګټي ساتلای سوای او په آینده کي یې هم ورساتلای سي.
په افغانستان کي امریکایانو د خپلو نورو متحدینو تر څنګ پاکستان ته ډیر زیات رشوت ورکړ چي د طالبانو حکومت راونړوي. د هغه تر مخه هم که د کابل د شمالي په خطوطو کي طالبانو ته درانه تلفات رسیدل او که د افغانستان په شمالي سیمو کي د طالب جنګیالیو ستري ټولوژني کیدلې د پاکستان آی ایس آی تل به تل ستر مبلغ پر اخیستئ. موږ د میډیا پر مخ د جنرال قسیم فهیم نوم لمړی ځل هغه وخت واوریدئ چي په اوسني خیبر پښتونخوا کي د پاکستانیو پولیسو لخوا د نیم ساعت لپاره وینول سو کله چي یې د ټلوالي د جګړه مارو لپاره دریشئ رانیولې او بیرته فوراً د پاکستان د دولت لخوا خوشي سو . طالبانو په کویټه او پیښور کي فعاله هویلیاني او قوي نیټورکونه لرل خو حاجي قدیر چي د ټلوالي عمده غړئ وو او په افغانستان کي به یې دوئ وژل، په پیښور کي به ددوئ د سږمو لاندي ازاد ګرزیدئ. بیا چي کله د طالبانو حکومت ړنګ سو، په کابل کي هغه عناصر واکمن سول چي په ظاهره د پاکستان ضد وه. امریکا او د هغه متحدینو د پخوانیو کمونیسټي او ټوپکي استخباراتي ګوندونو په مټ داسي اداره او امنیتي ځواکونه رامینځ ته کړل چي د ټیټ پوړ او متوسط پوړ مامورین یې ټوله دهمدې جاسوسو ګوندونو لخوا مقرریږي. دوئ تنها دوه ډوله قابلیتونه لري یو دا چي منظم اداري فساد څنګه وکړي، د تورو عوایدو راغونډیدل څنګه تنظیم کړي او بل دا چي د خپلو ګوندونو استخباراتي ایجنډاوي څنګه عملي کړي. طالبان بیرته منظم سول او د فاسد دولت څخه د بیسیواد او بیخبره اولس د کرکي څخه په استفاده تقریباً ټول اطراف ددولت څخه بیرته طالبانو ونیول. د ظالمو او غیر مسئولو محلي پولیسو جوړیدلو، ځایي ځوانان نور هم تشویق کړل چي د اولس ددفاع لپاره د طالبانو د رهبري لاندي موازي وسلوال ګروپونه رامینځ ته کړي. هلته په افغانستان کي چي جګړه ښه ګرمه وه او ځانمرګو بریدونو ښه زور اخیستئ وو، هر څه پر پاکستان تاوانیدل، ناببره داسي پیښي رامینځ ته سوې چي په دې لوبه کي دامریکا د استخباراتي شبکې ښکیلتیا هم په اثبات ورسیدل. طبعي خبره وه چي افغانستان به ددې لوبي په جریان کي د سیاسي، امنیتي او اقتصادي نګاه څخه بیثباته کیدئ. هلته ایران ولاړئ په افغانستان کي یې د خپل نفوذ په مټ د هند سره یې سیاسي، استخباراتي او تجارتي اړیکي جوړي کړې چي په نتیجه کي د ایران چاه بهار بندر ارزښت پیدا کړ. د پاکستان د ګوادر بندر چي تر چاه بهار زیات تجارتي او اقتصادي پوټینشیال (potential) لري ځکه د ناکامي سره مخ سو چي هلته بلوڅ بیلتونپال پاڅون فعاله دئ، په افغانستان کي بدامني ده او دا چي پاکستان د ډیورنډ پر کرښه اغزن تار اچوي چي د کرښي دواړو خواوو ته پراته پښتانه یې د پاکستان د دولت دښمنان کړي دي. دا چي د مشرف او بیا د نوازشریف په دوره کي بلوڅ او پښتانه د پاکستان د امنیتي ځواکونو په لاس ټینګ وځپل سول نور یې هم پاکستان بیثباته کئ. د هند او ایران د خپلمینځو اړیکو ګرمیدلو یوې خوا ته په افغانستان کي د پاکستان ضد عناصر تقویه سول، بلي خوا ته د هند متعصب هندو حکومت د اسلام او مسلمانانو پر ضد د ښکاره فعالیتونو جرات پیدا کړ. ایران چي د هند په مرسته یې د پاکستان او افغانستان سني عناصرو په شاوخوا خپله محاصره تنګه ولیدل نو په عربي نړۍ کي خو یې پخوا لا بربنډي سیاسي، مذهبي او نظامي مداخلې کولې اوس یې په افغانستان او پاکستان کي هم شیعه وسلوالو تقویې ته نور زور ورکړئ دئ. دا چي په افغانستان او خپله پاکستان کي آی ایس آی او د هغه جاسوسان په ښکاره د ایران په ګټه او د پاکستان پر ضد روانو استخباراتي، سیاسي او اقتصادي پروګرامونو سره همږغي ښیي ددې خبري روښانه دلیل دئ چي د آی ایس آی په مرکزي فکري هسته باندي د قادیاني، اسماعیلي او شیعه عناصرو قوي نفوذ موجود دئ چي هغه بیا په خپل نوبت د امریکا، اسرائیل او ایران د یهودي مخفي مافیاوو تر مستقیمي اغیزي لاندي دي. د پاکستان قضاء خو په رسوا توګه د شیعګانو، اسماعیلیانو او قادیانیانو د خواښي کور دئ. دوئ چي هر څه وغواړي د پاکستان په قضایي سیسټم یې منلای سي. ددې څخه برسیره په پاکستان او افغانستان کي د مدني ټولنو د انکشاف د پروګرامونو په عملي کولو کي د یو ایس ایډ او اغا خان فاونډیشن اوږدمهاله همکاري دا ښيي چي په راتلونکي وختونو کي به دافغانستان او پاکستان سیاست هم د ایران پلوه شیعه فرقو په لاس کي وي او دا خبره دا چا څخه پټه نه ده چي دا فرقې د ډیر وخت راهیسي د افغانستان او پاکستان په شمال کي د یوه اسماعیلي دولت د تاسیس پر ایجنډا باندي کار کوي. ددې دوو هیواونو په دولتي ادارو کي تل دا مشاهده کیږي چي که چیري یو قادیاني، شیعه یا اسماعیلئ ځای پر ځای سي نو په ډیر سرعت سره ترفیع کوي او ډیر ژر یو لوړ رتبه چارواکئ ځني جوړیږي. ددې دوو هیوادونو په ادارو کي د مامورینو د منظمي ترفیع عادلانه نظام وجود نلري او خلګ په ګوندي روابطو په پیراشوټونو کي راکښته کیږي او لوړو موقفونو باندي نسبیږي.