مولوي صاحب د خپل خيالي باغ په تعريف کې تیروتلی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68650
سيد حسين پاچا
دخبریدو نیټه : 2019-02-23

مولوي عبدالسلام ضعيف :
ثمر ته رسېدونکی باغ؛ طالبانو ته د ساتنې اړتيا
مولوي صاحب د خپل خيالي باغ په تعريف کې له ديني، سياسي او فکلوري پلوه تېروتلی دی. سورة الکهف کې د دوو تنو دواړه باغونه وړاندې شوي، خو په سورة البقرة کې بيا نفقې او مال لګښت يې د ”صفوان“ سره تشبيه کړی

د تره خېلو چرسيانو د مرحوم محمد ظاهرشاه په وخت کې هم دغسې يو خيالي باغ جوړ کړی وو، چې له جوړولو مخکې يې پر پلار خپل دواړه زامن په نېمه شپه کې ودربول او دوی ورته د چرسو په نشه کې لوڅ لپړ بهر په کوڅه کې ولاړ ول


تېر زاړه يادونه :
د تره خېلو چرسيان :
وايی چې يوه شپه د تره خېلو چرسيانو چرس څښلي وو. له څښلو سره مست او نشه شوي ول چې يو پکې بيا غږ کړی وو، راشئ، چې د ګلانو يوه باغچه جوړه کړو. ټولو منلې وه چې سمه ده. يوه ښکلې باغچه به جوړه کړو. د باغچې جوړونې خيالي وېش هم وشو.

چا وويل : زه به ورته د ګلانو بوټي راوړم. چا د انګورو، چا د مڼو، چا د زردالو (مندتې)، چا د يو څه او چا د بل څه بوټو (نيالګيو، مېوو بوټو) وعدې وکړې.

چا وويل : زه به يې نال کړم (کښېنوم)، چا ويل : زه به يې خټې او دېوالونه جوړ کړم او چا ويل : زه به اوبه کوم او چا ويل زه به يې ماليار شم او ساتنه به يې کوم.

په دوی کې يو بل چرسي غږ :
د پلاني زامن به راځي او زموږ د باغچې ګلان به شکوي.

ټولو په ګډه وويل چې دا خو څه سخته خبره نه ده، وربه شو او پلار ته به يې ووايو چې خپل زامن زموږ د باغچې ګلانو له شکولو نه منع کړي. ويل يې سمه ده، ځئ چې ورپسې ورشو. چيلم يې پر ځای پرېښووه او له ځايه راپورته شول او په نيمه شپه کې د سړي کور ته راغلل او دروازه يې ور ټک وهله (ور وډبولوه).

دروازه يې چې خلاصه کړه ګوري چې د چرسيانو پنځوس کسيزه ډله يې په نيمه شپه کې د کور مخته ولاړه ده. سترګې يې تکې سرې او رډې رډې راوتلي چې د نشې له امله پورته هوا ته ګوري او لاندې زمکې ته نه ګوري. حيران شو چې څه خبره ده؟

سړي وپوښتل چې خير خو دی؟ څه خبره ده؟ ورته يې وويل :
ستا زامن راځي او زموږ د باغچي ګلان شکوي. سړي سملاسي بيرته راغی او له پوښتنې ږروېږنې پرته يې پر بېده زامنو راباندې کړه او پر وهلو و ډبولو يې شروع وکړه. مور خو تل پر اولادونو زهيره وي، له څښتن سره لاس وګرېوان او پر خپړو شوه.

وسړيه! خدای دې کور وران کړه! لېونی شوې؟ څه بلا درباندې وشوه چې وېده هلکان دې راايسار کړي دي او وهې يې. سړی کله د ښځې خبرې ته غوږ دي؟

زامن يې ورته وايی چې وپلاره، موږ د چا د باغچې ګلان نه دي شکولي. ته هسې بېځايه او بېګناه موږ وهې او ښځه يې هم ورته چاپېره ده، خو پلار او څښتن کله د دوی خبره اوري؟

زامنو يې ورته وويل :
ته ورشه او ترې وپوښته چې موږ کله ګلان شکلولي دي؟

اخر سړي چې له خپلې ښځې سره په سوک وڅپېړه کې لاس وګرېوان وو، سوچ يې کړی وو. رښتيا ته خو ورشه او پوښتنه ترې وکړه چې ((زما زامنو کله ستاسې د باغچې ګلان شکولي دي؟))

چرسيان چې بېغمه سرې رډې سترګې د باندې د کور مخې ته ولاړ ول او د سړي د کور دننه د جنګ وجدل هېڅ پروا يې هم نشته.

سړی راغی او ويې وپوښتل چې ما خو خپل زامن ووهل او له مېرمن سره مې هم لاس وګرېوان او پر خپېړو وم، خو هغوی وايی چې موږ ګلان نه دي شکولي او نه د چا باغچې ته تللي يو. ستاسې د باغچې ګلان يې کله شکولي دي؟

چرسيانو ورته ويل چې ((موږ خو لا باغچه جوړه کړې نه ده، خو جوړوو يې. تا ته اوس ټول ځکه په دې نيمه شپه کې راغلو چې موږ باغچه جوړو، زامن دې پوه کړه چې بيا زموږ د باغچي ګلان ونه شکوي.

کله ناکله داسې کيږي چې د ناسم پوهاوي په صورت کې چې څه لا پېښ شوي هم نه وي، او لا وهمي وي، خلک له خپل ژور سوچ او له پوهاوي نه کار نه اخلي او سمله لاسه غبرګون ښيي چې پايله يې ښه نه وي


*** *** ***

د مرحوم پاچا محمد ظاهر شاه د وخت د کابل د تره خېلو مشوره کيسه ده. زما استاذ کشری مولوي تره خېل چې هغه وخت ورسره ما نحو او فنون لوستل. دا کيسه مې ترې د باړې په دارالعلوم هاشميه، د حاجي ګليشاه قمبرخېل او د باړې د شېخانو د حاجي جميل او حاجي صفدر دوی په جومات کې بار بار اورېدلې ده. د مولوي صاحب هلته کور وو. زه او اوښی او يو بل د لوګر مولوي صاحب راسره دېره ول چې بيا يو بدخشانی مولوي صاحب او بل د تالقانو يو طالب هم راسره ملګری شو. ما دې وخت کې کافيه ورسره په شرح جامي او باسولي شرحو ويله. د مولوي صاحب مېرمن د تره خېلو د فرقه مشر لور وه.

دا چرسيان پنځوس کسيزه ډله وه چې پاچا بيا ورته بيا هفته وار / مياشتېنی جيب خرڅ ورکولو.
وايی چې يوه شپه دوی ”چرسيانو“ چرس وڅښل او مست شول. کله چې يوه پلا (پره / پاڼۍ)  ختمه شوه او بله راشروع شوه، په نيمايي کې پره کې يو چرسي نشې واخېست او مست شو. غږ يې کړ راځئ! چې له ظاهر شاه نه باچاهي ونيسو، نورو هم ورسره امين کړ او راپورته شول. چيلم هملته نيمايي کې ځای پرځای پاتې شو او د کابل پر لور له تره خېلو د ارګ په لور له پاچا نه د حکومت نيولو په پار په غورو پرش بېسوچه او بېپلانه راروان شول. ټوله شپه يې مزل وکړ چې ځينې پښې ابلي، ځينې يې سرتور سر او ان دا چې د ځينو خپلو زياتي کالي يعنې خولې، واسکټونه او څادرونه هملته د چرسو له چيلم سره پرځای پرېښي وو او سترګې يې تکې سرې، ردې رډې راايستلې وې.

سهار مهال حضوري چمن ته رارسېدلي ول. خو، ښه وه چې د يو تن پکې له مغزو نشه وتلې وه او لږ هوش ته راغلی وو. ګوري چې سپينه رڼا ده او خلک ښکته وپورته هر لوري ته ځي وراځي. نو فکر يې کړی چې اوس خو ناوخت دی. خلک وېښ شوي دي، اوس دا کار نه کيږي. ښه به دا وي چې اوس ولاړ شو او سبا بيرته راشو. پر ملګرو يې غږ کړ چې راستانه شئ! خو ځينې يې لا هم چې د چرسو پر نشه ګرم ول او مخ پر وړاندې روان ول. خو، ښه وه چې د ډېرو له مغزو د چرسو نشه وتلې وه، دې خبرې ته يې پام شو او راستانه شول.

په دې وخت کې يې ځان ته پام شو، ګوري چې د چا څپلۍ نشته. د چا پر سر خولۍ نشته او د چا په تن کې واسکټونه او کورتۍ نشته او نه ورسره اڼه ټکه شته چې بيرته پرې له چمن حضوري نه تره خېلو ته ولاړ شي. ځينې يې بيرته پلي روان شول او ځينو يې سوال ((ګدايي)) ته مخه کړه او وږي هم ول. د خدای شان دی چرسيان د ولږې توان لري. لاپې ډېرې کوي، خو توره پکې نه وي او کله ناکله خو له خپلې وېرې نري نري تيزونه هم اچوي. يجري الروح منهم فی السکران والخوف په وېره او نشه کې ترې باد ځي.

پاچا چې له دې پېښې خبر شو، حيران شو. بيا يې ځان ته راوغوښتل. د ترحم لاس يې پرې راکښ کړ او توصيه يې ورته وکړه چې بيا دغسې ناوړه حرکت ونه کړي او جيب خرڅ يې هم ورته مقرر کړ. دا داسې وخت وو چې د طالبانو د وخت د سترې محکمې رئيس مولوي نورمحمد ثاقب دولتزی شېوه کيوال لا دارالعلوم هاشميه ته وو راغلی چې بيا وروسته زما استاذ هم شو.

درست ده چې زموږ محترم مولوي صاحب به ديني علوم لوستي وي او د طالبانو د وخت سفير پاتې شوی، خو اخلاقًا ومسلکًا د مولوي صاحب وزن همدلته په دې دوه ټکو کې جوتيږي چې له خپل مسلکه آخوا يې عدول کړی او داسې دنده يې ترسره کړې چې له ديپلوماتيک پلوه د ده له مسلک او دندې توپير شته. ځکه خو قرآني ارزښت همدې کې دی چې ((... الی اهلها)). که مولوي صاحب يو مسلکي ديپلومات وای، نو مشرف به پر دومره سپکه بيه نه پلورلو. ان تر دې چې رستم شاه مهمند پخپله وروستۍ مرکه کې په ښکاره ټکو منښته وکړه، نو مولوي صاحب د کوم باغ يادونه کوي؟
هغه باغ چې بنسټ يې دلته په دې غونډله کې جوت دی، نو دا باغ به څنګه ثمرې ته ورسيږي چې څښتنان او مزدوران يې دواړه غيراسلامي او دوه مخې مخينه لري؟

The Rise of Taliban
Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:
“The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

هماغه متل دی چې روستی عقله کاشکې چې ړومبی وای! مولوي صاحب چې خپله د اشغال سبب هم کيږي لا تر اوسه د ”سبب“ او د ”مسبب اليه“ په توپير کې پاتې راغلی. قرآني ترمېنولوژي له ”علم“ سره ”حکمة“ هم کارولی. يوازې محدود ديني علم به د حکومت لپاره بسنه ونه کړي ترڅو نور جامع هر اړخيز علوم ورسره مل نه وي چې څنګه پرې په نننۍ عصري ساينسي او تېکنالوژي دوره کې پرې له سياسي او نورو اقتصادي و ستراتيژیکو دامونو کې ځان له لوبېدلو وساتلی شي. موږ جهاديانو خو ونه شو ساتلی، خو دا به د طالب لپاره هم د ”کلا“ و ”حاشا“ په مانا وي.

مولوي صاحب ته پوره درناوی لرم او پر ټولو هغه کړاوونو يې د يو افغان ومسلمان په توګه داسې ځورېدلی يم چې د نوموړي درد د خپل ځان ايمانًا وخلاقًا درد ګڼم. خو سياست سياست دی هېڅ اخلاق نه لري. زما مشوره خو طالبانو ته دا ده چې د دوی هر اړخيز عزت له حکومت سره مخامخ او نېغو خبرو کې دی. د بل چا له پتې او د بل چا د اقتصادي وستراتيژيکو ګټو د تضمين پر ځای دې خپلو ملي - اسلامي ګټو ته ترجيح وکړي. بس موږ څو لسيزې د نورو لپاره جنګ وکړ او خپل وطن مو وران کړ.

مولوي صاحب دې د اشغال او د بونګه شويو ترمينځ توپير شته. خير که تاسې نه پوهېږئ ولس اوس پوهيږي چې طالبان د نورو په لاس کېوتي او سخت ګير دي. د وتلو يوازېنۍ لاره يې له ښاغلي غني سره مفاهمت دی او بس، بله لار يې نشته.

هيله :
تراوسه خو افغان ولسمشر ښه روان دی. ان شاء الله العظيم داسې هيله شته چې غني به زموږ د ټولو دا ډوبه کښتۍ د نجات او ژغورنې يوې سمې او هيله بښوونکې لارې ته رهي کړي. طالب هم د همدې خاورې بچی دی، خو له بده مرغه چې په ډېر سخت دام کې ګېر دی. ښاغلی غني توانېدلی چې د سولې دغه کيلي او زموږ ټول بهرنی و دروني واک راخپل کړي. د ملګرو ملتونو شکايت سره غني د فلک داسې سخت ګوزار وکړ چې ټول مذهبي وسياسي جالونه يې وشکول او هر چا ته يې د هغه تګلوری ورپه ګوته کړ.

اليس الصبح بقريب

رڼايې راتلونکې ده او ان شاء الله العظيم چې ټول هېوادوال به يې ښه ثمره وڅکي.

په درنښت


ثمر ته رسېدونکی باغ؛ طالبانو ته د ساتنې اړتيا
https://rohi.af/fullstory.php?id=74835