آیا د ولس په سترګو کې د خاورو اچول به دافغان ولس ستونزه حل کړي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68696
عبدالواسیع قانع
دخبریدو نیټه : 2019-04-13


په افغانستان کې دا څلویښت کاله جګړه روانه ده، هرلوری د خپل موقف د تقدس او حقانیت لپاره دلایل تراشي. خو حقیقت دادی چې دا جګړه د بې عدالتیو زیږنده ده. کله چې ولس په نظام کې خپل ځان ونه ویني او نظام د ځان نماینده ونه ګڼي، نو په لومړي سرکې په مدني سرکښۍ او بیا وروسته په نظامي طغیان غبرګون ښيي. که د ظاهرشاه نظام پوره عدالت تامین کړی او د خلکو ستونزو ته رسیده ګي کړې وای، نو شاید پرضد یې د کودتا دسیسې نه وای جوړې شوې. که کمونستانو د ولس معتقداتو او ارزښتونو ته درناوی کړی وای او په  هیواد کې یې عدالت تامین کړی وای، شاید د مجاهدینو انقلاب نه وای رامنځ ته شوی. که مجاهدینو په قدرت خیټه نه وای اچولې، او ولس ته یې عدالت او هوساینه وړاندې کړې وای، شاید د طالبانو ظهور ته زمینه نه وای مساعده شوې. که طالبانو د ولس د هیلو او آرزو ګانو سره سم د وخت او زمان نزاکتونه په پام کې نیولي وای، شاید امریکایانو او ناټو په افغانستان یرغل نه وی کړی. که د امریکایانو او ناټو په ملاتړ راغلي رژیم ولس ته ښیرازي، سوله، او عدالت راوستي وای، شاید د طالبانو دویمي ظهور ته اړتیا نه وی پيښه شوې. مګر بدبختانه دلته هرچا ددې ټټر وواهه چې ولس ته به ترټولو ښه چوپړ کوي، خو په حقیقت کې یې یوازې خپل ځان، او د خپلې خوښې او سلیقې وړ کسانو یا سیمو ته کار وکړ او د نورو حقوق یې ترپښو لاندې کړل. دلته ولس ته وویل شول چې عدالت به د انتخاباتو له لارې تامین شي، او دا انتخابات به شفاف ، سرتاسري او آزاد وي. څوک کولای شي له تیرو اولسو کلونو راهیسې یوه شفافه، سرتاسري او آزاده انتخاباتي پروسه را په ګوته کړي؟ په دې ډول انتخاباتو سره چې ولس پکې رایه ورکړي، قرباني ورکړي، مګر بیا د ولس د هیلو او آرزوګانو پرخلاف په درغلۍ او خیانت سره د انتخاباتو پایلې دهغو په ګټه اعلان شي چې قطعا د ولس د اعتماد وړ نه وي، آیا دا د ولس په سترګو کې د خاورو شیندل نه دي؟ آیا ولس ته توهین نه دی؟ آیا انتخاباتو ته توهین ندی؟
انتخابات معمولا په هغو هیوادونو کې د واک د ویش یوه معقوله لاره ده چې ولس د انتخاب کیدو او انتخابولو پوره آزادي ولري، او ولس د انتخاباتو په پروسه اعتماد او باور ولري. ټول پوهیږۍ چې د هیواد ۵۰٪ خاوره لازمه آزادي نلري، نو خلک پکې شرکت نشي کولای. دویم ټول پوهیږۍ چې ولس په نظام او مخصوصا د انتخاباتو په نظام پوره بې باوره دی. دریم: د نظام نظامي مخالفین قطعا نه انتخابات مني نه یې نتیجه مني، او نه ترخپلو واک لاندې سیمو کې خلکو ته اجازه ورکوي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي. څلورم، دلته په نظام کې دننه کاندیدان دومره زور او وسله لري چې که د انتخاباتو نتیجه ونه مني او خپل سری حکومت اعلان کړي، هیڅ څوک یې مخې ته نشي دریدلای، بیا به مجبورا یا جانکري راځي یا مایک پامپیوو چې بیا د خلکو د رایو پرځای دوی د دوو یا څو کسانو ترمنځ سهامي شرکت رامنځ ته کړي.
پداسې شرایطوکې، تاسې ماته ووایي چې آیا انتخابات به جګړه پای ته ورسولای شي؟ آیا انتخابات به د مخالفینو او ولس اعتماد را جلب کړلای شي؟ آیا انتخابات به ولس سره نږدې کړي او که د ملي وحدت یو موقت او بې طرفه حکومت چې اساسي اجنډا یې د سولې د معاهدې تعمیل، د انتخاباتي نظام جوړول او د اعتماد وړ ګرځول او ولس له دې مهلک جنګ څخه را ایستل وي.
ډیره عجیبه ده، د موقت حکومت وړاندیز ډیرو افغانانو تقریبا له نن څخه لس کاله مخکې کړی وو، بیا دا وړاندیز د ۲۰۱۴ کال له انتخاباتو وړاندې وشو او اوس اوس حتی د مسکو په غونډه کې دیرو افغانانو دا تایید کړه چې دا شاید ترټولو غوره لاره وي، خو کله چې دا خبره د پاکستان د صدراعظم له خولې را ووته نو په واک او ځواک مینو یې په وړاندې داسې موقف ونیوه، فقط لکه په قرآنکریم کې چې راغلي وي چې افغانان له انتخاباتو پرته بله لاره نلري، او د بلې لارې انتخاب مطلق کفر دی.
زه یقین لرم چې د پاکستان صدر اعظم دا خبره قصدا کړې ده او ځکه یې بیا تکرار کړه چې خپل هدف ته پرې ورنږدې شویدی. مونږ باید پدې پوه شو چې زمونږ ګاونډیان او سیمه اییز هیوادونه د ابد لپاره دلته نه سوله غواړي او نه پرمختګ. حتمي نه ده چې دوی لکه زمونږ سیاست والو غوندې سیاست وکړي.  زمونږ سیاستوال په ظاهره د پاکستان سره ددښمنۍ غورې او باټې ولي، ولې تاسې عمل ته وګورۍ چې پاکستان په تیرو ۱۷ کلونو او مخصوصا په تیرو ۴ کلونو کې کوم کارونه وکړل؟ د ډیورینډ په کرښه د اغزن تار پروژه او دروازې د چا په حکومت کې آغاز او تکمیل شول؟ ویزې د چا په حکومت کې رواج شوې؟ او پاکستان د چا د حکومت پرمهال د ډیورنډ فرضي کرښه نوره هم را وړاندې کړه. تړونونه چا وکړل او داسې نور. خو د پاکستان سیاسیون بیا ظاهرا ددوستۍ خبره کوي، مګر ترشا خپل مقصد مخ ته وړي، دلته هم ظاهرا د موقت حکومت خبره کوي، خو پدې پوهیږي چې دوی دا خبره وکړي، نو افغانان به حساسیت ورسره وښيي او له دې تجویز به هم خلاص شي. په یاد ولرۍ چې که پاکستان او ایران په افغانستان کې له یوې خوا خپل اقتصادي مارکیټ او بازار لري، نو له بلې خوا د افغانستان اوبه هم هغوی ته مفتې ور روانې دي. له بله پلوه، ایران او روسیه غواړي چې د افغانستان جګړه ترهغه ادامه پیدا کړي چې یا امریکا ښه له پښو ولوییږي او شرمیدلې له افغانستانه ووزي او پرځای هم ددوی د ګټو خوندي کوونکی نظام ترشاه پریږدي یا ددې جګړې په مهارولو کې خپلې ګټې له امریکا ترلاسه کړي لکه چې په آغاز کې یې ترلاسه کړې.
ما افغان ته په کار ده چې له تحلیل وروسته او خپلو حالاتو ته په کتو، له خپلو تیرو څخه په زده کړه ځانته د حل یوه آبرومندانه لاره پیدا کړم. زه به ترکومه هم مرم هم به بدنام یم. حکومت مو د فاسد ترین په نامه او د حکومت مخالف مې د ترروریست په نامه بدنام دی. د ښارونو خلک د کلیو څخه مرور او تحصیل یافته مې له طالب څخه ګیله من دی. مونږ ته یو نوی فکر، لوی زړه او روښانه راتلونکی په کار دی.
په درنښت