بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده و نصلی و نسلم علی رسوله الکريم امابعد :
د مور او پلار سره ښېګڼه کول جنت ته د داخلېدلو اغېزناک سبب دی .
دا داسي يو عمل دی چي په هکله يې د ټولو پيغمبرانو- عليهم السلام - شريعتونه متفق دي او په هر شريعت کي مُهم کار ګڼل شوی دی .
د پيغمبرانو - عليهم السلام - اخلاق او د نېکانو طريقه ده او همداراز د عُمر د زياتوالي، د روزۍ د پراخوالي، د غمونو د لري کېدلو، د دُعاگانو د قبلېدلو، د سينې د خلاصېدلو او د ژوند د ښه کېدلو لامل دی .
او همدا راز د مور او پلار سره د ښېګڼي ډېر زيات فضائل راغلي دي .
اوس دا چي د مور او پلار سره غوره ښېګڼه او ښه چلند څه دی ؟
غواړو د دې پوښتنې لپاره جواب ولټولو : د دې جواب دا دی چي چي د مور او پلار غوره ښېګڼه هغه ده په کوم چي الله تعالی امر کړی دی الله تعالی فرمايي : وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا ، وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا (سورة الاسراء : ۲۳ ، ۲۴ )
ژباړه : او ستا رب حکم کړی چي له هغه پرته د بل چا عبادت مه کوئ او د مور او پلار سره ښېګڼه کوئ . که ستا سره يو له هغو، يا دواړه يې زړښت ته ورسېږي، نو هغوی ته اُف ( لا ) مه وايه او مه يې رټه ! او د هغوی سره په درناوي خبره کوه ! او په رحمت سره هغوی دواړو ته مات غاړی اوسه او داسي وايه چي اې زما ربه ! پر دواړو داسي رحم وکړې لکه زه چي يې وړوکی روزلی يم !!
مطلب دا راوزي چي غوره ښېګڼه د مور او پلار سره دا ده چي د دوی سره احسان، نېکي او ښه وشي !!
نېکي او ښېګڼه ګڼي طريقي لري : کله په خبره او وينا سره وي، کله په کار سره وي،کله په مال سره وي .
ضروري دا ده چي بايد د وخت او حالت سره سم د مور او سره هره هغه کړنه وشي کومه چي ښېګنه او ښه چلند ګڼل کېږي .
په دغه مبارکو آيتونه کي په راغلو الهي ارشاداتو که عمل وشي، دا د مور او پلار سره غوره ښېګڼه ده .
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين