دا چې ادبي تاریخ په تاریخي پوړونو کې ادبیات مطالعه کوي او ادبي کره کتنه بیا په همدغه پوړونو کې ادب او ادبیان کره کوي. طبعي ده، چې د دواړو ترمنځ د لازمیت اړیکه موجوده، که نور نه وي، په زماني لحاظ دواړه خواوې مشترکه مبدا لري، چې یوازې په پنځونه او کره کونه کې یې لارې بیلې شوي، چې دغه بېلې لارې بیا په اخر کې یوځای په ادبي ودانۍ ور دننه کیږي.
مخکې لدې چې د تاریخي کره کتنې او ادبي تاریخ اړیکې شرحه کړم؛ نو لازم ګڼم، چې لومړی ادبي تاریخ وپیژنو: ادبي تاریخ له (ادبي) او (تاریخ) دوو توکو څخه جوړه یا رغول شوې توصیفي ترکیبي کلمه یا اصطلاح ده، چې د (ادبي) لغوي معنا په ادب یا ادبیاتو پورې اړوند، د ادب په تول پوره او کره ده او (تاریخ) لغوي معنا نیټه، وخت، سنه، د کوم شي د وخت تعینول او د هغه کتاب نوم دی، چې تیرې پیښې بیانوي او په اصطلاح کې په ځانګړې توګه د بشري پیښو مجموعې ته وایي، چې اجتماعي، سیاسي، اقتصادي، علمي، ادبي او کلتوري اوضاع او د پیښو د اړیکو څرنګوالی د علت او معلول په اساس پکې څیړل شوي او ثمرې پرې بنا شوې وي. په عامه توګه د هر شي د تیر وخت مطالعې ته تاریخ وایي.
پوهاند عبدالحی حبیبي په اصطلاح کې ادبي تاریخ داسې راپیژني: " د یوې ژبې ادب تاریخ ټول هغه تحولات، لوړتیاوې او احوال چې له ابتداء څخه ورپیښږي بیانوي."
ادبي شهکارونه هر وخت نه لیکل کیږي، د دې د تخلیق لپاره یو خاص مهال وي. دا هغه وخت وي، چې فضا له خیالاتو او تصوراتو نه لبریزه وي. د داسې زمانې موندل د شاعر نه؛ بلکې د کره کتونکي کار دی؛ نو له همدې امله تاریخي کره کتونکی باید پوره استعداد ولري او دا تاریخي شعور باید له هنر سره اړخ ولګوي. په دې مانا چې د ماضي د ادبي روایاتو په رڼا کې د ادبیاتو لپاره لاره روښانه کړي.
د بیلګې په توګه: د خوشحال خان خټک یوې قصیدې ته په تاریخي لحاظ کتنه کوو، چې د تاریخي کره کتنې او ادبي تاریخ ترمنځ څومره اړیکې شتون لري:
چې دانا تر نـــــــــــــــــــــــــــادان لا وژنــي بدتر
مګر نه دی دا ژوندون څه مـــــــــــــــــــــــــعتبر
چې مې فهم و فـــــــــــــــــــــــکر وکړ باور وکړه
په دا باغ کـــــــــــــــــــــــې ګل لــــه خاورې برابر
چې له کـــــــــــــــومو غرونو راغی چیرته درومي
اباسین لا په دې هیــــــڅ نه دی خــــــــــــــــــــــــبر
د شلمان غـــــــــــــــــــــــــــرونه په دا کله خبر دي
په شلمان کــــــــــــــــــــې چــــــې زرګونه شول ډبر
نه شلمان ځــــــنې خبر دی نه دا ځــــــــــــــــــــمکه
چـــــــــــــــــــــــې عالـــــــم شو په توپان زیر و زبر
په یوه زمان کـــــــــــــــــــې څه قدرت ښــــــکاره کا
څه قــــــادر دی تـــــــــــــــــــــــــــــــــــــوانا الله اکبر
مکافــــــات د کـــــــــــــــــــــوم ګناه د کوم شامت دی
چـــــــــــــــــــــــــې ډبر د میر جمـــــله شول ټول ټبر
چـــــې دا هسې یـــــــــــــــــــــــې پیرې کړلې بنیادې
د فلـــــــک په سر کې شته څـــــــــــــــــــه شور وشر
نه په ډیــــــــره ده نه په لږ ده د خـــــدای (ج) په کړه
لږ لښـــــــــکر په ډیر لښکر مـــــــــــــــــــــومي ظفر
څه شیـــــــــنواری، څه مهمند څه افــــــــــــــریدي وو
چې یې مات کړ د صــــــــــــــــــــــــــوبې واړه لښکر
دا توپان چــــــــــــــــــــــــــــې په مغلو باندې سازش
په کشتن به الجو هیــــــــــڅ مـــــــــــــــــــــــکړه نظر
که اسونه کـــــــــــــــــــــــــه فـــــــــیلان که اسبابونه
په انبار انبار سپـــــــــین زرو یــــــــــــــــــا سره زر
هسې پښې پرې پیکـــــــــــــــــــــــــــــــــــرې د پالکیو
همګـــــــــــــــــــــــــــــــي پرې پورې لال در و ګوهر
په زرګونو پښتنو کــــــــــــــــــــــــــړې د ځان لاندې
دا به څوک کا د مــــــــــــــــــــــــــــــــغل له زړه بدر
دا کینه به یو پـــــــــــــــــــــــه سله ترې وباســـــــــي
ایل باغي دی ځنـــــــــــــــــــې کاندي اوس حـــــــذر
دا متل د زمـــــــــــــــــــانې دی څـــــــه اوس نه دی
چې نامرد خــــــــــــــــــــر په پالان وهي نه خــــــر
مستجاب مــــــــــــــــــهمند که چرګه د مغل دی
زه خــــــــــوشال خټک خو باز یم ځای مې غر
اوس که یو لوستونکی دا قصیده لولي، څو خبرې به پکې مومي:
۱- دا چې دا قصیده د یوه جنګ انځور دی.
۲- دا جنګ د پښتنو او مغلو ترمنځ شوی.
۳- فتح د پښتنو نصیب شوې ده، ښې ولجې یې وړي دي.
۴- خو چې د جنګ علت څه و؟ نه ده معلومه.
۵- پښتنو د مغلو ښځې د ځان لاندې کړې، دا خو د پښتنو د جنګ روایت نه دی؛ نو بیا یې ولې داسې وکړل؟
اوس تاریخي کره کتونکي ته ګورو، چې پورتنی شعر څنګه جلوه کوي: له لومړي بیته ښکاري، چې د مغلو پر ماتې خفه دی؛ بلکې تر پنځلسمه بیته د مغلو پر حالت د خپګان تله درنه بریښي، له هغې وروسته په ډیره استادۍ پښتانه پوهوي، چې مغل به د غچ اخیستو فکر کوي، ځان دې ساتي. مانا دا چې ګوته په ماشه دې وي؛ خو په وضاحت سره نه وایې، یوازې په مقطع کې وایي:
مستجاب مهمند که چــــــرګه د مغل دی
زه خوشال خټک خو باز یم ځای مې غر
څوک دی، چې لوستونکي ته دا معما حل کړي؟ یو داسې کره کتونکی دی، چې د خوشال تاریخ یې لوستی وي.
د سکاټ جمیز په وینا تاریخي کره کتونکي ته په کار دي، چې د ادیب له کرداره خبر وي. د هغه د هیواد له حالاتو خبر وي، د هغه د نسل ځانګړتیاوې ورته معلومې وي، چې ادیب ورسره تړاو لري. همدا راز کره کتونکي ته دا هم اړین دي، چې د ادیب د ابا و اجداد او د هغه د معاصرینو له حالاتو نه هم باخبره وي. د لیکوال د مور او پلار او په ځانګړې توګه د مور په اړه معلومات په لاس راوړل پکار دي او ورسره د ادیب د خویندو، وروڼو د ژوند له حالاتو خبریدل پکار دي. دا ټولې خبرې سمې ښکاري؛ ځکه چې د شاعر شخصیت د وخت او محیط تر ژورې اغیزې لاندې وي. د بیلګې په توګه لاندې لنډۍ یې پوره ثبوت کېدای شي:
خـدای به د وران کړي پیښوره
د ننګرهار نجــــونې ښیرا درته کوینه
په پای کې ویلی شو، چې تاریخي کره کتنه هغو اجتماعي عواملو، تاریخي محرکاتو او نژادي اثراتو ته اهمیت ورکوي، چې په یو ډول نه یو ډول د ادیب شخصیت په یو خاص قالب کې اچوي او د تخلیقي شعور لپاره یې په یو مخصوص انداز کې تنظیموي.