محیالدین ابن عربي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68788
غلام سرور ظهیر
دخبریدو نیټه : 2019-07-13

 

لومړۍ برخه؛ عمومیات

د اسلامي نړۍ لوی عارف، وتلی محقق، ستر صوفي، خوږ ژبی شاعر، او اندیال؛ اِبْن‌ِ عَرَبي – چې بشپړ نوم یې ابوعبدالله محیالدین محمد بن علي بن محمد بن العربي الحاتمي او په شېخ اکبر مشهور دی – په ۵۶۰ لېږدیز سپوږمیز( ل س)، د روژې پر ۱۷مه (ځینو ۲۷مه لیکلې)، د دوشبنې په ورځ په اوسنۍ اسپانیا کې زېږېدلی دی. ابن عربي په یوه زاړه عربي کهول پورې تړاو لري چې په حاتم طايي ګډېږي او ځکه د نوم په پای کې الحاتمي راوړي. د ابن عربي پلار د مُرسیې له نوماندو خلکو څخه و او د هغه پېر اوڅار فلیسوف؛ ابن رشد یې ملګری او د تصوف، حدیثو او فقهې عالم و.

د ابن عربي په اړه ویل کېږي چې د اسلامي عرفان په تاریخ کې چې دی څومره پوهه لري، له څومره استادانو یې زدهکړې کړې، او څومره لیکنې یې کړې دي؛ بل څوک یې د ساري نه دي. هغه یواځي د احادیثو په برخه کې له شاوخوا ۷۰ لویو محدثینو څخه د احادیثو زدهکړه او لېږد ترسره کړی دی.

د ابن عربي تر ګردو لوی کار دا و چې د ځانګړي او جلا فکري نظام بنسټ یې کېښود او اسلامي لیدتوګه (بصیرت) یې وپنځوله. ويل کېږي چې ابن عربي ۸۴۸ کتابونه او کتابګوټي لیکلي دي.

د ابن عربي کورنۍ تر ۵۶۸ ل س په مُرسیه کې وه او وروسته اشبیلې ته وکوچېده. پلار یې د اندلس د واکمن (حاکم) ابو یعقوب ملګری، او د اشبيلې مشر ورته څوکۍ ورکړې وه.

ابن عربي په ۲۱ کلنۍ کې تصوف ته مخ کړه او په لږ وخت کې یې په درست اندلس کې نوم وکيښ او تصوف یې د فلسفې په رنګ ورنګاوه. ابن عربي په اشبیلې کې له بېلابېلو استادانو څخه – چې شمېر یې سلګونو ته رسېږي – د قرآن کریم اووه واړه قرائتونه (لوستونه)، فقه، احادیث، ادبیات او نورې پوهې زده کړې. د استادانو په ډله کې یې لاندې اوڅار کسان یادولی شو:

لومړی: د قرائت استاد یې ابوبکر محمد بن خلف بن صاف لخمي دی چې په ۵۷۸ ل س په اشبېلیه کې اوسېده. ابوالقاسم عبدالرحمان بن عالب شراط، قاضي ابوبکر محمد بن احمد بن حمزه او ابوبکر ابو عبدالله محمد بن شریخ رعیني یې هم د قرائت استادان دي.

درېیم: ابو محمد عبدالحق بن محمد بن عبدالرحمان بن عبدالله ازدي یې د احادیثو د علم استاد دی. له یونس بن یحیی بن ابی الحسن عباسي هاشمي څخه یې د صحیح بخاري په ګډون د احادیثو ډېر کتابونه ولوستل، او له عبدالصمد بن محمد بن ابي الفضل حرستاني څخه یې صحیح مسلم لوستی او اجازه یې هم ترې اخیستې ده. څلورم: له محمد بکري څخه یې د تصوف اصول لوستي.

پنځم: له ابوبکر محمد بن عُبید سکسکي او عبدالودود بن سمحون، او عمران بن موسی بن عمران څخه یې فقه لوستې.

ابن عربي د هغه وخت له وتلي فلیسوف، ابن رشد سره لیده کاته کړي دي. په اړه یې وايي: "یوه ورځ په قرطبه کې د دغه ښار د قاضي، ابوالولید ابن رشد کور ته لاړم. ښه خبره دا وه چې یو خو زما د پلار ملګری او بل زما لیدو ته لېوال و. کله یې چې هستوګنځي ته وردننه شوم؛ د درناوي په دود له ځایه راته ولاړ شو او په غېږ کې یې ونیولم. له هغې ورځې وروسته مې ورتګ ډېر شو او ډېرې پوهنیزې بېلبري (موضوعات) به مو څېړلي او شنلي وي."

د ابن عربي له انده، پوهه د پېژندګلوۍ او منځپانګې پر بنسټ لاندې درې برخې لري:

سولیزه (عقلي) پوهه؛

د احوالو پوهه؛

د اسرارو پوهه.

ابن عربي وايي چې په ۵۸۰ ل س یې طریقت/ عرفان ته مخه کړه او لومړی کس، چې دی ورسره مخ شوی، ابو جعفر احمد عریني و. کره معلومات نهشته چې ابن عربي څنګه او ولې دې لوري ته مخه کړه؟ مګر دا څرک لګېدای شي چې په نوې ځوانۍ کې یې دېخوا ته پېښه کړې ده. ابن عربي هغه مهال (۵۹۴ ل س) تنکی ځوان و چې شعیب ابن حسین اندلسي، چې په ابو مدین مشهور و، په اندلس کې ژوند کاوه او ډېر یونپلي او مینهوال یې لرل. ابن عربي دا نه وايي چې ګواکې په تصوف او عرفان کې یې ابو مدین ته ګوړه اېښې، خو په خپل کتاب کې یې په خورا درناوي د «شېخنا و عمادنا»، «ابوالنجا» او «شېخ الشیوخ» په نومونو یادوي او داسې برېښي چې د دواړو مخامخ لیده – کاته نه دي شوي. ابن عربي په «روح القدس فی محاسبة النفس و الدرة الفاخرة» رساله کې د سالکتوب، طریقت د زدهکړې او عرفاني اجتهاد بېلابېلو پړاوونو او د خپلو لارښوونکو مقامونو او ځانګړنو ته نغوته کړې. دی په دې رساله کې د ۵۴ شېخانو نومونه راوړي، چې ابو تعقوب یوسف بن یخلف الکومي ته د تر ګردو مخکښ ګوته نیسي.

ابن عربي تر طریقت وړاندې خپل ژوند د «جهالت پېر» نوموي.

ښکاره خبره ده چې طریقت، خصوصاً وحدتالوجود، تر ابن عربي وړاندې د عارفانو ترمنځ مطرح و، خو ابن عربي پر دې اړه ډېر څه ولیکل او وویل.

په اسلامي تاریخ کې د عرفاني فسلفې/ الهي حکمت په رغښت او پیاوړتیا کې د ابن عربي له اندونو او نړۍلیده سترګې نه پټېږي. تر ابن عربي وروسته په درسته اسلامي نړۍ کې داسې عارف او فلیسوف نهشته چې په یوه نه یو ډول له ده څخه نه وي اغېزمن شوی.

ابن عربي لومړنی کس دی چې عرفاني اصول او قواعد یې په بشپړه توګه بیان کړل؛ تحلیلي او نظري عرفان یې تشرېح کړ. نننی نظري عرفان تر ابن عربي وروسته او د هغه تر اغېز لاندې رامنځته او وده کړې ده.

د ابن عربي ځینې اندونه په لنډو جملو کې رااخلو:

لومړی: کومې لارې – چارې یا اوزار چې انسان د نورو څیزونو/ کارونو د پېژندنې لپاره کاروي، په هغو سره د الله ج پېژندنه ستونزمنه یا ناشونې ده.

دویم: د خدای ج د پېژندنې لپاره لاندې دوې لارې شته:

الف – دنننی/ درونی کشف او د زړه دلیل

ب – سول (عقل) او استدلال

درېیم: الله تعالی لومړنی معلوم دی چې په مطلق وجود موصوف دی، ځکه چې معلول او علتي وجود نه، بلکې ذات یې شته.

څلورم: د ابن عربي بل لوی مبحث، د الله ج د علم په اړه د هغه اند دی. هغه وايي چې د موجوداتو په اړه د خدای ج علم اجمالي نه، بلکې تفصیلي دی. چې دا په کلامي او عرفاني مبحثونو کې خورا تود بحث دی او ډېر موافقین او مخالفین لري.

پنځم: په اسلامي عرفان کې بله له شوره او زوږه ډکه بېلبره (موضوع) د وحدتالوجد/ وجود عقیده ده. هرګوره، ابن عربي هېڅکله پورتنی عبارت نه دی کارولی، مګر پورتنۍ نظریه ورته منسوبه شوې ده.

شپږم: د ابن عربي له اوڅارو اندونو څخه یو هم د خدای پېژندنې او له انسان سره د خدای د اړیکې اند دی چې هر کس خپل ځانګړی خدای او پرې ځانګړی باور لري. هرګوره، دا بېلبره هم له تکړونو او نیوکو تشه نه ده.

اووم: الهي تجلیات (په بهرنۍ نړۍ کې تجلیات او په دنننۍ نړۍ کې تجلیات) د ابن عربي په عرفان کې له بنسټیزو مسایلو څخه دي – یانې عارف ته له زړه سره د الهي تجلي پتلېز دی.

اتم: د «بشپړ انسان» اند یې هم له مهمو هغو څخه دی. بشپړ انسان، درسته نړۍ او د پنځ بېلګه ده.

د یادولو وړه ده چې د ابن عربي اندونه، نړۍلید او نښيزونه په اسانۍ سره د پوهېدو وړ نه دي، ځکه خو یې اندونه د موافقینو تر څنګ مخالفین هم خورا ډېر لري چې موافقین یې قطب الاقطاب، کامل او واصل عارف، او مخالفین یې لارورکی او کافر ګڼي. آرخبره دا ده چې د ابن عربي ډېری اندونه او نښيزونه کارونګ وړ او د اسلامي عرفان لپاره ولجه ګڼل کېږي.

د ابن عربي د شخصي ژوند په اړه ویل کېږي چې څو مېرمنې یې درلودې. له هغو یې مریم بنت محمد نب عبدون او د یونس لور، فاطمه ډېرې مشهورې دي. ابن عربي، مریمه د طریقت د سالکي او اهل باطني په نامه یادوي. له فاطمې څخه یې د سعدالدین او عمادالدین په نومونو زامن لرل چې سعدالدین یې شاعر او د دېوان څښتن و. زینب نومې لور یې هم درلوده. داسې هم ویل کېږي چې د خپل شېخ مجدالدین استحاق تر مړینې وروسته یې د هغه له مېرمنې سره هم واده وکړ.

هغه د ښځې په اړه وايي چې ښځه د نر برخه او حوا له ادم (ع) څخه زېږدېدلې؛ دوه حکمه لري چې نرتوب یې اصل او ښځتوب یې عارض دی او انسانیت د دواړو ټولګه ده. هغه وايي چې کله یې په ځوانۍ کې طریقت ته مخه کړه او منګ یې تر ۱۸ نه و اوښتی، له ښځو یې کرکه او وېره وه، چې وروسته وروسته یې د پيغمبر دغه حدیث: "حُبَّب‌َ اِلَی‌َّ مِن‌ْ دُنیاکم ثَلاث: النِساء..." وموند چې په سترګو مې رڼا شوه او له سره مې پر مینه لور ډېر شو چې اوس یې ټولو رښتو ته بشړ درناوی لرم.

ابن عربي ښځه د الهي ښکلا مظهر بولي او وايي چې ښځه د نر هېنداره ده. همدارنګه زیاتوي چې له ښځې سره مینه، نر د مینې هغې مبدې ته ورستونوي، چې دی ترې پنځېدلی دی. ابن عربي په ارشادي او عرفاني نظام کې د ښځې ونډه اړینه ګڼي او له ښځې پرته دا نظام نیمګړی بولي.

ابن عربي تر ۳۰ کلنۍ (۵۹۰ ل س) پورې په اشبېلیه کې و چې په هغه وخت کې یې د اسپانیا ګڼو ښارو او سیمو ته سفرونه وکړل. هغه په اشبېلیه کې له ابو یحیی صنهاجي ضریر، صالح بربري، ابوالحجاج شُبربُلي او ابو عبدالله سره ناسته – پاسته لرله او نومونه یې په خورا درناوي و مینه یادوي، او پر دې باور دی چې پورته څلور کسان د ولایت تر ټولو لوړو پوړیو ته رسېدلي دي. ابن عربي په ۵۹۰ ل س د افریقا پر لور مخ کوي او ټونيس ته ځي چې هلته له ابو محمد عبدالعزیز بن ابوبکر بن قرشي مهدوي سره لومړی مخامخ او وروسته ورسره ملګری کېږي. هغه ته «فتوحات مکه» ډالۍ کوي او «روح القدس» یې په نامه کوي.

په ۵۹۵ ل س د اندلس په المریه ښار کې د یوولسو ورځو په ترڅ کې «مواقع النجوم» لیکي، او وايي چې دا یې د یوه الهي فرمان په پله لیکلی. په همدې کال غرناطې ته ځي او هلته له خپل شېخ، ابو محمد عبدالله سره ويني.

ابن عربي په ۵۹۷ مراکش ته ځي او د ده په ژبه، چې د همدې کال په محرم میاشت کې «مقام القربة» رسېدلی دی. دی زیاتوي چې په همدې کال کې الهام راته وشو چې د مشرق پر لور وخوځه. وروسته له بیت المقدس څخه مکې ته پلی ځي او هتله له ابو عبدالله انب جنید قبرقیقي سره – چې د معتزله مذهب مخکښ مشر دی – په بحثونو کېوزي، چې په پایله کې هغه د «خویونه انسانان پنځوي» نظریې څخه اړوي. تر دې وروسته د شېخ مکین الدین ابو شجاع زاهر بن رستم بن ابي الرجاء اصفهاني چوپړ ته تم کېږي او پر لور یې مینېږي. د ابي الرجا اصفهاني لور «نظام» نومېده چې خلکو «عین الشمس یا لمرسترګه» بلله. ابن عربي د «ترجمان الاشواق» په نامه خپل شعري دېوان د خپلې معشوقې لپاره ووایه او ډالۍ یې کړ.

ابن عربي د خپلو سفرونو په لړ موصول، بغداد، قونیې، دمشق، حلب، او اناتولې ته پوهنیز سفرونه وکړل. ابن عربي د ۶۳۸ د ربیع الثاني پر ۲۸مه په دمشق کې د قاضي محیالدین ابن زکي په کور کې په ۷۸ کلنۍ له نړۍ څخه وکوچېد او د قاسیون د غره په ډډه کې یې د ابن زکي په کورنۍ هدیره کې خاورو ته وسپاره.

د ابن عربي شخصیتي پېچلتیا او له مذاهبو سره یې چلند ته په کتو، دا پرېکړه اسانه نه ده چې دی اهل سنت، اثنی عشره شیعه، اسماعیلي او که تر ټولو بره دی. هرګوره، په خپلو ډېرو نښيرونو کې د اهلبیتو د غوراوي ټکي ډاګیز کړی؛ حضرت علي (ک) د اسلام د پیغمبر (ص) أقرب الناس ګڼي، او ویلي یې دي چې له اهلبیتو سره کرکه او دښمني له زیانه تشه نه ده او باید ځان ترې وساتل شي. خو دا په دې مانا نه چې ګواکې شیعه دی. په «فتوحات مکیه» کې یې د حضرت ابوبکر د شخصیت او برترۍ په اړه نغوته کړې ده.

ابن عربي د اسلامۍ نړۍ په کچه ډېرکاری او تېزکاری لیکوال و. هغه د عرفان او فلسفې سربېره په دیني علومو، لکه تفسیر، سیرت، فقه، او حدیثو؛ همدارنګه په نورو پوهنو، لکه ستورپوهنه او کېمیا کې ډېرې نښیرونه ولیکل. د ځینو پوهانو له انده چې ابن عربي په لیکوالۍ کې تر امام غزالي او ابن سینا مخکښ دی.

په دې کې هېڅ شک نهشته چې د ابن عربي پر ژوند، اند او نښیزونو ډېر څه، تر دې چې پر هره برخه یې بېل بېل کتاب لیکل کېدای شي. په دې لیکنه کې غواړم چې د ابن عربي په اړه په اجمالي توګه څو کرښې وکاږم.

د اندلس په سویلي ښار، مرسیه کې وزیږېد.

له دې ډلې څخه یې لاندې کتابونه د بېلګې په توګه یادوم:

لومړی: الاحادیث القدسیه

دویم: رحمة من الرحمن فی تفسیر و اشارات القرآن

درېیم: روح القدس فی محاسبة النفس

څلورم: التجلیات الالهیة

پنځم: توجهات الحروف

شپږم: رسالة فی معرفة النفس و الروح

اووم: تحفة السالکین (ورته منسوب)

اتم: تاج الرسائل و منهاج الوسائل

نهم: کتاب الامر المحکم المربوط فیما یلزم اهل طریق الله من الشروط

لسم: انشاء الدوائر

د ابن عربي تر ګردو مهم کتاب «فصوص الحکم» دی چې په دمشق کې یې لیکلی و.

داسې ویل کېږي چې «فتوحات» یې په مکه کې ولیکه او وروسته یې د کتاب ټولې پاڼې د کعبې پر بام خپرې کړې، ځکه موخه یې دا وه چې که یې په کتاب کې باطل مطالب لیکلي وي، باران به یې خرابې کړي او که یې حق لیکلی وي، سلامتې به پاتې شي. تر یوه کلن خپرښت او پرلهپسې بارانه وروسته یې چې پاڼې راغونډې کړې، یوه پاڼه څه چې یو توری هم پکې له منځه نه و تللی.

ابن عربي خپلې مینې ته، چې نظام نومېده او د شېخ (مکین الدین اصفهاني) لور یې وه، د «ترجمان الاشواق» په نامه شعري ټولګه ولیکله او ډالۍ کړه.

ابن عربي له خپلو ډېرو عرفاني نښیرونو سره د عرفان عملي تجربې هم ملې کړې او د یوه بشپړ فکري عرفاني نظام بنسټ یې کېښود، چې تر دې مهاله په اسلامي نړۍ کې د عرفاني بصیرت چورلیځ (محور) دی.