ټاکنې که سوله، کوم يو د غوراوي وړ ده؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68806
عبدالوحید وحيد
دخبریدو نیټه : 2019-08-09


هغه ملګري مې د ژوند تر ټولو ارزښتناکه لاس ته راوړنه ده چې له تېرو څلورو لسيزو راپديخوا مو د ټولنيز او سياسي ژوند، لوړې ژورې، پيچومي او کږليچونه، ستونځې او کړاوونه خوښئ او ناورینونه په ګډه سره تير کړي او د تاريخ پانو ته مو سپارلې دي. له هغوى سره له علم اليقين کچې څخه هم ورهاخوا د عين اليقين کچې ته رسيدلي يو. که هغوى نه واى، زما ژوند به يقيناً نيمګړئ واى، خو په هغه ملګرو باندې يقيناً افتخار کوم چې له يو بل سره له تعاملاتو مراوداتو او ليدو کتو پرته بيا هم راباندې باور کوي. له سياسي پلوه د فکري او نظریاتي اختلاف سره سره بيا هم د فیسبوک په پاڼه راسره د ملګرتيا اړيکه ساتي.
زه يو انسان يم. اړتیاوې او ستونځې لرم. د اړتیاو پوره کولو پسې منډه وهم. زحمت کوم ستونځه ګالم. غلطي کوم، سهوه کيږم. کله راباندي احساسات، کله د ژوند ترخې تجربې، کله دچاپيريال شرائط، کله د عمر پوخوالئ، کله د ټولنيز ژوند نيمګړتياوې او کله د علم ټيټه کچه راباندې حاکمه شي او د سترې غلطي ارتکاب ته مې اړباسي چې په پريکړو، قضاوتونو، ارزونو، انګيرنو او ګرويږنو کې سهوه شم.
مګر د ځان د سپيناوي لپاره يوازې دومره درته وايم چې د اقبال لاهوري په اصطلاح د خودي کچه مې تر اسمان هم لوړه ده. د کوم شخص او يا ډلې د خوشحالولو لپاره مې ايمان او وجدان ته قطعاً سر ښکته نه ده. تر هغو چې عزت عفت او ژوند ته مې مستقيماً ګواښ نه وي د ظالم فاسق قاتل غاصب او فاجر د امر منلو دروند بار په اوږو نه لرم. د امتيازاتو او مادياتو په بدل کې مې د عقيدې فکر او ايمان په بيه معامله نشئ را ښودلاى. د خپلو سياسي اسلافو د روزنې په اساس له داسې شخص سره لا هم نه يم مخ شوئ چې د زړه خبره مې د تطميع له امله په خوله کې راته وچه او وجدان ته مې ځولنې واچوي.
مونږ داسې احساساتي او جزباتي ولس يو چې د پيښو د بدو او بوږنونکو پايلو په تړاو له خپل احساساتي غبرګون څخه ډير وروسته فکر کوو او هغه مهال پښيماني بيا هيڅ ګټه هم نلري.
زما په آند زمونږ په هیواد کې د جګړو دوام د پرديو ځواکونو مبهم او مرموز شتون، د ګاونډيانو او سيمه ييزو هيوادونو منحوس نيتونو او مذمومو ارادو، د فساد غصب او زورواکي ګرم بازار ته په کتو په اوس وخت کې د نورو ټولو هغو ولسمشري نوماندانو د ماضي حال او راتلونکو پلانونو او پروګرامونو په نظر کې نيولو سره دغه پايله ترلاسه کوو چې اوسني ولسمشر غني د نورو په پرتله د کدري علمي او تجربوي وړتیاو له امله بديل نه لري.
دومره جرئت هم لرم چې په زغرده ووايم، نوموړئ ډيرې نيمګړتيا لري. د ديني او ملي حساسيتونو او نزاکتونو په تړاو يې د فهم او درک کچه ښکته ده. نه متعصب او نه متملق يم چې د چا ښه کړنه هم نه ستايم، سپکې سپورې ووايم او يا د ځينې نورو غوندې د خپل لوري وحشتونه هم تاييد کړم، خو ښاغلي ولسمشر ځوانانو او ښځو ته د حقونو ورکولو په نوم ځينې داسې هلکان او انجونه په لوړو دولتي پوستونو باندي په دندو ګمارلي دي چې نه عقيده پيژني، نه ورباندې باور لري، نه اخلاق پيژني او نه هم اخلاقي کودونه، نه ملي ارزښتونه پيژني او نه هم افغاني کلتور سره اشنايي لري. په ارګ پورې تړلې د اخلاقي فساد وروستئ شرمونکي رسوايي د دغې ادعا ښه ثبوت ده. ارګ د افغان ولس ګډ کور ده. دغه کور د کومې غربي مؤسسې دفتر نه، بلکه د اسلامي شعائرو او افغاني کلتور بيلګه جوړول اړين دي. متاسفانه چې د ولسمشر غني تر رياست لاندې اوسنى ارګ د اسلامي شعائرو د تحفظ او ملى ارزښتونو ته د ژمنتیا ننداره نه وړاندي کوى.
شايد ولسمشر به نه پوهيږي چې اصلي ځوانان هغه درې نيم لکه افغانان دي چې د جګړې په ګرمو سنګرونو کې کې د نظام د دفاع دنده پرمخ وړي. هره ورځ د دريو سوو کسانو په شاوخواکې قرباني ورکوي او ښځې هغه مظلومې محکومې او مظلومې ميندې دي چې د نظام د ساتنې لپاره په سنګرونو کې پراته ځوانان يې زيږولي، روزلي او د زړه په وينو لوى کړي، نه هغه ښويې پيې، ښايستوکې فل برايټرانې ځوانان او انجونه، چې نوموړي په ارګ، دفاع، کورنیو چارو او نورو وزارتونو کې په لوړو پوستونو باندې په دندو ګمارلې
نوموړي ته مو خپل غږ او غوښتنه رسولې ده چې، که د ځوانانو او ښځو د حقونو پلوي ياست، نو لطفاً سوله وکړئ ترڅو په سنګرونو کې د پرتو ځوانانو ژوند خوندي او خوږې ميندې يې د خپلو ځيګر ټوټو د ټوټه ټوټه بدن سرونو ته نه کيني.
که داسې نشئ کولاى، نو د لاپو او د لوړ الوت په دعوو څوک هم نشئ غولولاى.
داهم انکار نه منونکئ واقعيت ده چې مونږ د ښه او بد ترمنځ د ښه د غوراوي چانسونه او فرصتونه نه لرو. مونږ د بد او بدتر ترمنځ د بد انتخاب کوو.
ټاکنيزه مبارزه پيل شوې خو د ولسمشر په ګډون د ټولو نوماندانو ټاکنيزې منډې پيکه ټکنئ او غړانده ښکاري. ولس جګړو تنګ کړئ ده. سولې ته د لومړیتوب ورکول غوره ګڼي. خو حکومت لاهم ظاهراً، په ټاکنو ته د شفافیت او سرتاسري توب له مکررو ژمنو سره سره د تلو خبره کوي. خو باید هيره نکړو چې د ټاکنو په وړاندې ننګونې او ګواښونه هم شتون لري، چې په ازادو رڼو او له نړيوال اعتبار څخه د برخمنو ټاکنو ترسره کيدل له جدي پوښتنو لاندې راوړي.
1- پر 50% خاوره د طالبانو حاکمیت او په حکومتي ساحاتو کې د انتحار او انفجار تهديد چې په ټیټه او لوړه کچه ګواښ رامنځ ته کولی شي.
2- په تيرو ټاکنو کې د درغليو لوړه کچه او د معاملو په پايله کې د ولس رأيو ته د مراجعې پرځاى د اجرائیه ریاست منل هغه څه دي چې ملت په ټاکنو باندې باور نه لري.
3- د حکومت او ټاکنيزو کميسيونونو لخوا د درغلئ تقلب جعل زر او زور کارولو په وړاندې د داسې قوي او د اړينو ګامونو په پورته کولو پاتې راتلل بل ستر لامل ګڼلاى شو چې ولس ته ته منلو وړ وي.
4- تر ټولو مهم اړخ لا داده چې نړيواله ټولنه، په ځانګړې توګه امریکا د افغانستان ټولتاکنو ته د عموميت بي پريتوب او روڼتيا په هکله د ژمنتیا د نه شتون له امله د خپلو ولسونو له پوښتنو سره د مخامخ کيدو له ويرې د ټاکنو په پرتله له طالبانو سره سولې ته لومړيتوب ورکوي.
5- دا به ځان غولونه وي چې ولسمشر غني يوازې د ټاکنو لګښتونه د خپلو عوائدو او انکشافي پروژو څخه ورکړو او ولس ته ووايو چې داده مونږ ټاکنو ته د امریکا او نړيوالو له مرستو پرته هم تلاى شو. متآسفانه مونږ لاهم په بشپړه توګه په پرديو مرستو باندې متکي اقتصاد لرو. که د ټاکنو لګښت له خپلو سرچينو ورکړو بيا هم په نورو برخو کې د متکي اقتصاد له امله سخت تړلي يو.
په داسې شرائطو کې ولس هم را روانې ټاکنې د افغانستان په زیان ګڼي، نړيوال ذهنیت د سولې په تړاو تر بل هر وخت څخه زيات جوړ ښکاري او له طالبانو سره سولې ته پر جګړه باندې لومړیتوب ورکوي.
طالبان هم باید ځمکني واقعیتونه او د جګړو له امله د ولس درد درک کړي. د خيالاتو په نړئ کې له اوسيدو څخه راووزي، د احساساتو او جزباتو له هوايي نيلي څخه راښکته شي، ايماني فراست، اسلامي مدنيت او افغاني مسئوليت ترسره کولو ته ملاوتړي. په جګړه کې امریکايان نه بلکه د هغوى وروڼه افغانان وژل کيږي واشينګټن او لندن نه بلکه کابل او کندهار ورانيږي. له حکومت او نورو افغانانو سره د اسلامي نظام د تحقق او ملي ګټو ته د ژمنتیا په هوډ سوله وکړي.