عسکرچی نوی له قطعی راغلی وو او خپل مور او پلار یی هم لا نه وو لیدلي په کوڅه کی داخل شو. له لری یی چی کله خپل د کور دروازه تر سترګو شوه نو نور یی ځان تینګولی ونشو او منډه یی واخیسته.
کور ته لا نه وو رسیدلی کی یو چا له شا پری غږ کړ
″جمیله ولی منډی وهی ″
عسکر بیرته شا ته وکتل او عزیز خپل د کوچنی والی او ځوانی انډیوال یی وپیژند او سره یی روغبړ وکړ. عزیز یی په غیږه کی کلک نیولی وو او د څو شیبو غیږ کی نیولو وروسته نا څاپه په ژړا شو
″ولی ژاړی؟″
عزیز تری په حیرانتیا و پوښتل.
جمیل چی څو کاله وروسته یی خپل انډیوال لیدلی وو په ژړغونی آواز یی وویل
″اسیر شوی ووم″
″چیری اسیر شوی وی″
″تګاو کی″
″ خیر دی موږ ته خبر رسیدلی ووچی اسیر شوی یی... ښه دی چی ژوندی بیرته راغلی.″
″شکر دی ... ژوندی یم نو... ″
″ځه شکر دی چی ژوندی یی.″
″هو شکر دی... دومره وهل می وخوړل چی په وهلو کی می د غاړی مری ماتی شوی... لاس ته می ګوره...″
عزیز په زیر زیر د هغه لاس ته وکتل خو پوه نه شو. نو تری و پوښته
″ولی په لاس دی څه شوی دی″
″لاس می فلج شوی دی″
د عزیر سترګی هم له اوښکو ډنډی شوی او زړه یی له غمه په جوش راغی خو ځان یی تینګ کړ چی ونه ژآړی او وی ویل
″خیر دی ... ښه ده چی ژوندی پاتی یی. موږ خو ته هم په مړو کی حساب کړی وی. خدای به دی لاس بیرته جوړکی″
″هوڅه وکو نو... توکل په خدای″
″توکل په خدای″
پای
د لړم لسمه ۱۳۸۷ کال، د ماښام ۰۶
سره مینه، کابل