د ښووني او روزني (تعليم او تربيه) رول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68858
مسعود هاشم
دخبریدو نیټه : 2019-10-19

ښوونه او روزنه دواړه لازم وملزوم دي د دواړو تړاو دومره اړين دی لکه اوبه او خوراک،
پرته له خوراک او څښاک څخه انسان ژوند نسي کولای، او که بيا هم شتون ولري نو په ژوندي انسانانو کي نه شمارل کېږي.
څرنګه چي زده کړه د انسان په ژوند کي مهم رول لري، هم دغه رنګه ښه روزنه د انسان د بنسټيزو عناصرو څخه شمېرل کېږي.
که چېري پيل د پيدايښت څخه وکړو؛
نو بايد ووايم چي لومړی کورنۍ اوپه دويمه مرحله کي چاپېريال د کوچنيانو دماغي، اخلاقي، تربيوي بنسټ جوړوي، کورنۍ او چاپېريال د کوچني يا ماشوم لومړۍ مدرسه ده.
هم دغه لومړنۍ مرحله بيا پر څلورو برخو وېشل کېږي:
کورنۍ پر دوو برخو وېشو: چي اولنۍ لويه حصه او دروند بار د مور، مشره خور يا هغه څوک چي ډېره ظاهري پالنه د کوچني پرغاړه لري.
په دويمه مرحله کي پلار، مشر ورور يا هغه څوک چي په نه شتون ددوی دواړو، پرکوچني باندي ژغ او مهرباني کوي.
د مور رول د کوچني په روزنه کي تر بل هرچا ډېر مهم دی.
په دويمه درجه کي پلار.
چي دوی يې څنګه غواړي کوچنی هم هغه رنګه جوړولای سي، يا په بله مانا چي د انسان جوړېدني لومړی مرکز خپل کور دی، ځکه چي کله ماشوم دې نړۍ ته سترګي خلاصي کړي نو هرڅه ورته نوي او نابلده ښکاري، او دماغ يې د سپيني پاڼي په شان پاک وي، اما لږ حصه کړني په ښکاره ډول او لږ حصه بيا خفيه، فطرتي او بې ښووني ورسره وي، د بېلګي په ډول: ښکاره کړني، چي وږی سي ژړا کول، په خوږ شي باندي آرامېدل، ځلېدونکي او ښکلی شی خوښول او دې ته ورته.
خفيه کړني؛ داسي وي چي تر ډېري مودې څوک ورباندي نه پوهېږي اما کوچنی ماشوم هغه احساس لري، لکه؛ د مور او پلار ږغ پېژندل او دغه رنګه تر څو مياشتو ورسته د پردي يا نورو څخه ژړل،. د درد او محبت اواز پېژندل او دې ته ورته.
ورسته تر هغه مرحلې چي خپل دکورنۍ غړي په جلا جلا ډول وپېژني، دخوب ځای، د لوبو ځای او دخوراک ځني توکي، نو په دغه دوران کي کوچنی ځني شيان دماغ ته سپاره او ياد دښت کوي يې، کله چي کوچنی د يو شي د نيولو قوه لاس کي پيدا کړي نو سم دستي يې خولې ته پورته کوي، او غواړي چي هرشي ذايقه او خوند ورته مالوم سي، خو کله چي هغه ترېخ يا بل رنګه وي او يا هم تود خوږونکی وي نو بيا ژاړي، نو په دې وخت کي څوک هغه ورباندي وپېژني چي دا ناوړه يا بد دی نو په هغه وخت کي يې په ياد سي خو بيا ورسته د دويم وار دپاره بيا هغه شي ته لاس اچوي تر څو په بشپړه توګه و پوهېږي چي دا ښه شی نه دی.

نور بيا.......

په درنښت