د ننګرهار په حصارک کې مړو ته کفن نه موندل کېږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68897
خالد اتل
دخبریدو نیټه : 2020-01-05

 

 

(جلال اباد): د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې سیمه ییز مشران او ځايي خلک وايي په ولسوالۍ کې یې آن مړو ته کفن هم نه موندل کېږي.
دا ولسوالي له نژدې اتو کلونو راهیسې طالبانو محاصره کړې او نژدې اوو  کاله کېږي چې طالبانو یې د ولسوالۍ بازار تړلی دی.

طالبان وايي بازار یې ځکه تړلی چې غواړي په دې ډول پر حکومتي ځواکونو فشار رواړي.
طالبان ادعا کوي که د ولسوالۍ بازار پرانیستی وي، امنیتي ځواکونه پکې سودا او د اړتیا وړ نور خوراکي توکي اخلي.

 د حصارک قومي مشر نعیم جبارخیل وايي دا چې ( په حصارک ولسوالۍ د بازار ټول دوکانونه طالبانو له اوو کلونو ر اهیسې تړلي، د مړیو دکفن لپاره باید خلک جلال اباد او یا هم د شیزادو ولسوالۍ ته ولاړ شي)

مینونه
حصارک له جلاباده نژدې ۸۰ کیلیومتره لرې پروت دی او  په ځینو لویو لارو کې طالبانو مینونه هم خښ کړې دي.

د حصارک قومي شورا چې په جلال اباد کې مېشته ده وايي، له حکومته یې څو څو ځلې غوښتنه کړې چې د حصارک ولسونه دطالبانو له محاصرې خلاص کړي، خو وايي تېرو اتو کلونو کې غم نه خوړل شوی.

د دې شورا په  وینا، سروبي، شیزادو او ازرې ولسوالۍ ته ټولې غځېدلې لارې د طالبانو په لاس کې دي او هر ځای تالاشي کوي، آن تر دې چې که یو څوک د خپلې کورنۍ لپاره له جلال اباد ډېره سودا هم وړي، طالبان اجازه نه ورکوي او وايي ښايي تاسې یې سیمه ییزو پولیسو ته ورکړئ.

له کړاوه ډک ژوند
په دې ولسوالۍ کې له اتو کلونو راهیسې حکومتي ځواکونو او سیمه ییزو پولیسو ته خوراکي توکي د هوا له لارې وړل کېږي.

یو موټروان چې د حصارک او جلال اباد ترمنځ موټر چلوي او  نه غواړي نوم یې نوم یې واخیستل شي، وايي طالبان د ولسوالۍ په ډېرو لویو لارو کې ګرځنډه پوستي لري او خلکو ته د تیلیفونو د ګرځولو اجازه هم نه ورکوي.

دا موټر چلونکی وايي طالبانو په دې ولسوالۍ د مخابراتو ټولې ډانګې سوځولي او خلک خپلو خپلوانو ته د تیلیفونو کولو لپاره جلال اباد او یا هم سروبي ته ځي. هغه وايي که طالبانو د هر چای جیب کې موبایل پیدا کړي په (کونداغونو یې وهي او موبایل ترې اخلي)

 بل خوا د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل او امنیتي چارواکو ژمنه کړې چې د حصارک ولسوالۍ لپاره یې پلانونه په پام کې نیولي چې خلک پکې عادي ژوند ته ور وګرځي.
خو د نعیم معروف په نوم بل قومي مشر بیا وايي چې حکومتي چارواکو تېرو لسو کلونو بیا بیا دا ډول ژمني کړي خو عمل یې پرې نه دی کړی.

د حکومت  دریځ
ښاغلي معروف له حکومته غواړي چې د  حصارک پر ولسي خلکو دې رحم وکړل شي او لږ تر لږه عمومي بازار دې ته ورپرانیستل چې خلک پکې د مړو د کفن په ګډون درمل او خوراکي توکي پیدا کړي.

داسې ویل کېږې چې طالبان په حصارک کې خورا مهم روزنیز ځایونه لري او له همدې وجې نه غواړي په ولسوالۍ کې خلکو ته د تګ راتګ ډېره اجازه ورکړي