حکمتيار و ګلمرجان په ټولنه کې خپل اعتبار بايللی دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68898
سيد حسين پاچا
دخبریدو نیټه : 2019-12-25

ګلمرجان و حکمتيار خو بيا مخ پر څټ شول


پر مولانا عبدالله و ملا فضل احمد معنوي غوندې ګانکړپانو باندې څوک نه ګټونکی کيږي، بلکې د خپل قضاوت وقناعت سپېڅلو ارزښتونو منلو سره ګټونکی کيږي. د ګلمرجان وحکمتيار اخلاقي سېڅلتيا ((عصمت)) د ګران افغانستان د ټولو تباهيو او برباديو بنسټګر نظامي تيورېسن حميدګل الوځولې چې يو يې د ځان چوپړکار ((خدمتګار)) او بل يې د ځان غوندې نظرياتي پاکستانی بللی دی.


حوت ۱۳۶۶ : [د حزب خپله ګڼه]
حکمتيار : ((اګر در هر دو کشور نظام اسلامي حاکم باشد ما تصميم ميګيريم که مرز از ميان ما برداشته شود و هر دو کشور به يک کشور بدل ګردد)).
((که چېرې په دواړو هېوادونو (افغانستان وپاکستان) کې اسلامي نظام شتون ولري، نو موږ پرېکړه کوو چې زموږ ترمينځ دا سرحد ((خيالي کرښه)) لېرې  او دواړه يوهېواد شي)).

حميد ګل :
زه چې په کابل کې د احمد شاه په مېلمستون کې اوسېدم، نو عبدالله ته يې زما د پالنې (خدمت) دنده ورسپارلې وه او زما به يې خيال ساته.

او د ښاغلي حکمتيار وحقاني په تړاو بيا په يوه ويډيويي مرکه کې داسې وايی :
((حکمتيار وحقاني دواړه زما په شان سوچه پاکستانيان دي)).
حميدګل افغانستان ته بد نيته وو. هوښيار ووطنپاله او اسلامي ارزښتونو ته ژمن خلک هېڅکله له داسې بدنيته او بدشګومه خلکو او سرسخته دښمنانو سره دوستي نه کوي او نه يې خدمت کوي.

بله ستره نه بښونکې تېروتنه چې ښاغلی حکمتيار کړې له ضياءالحق سره د الحاق او د کنفېډرېشن ده چې نوموړي دغسې خپلسري او سرزوري کړې ده. ان تر دې چې همغه وخت په حزب کې هم داسې ګونګوسې راپورته شوې او ورته ويل شوي وو :
ولې حکمتيار صاحب، دا دې څه وکړل؟ تاسې خو لږه مشوره له خلکو سره کوئ. له موږ سره به يې نور افغانان خو لا څه ان چې دا نور تنظيمونه هم ونه مني. زما پر اند ټول پخواني حزبيان د ښاغلي حکمتيار د خپلسرې بېنزاکتۍ پر دغه ټکي پوهيږي او دې کار ښاغلی حکمتيار له خاورو سره خاورې او په سپکو سپک کړ. نوموړي له خپل صلاحيته ډېر پورته ټوپ وهلی.

زموږ ((د وفا)) د ((خپلواکۍ Independence)) ګڼه کې هم همدغې ټکي ته اشاره شوې ده :
د کره او مستندو لاسوندونو له مخې ضياءالحق د صوبه سرحد يا د نننۍ پښتونخوا د هغه وخت ګورنر لېفتينټ جنرال فضل حق په مشرۍ له يو ليک او لس کسيز هيئت سره پخوني پاچا ارواښاد محمد ظاهر شاه ته روم ته واستولو چې که پاچا دلته راشي او له موږ سره د روسانو پر وړاندې ودريږي، نو موږ به ټول افغانان پر ده راټول کړو .....
پاچا فضل حق ته ويلي وو :
دوه ډوله حقوق دي :
• يو شخصي،
• او بل ملي
په شخصي مسايلو کې چې څومره بار پر ما واچول شي زه به يې ومنم او پورته به يې کړم، خو په ملي مسايلو کې زه څه مرسته نه شم کولی. دا ځکه چې زه هم د نورو افغانانو غوندې يو تبعه يم.
بيا فضل حق ورته ويلي وو چې ضياء صاحب به ستاسې ډېر چوپړ (خدمت) او مرسته (لاسنيوی) وکړي او ډېر به مو ونازوي، خو پاچا ورته وويل :
داسې ډېر جنرالان زما د لاس لاندې تېر شوي دي.

د پاچا له دې خبرو جوتيږي چې هغه وخت د فضل حق په وسيله نامشروع حقوقي غوښتنه شوي وي، خو پاچا د هغه وخت د برتانوي لوړپوړي چارواکيو هم نه وه منلې چې بيا خپله د امريکا د هغه وخت ولسمشر ايزنهاور راغی او له پاچا يې د يوځای کېدو هيله او ګواښنه دواړه کړي وو.

د افغانستان و امريکا د اړيکو لنډه تاريخچه
افغانستان ته انګليستان څو ځله لوړپوړي چارواکي او وروسته يې د وخت صدراعظم راواستاوه او د اعليحضرت محمد شاه سره يې وکتل.
جنرال سردار عبدالولي چې د شاه اوخی او د اکا مارشال شاه وليخان زوی دی په ارګ کې د ليدنې (۱۰۰۳) پر مهال ماراقم ته وويل.
پلاوي پاچا ته وړانديز وکړ چې د امريکا او پلوي هېوادونو هوډ کړی دی چې د شوروي اتحاد په مقابل کې د سنټو (Central treaty Organisation “Cento”)  په نامه دفاعي تړون جوړ کاندي، که تاسو پکې غړيتوب واخلئ، په بدل کې به موږ د احمد شاه بابا امپراتوري درته جوړه کړو. مګر ظاهر شاه ونه منله. وروسته د امريکا ولسمشر ايزنهاور پخپله افغانستان ته راغی او د کابل هوايي ډګر په VIP کې يې له پاچا سره وکتل او پاچا ته يې وويل :
((که ته زموږ دا هيله ونه منئ، نو موږ اړ يونوی هېواد جوړ کړو او دا کار راته ستونزمن دی. که ته راسره يوځای شې، دا پيسې به ستا په مرسته ولګوو او هم به څلور ميليونه مسلمانان په افغانستان ورګډ کړو. محمد ظاهر شاه ورسره ونه منله)).
جنرال سردار عبدالولي زياته کړه چې سردار داوود خان، زما پلار مارشال شاه ولي خان، صدراعظم ډاکټر محمد ظاهر او يو شمېر نورو لوړ رتبه منصبدارانو هڅې وکړې چې پاچا دې غوښتنې ته چمتو کړي، خو بريالي نه شول. پايله دا شوه چې د امريکا او انګليستان په همکارئ پاکستان جوړ شو.
[14 اګست 1947 ز]

همدېته ورته غوښتنې د ښاغلي اسفنديار د يوې مرکې پر بنسټ چې پخواني مکار ديکتاتور جنرال پروېز مشرف شوې وه چې که تاسې ښاغلي کرزي ته ورشئ او ورته ووايی چې ډيورنډ له موږ سره ومني، نو بس ټوله مساله ختمه ده.
ما ته يوه ورځ پروېز مشرف وويل که ته لاړې او تا کرزی په دې مطمئن کړ چې هغه د ډيورنډ کرښه ومني کنه، نو دا ټوله مساله ختمه ده.
ما ورته وخندل او ورته مې وويل چې جرنيل صاحب، چې ته په کومه ورځ په کشمير کې بارډر ((لاين اف کنټرول line of control or International border)) ومنه کنه، نو زه به د کرزي صاحب پسې ولاړ شم. ويل يې زه دا څنګه ومنمه، زما قوم يې مني نه، نو ما ورته وويل چې ستا قوم يې نه مني، نو د هغه قوم يې چرته (کله) مني؟
يوه پوله ده د پښتنو په سيمه راکښل شوې ده. زموږ پرې وسه نه کيږي. منل د ډيورنډ د کرښې سوال نه پيدا کيږي چې څوک دېته غاړه کښېږدي او ويې مني.

اسفنديار :
ګوره نصرالله بابر خو اوس مړ دی، خو ما ته پخپله نصيرالله بابر وويل :
((زه کندهار ته لاړمه او له ملا عمر سره کېناستم او ويې ويل چې ډوډۍ ته ناست وو او ډوډۍ مو خوړه. ما ورته وويل چې ياره امير صاحب که دا د ډيورنډ کرښه دې ومنله، نو دا ټوله مساله حل کيږي.
ويې ويل چې :
کېږده دا مړۍ دې، کېږده! او ځه! خاينه، پاڅه!
نو ما دا کيسه مشرف ته وکړه چې د پښتون لپاره دا ډېر لوی قدم دی چې له خپلې حُجرې (دېرې) نه سړي شړل پرېږده چې لا د خپل دسترخانه ورته وايی چې پاڅه!
نو ما ورته وويل چې ملا عمر خو تاسې راوستی وو او هغه تاسې په دې مجبور نه شو کړای چې هغه دې د ډيورنډ کرښه تسليم کړي، نو دی خو تاسې نه دی راوستی.

همدېته ورته خبره بيا بابر له فرهاد علي خاور سره په يوه مرکه کې کړې ده :
The Five Evils who destroyed Afghanistan
Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan. I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started “to destabilize” and “burn Afghanistan”.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

له دغه ډول کره لاسوندونو او پټو موخو به ښاغلی حکمتيار وعبدالله وامثالهم څنګه ځانونه پټ او ناګاره وساتي. دا اوس د تاريخ يوه برخه ګرځېدلې او تاريخ څوک نه بښي. طالبان او آخوا مذهبي اسلامي ډلې ټپلې، حکومت وسياستوال د نظاميانو وڅارګرو ادارو په شمول هم له دې دروند باره ځانونه نه شي خلاصولی چې دلته د “The Rise of Taliban” په يوه ليکنه کې ورته نغوته شوې ده :
The Rise of Taliban
Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:
“The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

افغان ولس له ټولو ذيدخلو اړخونو د دغسې ملموسو معاملو د وضاحت حق لري چې ترې ويې کړي. اګر چې په دې تړاو زيات لاسوندونه او کره شواهد شته. ان تر دې چې د پاکستاني اوسني لومړي وزير خو په زغرده د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه روښانه کړه او د ډيورنډ کرښې حقوقي ارزښت يې روښانه کړ چې دا يوه خيالي کرښه ده چې انګرېزانو کښلې ده.

دا چې موږ له لسيزو ولې په دې خپل روا او مشروع حق باندې ووژل شو، هېواد مو وران او کنډواله شو، د دې له مسووليت او ځوابه د طالبانو نه جهادي ډلې ټپلې ځانونه خلاصولی شي او نه ترې ګاونډيان او نړيواله ټولنه. پاکستان بايد له شاملو اړخونو په تېره بيا له امريکا وبرتانيا داسې خپلسريو ته نه وای پرېښوول شوی او نه پاکستان جهاديان وطالبان دغسې بېځايه جګړې ته پرېښی وای، خو دا چې د پنجاب رياست يا establishment تل له موږ سره پټه وښکاره نه پخلا کېدونکې دښمني کړې ده، نو ځکه پرې نړيوالو قوتونو په تېره بيا امريکا وانګليستان پرې سترګې پټې کړې.
د سولې په اوسنۍ ګرمه لوبه کې خليلزاد ته په کار نه وه چې طالب ته دومره ناز ورکړي، خو خليلزاد هم خپلو ځينو ملموسو هيلو په تمه کړی او ځينې حرکتونه يې د افغانانو خوښ نه دي.

شرم او اوښکې  :
سعد الدين شپون
په کابل کې د پاکستان د سفير ځايناستي د سفارت په يوه مېلمستيا کې ارواښاد پروفيسور عبدالرسول امين ته ويلي وو :
((د ننګرهاريانو لوی جهاد به دا وي چې د درونټې بند والوځوي.))
امين صيب په جګ اواز ټولو مېلمنو ته د هغه دا خبره ترجمه کړې وه او ويلي يې وو چې دا ده د جهاد او افغانانو سره د پاکستان خواخوږي او په پروټيسټ يې د نورو استادانو سره مېلمستيا پرېښې وه.
*** *** ***
ښاغلي حکمتيار ته به پته وي چې د پاکستان د بهرنيو چارو د هغه وخت پخواني وزير اغا شاهي ويلي وو چې ضياءالحق د افغان مجاهدينو په تړاو د امريکا د هغه وخت وړانديز په دريو شرايطو ومنلو :
• وسله به د دوی پر لاس ويشي
• وسله به د دوی پر خوښه ويشي
• کله چې روسان له افغانستانه وځي، نو موږ پوه شه او افغان مجاهدين.

ښاغلی حکمتيار د خپل ليکلي تفسير ((قرآني پلوشې)) او د سيد ابوالاعلی مودودي د ((تفخيم القرآن)) په رڼا کې او همدارنګه حقانيه د خپلې فتاوی ((فتاوی حقانيه)) په رڼا کې د بندونو او نورو عامه بنسټونه ورانونه، ځانمرګي بريدونه څنګه توجيه کوي؟

هېښنده لا دا چې د رب العالمين لعنتي پروېز مشرف بيا له اسفندريار وليخانه غوښتنه کوي که کرزی ورسره ډيورنډ ومني، نو ټوله مساله خلاصه ده. حال دا چې دا پرېکړه د حکومتونو له کچې پورته او تر ملت او دواړو لوريو ولسونو پورې اړه لري. حکومتونه په دې واک نه لري، خو تورکوني مشرف بيا هم له اسفندياره غوښتي چې کرزی قانع کړي او ډيورنډ ومني.

زما پوښتنه له ښاغلي حکمتياره دا ده چې په دغسې بربنډو غوښتنو چې ښاغلي اسفنديار او فرهاد علي خاور ورته يې يادونه کړې او دواړو يو مشخص ادرس ((نصرالله بابر)) ياد کړی او رااخېستی. د بابر غوښتنه روښانه ده، نو په دغسې يو حالت کې دا د جهاد حکم به څنګه توجيه شي؟ ايا سيد ابوالاعلی مودودي، سيد قطب ومحمد قطب تر حسن البناء او تفسير الشعراوي پورې ځواب ولري؟ نه هېڅکله نه، نو د دې ولس وژنه به د جهاد وکمونېزم، ګېلمجم او داسې نورو بلا بانو او پلمو څنګه شي؟ ايا د پاکستان دغه ډول نامشروع غوښتنو ته جهاد ويل کيږي؟ ښاغلي امرالله صالح خو په زغرده د پاکستان يوولس رذيلې غوښتنې لا ښه ترا روښانه کړې، دا ولس اوس له تا وطالبانو پوښتي چې تاسې خو ښه پوهېدئ ولې چوپ پاتې شوئ؟ ولې مو د پنجاب د نامشروع غوښتنو لپاره هېواد وران او ولس ووژلو؟

ښاغلي حکمتيار له خپلې سرزورۍ او نه منښتې او تېرې مخينې له امله ځان په سياست کې ښويه کړ او په لوی لاس يې ځان د تاريخ څپېړې ته جوړ کړ.

پنجاب لا تراوسه ستا د هماغه حقوقي - سياسي تېروتنې او سرزورۍ له امله تر ننه د همدې ناولې هيلې او نامشروع غوښتنې د منلو په تمه دی چې افغان حکومت يې ورسره ومني، خو دا د حکومت له توانه پورته ده. له بده مرغه چې ښاغلي حکمتيار د پاکستان و ايران يا په بله مانا د ضياءالحق او د امام خميني دوو مثلثونو کې ځان وبايلود. پنجاب مو د خاورې وخپلواکۍ او هغه بل مو بيا د فرهنګ او اوبو غل دی. د پاکستان په مثلث کې پاکستان، افغانستان وايران شامل ول او د ايران په مثلث کې بيا ايران، افغانستان او تاجکستان شامل ول. يا په بله مانا او لږو روښانه ټکو يو مسلمان ګاوندي د مذهب ((اسلامي نظام)) په نوم خېټې ته اچولو او بل بيا د ژبې وفرهنګ په نوم خېټې ته اچولو. دا به ډول مسايل تاسې وجميعت وشورای نظار ته ښه روښانه وي.

يوه بله نادوده چې زموږ ځوان نسل به ستاسې پر خولې امان الله خان، محمد ظاهر خان او محمد داوود خان ته کافر او ظالمان ويل. حال دا چې کره لاسوندونه خو بل څه وايی. د بېلګې په توګه امان الله خان د هيټلر د ليک په ځواب کې داسې وايی :
هيټلر ته د شاه امان الله خان ځواب
[[" زما عزيز ورور آډولف هيټلر!
ستاسې پيشنهاد مې په غور ولوست، بايد زه خپل ښاغلي ورور ته دا څرګنده کړم چې زه د هيڅ نوم او نښان او د قدرت د لاسته راوړلو له پاره په افغانستان کې د تخت او تاج غوښتونکى نه يم. په خاصه بيا هغه مهال چې دغه تاج او تخت د يو بل هيواد په مرسته را کول کيږي، که څه هغه هيواد او ولس يې زما همنژاده هم وي او که څه هم زموږ سياسي ګټې مشروع او مشترکې هم وي. زه هيڅکله و دې ته نه يم حاضر چې په افغانستان کې د سلطنت د تاج او تخت د لاسته راوړلو له پاره خپل حيثيت او د افغان ولس حيثيت پايمال کړم. زه د خپل ورور څخه هيله کوم چي زما معذرت قبول کړي. "]]
https://www.facebook.com/haqyaar333/posts/878032465888265

ان تر دې که موږ ((ولاديمير لينن ته د امان الله خان ليک)) نظر وکړو، نو داسې څه بد پکې نه ليدل کيږي چې د ملي ګټو سره په ټکر کې وي، خو د ښاغلي حکمتيار خبرې له ملي ګټو او هم له ملي هويت سره په ټکر کې دي. له ښاغلي حکمتيار سره به هېڅوک داسې څه ونه مني چې دی يې غواړي.

داسې برېښي چې د جنرال فضل حق ګورنر په غوښتنه کې پاچا ځکه دوه ډوله حقوقو ((ملي و شخصي حقوقو)) ته اشاره کړې ده او فضل حق يې په نيمه پوه کړی دی او دا يې وراورولې ده چې ما ستا د بادارانو غوښتنو ته غاړه نه ده اېښې، نو ستا ته به يې څنګه کښېږدم؟
هېښنده لا دا چې بيا يو دوه - درې تنه پښتانه لکه : نصيرالله بابر، حميدګل او يا سرتاج عزيز رامخته کيږي. دا هغه خلک دي چې پنجاب يې ماغزه ورپرېمينځلي دي او ستا ماغزه بيا همدې د پنجاب غلامانو در پرېمينځلي دي.
له تاسې درېواړو ((مسعود ورباني)) او يا له پاتې شونو يې خو لا ولس پوښتلي نه دي. يوه ورځ به خامخا تاسې له دا ډول پوښتنو سره مخ کېږئ او ولس ته به يې سپيناوی ورکوئ.
تاسې نه شرمېږئ چې حميدګل په ډېره سپين سترګۍ وايی :
((سمه ده چې جهاد به افغانانو کړی وي، خو لارښوونه يې زما وه)).
تاسې د کوم صلاحيت له مخې په ارګ او خپل مېلمستون کې پرېښی چې لا په زغرده وايی :
((مسعود عبدالله زما د خدمت لپاره ګومارلی وو)).
قاضي حسين احمد له تا سره په سروبي او مسعود له هغوی سره په ارګ کې دېره جوړه کړې وه. عجيبه وېش يې ستاسې ترمينځ کړی وو چې هماغه خپلې وېشلې برخې ته هم چا نه پرېښوولې.

د قطب الدين هلال د خولې خبره ده.
رباني ما ته وويل چې دا حکمتيار ولې پر کابل باندې راکټونه راولي؟
ما ورته وويل : نه پوهېږم چې ولې يې راولي، ته پوه شه او هغه.
رباني وويل
زه ورته په کابل کې يوه مرغانچه هم نه ورکوم.
ما ورته وويل بس همدغه وجه ده چې ته ورته مرغانچه مه ورکوه او هغه به دې همدغسې ډزوي.
ښاغلی حکمتيار دې يو ځل له ځانه هم وپوښتي چې ولې حميدګل او قاضي حسين احمد ونه توانېدل چې له رباني نه هغه په وېش کې دررسېدلې څوکۍ درکړي؟
دا چې تاسې وايی چې امان الله خان و احمد شاه مسعود او داسې نور زما لپاره اتلان نه دي؟ نو څوک ستا لپاره اتلان دي؟ قاضي حسين احمد، بابر، جنرال حميدګل، کرنيل او داسې نور؟
تاسې خو څلور لسيزې په پاکستان کې پاتې شوې، خو تاسې لا تراوسه خپل دوست ودښمن ونه پېژنده. اخر ته به يې کله پېژنې؟
چهل سال عمر عزيزت ګذشت
مزاج تو از حال طفلی نګشت

تېر ته په کتو د ښاغلي حکمتيار ټوله مخينه په چپيتوب، سرزورۍ، جګړو او پر کودتاو راڅرخي. پر ډاکټر نجيب الله د شهنواز تڼي په کودتا کې يې د څارګرې ادارې او مشر لالا لپاره دلالي کړې وه. تل يې تکيه پر کودتا، بهرنۍ لاسوهنې او زور ويلو کړې ده چې دا د هېواد د ملي منافعو سره په ټکر کې دي. نه يې ده ته او نه يې هېواد ته ګټه کړې ده.

تېر ته په کتو چې کله ميډيلين البرايت پاکستان ته راغلې وه د خپلو ليدنو په ترڅ کې ناصرباغ ته د بي بي مريم ښځينه ښوونځي ته هم راغلې وه، زوم يې ډاکټر غير بهير هلته د هغې د خبرو په وخت کې ((مرګ پر امريکا)) نارې وهلې وې. ميډيلين البرايت له چا پوښتلي وو چې دوی څه وايی، نو ژباړن ورته ويلي چې دوی ((مرګ پر امريکا)) نارې وهي، نو بهير يې راغوښتی وو او ورته يې ويلي وو چې بيا داسې نارې مه وهه. موږ ستاسې مرسته کوو او تاسې پر موږ د مرګ نارې وهي چې بيا هماغه ميډيلين البرايت امريکا ته د نوموړي په مخنيوۍ کې رول لوبولی وو.
Albright visits refugee school in Peshawar

که له ښاغلي حکمتيار وپوښتل شي چې تاسې دروېواړه د نصيرالله بابر د هغې بربنډې او زغرده خبرې چې له خاور سره يې په مرکه کې کړې چې ما دوی ته ټوپک او پيسې د دې لپاره ورکړې چې افغانستان بېثباته  کړي، له تاسو يې کميس و پرتوګ ايستلی، نو دېته خو جهاد نه شي ويلی. تاسې جهاد څنګه تعريفوئ؟

ډېره شرموونکې لا دا ده چې ښاغلی حکمتيار بيا دا حکومت د جانکيري بولي، نو بيا ولې دې حکومت ته راتلې؟ دېته خو بيا نه ګوري چې د سيلي غفار د خبرې پر بنسټ خپلې دواړه لوڼې يې د امريکا سفارت ته د اړيکو جوړولو لپاره استولې وې. حميدګل راته په ارګ او قاضي حسين راته په سروبي کې پروت وو، نو په پرتليز ډول د جانکيري حکومت ښه شو او که د حميدګل وقاضي حسين احمد؟ لږ تر لږه خو د اوړو پوزه کېښوول شوه، خو دوی ته څه وشول؟ هغه په وېش کې ورکړل شوې څوکۍ يې ترلاسه نه کړه او فريد پرې هم سر وخوړ. د جانکيري په مينځګړيتوب دوه ستونزې حل شوې : تجزيه او د تېر په څېر له خپلمينځي جنګونو مخنيوی، خو له بده مرغه چې د حميد ګل و د قاضي صاحب په شتون کې حالات له بدو بدتر شول.

تېر ته په کتو زموږ د جهاديانو په تېره بيا د حزب اسلامي سرسخت ملاتړی چې په ښکاره يې د امريکا پسې بد ويل، خو بيا هغه خپله هملته راڅرګند شو. ښاغلي امان الله خان پخپل کتاب کې داسې ليکلي :
قاضي حسين احمد د امريکا سفير ته :
زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.
Attack on Afghanistan: Ex-JI chief had opposed US action
His comments came a day after former political advisor to US Embassy Amanullah Khan claimed in his book that the former JI chief had assured the then US envoy that his anti-American comments were only for public consumption.

که له ښاغلي حکمتيار وپوښتل شي چې ايا دا ډول دوه مخې لوبه څنګه ده؟ ځواب به ونه لري.

امان الله خان، محمد ظاهر شاه او محمد داوود خان خو مو د ښاغلي حکمتيار او د استاذ سياف پر خولو کافر او ظالمان بلل. مېرمن يې لوڅ مټې وه، خو ايا دوی کله هم خپلې لوڼې په ((مقايسهء جالب دختران سياستمداران افغانستان و مردم عادي)) يوټيوبي ويډيو کې ليدلي دي چې څنګه دي؟ د ډاکټر عبدالله لور چې په هند کې اوسيږي څه حال دی؟ همداسې د نوموړي خپلې او د رباني هم همداسې درواخله.

تېر ته په کتو له قاضي محمد امين وقاده راواخله تر عبيدالله سيرت، ملا عبدالغياث، ارغنديوال، محمد خان، محمد زمان مزمل او داسې نورو پورې يو ترې هم ښه خاطره نه لري. استاذ فريد او فضل حق مجاهد هغسې شول او داسې نور، خو ستونزه د حزب اسلامي په مشرتابه ګۍ کې ده. شواهد او تجربه دا وړاندېينه کوي چې د حزب په مشرتابه ګۍ د واک تنده ده. د حزب دننه ټاکنې تر پوښتنې لاندې دي. ډېری ملګري او دوستان ترې د زومانو او خپلسرۍ له امله ماڼيجڼ دي. ان تر دې چې اوس خو بيا تازه رسنيو ته د انشعاب خبر رارسېدلی دی.

محمد زمان مزمل :
صمد حامد په زړو سياستوالو کې يو پاک سياستمدار
[[((نه مونږ امريکا غواړو او نه هم امريکا مونږ زغملی شي. په روانو او له درغليو ډکو انتخاباتو کې به هغه څوک په يقيني ډول راځي چې امريکا يې غواړي‎.
داسی په کابل کې به مونږ هم د دغو جعلي او غير ملي انتخاباتو ميدان تود کړو، نو هغو ته به پخپل حضور اعتبار ورکړو. دا به مو له ملت سره خيانت کړی وي.
زما له نظره له دې نه دا ښه ده چې يوه ابتدائي حلقه په کوم جومات يا مدرسه کې ولرو چې د دغه نظام او د دغه اشغال پر ضد خپله واضح خبره پرګنو ته ورسوي)).
کله مې چې ټلېفون د هغه خوريي خالد صاحب ته ورکړ نو د تأثر نه په ډکه لهجه مې وويل، دغه باايمانه محمدزی د ډېرو هغو پيکه اخوانيانو نه سل ځله دروند وخوت چې د کابل رژيم او امريکا ته په ارزانه په لاس ورغلل.]]

سپينه او حقه خبره کول سخته وي، خو که د انصاف په توګه ترې وپوښتې چې له څلورو لسيزو راهيسې د حزب مشري مو ولجه ((غصب)) او کړې ده. انساني پوهه وتجربه دا وړاندېينه کوي که په رښتينې وخپلواکه د حزب دننه ټاکنې وشي، نو ښاغلی حکمتيار به بريالی راونه وځي. دا دې څرګندونه کوي چې ښاغلي حکمتيار نور د وخت شرايط او غوښتنو سره برابر نه دی. حزب يوې سمې او نوې تګلارې او نوي ليډرشيپ ((رهبرۍ)) ته اړينه اړتيا لري چې وکولی شي چې له نورو سره يوځای د ثبات و پرمختګ لپاره يوځای کار وکړي، کنه نو حزب به شا ته پاتې شي.

نه پوهېږم حزب اسلامي خو د خپل پخواني منشور ((تګلارې)) له مخې پر موروثي سياست باور نه درلود، خو نن ګورو چې ښاغلي حکمتيار د خپلو خپلسريو له امله ستر حزب يوازې کورني سياست يا په بله مانا حزب نن په يوې مشخصې او لنډ انډې کورنۍ کچې ته راټيټ شوی. سيمه ييز ونړيواله ټولنه به له ښاغلي حکمتيار سره ګډ کار ته ليوالتيا ونه لري. ارواښاد مرسي چې له غربي زده کړو سره سره چا ونه شو زغملی، نو ښاغلی حکمتيار خو دا چاڼس هېڅ نه لري. ځکه خو حزب يو پراخ بدلون او رغنده نوې پالېسۍ وتګلارې ته اړتيا لري چې د ((الحاق)) او ((کنفيډرېشن)) کارونې پکې د ملي - اسلامي ګټو سره سمې ترسيم شوي وي.

په درنښت


د عبدالله عبدالله ډله: د ټاکنو پايلې نه منو
https://rohi.af/fullstory.php?id=81917