کارې جریان چیښې دي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68965
اسدالله رحیمي
دخبریدو نیټه : 2020-02-01


کاري جریان د یو بل سره د تړلو منظم، او تکرارې فعالیتونو مجموعه ده. دا فعالیتونه د یو انسان یا سیستم په واسطه د تجارتې اړتیاوو د پوره کولو لپاره اجرا کیږي. سازمانونه کاري جریان ددي لپاره کاروي چي خدامات وړاندي کي، معلومات پروسس کي، توکي بدلي کي او هر هغه فعالیتونه سرته ورسوي چي ددوي سره د اهدافو په ترلاسه کولو کي مرسته کوي.
یو حقیقې نمونه؛ د کار غوښتنلیک:
د مثال په ډول، کله چي موږ غواړو یو نوي نفر په خپله کمپني کي استخدام کو نو موږ ددي پروسې لپاره یوه ځانګړي کاري جریان اجرا کوو.
لومړی، موږ د انټرنیټ په صفحه د خلګو د غوښتنلیکونو لپاره یو فارم خپروو. دوهم، د استخدام کولو مسؤلین غوښتنلیکونه ارزیابې کوي. کله چي غوښتونکي لیري کیږي د بریښنا لیک په واسطه خبرول کيږي او پاته غوښتنلیکونه سوپروایزر ته استول کیږي. وروسته لدې، سوپروایزر کولای سي چي غوښتونکي لیري کی، مرکه یي کي، یا ددوهم نظر غوښتنه وکي. کله چي مرکۍ پاي ته ورسیږي غوښتونکی لیري کیږي یا په دنده ګمارل کیږی. که وګمارل سي معلومات لکه (شخصي معلومات، معاش، موقعیت او داسي نور) ERP ته استول کیږي.
دا د کار جریان دي کوم چي د نوي کارمندانو د ګمارلو ځانګړي سوداګرۍ اړتیاوي پوره کوي. په واضح ډول دلته ډیر فعالیتونه شتون لري. مختلف فعالین (انسان یا سیستم) کولای سي ددي هر یو فعالیت بشپړ کي. سربیره پردې، هلته مختلف مقررات شتون لري کوم چي د کاري جریان د نخښې اجرا کول ترسره کوي، لکه داستخدام کونکي (HR) یوه غوښتنلیک د منځه یو سي، غوښتونکي ته په اتومات ډول د بریښنا لیک په واسطه خبر ورکول کیږي او که تصویب شي نو بیا سوپروایزر ته استول کیږي.
دکاري جریان تصویري ښونه:
په تاریخي ډول، سازمانونه ډیګرامونه د خپل کاري جریانو د نمایش لپاره کاروي. د کاري جریان د تصویري ښونې لپاره هغه اصلي عناصر چي ددي په جوړولو کي کارول کیږي، لکه، “Boxes” د فعالیتونو د استازیتوب لپاره، “Arrows” د فعالیتونو ترمنځ د لیږد ښودولو لپاره، “Diamonds” د پریکړو د نمایندګي لپاره. ډیري مختلفه ښونې شته، مګر یو له پخوانې او پیژندل شوي Flow Chart دي. Flow Chart پراخه ګټې لري ددي خاطره چي ډیر ساده دي چي زده یي کړي او استعمال یي کړي. له بل پلوه، دي ډیر محدودیتونه وړاندي کوي چي هر کاري جریان په رسمې ډول د متوسط او لوړو وړتیاوو سره ماډل کي. نوري داسي نښي بیا وروسته را څرګنده سوي.
بالاخره د سوداګرۍ پروسي مدیریت ښونه (BPMN)  را منځته سوه. کوم چي په صنعت خورا ډیر د خوښۍ وړ سو او د (OMG) معیار سو. نن ورځ دا په نړي کي ډیر د استعمال وړ دي. د BPMN معیار مثال په لاندي ډول دي:
د کاري جریان د مدیریت سیستم (WMS)Workflow Management System -:
د کاري جریان د مدیریت سیستم هغه سافټویر دي کوم چي تاسو ته اجازه درکوي چي د کاري جریان تصویري ښونه جوړه کړي او اجرا یي کړي. همدارنګه تاسو کولای شي چي د یو کاري جریان نمونه جوړه کړي او د هغه سافټویر څخه يي اداره کي.
دا محصولات د ۱۹۹۰ کال راهیسي دي. په پیل کې ددي نصب، ترتیب خورا سخت او ګران تمامیدل. له همدې امله، یوازې لوی شرکتونو او حکومت ته دلاسرسي وړ وه. اوس مهال په cloud یا ډیجیټل سرچینه کي داسي محصولات شتون لري لکه Flokzu چي نصب ته اړتیا نلري ډیر ساده او ارزانه سیستم دي. دي سیستمو تکنالوژي ازاده کړي او ډیرو سازمانو ته يي اجازه ورکړه چي په اسانه ډول خپل کاري جریانونه تنظیم او اتومات کي.
https://www.flokzu.com