په تونل کې رڼا ښکاري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69004
سرلوڅ مرادزی
دخبریدو نیټه : 2020-03-31


که اسمان دې د زمري په خوله کې ورکا
د زمري په خوله کې مه پریږده همت
خوشال بابا
د روان عیسوی کال د فبرورۍ په ۲۹ مه، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړونلیک او بلخوا د ۱۳۹۸ کال په ټاکنو کې د ولسمشر غني بریا دوه داسې پېښې دي چې په اړه یې یو شمېر رسنوال او لیکوالان د بدګمانۍ، منفي پالنې( Negativism)، بدبینۍ او د توطيې تیوري له دریځه چلند کوي.
همدارنګه د ټاکنو له پایلو څخه د عبدالله او د هغه د ډلې د «نه منم» شیطاني دریځ او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړونلیک کې په تېره بیا د افغان حکومت سره د اوربند او مستقیمو خبرو په پیلولو کې د طالبانو لالچ او «دامنم، هغه نه منم» زهرجن چلند هم دغه رسنوالو او لیکوالانو ته پلمه په لاس ورکوي چې د بدګمانۍ او بدبینۍ خپلې ناروغتیاوې لکه د کرونا وبا پشان نورو ته ولیږدوي او د ځانونو پشان خپل لوستونکي او اورېدونکي هم پرې ککړکړي!
خو ډیری افغانان، ژمن لیکوال او رسنوال د منفي پالنې او بدبینۍ برعکس، پورته دواړه پېښو ته په موجود سیاسي چاپیریال کې د یو مثبت بدلون او فرصت په سترګه ګوري او هغه د هېواد په تیاره ماضي کې د راتلونکې روڼ سبا او په اوږده تونل کې د رڼا د څرک پتوګه ارزوی!
په ټکنو کې رامنځته شوی فرصت په دې مانا چې افغانان د مخکیني دوه سري ملي یووالي حکومته خلاص شول چې د عبدالله ډلې لپاره د واکمنۍ پر ضد د توطیو یوه زیرمه وه. افغانان نن یو منتخب حکومت لري چې د دوی په رایو رامنځته شوی او په دې توګه د ملوک الطوافۍ څخه د مرکزي حکومت د جوړېدو په لار روان دي. طالبانو سره اوربند او د خبرو اترو لار کې هم فرصت رامنځته شوی، اوس افغانانو پورې اړه لري چې له دې فرصته څنګه ګټه پورته کړي.
ژمن قلموال او لیکوال د هېواد راتلونکي د تیارې په لور نه، بلکې د رڼا په لور، د جګړو او شخړو په لور نه، بلکې د افغانانو تر منځ د سولې او یووالي په لور په خوځښت ویني. ستونزې، نهیلۍ، شخړې او تفرقه به هر وخت وي؛ د تیارې، بېلتون او شاتګ ځواکونه به هر وخت دغو ستونزو ته لمن وهي؛ خو ژمن ځواکونه د رڼا په لورهېوادوال هڅوي، له ستونزو نه ډاریږي، په شخړوــ جګړو کې د روغې جوړې لار نه پریږدي او د یووالي لمن ټینګه نیسي.
د افغانستان اوسنی اساسي قانون د ټولو افغانانو د زیار او کړاو په رنګ او سیاهي لیکل شوی. دغه قانون کوم شخص یا ډلې نه، بلکې وخت او حالاتو ته په کتو د افغانانو استازې لويي جرګې تصویب کړی او په سیمه کې يي لکه د ایران او پاکستان د اساسی قوانینو په پرتله ښه، متمدن او پرمختللی قانون ګڼلی شو. دغه قانون د حکومتي واک د بدلون لپاره د ټاکنو وړاندیز کوي او موږ ته د نظام ډول څرګندوي. د دې قانون او د ټاکنو د قانون له مخې ټاکنې وشوې او یو ټاکنیز ټیم د اشرف غني په مشرۍ ټاکنې وګټلې، خو بایلونکی ټیم د عبدالله په مشرۍ د اساسي قانون او د ټاکنو قانون خلاف، د ټاکنو پایله نه مني او لکه ماشوم لالچ کوی او خپل لجاجت ته ادامه ورکوي؟ تر ټاکنو وروسته هم د ولسمشر غني په مشرۍ دولت ساز ټیم، د پراخ بنسټه نوي حکومت رامنځته کېدو ته ځان ژمن بولي. اوس که یو لیکوال د خپل شخصي حساب کتاب او پټو تمایولاتو له مخې وايی« د ملت غم نه له اشرف غني او نه له هیڅ سیاسي دوکاندار سره موجود دی. زما له ټولو وطنوالو، په تېره بیا لیکوالانو څخه دا هیله ده چي هسي د چا په طرفداري ځانونه مه ستړي کوی. پر قدرت باندي ناست او د قدرت په تلاښ کي لېونیان ټول یو شان ظالمان دي.»
زه نه غواړم او نه مې خوښیږي د چا نوم واخلم، د اشخاصو شخصیت ته بشپړ درناوی لرم او غرض نه پرې کوم، خو د اشخصو هغه ښو او بدو اندیښنو او چلند ته چې ټولنې سره تړاو لري او په ټولنه کې زه هم راځم، چوپتیا او نه غبرګون زیانمن بولم.
«د افغانستان راتلونکې تیاره ښکاري» لیکنې د لیکوال په یادو جملو کې عام حکم کول او د وچو له غمه لانده سوځول، غټه بې انصابي ده. د اساسي قانون، د ټاکنو د قانون او اصولو خو پوښتنه نه کیږي، لیکونکي په ټاکنو کې د افغانانو اچول شویو رایو ته هم په هیڅ ارزښت قایل نه دی، په ټاکنو کې ګټونکی او بایلونکی دواړه یوشان ارزوي او دواړه لیونیان بولي، منتخب ولسمشر د یوه دوکاندار کچې ته راټیټوي او د خندا وړ دا چې وطنوالو او لیکوالانو ته لکه یو جهادي قومندان امر کوي چې د هیچا په طرفدارۍ ځانونه مه ستړي کوۍ!
دلته که د یادو جملو لیکونکی وغواړي که نه، داسې څرګندونې د عبدالله او د هغه د شرګډې ډلې په ګټه او خیر تمامیږي. کله چې ټاکنو کې ګټونکی او بایلونکي یوشان او مساوي وارزول شي، د داسې ارزونې ګټه بایلونکي ته رسیږي. داسې هوايي خبرې د قانون په پلیتوب، د حق او عدالت په تامین کې مرسته نه کوي او د نظام او حکومتولۍ پر ستوني د پښې ایښودو په مانا دي او په پای کې اوبه د دښمن په ژرنده ورسموي. د یادو جملو لیکونکي په ټاکنو کې د ناخوالو او له قانونه د تېښتې بار پر ولسمشر اشرف غني وراچوي او په بې پامۍ یا په لویلاس د عبدالله عبدالله له نوم اخیستو تیریږي او داسې خبرې نوموړي(عبدالله) ته په یوه بڼه په برائت ورکولو تمامیږي.
همدارنګه په یادو جملو کې په عام ډول، پر ټولو د یو شان ظالمانو حکم کول هم له انصاف لیری دي او پخپله ظالمانه حکم دی!
د سولې او طالبانو سره د خبرو په اړه هم د مقالې د لیکونکي دا حکم چې وايي« اشرف غني په دغه حال کي، چي افغانستان هم له اقتصادي مشکل، هم د کرونا له ستونزي، چي هیچا ته یې سم درک هم معلوم نه دی، هم د امنیتي ستونزو او هم د سختو او بې ساري سیاسي ستونزو درلودلو په وخت کي، د افغانستان له تر ټولو حیاتي مسلې سولي سره ډیري بې باکه لوبي کوي» لویه بي انصافي ده.
ولسمشر غني طالبانو سره د سولې ټپه ولاړ حالت په پښو روان کړ. د سولې په اړه يي لویه جرګه راوغوښته او د ټولو هغه خنډونو په اړه چې اسلام اباد او په کور دننه جګړه مارو ځواکونو د سولې په لار کې اچول، ټاکلي اقدامات تر لاس لاندې ونېول. نن هم د سولې پلاوی چې ترکیب سره يي یوازې طالبان او په کور دننه جګړه مار مخالفت لري، د مقالې د لیکوال په مزاج ښه نه لګیږي. دلته هم سیاسي موجود چاپیریال بابیزه ګڼل، د سولې په وړاندې د ماسکو او ایران په اشارو د عبدالله او حامد کرزي توطيې او د اسلام اباد په ملاتړ د طالبانو سبوتاژ له پامه غورځول او په یو اړخیز ډول ولسمشر ملامتول، روغ طرز تفکر نه شو بللی.
ځیني کسان داسې فکر کوي او یا په تمه دي چې طالبان به راتلونکې کې واک ونیسي، سر له اوسه يي د طالبانو په ګټه او تمایل د قلم او ځان واګي سست کړی او د مرکزي دولت سره يي د لالچ لار نیولې ده.
«د افغانستان راتلونکې تیاره ښکارې» لیکنه، د پېښو په اړه د چا د شخصي اندیښنې او نهیلۍ په حدود کې نه ده چې په اړه يي چوپتیا غوره وي؛ بلکې لیکنه افغانانو ته په راتلونکې بې باوري، نهیلي او مایوسي وربخښي.
لیکنه کې وتونلار او حللار هم نه په ګوته کیږی.
پرهېواد تپل شوې اوږده جګړه او د جګړې څخه راولاړې ستونزې، نه ښای زموږ سترګې له کاره وغورځوي، خپله لار ونه وینو او نور هم وهڅوو چې د ړندو لار تعقیب کړی. په ټولیز ډول نهیلي، مایوسه او په سیاسي (Depression ) اخته کسان د حللارې پرځای نورو ته هم د نهیلۍ او مایوسۍ سلا ورکوي.
د مردانو کار له ستونزو تیښته نه، بلکې په ستونزو کې لار کښل دي!
د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۳۰ مه