انسانیت او نېک اخلاق د بشري ژوندانه له ضروریاتو څخه دي او پرته له دې به په بشري ټولنه کې ژوند له ستونزو ډک وي او شونې ده چې پرته له اخلاقو په ټولنه کې ژوند ناشونی او بې اخلاقي د ټولنې جرړې وباسي.
په دې اساس هیڅوک د هغه اړتیا نه شي نفي کولای او حتی هغه کسان چې له دین سره په مقابل کې دي هم پر دې اند دي چې اخلاق باید شتون ولري او د انسانیت چیغې وهي.
په دې ځای کې باید څو ټکو ته پاملرنه وشي:
۱-دینداري له نېکو اخلاقو سره په ټکر کې نه ده، بلکې واقعي دیندار خامخا د نېکو اخلاقو لرونکی دی، چې په انسانیت تعبیرېږي. په دین کې په دې اړه ډېرې نقلي لیکنې شتون لري، چې د نمونې په ډول ترې یادونه کوو:
رسول الله صلی الله علیه واله وسلم فرمایي: په قیامت کې د میزان په تله کې تر ټولو لومړی چې کوم شی اېښودل کېږي، هغه نېک اخلاق دي.
د همدې لپاره هیڅ کومه ستونزه نه لیدل کېږي چې یو کس دیندار او هم د نېکو اخلاقو خاوند وي یعنې انسانیت او دیندارۍ سره ټکر نه لري، چې اړ شو یو ترې وټاکو.
۲- انسانیت او نېکو اخلاقو سره عیارېدل، مراتب او درجې لري چې لوړترینې درجې یې په دین کې ترلاسه کېدلای شي. له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم د اخلاقو بشپړول د بعثت موخه یاده کړې ده، چې د دین او اخلاقو په اړیکه ټینګار کوي. (بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ مَكَارِمَ الْأَخْلَاق). د یادونې وړ ده چې دین د اخلاقو د ځینو مفاهیمو په پېژندلو کې رغنده رول لري. نو ناشونې ده چې له دین پرته دې اخلاق په لوړ حد تطبیق او ترلاسه شي.
۳- په اخرت او د کړنو په نتیجه د ایمان نه لرلو پرمهال به نېک اخلاق چندانې اجرایي ضمانت ونه لري. د ځینو پوهانو له نظره د اخلاقو معنی دا ده چې زه تر دې حده پوه شم چې زما ګټه د نورو انسانانو په ګټه کې ده. زه باید دومره شعور ولرم چې که زه د ګاونډي مال غلا کړم، هغه هم زما مال غلا کوي، نو غوره ده چې زه د هغه غلا ونه کړم ترڅو هغه هم زما مال غلا نه کړي. دا منطق د هغه چا له پاره صدق کوي چې له ګاونډي سره همزوره یا له هغه کمزوری وي، ولې دا منطق د هغه چا له پاره ناسم دی چې په همسایه زورور وي.
که دلته دیني احکامو ته پاملرنه نه وي نو هیڅکله هم کمزوري ته د زیان نه اړولو په اړه فکر هم لا نه شي کولای.
په هر حال غربي ټولنې او د هغوی نوی تمدن چې له کلیسا سره سخته کینه او نفرت لري، د کلیسا د بدیل نشتون په دلیل یې ورته د شتون اجازه ورکړه. غربیان په دې پوه شوي چې هیڅ شی د دین ځای نه شي نیولای.
۴- که چېرې له دینه پرته د غوره اخلاقو شتون ومنو هم، د اخلاقو اړتیا ترلاسه کول د ټولو اړتیاوو د ترلاسه کولو په مانا نه ده. هغه غوره اخلاق چې یوازې د دنیوي ټولنې د سازمانولو له پاره وي، پس له مرګه له موږ سره سرو کار نه لري. نو دا سولیزه نه ده چې د (۷۰) کلن ژوند له پاره تفکر او برنامه ریزي وکړو او د ابدي ژوند له پاره هیڅ اقدام ونکړو او دین ته شاه کړو.
۵- هغه څوک چې واقعاً د نېکو اخلاقو لرونکی وي، خامخا به دیندار وي. یو له نېکو اخلاقو څخه دا دی چې د چا د احسان په مقابل کې مننه وکړو، نو څنګه هغه شخص د نېکو اخلاقو دعوه کوي چې د لوی خدای جل جلاله په دومره ډېرو احساناتو سترګې پټوي، د نعمتونو شکر نه کوي او دین پرېږدي.
په هر حال باید له یاده ونه باسو چې په بشري ټولنه کې هیڅوک هم خپله ناوړه کړنه د نامناسبې کړنې تر شعار لاندې نه ترسره کوي، بلکې هڅه کوي چې خپل ناوړه عمل د سولیز ښودلو له پاره ګڼ شمېر توجیهات پېدا کړي.
د بېلګې په ډول: د غلا د توجیه له پاره خپله اړتیا، د کار نشتون، غریبي، د دولت نه پاملرنه، لویه کورنۍ او د قیمتونو لوړوالي په یادولو هڅه کوي خپل ناسولیز عمل حق وښایي.
پورتني څرګنداوي ته په کتو روښانه شوه چې ولې ځینې خلک خپله بې دینۍ او الحاد د انسانیت په شعار رنګوي.
۶- دین مې انسانیت دی: انسانیت الله جل جلاله انسان ته ورکړی او دین هم الله تعالی انسان ته رالېږلی دی. د انسان د عقل په ګډون انسانیت یا د انبیاوو بلنه تاییدوي او یا یې ردوي. به هر حال انسانیت او دین یو شی نه دی.
هغه کسان چې په مختلفو دلایلو نه غواړي د الهي ادیانو پېروان اوسي، خپله بې دینې برتري، هنر او کمال ګڼي او خپله بې دیني په دغسې شعارونو رانغاړي. لکه (دین مې انسانیت دی)
البته زه انسانیت ته احترام لرم او هغه څه چې په اوسني پېر کې له موږ ورک دی، انسانیت ګڼم، ولې د (دین مې انسانیت دی) جمله کې د خیر نیت نه وینم او د دین څخه د کرکې ګنده بوی ترې له لیرې نه احساسوم.