(دغه نظم لایق صیب ته ډالۍ ده)
یوه ساده د غرو قصه ده
د کاوون د زړه وږمه ده
اباسین څپو، څپو کې
د بادبان د زړه څپه ده
سلیمان د غره په څوکه
داسې هسکه ده شمله ده
فرق یې نشته له گُربته
هر پرواز یې هنگامه ده
ولَسو نه با خبره
د افغان د درد ناله ده
د کوچیانو په شان درومې
د کیږدیو شنه لمبه ده
د چونغر په ترانو کې
د ادب ښکلا پرته ده
طبیعت یې انځور کړې
ښه رنگینه منظومه ده
بډاینه د پښتو کې
د الماسو مجموعه ده
د پښتون په ننگ قلم یې
د یو والې ښه بیلگه ده
اتفاق که سره وکړو
فرهنگ لاره یې رڼه ده
د فرهنگ په سپین میدان کې
بې تکراره علامه ده
خوله یې چا پرېکړه نه شوه
ظلم ضد یوه څیره ده
مینه یې هیڅوخت نه ورکیږي
زما زړه کې دا پرته ده
زما تنده پرې ماتیږې
خیر که نورو ته ترخه ده
له امو نه تر جیلمه
د لایق چیغه خوره ده
هندو کش ته په نظر کې
داسي، داسي کلک صخره ده
هر یو شعر یې حماسه ده
د نصرت د زړه ټپه ده
دجولای شپږمه
دنمارک
د وایلی ښار