هر پوه سړی تر خپله وسه وسه غل دی
که یې وس نه و، د نامتو بل غله مل دی
سترګې یې د ملت په مال کې ښخي دي
زده یې هر ډول د غلا جادویی چل دی
په غلا کې دیپلومونه او ډکتورا لري
هر یوه د غلا هر ډول زده چل ول دی
خپل د اب او ابرو غوږو او پزې تیر دی
ښې خبرې دسد کوي خو دغلا پاګل دی
چې خبره د اسلام ، جهاد او صداقت سي
ته چې وایې له غلا خوشحاله په اجل دی
چې چیري ددولت لخوا د امتیاز لوړ ږغ سي
د ټولومخکې په دې پخو غلو باندې اور بل دی
هره ډله دخپل غله په دفاع کې سر ماتوي
هر یو ته خپل جیږګی زوی سور بخمل دی
هره ورځ «کار د کار اهل ته !»ببولالې اورو
بیا هم وزیر نامتو غل یا زوی ورور دهغه ښاغل دی
تا تر اوسه کوم چي غل نه وي تاداسې واکمن لیدلی؟!
هر واکمن دچور غلا او اختلاس لپاره سینه بغل دی
هر یو چې په میلیونونه ډالر له هر ېخوا جیب ته نه کړي
هغه خوار بیا دژوند تر اخیره ملاریا اویا سغل دی
دوه ډاکټران اخته دي د پلار د میراث په وېښ
ددوی په ارګ کې غوبل دی بهر دغلوغوبل دی
دا غله ټوله په سر اوکولموکې سره نټ او بولټ دي
مشهور غله بیا بیا واکمن کیږي ارګ یې تربغل دی
هر څوک چي کار لپاره دې ارګ ته په نخرو ورځي
وزیر هغه دی چي وجدان یې دخیانت په تیزابو کې حل دی
ارګ رښتیا کار اهل کار ته ورکوي له هغو امتحان اخلي
اخیر کامیاب یې تر ټولو نااهل ، دغل، غل او چټل دی
ولي دا اسلامي جهادي وطن نه اصلاح کیږي؟!
ځکه له پاچا تر ترافیکه دهر یوه کار د ولس ټغل دی
په دې باټکو غلو واکمنو دا وطن نه سمیږي یارانو
دا هیواد د هغو دلاسه سوی سم دم ځنګل دی
ټغل ( خطا ایستل )