ما مخکې په یوه لیکنه کې چې (د کارګري انټرناسیونالیسم پیدايښت او وده) تر سرلیک لاندې مې درنو لوستونکو او مینه والو ته د نورو مطبوعاتو او خپل فیسبوک له لارې وړاندې کړه؛ د کارګري انترناسیونال د راپیدا کیدو، فعالیت، ودې او انحلال په اړه لنډ معلومات ځای کړی دي. اوس غواړم چې په دې لیکنه کې چې په مختلفو برخو کې به خپره شي، د کُمینتِرنْ د رامنځته کیدو، فعالیت او انحلال په اړه ځانګړی معلومات وړاندې کړم.
د پانګوالي نظام د بین المللی کرکټر له پيژندلو سره سم د کارګري جنبش رهبران هم دې پایلې ته ورسیدل چې د کپيټالیسم په وړاندې د کارګرانو مبارزه هم باید بین المللی خصلت ولري. دې هدف ته د رسیدو په خاطر یې د ۱۸۶۴م کال د سپتمبر د میاشتې په ۲۸مه نېټه په لندن کې د (کارګرانو د نړیوالې ټولنې Internationalen Arbeiter-Assoziation) تر نامه لاندې د لومړي کارګري انترناسیونال د بنسټ ډبره کېښوده. په دې غونډه کې د کارګري ګوندونو او سازمانونو تر ۲۰۰۰ تنو زیاتو استازو له فرانسې، انګلستان، ایتالیا، آلمان، پولند، سویس او نورو هیوادونو څخه برخه واخیسته. لومړی کارګري انترناسیونال د نورو فکټورونو تر څنګ د انارشیستي او کمونیستی کارګري ایدیولوژیو د ټکر په پایله کې په ۱۸۷۶م کال کې منشعب او منحل شو.
د کارګري جنبش لومړی انټرناسیونال د نړیوال کارګري جنبش له پاره ښه ازمویښت و چې تر انحلال وروسته یې هم دا اړتیا پر ځای پاته شوه چې د نړیوال پانګوالي نظام د لويي غوښتونکو هڅو د مخنیوي له پاره باید کارګران هم د دفاع نړیوال دیوال جوړ کړي، تر څو د مختلفو ملتونو تر منځ د امپریالیستی جګړو او په ځانګړو هیوادو کې د کارګرانو د غیر انساني استثمار مخه ونیولای شي. همغه و چې په ۱۸۸۹م کال کې په پاریس کې (دوهم سوسیالیستي انترناسیونال) جوړ شو. دوهم سوسیالیستي انټرناسیونال هم د لومړۍ نړیوالې جګړې د راتلو سره له منځه ولاړ.
په ۱۹۱۷م کال کې په روسیه کې سوسیالیستي انقلاب بري ته ورسید او دولتي واک د کارګرانو په استازیتوب د شوروي اتحاد کمونست ګوند په لاس کې واخیست. په دې وخت کې د کارګرانو دریم انترناسیونال یا کُمینټِرن رامنځته شو چې د پخوانیو په شان یې ټول کارګري سوسیالیستي ګوندونه په ځان کې راټول نکړل، بلکې یوازې د بلشویکي مفکورې پلوي کمونیستي ګوندونه پکښې راټول شول او د (کمونیستي انټرناسیونال) په نوم ونومول شو.
کمونیستی انترناسیونالKommunistische Internationale (KI) چې د دریم انترناسیونال او کُمینټِرن Komintern په نوم هم یادیږي، د کمونستو ګوندونو نړیوال سازمان دی چې په ۱۹۱۹م کال کې د لینین په ابتکار په مسکو کې جوړ شو. دا د شلمې پیړۍ د لومړۍ نیمایي ډیره مهمه پیښه بلل کیږي. د شوروی اتحاد د کمونست ګوند تر څنګ او د شوروي څخه د باندې لویه برخه او غښتلي رول ورپکې د آلمان غښتلي کمونست ګوند لاره او د امپریالیسم او جګړه ایز چاپیریال د تسلط په شرایطو کې یې د نړیوال پرولتري انقلاب له پاره هڅې اساسي هدف منل شوی و. نړیوال پرولتري انقلاب چې د کمنترن په فکر په ۱۹۱۷م کال کې په روسیه کې پیل شوی و، باید په نورو هیوادونو کې هم دا نمونه عملي شوې وای. نور پرولتری (کارګري) ګوندونه د همدې انقلاب او بلشویزم د ایدیولوژیکو او تشکیلاتي اصولو تر اغیزې لاندې راغلي و او په ډیرو ځایو کې د انقلاب د بریا له پاره د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د دولت مالي مرستو هم خپل رول لوبولی شوای. په لنډه ویلای شو چې د شوروي اتحاد کمونست ګوند او د اکتوبر سوسیالیستي انقلاب د ډیرو هیوادونو په کارګري ګوندونو اغیزه وکړه او د شوروي تاثیر او نفوذ یې پر هغوی زیات کړ.
د کُمينتِرن تر جوړېدو وروسته او په ځانګړي ډول کله چې په ۱۹۲۴م کال کې سټالین د شوروي سوسیالیستي جمهویتونو ګوندي او دولتي واګې په لاس کې واخیستې، داسې سیاست یې پرمخ کې ونیو چې غوښتل یې دریم انټرناسیونال د شوروي دولت موخو ته (په تیره بیا په خارجی سیاست کې) د رسیدو په آله واړوي. په دې ډول د کُمینترن اصلی هدف چې د نړیوال پرولتري انقلاب بریا وه، ورو ورو د هغه د مرکزي سیاست څخه لرې شو. د شوروي اتحاد د ګوند او دولت د دیکتې سیاستونو د نورو هیوادو په کارګري ګوندونو باندې ناوړه اغیزه وکړه، له ځانه یې لرې کړل، د کمينترن د اغیز او اهمیت اندازه په ډیرو هیوادونو کې کښته راغله او په ۱۹۴۳م کال کې منحل شو. وروسته بیا د پرولتري کمونستو ګوندونو د نړیوالې همغږۍ له پاره په ۱۹۴۷م کال کې، بیا هم د مسکو په ابتکار کمونیستی معلوماتي دفترKommunistische Informationsbüro یا کومینفارم (Kominform) د هغو په ځای جوړ شو.
تر لومړۍ نړیوالې جګړې او د اکتوبرد سوسیالستي انقلاب له بریا وروسته په ۱۹۱۹م کال کې د کُمینترن لومړۍ کنګره د ۳۰ هیوادونو د کارګري کمونیستي ګوندونو په ګډون په نړیوالو بحراني او انقلابي شرایطو کې جوړه شوه او د بورژوازۍ په وړاندې یې د پرولتاریا د دفاع او نړیوال پرولتري انقلاب له پاره له هرې (سوله ایزې او جګړه ایزې؛ علنی او مخفی) وسیلې کار اخیستل مشروع وبلل. په کارګري ګوندونو یې غږ وکړ چې د امپریالیسم په مقابل کې وسلو ته لاس کړي. شعارونه یې دا و چې د وسلې په ضد وسله!، د زور په وړاندې زور!
د کُمینترن د لومړۍ کنګرې د اکثریت غړو په نظر د مبارزې نورو ټولو میتودونو، په دې لړ کې پارلمانی مبارزې هم باید د وسله وال مقاومت او فعالیت په خدمت کې قرار لرلای وای.
د کُمینتِرن دوهمه نړیواله کنګره:
د کُمینترن دوهمه نړیواله کنګره په ۱۹۲۰م کال کې جوړه شوه چې غوره اجندا یې پخپله د کُمینتِرن او کارګري ګوندونو تشکیلاتي جوړښټ و. د کُمينتِرن په دې کنګره کې د بلشویکانو او د شوروي اتحاد د کمونست ګوند مسلط رول تثبیت شو. په کُمينتِرن کې د غړیتوب منلو ۲۱ لنینی شرطونه بې له بحثه ومنل شول. همدا شان د لنین لخوا طرحه شوی ګوندي تشکیلاتي او د رهبرۍ پرنسیپ د (دموکراتیک مرکزیت)(Demokratische Zentralismus) تر نامه لاندې د کُمينتِـرن د ټولو غړو ګوندونو لخوا ومنل شو، د ځانګړو هیوادو د پرولتري ګوندونو استقلالیت یې محدود کړ او د مستقلو هیوادو پرولتري ګوندونو ته د هر هیواد د کُمينټِرن د ملي څانګو حیثیت ورکړل شو. همدې شرایطو لکه په انټرناسیونال کې، همداسې په ډیرو هیوادو کې په پرولتري ګوندونو کې د نظرونو اختلاف او انشعابونه له ځانه سره راوړل.
دا ددې سبب شو چې د کُمینتِرن د غړو کارګري کوندونو تر منځ په ملي موضوعاتو کې د مستقلو پریکړو او موضع د نیولو او یا په مسکو کې د میشتې رهبرۍ د هرې پریکړې د حتمي منلو په اړه د نظر تفاوتونو پخپله په کُمینټِرن کې د واحد نظر درلودلو ته زیان ورسوي. همدا شان په هر هیواد کې د مشخصو شرایطو د تحلیل سره سم د هر کارګري ګوند لخوا د تشکیلاتي پرنسیپونو او د ملي وضعې پر بنسټ د ګوندي غړو سره د پراخې مشورې له لارې د مبارزې د تاکتیکونو ټاکل له یوې خوا او د کُمینټِرن لخوا په ټولو ګوندونو باندې د (دموکراتیک مرکزیت) د تشکیلاتي اصل او د طرحه شوو روشونو او تکتیکونو حتمی منل د بلې خوا، دوه مختلف بهیرونه و چې په کارګری کمونیستی ګوندونو کې یې د غیر ضروري بحثونو د راپورته کولو، د مضرو فرکسیونود رامنځته کولو او ان د انشعابونو سره د مخامخ کولو زمینه برابروله. د (دموکراتیک مرکزیت) تشکیلاتي پرنسیپ په ګوند کې د دموکراسۍ د پراختیا او د ګوند په پریکړو کې د غړو د نظر د ښکارولو او زغرد ګډون او په ملي کچه یې له نورو سیاسي ځواکونو سره د همغږۍ مخه نیوه. د دموکراتیک مرګزیت د پرنسیپ پر بنسټ په واحد ګوندي غړي او یا په ځانګړي ګوندی سازمان باندې د هغو له اقناع او رضا پرته د ګوند په رهبري ارګان کې د نیول شوو پریکړو د منلو او اجرأ حتمیت د ګوندي غړو او ځانګړي سازمان د ارادې او آزادۍ د سلبولو معنا لري او د افرادو د ارادې محدودیت او د آزادۍ سلبول د بشر له منل شوو اساسي حقوقو سره په تضاد کې دي.
د کُمينټِرن د پریکړو عالی ارګان د غړو ګوندونو (نړیواله کنګره) ومنل شوه چې هر کال باید دایره شوې وای، خو په عمل کې د هغه د ژوند په ۲۴ کاله عمر کې دا کنګره یوازې اوه ځلې، هغه هم د شوروی د کمونست ګوند او دولت په غوښتنه په مسکو کې جوړه شوه. د کُمینټِرن په (اجرائیوي کمیټه) کې چې د دوو کنګرو ترمنځ یې ددې جوړښت چارې سمبالولې، شوروي اتحاد اوږد لاس لاره او د هر هیواد د پرولتري ګوند په دندو کې یې ځان ته د پلټنې او لاسوهنې حق ورکاوه.
د کُمينټِرن د تشکیلاتی سیستم له پاره د یوویشتو لینینی لارښود اصولو منلو د هغه په عضویت کې د هغو ګوندونو د منلو له پاره موانع رامنځته کړل چې په پریکړو کې د خپلو غړو د پراخې برخې اخیستو او نظر ښکارولو ته یې وخت او اهمیت ورکاوه. دا ددې سبب شول چې د کمينټِرن د غړو هیوادو په کارګري ګوندونو کې مرکزي پریکړې او قوماندې وچلیږي او د ګوند داخلي دموکراسي خفه کړي. په ډیرو هیوادو کې کارګری ګوندونه د بلشویکي او غیر بلشویکي ملي مستقلو طرحو، تکتیکونو او ستراتیژیو د منلو او نه منلو له کبله له انشعابونو سره مخامخ او بې ځواکه شي. د مثال په توګه د آلمان، فرانسې او ایټالیا غښتلی پرولتري ګوندونه منشعب شول او یوازې کوچنۍ څانګې یې په کمینټرن کې داخلې شوې.
د کومینټرن په دوهمه کنګره کې چې ۴۱ ګوندونو پکښې ګډون لاره، د کمونستانو لخوا د امپریالیسم سره د مبارزې د اعلان تر څنګ د پرولتري جنبش له ټولو نورو بهیرونو سره د دښمنۍ او سختو ټکرونو پریکړه وشوه. د کُمینټِرن غړو ګوندونو ته هدایت ورکړل شو چې «د ریفورمیستانو هر ډول سیوری دې په سیستماتیک ډول او بیرحمۍ سره په نښه» او وټکول شي. ریفورمیستان او سنترالیستان دې له ټولو سازمانونو وشړل شي. «کُمینټِرن ټولو غړو ګوندونو ته اخطار ورکوي چې دا تغیرات به حتماً او په کم وخت کې عملي کوي». د کُمینټِرن دوهمې کنګرې وغوښتل چې مطبوعات، پارلمان، صنفي اتحادیې، د ښځو سازمانونه او د ځوانانو ټولنې او داسې نور دې د ګوندي رهبرۍ له پریکړو سره سم او د هغو تر نظر لاندې جوړ او ګوندي سیاست د تعقیب کړي. په کنګره کې دا پریکړه هم وشوه چې د کُمينټِرن غړي ټول ګوندونه مکلف دي چې غیر علني "موازي تنظیمي وسیلې رامینځته کړي چې په مهمه شیبه کې به له ګوند سره مرسته وکړي چې خپله انقلابي دنده سرته ورسوي." په حقیقت کې، دا د ځمکې لاندې تنظیم او په دې لړ کې د وسله وال او پولیسي تنظیم غوښتنه وه چې باید په کُمینټِرن کې ټولو غړو ګوندونو رامینځته کړي وای.
د کُمينټرن دوهمې نړیوالې کنګرې نړیوال کمونستي جنبش د لنین د بلشویکي ایدیولوژۍ په تنګه کڅوړه کې واچاوه او په ډبل ایدیولوژیک لاک کې یې ونغښت. نه یوازې له پانګوالي نظام او پانګوالانو سره یې مستقیمی جګړې ته وهڅاوه، بلکې له لبرالانو او مختلفو کارګري او سوسیالیستي نظریو سره یې هم خپله بې رحمه دښمني اعلان، ځان یې له عام پرولتري جنبش څخه را بیل او د نړیوال پرولتري جنبش ترمنځ یې ټکرونو ته بهانې جوړې او لارې خلاصې کړې.
د پانګوالۍ پر ضد د وسله والې مبارزې طرحې دا هم اړینه کړه چې په ګوندونو کې د دموکراتیک مرکزیت تر نامه لاندې کلک شبهِ نظامي (اردو ته ورته) دسپلین ټینګ شې، د ګوندي داخلي دموکراسۍ مخه ونیول شي، د رهبرۍ د پریکړو عملي کول د ګوند هر غړي ته حتمي او د رهبر اراده او تصمیم پر ټول ګوند تحمیل شي. په دې توګه یې کولای شوای چې ګوندي لیکې د وسلو اخیستلو او وسله وال پاڅون ته وروزي او انقلابې اوسپنیز دسپلین ورباندې پلی کړي.
د کُمینټِرن د دوهمې کنګرې پریکړو له ځانه سره ډیر منفی عوارض لرل. د کُمينټِرن د غړو ګوندونو لخوا تر ځمکه لاندې د پټو ګوندي، پولیسي او وسله والو تنظیمونو جوړولو ددې زمینه برابره کړه چې په ډیرو هیوادونو کې یې پرولتري کمونیستي ګوندونو ته د تروریستي سازمانو په سترګه کتل او د پټو تروریستي ګروپونو څښتن او روزونکي یې بلل. په دې خاطر یې تر جدی پولیسي تعقیب لاندې نیول، پټ سازمانونه یې کشفول او تر ضربو لاندې راوستل او ګوندونه یې کمزوري کول. د کُمینټِرن غړو ګوندونو دا واک او امکان له لاسه ورکړ چې په ملی کچه د وضعیت مطابق مستقل تصمیم ونیسی او د (د خپلې خوښې دموکراتیک مرکزیت) د اصل پر بنسټ سازمانونه او تشکیلات جوړ کړي؛ په پارلماني مبارزه کې زغرده برخه واخلي، د تودو ترمنځ نفوذ وکړي او د خپل ولس د خلقي کتلو په زور او ملاتړ د کارګرانو په ګټه تدریجي ټولنیز- سیاسي او اقتصادی اصلاحات رامنځته کړي.
څرنګه چې کُمینټِرن د کارګري کمونیستی ګوندونو د تجمع مرکز و اوپه هغو کې غړو ګوندونو د شوروي اتحاد له مرستو څخه د برخمن کیدو چانس لاره، هر کارګری ګوند په هغو کې د عضویت د ترلاسه کولو کوښښ کاوه. هر هغه کارګري ګوند چې د کمینټِرن غړیتوب نه لاره، په نړیوال کارګري جنبش کې د تجرید او انزوا سره مخامخ کیده. سر بیره پر دې که به په یوه هیواد کې کارګري ګوند د کمینټرن له اصولو سرغړونه کوله، ددې بیره ورسره وه چې د کُمینټرن او شوروي اتحاد لخوا د هغو رقیب ګوند جوړ او غښتلی شي چې په ډيرو هيوادو کې دا کار عملي شوى او د دوو يا څو کارګري موازي ګوندونو شتون د همدې علت معلول و. په دې ډول په مختلفو هیوادو کې د کارګری ګوندونو ترمنځ د سويټیسم او بلشویزم د وفادارۍ سیالي روانه وه.
له ټولو نورو سیاسي بهیرونو او په دې لړ کې له نورو پرولتري ګوندونو (لکه سوسیالیستانو، سوسیال دموکراتانو، انارشیستانو، ریفورمیستانو، سنترالیستانو او نورو...) سره چې د کارګرانو له ګټو او حقوقو څخه یې د ملی شرایطو سره سمه دفاع او مبارزه کوله، د دښمنۍ اعلان دوې نامطلوبې پایلې له ځانه سره راوړې:
یوه داچې د بین المللي کارګري جنبش د مختلفو طرحو او ډلو ترمنځ یې سرې کرښې وایستې، غښتلی پرولتري عمومي ځواک یې منشعب، بې اتفاقه او په کوچنيو ډلو وویشه او پخپل منځو مشغولاوو او غیر ضروري دیالوګونو اخته شو.
او بله دا چې د همدې ټوټو ترمنځ بحثونو او ټکرونو د پرولتري جنبش ډیره انرژي، وخت او امکانات بې ځایه ضایع کول. ددې پر ځای چې د دوی ټولو قوه د امپریالیسټي نظام پر ضد پر یوه واحد جهت موازي عمل وکړي، د دوی د انرژۍ، ځواک او استعداد یوه برخه پخپلو منځو کې په مصرف رسیده.
کُمینتِرن د خپلې دوهمې کنګرې د سیاسي او تشکیلاتي پریکړو غلطیو ته متوجه شو او په دریمه او څلورمه نړیواله کنګره کې د هغو د تغير له پاره لاس په کار شو.
(نور بیا)