د عمرانخان پام وړ :
عمرانخانه تا ته چې څوک مخامخ ناست دی نوموړی خپله تل د سولې مخالف، د ستونزو او د افغانستان د بربادۍ اصلي جرړه ده
د پاکستان لپاره پر طالب، حقاني وحکمتيار پانګونه يوه بېځايه هڅه ده. پاکستان بايد د هندي الاصل مهاجر ضياءالحق پر دښمنانه پالېسۍ ((making water boiled at the right temperature in Afghanistan)) له سره کتنه وکړي. پاکستان بايد خپله هر اړخيزه رويه او چلن د افغانانو له نبض سره سم کړي
د پاکستان لپاره بيا د طالبانو او جهاديانو غوښتل د افغانستان د ازلي دښمن نصيرالله بابر له هغه مرکې سره ورته دي چې د فرهادي علي خاور سره يې کړې وه او په هغې کې يې د ذوالفقار علي بوټو د هغې اندېښنې او وېرې لپاره د خپل زړه دننه پټې وښکاره دښمنۍ او موخو په تړاو خپلې څرګندونې کړي دي. داسې کړنې هغه تېرې مخينې رامخته کوي چې ګواکې اوس بيا څه پلانونه ورکول غواړئ؟ دا د روغې جوړې ((سولې)) او ابادۍ معمار ((ګلکار)) نه، بلکې د برباديو، نفاق او د تخريب ښه پوخ ګلکار دی. يو څوک چې دننه په خپل ګوند کې ښه ونه ځليږي، نو هغه به د هېواد په کچه څنګه ښه وځليږي. د خپل وخت له صدارته يې راواخله تر اوسنيو ټاکنو پورې يې خپل ځان وازمايلو، خو ښه ونه ځلېده او هېڅ ګټه يې ورته ونه کړه. د بابر وحميدګل درېواړه چرګوړو حکمتيار، ص رباني او ا. ض. مسعود بيا د تېر په څېر د خپل واک لپاره واوېلا جوړې کړې ده. بابر به ويل ((موږ دوی ځکه انتخاب کړل چې دوی په قوم (ولس) کې ريښې نه لري)).
په پتاسو دې اموخته کړم
اوس د جوارو پولۍ خوند نه راکوينه
ښاغلی خان،
تاسې زموږ دغه ښاغلی داسې روزلی چې هغه به هېڅکله د هېچا په ګټه ونه خوري. د الله تعالی شان دی چې هر کاڼي او بوټي ته لاس اچوي، نو هغوی ورپسې له بېخه راوځي. اعتصام واتفاق يې شعار وو، خو نه په اعتصام کې پاتې شو او نه د اتفاق سمبول وګرځېده، بلکې هغه خپله ډله ترې هم داسې له ذهني وقلبي پلوه وشړېده چې انسان ورته حيران او ګوته پر غاښ پاتې شي. يو څوک چې منفي وروزل شي هغه بيا تر پايه لارې ته نه راځي. هغه متل دی چې :
کوږ بار تر منزله نه رسيږي.
يا :
کوږ دېوال تر پايه کوږ وي.
ولس ستاسې د درېواړو چرګوړو اسلامي نظام، عبوري ((مؤقت)) حکومت، د جهادي حکومت او د طالبانو اسلامي حکومت ((امارت)) او د شريعت خوندونه وڅکل بيا يې څوک نه غواړي. ښه به دا وي چې دا مقتدره حلقه دې نور له دې ډول بېځايه هڅو او شومو موخو او هيلو څخه لاس واخلي او د هند په څېر په بيا رغاونه، ښوونه او روزنه کې مرسته او پانګونه وکړئ.
تاسې خو لږ دې خپل ګرېوان کې سر کښته کړئ چې ستاسې پانګونې پر دې ډلو ټپلو ان تر طالبانو او حقاني شبکې پورې څه ګټه تاسې ته وکړه؟
ښاغلی حکمتيار دې سوچ وکړي چې له پيله تر ننه يې څه کړي دي؟ نوموړی دې له ځانه وپوښتي چې ولې ما ته د پاکستان له لورې په هغه وېشنه کې ولې د صدارت څوکۍ اشغال نه کړه او ولې کابل ته پرې نه ښوول شو؟ حال دا چې قاضي حسين احمد ورسره په سروبي او حميدګل ورسره په ارګ کې خپله بستره اچولې وه؟ که پاکستان رښتينې (صادقانه) مرسته کړی وای، نو ولې به نوموړی دا دومره موده له واکه لېرې پاتې کېدای او داسې نورې ډېرې پوښتنې شته چې وخت او ولس به يې له ده څخه وکړي؟
ښاغلی خان،
دا به ښه وي چې تاسې د نصيرالله بابر د زوی فرحت الله بابر او يا يې له لور شميم بابر وپوښتۍ چې پلار ولې هغه درېواړه ورتښتېدلي انتخاب او په لاس کې ونيول؟ او هم د حميدګل له زوی عبدالله ګل او هم د ضياءالحق له زامنو اعجازالحق واظهارالحق او هم د کرنيل امام له مېرمنې وپوښتۍ چې څښتن يې ولې له دې سره د ګډ ژوند پرځای زموږ له جهاديانو و طالبانو سره شپې سبا کولې او خپله خوږه مېرمن يې شا ته کړې وه. ايا کورنۍ ناباندې (ناخوښي) او ستونزې domestic violence خو به يې نه لرله؟ دا خو د پوښتنې وړ ده چې سړی خپله جاله او ځوانه مېرمن پرېږدي او د نورو مينې ورانوي.
Major General Naseerullah Babar
In 1974, Babar was tasked with training and funding Tajiks rebels against Sardar Mohammed Daoud Khan. It was in retaliation of Daoud Khan decade long proxy war against Pakistan and armed incursion by Afghan army in Bajaur in 1960 and 1961. Ahmad Shah Massoud and Gulbuddin Hekmatyar were among the rebels trained by Babar. In 1975, Babar trained rebels staged their first uprising in Panjshir valley. 1975 Panjshir uprising has also been described as the first operation conducted by Inter-Service Intelligence (ISI) in Afghanistan. Before this, ISI did not conduct any operation in Afghanistan. The uprising though unsuccessful, had forced Daoud Khan to change his ways and end his proxy war against Pakistan.
((د جنرال نصيرالله بابر نېکونه افغانان او په خټه «بابر» دی. او دی خپله په ۱۹۲۸ کې په پېښور کې زېږېدلی، خپلې زده کړې يې په سرحد او په هندوستان کی پای ته رسولي دي . بابر په ۱۹۴۷ کې د هند د وېش پر وخت د هندوانو له خوا د مسلمانانو قتل عام په سترګوليدلی، د هند او پاکستان په درې واړوجګړوکې بابرپه مېړانه جنګېدلې او د بهادری «د جرئت ستوری» يې ګټلی دی. نوموړی په ۱۹۷۲ په نومبر کې د فرنټير کور F.C ( قول اردوی سرحد) مشر وټاکل شو چې د ټولو سرحداتو د ساتنې مسووليت ورپه غاړه و. په کال ۱۹۷۳ کې د پېښور په بالاحصار کې يې له مرحوم انجنير حبيب الرحمن سره وکتل او د افغانستان د استبدادي رژيم خلاف يې د يوې هستۍ بنسټ (اساس) کېښود. بابر د اسلامي نهضت نورو غړو لکه حکمتيار، احمدشاه مسعود، استاذ ربانی او نورو ته پاکستان ته د هجرت زمينه مساعده کړه. ميجر جنرال بابر په ۱۹۷۶ کې د سرحد صوبې ګورنرشو. په کال ۱۹۷۷ کې رسمًا له پيپل پارټۍ سره يو ځای شو. بابر د ۱۹۹۳ کال په انتخاباتو کې د نوښار په حوزه کې اجمل خټک ته ماتې ورکړه او پارلمان ته راغی او په همدی کال د بېنظيربوټو په حکومت کې ورته د کورنيو چارو وزارت وسپارل شو. بابر په کال ۱۹۹۵ کې د پاکستان لوړ مېډال «دشجاعت هلال» تر لاسه کړ. بابر ته ډېری افغانان د طالبانو د پلار په سترګه ګوري »
په پورته جملو کې د وطن مجلې خبريال دا خبره په ډاګه کوي چې د افغانستان لپاره د اسلامي نهضت د بنسټ ډبره د پېښور په بالاحصار کې د نصيرالله بابر په لاس کېښودل شوه ، خو راځۍ اوس خپله د بابر په ژبه دا خبرو واورو ، نوموړی د وطن مجلې خبريال د پوښتنې په ځواب کې وايي :
((په اګست ۱۹۷۳ کې داود خان کودتا وکړه ، نو د همدې کال په اکتوبر کې ما ته خدای دی اوس وبښي انجنير حبيب الرحمن راغی. هغه له ما سره خبره وکړه چې ”ما بوټو صاحب ته بوځه، ما له بوټو صاحب سره خبره وکړه.“ زه هغه وخت کې بالاحصار (پېښور) کې بريګېډير وم. نو ټول صوبه سرحد، بلوچستان او کشمير ما سره وه. دوی مهمندو ته د ناوګی له لاری راغلی وو.))
د مرکې په بله برخه کې زياتوي« دا ټيک ده چې په ۱۹۷۳ کال کې انجنير حبيب الرحمان او بيا حکمتيار ، احمدشا مسعود او روسته رباني او نور دلته راغلل ، هغوی ته موږ تريننګ شروع کړ......نو د نهضت لومړنيو مجاهدينو ته له اکتوبر ۱۹۷۳ نه تر ۱۹۷۷ پورې ما دوی ته ټريننګ ورکولو ، په هغه وخت کې د دوی قيادت دلته و، دوی به د کابل له کالج او يونيورسټي څخه هلکان راوستل او مونږ به تريننګ ورکولو او بيا به مو خپلو خپلو ولايتونو ته لېږل ، ترڅو دوی هلته نورو ته درس ورکړي. مونږ دلته دوی هريوه ته بېل بېل کارونه سپارل ، رباني به شبنامې او داسې نور شيان ليکل او حکمتيار د ارتباط کارونه کول .
ليکن د داود په وخت کي مونږ داسې وکړل چې غوښتل مو داود ته يو درس ورکړو . مونږ احمدشا مسعود پنجشېر ته ولېږو . مونږ په پنجشېر کې په مسعود باندې عمليات وکړل ( په ۱۹۷۵ کې ) ترڅو معلومه کړو چې دا کسان څومره تريننګ شوي دي . هغه عمليات داود ته پوره تاوان اړولی و .
...... بيا په ۱۹۷۸ کال کې دوی ما ته راغلل او ويل يې چې پيسې هم نشته او بل شی هم نشته ، مونږ په ډېر بد حال يو .......نو ما دا وکړل چې اول مې شاه ايران ته پيغام ولېږه چې مونږ دا خلک تريننګ کړی وو ، ته له دوی سره مرسته وکړه .......بيا ما دوی امريکا ته بوتلل . زه خو له صوبه سرحد څخه وتلئ نه شوم ، نو بيا زما يو دوست و په اسلام اباد کې ، هغه هم کور جوړولو او ما هم ، نو ما به دا مجاهدين د هغه کور ته ورلېږل ، خو په سفر کې به مې خبره ورته کوله ، ورته ويل به مې چې ګلکار درغی، نو ګلبدين به مې ښود ، او چې به مې ورته ويل چې د بجلي والا ( برقي ) درغئ، نو احمدشا مسعود به ورغی . د امريکا سفارت په مۍ ۱۹۷۹ کې له دوی سره کمک شروع کړ . ما ورته وويل چې تاسو خپله اجنډا او پروګرام جوړ کړئ او ما ته يې وويل چې ته هم خپل پروګرام دوی ته ورکړه)).
نصيرالله بابر په دې مرکه کې زموږ د ټولو جهادي تش په نوم مشرانو څېرې بربنډوي او له هغو سره د پنجاب د ټولو اړيکو څخه پرده پورته کوي . د طالبانو په اړه د خپلې همدې مرکې په يوه برخه کې وايي :
((موږ هم چې په کال ۱۹۹۴ کې افغانستان او مرکزي آسيا ته لاړو، او هلته په افغانستان کې طالبان راغلو، نو مقصد مو دا و چې مرکزي آسيا ته – چې قسما ً سياسی او معاشی (اقتصادی) آزادي ورته ملاو شوی وه – ځان ورسوو. موږ عقيده درلوده که د دی سيمې تېلو ته ځان ورسوو او له هغه هېواده پر افغانستان ترانزيتي سړک جوړ کړو، او تر ګوادر پورې لاره جوړه شي نو موږ ټولو ته به فايده وي. که دغه پلان عملي شوی وای، نو هندوستان هم دغه لاری ته ضرورت درلود او له پاکستان سره يې تجارتي راکړه ورکړه زياتېدای شوی بيا نو د کشمير مسئلی ته د پاکستان په ګټه حل راوتلای شوای.))
د پروېز مشرف کتاب
د اور په ليکه
In the Line of Fire
پروېز مشرف :
کله چې په ۲۰۰۱ ز کال کې د سېپټېمبر پېښه وشوه، نو زه د کراچۍ په قول اردو کې وم چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير کولن پاول راته زنګ ووهلو او ويې ويل :
يا له موږ سره شه او يا زموږ له دښمنانو سره؟
پروېز مشرف وړاندې ليکلي چې زما لپاره دا ډېره سخته وه چې طالبان له ځانه خپه کړم، خو تر هغه زياته ډېره سخته دا وه چې يو کمزوری پاکستان دې د نړۍ له يو زبرځواک سره مخامخ شي. نو پرېکړه مې وکړه چې له طالبانو سره يارانه پرې کړم او د امريکايي ائتلاف برخه وګرځو. ځکه چې د پاکستان ملي ګټو همدا ايجابوله.
هغه د خپل کتاب په يوه بله برخه کې دا ليکلي چې کله امريکا غوښتل پر افغانستان د طالبانو د حکومت د پرځولو لپاره بريد وکړي، له موږ څخه يې د همکارۍ غوښتنه وکړه او له موږ څخه يې اووه (۷) غوښتنې وکړې چې يو له هغې نه په پاکستان کې د طالب مشرانو دوی ته سپارل وو.
مشرف وايی موږ د هغوی غوښتنه ومنله او څه د پاسه څلور سوه (۴۰۰) لوړپوړي (جګپوړي) او ټيټپوړي طالبان مو امريکا ته وسپارل چې د هغې په بدل کې يې موږ [پاکستان] ته ډېر ډالر ورکړل.
هغه وايی کله چې مو د ناټو او امريکا ګډو ځواکونو ته خپلې نظامي هډې ورکړې او همدارنګه د افغانستان يو شمېر مهمې برخې مو ورته وښوولې تر څو له دې هډو پر افغانستان بريدونه وکړي او هر ځای په اسانه په نښه کړي.
مشرف وايی امريکا پينځه څلوېښت زره (۴۵۰۰۰) حملې زموږ له خاورې څخه پر افغانستان وکړې.
مشرف وايی موږ ته د افغانانو وينې نه، بلکې خپل هېواد ارزښت درولود. موږ ته خپلو ګټو لومړيتوب درلود. افغانان خو موږ د دې لپاره وځورول او يو له بل سره مو د دې لپاره وجنګول چې ترڅو پاکستان ارام او باثباته اوسي.
مشرف زياتوي افغانان مو داسې وځورول چې هر چا به د حورو او جنت په فکر هر څه کولو ته چمتو ول. يو بل به يې ښه په شوق سره وژل، خو موږ ته د پاکستان بقا ارزښتمنه وه. هغه وايی : موږ په دې باور وو چې امريکا به د پاکستان دا مرسته هېڅکله هېره نه کړي. هغه وايی امريکا غوښتل افغانستان کې د ځان ساتلو لپاره د شورای نظار او په خاصه توګه د دوستم او خليلي ځواکونه په پيسو واخلي او اکمال يې کړي. ترڅو راتلونکې کې د بل چا لاس ته ونه لويږي او د دوی پر ضد استعمال نه شي.
مشرف وايی موږ هم له امريکا سره په دې کار کې راضي (خوښ) وو او ځينې نورې ډلې د حزب اسلامي په ګډون چې زموږ هر امر او غوښتنې ته تابع ول له امريکا سره مو مخ کړل.
هغه وايی بدبختانه چې د افغانستان ځينې روشنفکره افغانانو امريکا ته مشوره ورکړه چې افغانستان ملېشه ځواکونو ته نه، بلکې پوځ ته اړتيا لري. نو هماغه وو چې زموږ په لاس د افغانستان د ړنګول شوې اردو په جوړېدو بيا کار پيل شو چې د افغانستان ځينې منصبداران د پخوا په پرتله په ډېر زيات شوق د اردو يې ملي، امنيت يې ملي او ځانګړو ځواکونو ته د خدمت په موخه راودانګل.
مشرف وايی ما هماغه وخت د امريکا ولسمشر بُش ته ليک واستولو چې امريکا بايد په افغانستان کې ملي اردو او ځانګړي ځواکونه جوړ نه کړي. ځکه موږ له افغانستان سره يو شمېر ستونزې لرو او هلته د پوځ جوړول پاکستان ته د خطر په مانا ده. هغه وايی زموږ د تمې خلاف په افغانستان کې ملي اردو ته هره ورځ زرګونه ځوانان ورتلل. هغه وايی موږ د امريکا لپاره پخپل لاس جوړه شوې ترهګره ډله طالبان خپه کړل، خو امريکا زموږ د غوښتنو خلاف افغانستان کې داسې پوځ جوړ کړ چې پاکستان ته هم کمه نه وايی او د امريکا په کيسه کې هم نه ده.
سليمان لايق :
دا زما تقدير يې ولې هسې تريخ کړ
زه د گل مينه پې کمه، دى اغزى شي
سم سړى وي، خو چې زړه ورته نږدى کم
زما پلې را پرېکوي، روغ ليونى شي
اګر چې زه له ارواښاد سره شعوري تړاو نه لرم، بلکې د هېواد ناخوالو ته په کتو انسان له دې خپلو جهاديانو ګيله من شي چې اوس خو هر څه د لمر په څېر ښکاره شول، نو تر څو به د خپل ګران هېواد ازلي دښمن ته د خير په تمه ناست يو؟ هغه څه چې لايق د شعر او د سياست پر ژبه ولس ته پرېښي د درناوي وړ دي اود هېواد د ټولو ناخوالو په تړاو ترې ګټه واخېستل شي.
دا ښه شوه چې د دې ځينو له پيله تش په نوم د اسلامي نظام د بنسټ جرړې چې د بېګانه وو په نظامي و استخباراتي مرکز ((د پېښور په بالاحصار)) کې د ګران هېواد د هغې برحقې داعيې پر ضد اېښوول شوې وې پخپله د همدوی له خپلو خولو رسنيزې او ډاګېزې شوې، نو ښه به دا وي چې له دې وروسته دا ځينې ځينې چې لا خپل ځان او حزبي کړنلاره د ګران هېواد له برحقې داعيې او د افغانانو له نبض او د ګران هېواد له ملي - اسلامي، کلتوري او تاريخي ارزښتونو سره عياره کړي. خلک دې اوس عيني واقعيتونه درک کړي او پر خپلو دښمنانه پالېسيو دې له سره کتنه او يوه رغنده د ښه ګاونډيتوب رويه خپله کړي.
افغان حکومت جګړه کول نه، بلکې سوله او هم د نورو د راتپل شوې جګړې مخنيوی او پای ټکی غواړي. هغه پخواني بېګانه شعارونه چې ((جنګ، جنګ تا ختم ګيلمجم)) زاړه شوي. له بده مرغه خلکو د دې خپلو بدرنګه شعارونو سره چې له لا تر اوسه د خلکو پر ديوالونو لا پاتې دي د هماغه ګيلمجم سره غاړه غړۍ شو او هر څه يې د خپل واک لپاره شا ته او هېر کړل. نن بيا پر هغو زړو شعارونو شخوند ووهلو او د خپل بادار د پنجاب له آخوره يې بوين ارګمی راپورته شو.
پيغام و پايله :
د افغانستان مجاهد ملت د سرومال او د هستۍ ستره بلهاري (قرباني) د دې لپاره نه وه ورکړې، لکه څنګه چې هندي الأصل تورکوني پنجابي پروېز مشرف پخپل کتاب ((د اور پر ليکه)) کې څرګندونې کړي دي. تېر په تېر او هېر پر هېر دومره اسانه خبره نه ده، بلکې هغه رښتينې توبې - بښنې او راتلونکې رغنده چلن او په افغانستان کې له هر ډول لاسوهنې نه د مجاهد، طالب وحقاني ((مؤقت / عبوري حکومت)) او نورو ترهګرو ډلو ټپلو له روزلو، تمويلولو او رالېږلو څخه د لاس اخېستلو پورې تړاو لري.
عبوري و جهادي حکومتونو او اسلامي امارت يوځلې ازمايښت ورکړی بيا يې څوک نه غواړي. يو څوک چې خپله ډله (حزب) يو کولی شي، بلکې په راتګ سره يې لا وپاشله، نو هغه به د ((مؤقت حکومت)) لپاره څه په درد وخوري؟ له ارواښاد فريده يې راواخله تر فضل حق مجاهد، سيرت، هلال، دوه ځله يې خپل زوی ازمايلو ګټه ونه کړه او ان تر دې چې په اوسنيو ټاکنو کې يې خو خپل ځان هم وازمايلو له بايللو پرته يې بله پايله نه لرله او خپل ټول زور يې ولس ته ښکاره شو چې څومره وټونه يووړل؟ درې برخې ٪۳ د ٪۹۷ په مقابل کې خپله د سړي وزن په ټولنه کې ښکار کوي. همداسې هغه نور دواړه يې درواخله.
حزب اسلامي له سره ترميم او رغنده تګلارې ته اړينه اړتيا لري. افغانان دا بده ګڼي چې د خپل کور د جومات لپاره د پنجاب له هېرا منډي نه د مؤقت حکومت اذان واوري او بيا ورپسې يې عمران خان هوبه هو بدرګه کړي. افغان ولس يو پلا د باجوه اذان اورېدلی هماغه بس دی. حکمتيار چې د بل په غېږ کې څه ګلان کري خپله به يې ريبي. ګومان نه کوم چې په راتلوکې کې دغه ٪۳ برخې هم ترلاسه کړي.
په درنښت
سيد حسين پاچا
سکاټ ميلر : طالبان هڅه کوي د بهرنيو سرتېرو تر وتلو خبرې وځنډوي
https://www.taand.com/%d8%b3%da%a9%d8%a7%d9%bc-%d9%85%db%90%d9%84%d8%b1-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%d9%87%da%85%d9%87-%da%a9%d9%88%d9%8a-%d8%af-%d8%a8%d9%87%d8%b1%d9%86%db%8c%d9%88-%d8%b3%d8%b1%d8%aa%db%90%d8%b1/
عمرانخان : ورانکاري عناصر د افغانستان د سولې پروسه ګواښي
https://www.taand.com/%d8%b9%d9%85%d8%b1%d8%a7%d9%86-%d8%ae%d8%a7%d9%86-%d9%88%d8%b1%d8%a7%d9%86%da%a9%d8%a7%d8%b1%d9%8a-%d8%b9%d9%86%d8%a7%d8%b5%d8%b1-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%af/
حکمتيار : پاکستان يې دويم کور دی
https://www.taand.com/%d8%ad%da%a9%d9%85%d8%aa%db%8c%d8%a7%d8%b1-%d9%88%db%8c%d9%84%d9%8a-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%db%8c%db%90-%d8%af%d9%88%db%8c%d9%85-%da%a9%d9%88%d8%b1-%d8%af%db%8c/
حکمتيار : د کابل حکومت جګړه غواړي ؛ د سولې پلوي نه دی
https://khabarial.com/archives/9876
حکمتيار : امريکا په افغانستان کې ماته خوړلې ؛ له وتلو بله لار نه لري
https://rohi.af/news/87580
حکمتيار : يوازېنۍ حل لاره مؤقت حکومت دی
https://www.pashtovoa.com/a/hekmatyar-talks-about-peace-/5634794.html