وحيد سپين غر _كابل
په سوله اوامن كي ژوندكول دهري ټولني دولسونو رواغوښتنه ده
زموږ كړيدلې ولس چې ددوه نيمولسيزوپه اوږدوكي يې بې ساري كړاونه ليدلي
دى ته ليواله دي ترڅو په هيوادكې يې سراسرې سوله اوامنيت ټينګ شي اوټول افغانان دسولې اوملى يووالى په سيورى كى دورورۍ اويووالي په رڼاكي ژوندوكړي
په افغانستان كې دنويو بدلونونوپه راتګ سره دملې يووالې ترڅنګ دسولې اوسراسري امن لپاره هم هڅې پيل شوي ترڅودهيوادټول ولسونه ديوموټى اوواحد افغانستان دنه جلاكيدونكوبچيانوپه توګه ديوشان حقونونه برخمن شي اوهرقوم اوډله دلوى اويوموټى افغانستان په سپيڅلي هنداره كې خپل تصوير وګوري
خودخواشينې ځاي دادي چې تراوسه لاځيني ډلي اوكړۍ دسولې اوپخلاينې په دي ستر بهير كې ګډون نه دي موندلي بلكه دهيواداوولس په وړاندي يې په وسله واله جګړه لاس پوري كړي ،په داسي حال كې چې زموږ دهيواد بهرني دښمنان دغسي يوى موقع ته په كمېن كي ناست دي اوغواړي زموږ دكړيدلى ولس له دى ناخوالى حالت نه دخپلوشومواونارواګټودترلاسه كولوپه موخه ګټه پورته كړي اوافغانان يوځل بيا ديواوبل په وړاندى په يوه اوبل نامه وجنګوي اودافغانانودردونو اوكړاونوته ترډيري مودى پوري دوام وركړي
ټولوته ښكاره ده چې د هيواد په اوسنيوناراميو كې په څرګنده دافغان ولس ددښمنانومستقيم اولوى لاس شته اونه غواړي چې افغانان دسوكال اوارام ژوندانه څښتنان شي
په هيوادكي دسولې اوپخلاينې دهڅوپه پايله كې ډير شمير هغو افغانانو چې په
جګړه ئيزوهڅولګيا وو،دجګړى نه لاس اخيستى اودسولې او پخلاينې له بهير سره يوځاى شوي اواوس پخپل كوراوكلى كې له عزته ډك سوله ييز ژوند پرمخ بيايې خولاتراوسه هم يوشمير كسان اوډلي چې دوطن اوولس په وړاندى په جګړه لګيا دي دسولې او پخلاينې دبهير سره نه دي يوځاي شوي اودجګړه ييزوفعاليتونوڅخه يې لاس نه دي اخيستى
دڅوكلونوپه بهير كي دهيوادډيري ناامنه سيمي دهيوادجنوبې سيمې اوهغه سيمې وې چې دپاكستان له پولوسره نزدي پرتې دي ،افغاني چارواكوڅوځلې پاكستان ته ددى خبرى يادونه كړي اودايې هم ويلي چې پاكستان بايد دترهګروپه ضد مبارزه كې رښتينې ګامونه واخلي ترڅوپه دغوسيموكې دترهګروځالې ړنګي شي ،خوپاكستان دي خبروته چندان پاملرنه نه كوله چې په پايله كې دافغانستان اوپاكستان ترمنځ دناندريوسلسله ډيره اوږده اوتنده شوه خودغبرګونونواوناندريودغه لړۍ هغه وخت ډيره تنده اوتيزه شوه كله چي دامريكي ولسمشربوش سيمي ته سفر وكړ اودپاكستان چارواكوته يي داروښانه كړه چي پاكستان بايد دتروريزم په ضد جګړه كي كوټلې ګامونه واخلي او خپلي هڅې نوري هم ګړندي كړي ،كه څه هم چي دپاكستان ولسمشر مشرف دافغانستان په وړاندي يومنفي غبرګون وښود اوپخپلوبي مسئوليته بيانونوسره يي يوځل بيا دافغانستان اوپاكستان په اختلافاتو تيل وشيندل
خو دنړيوال فشار له امله يي دوزيرستان په ناامنه سيمه چيرته چې دترهګرومشران اوډلې اوسي په پوځي عملياتولاس پوري كړ اونړيوالوته داسي ښي چې پاكستان كلك هوډ لري ترڅوپه دغه سيمه كي دترهګروځالي ډنګي كړي ،خودابه وخت ثابته كړي چي پاكستان پخپل دي كار كي څومره رښتينى دي اوتركومه بريده غواړي ترڅود ترهګرو دله منځه تلوپه لاركي پياوړي اورغنده ګامونه واخلي
شننونكي په دي باوردي چي پاكستان دوزير ستان په سيمه كي څوځلي دارازپوځي عمليات ترسره كړي خودهغونه كوټلي پايلې نه دي ترلاسه شوي ،كه چيرته پاكستان په هغوقبايلوسيموكي چي دترهګرودپټيدواوفعاليت اصلي ځالي دي كوټلي ګامونه پورته كړي نوددي ډير امكان شته چي دترهګروپه فعاليتونوكي دي كموالي رامنځته شي اوپه دي توګه به دافغانستان هغه سيمي چې دپولي سره نزدي پرتي دي دترهګرودبريدونونه خوندي شي
دغه رازدافغانستان ددولت امنيتې ځواكونه دنړيوالوسوله ساتوځواكونوسره په ګډه كولي شې چې خپلې هڅې دافغانستان په دننه كي دوسله والوترهګروپه وړاندي پياوړي اوغښتلي كړي ترڅو دهغوي دترهګريزوفعاليتونومخه ونيول شي ،چې په دي توګه به په ټول افغاسنتان كي دسراسرې سولې اوامن فضا لازياته پراخه اوپياوړي شي ،كنه نوددي ډول ترهګريزوبريدونولړۍ به همداسي ترډيره په هيوادكي روانه وي چېورسره به دهيواددابادۍ،بيا جوړونى اواقثصادي پياوړتيا ټول كارونه په ټپه ودريږي اوافغانان به دسولې ،امن اوسوكالۍ نه بې برخي پاتې شي
كه څه هم چې ترهګرودنوي پسرلى په رارسيدوسره دخپلوبريدونودزياتيدوګواښ كړى خوداسي ښكاري چې دافغانستان دولت دنړويوالوځواكونوسره په هم غږۍ كي دترهګرودبريدونودشنډولواوپه هيوادكي دامن دلاپياوړتيا لپاره پوره چمتووالى لرى اوپتيله يې ده چې په راتلونكي كال كي به په دي اړوند ډيري برياوي ترلاسه كړي
كه چيرته پاكستان دپولي هاخوا دترهګروپه له منځه وړلوكي پاخه اوپياوړي ګامونه اوچت كړي نوترډيره بريده به افغانستان ته د ترهګرودراتلومخه ونيول شي اوهمدارازدهيوادپه دننه كي په هغو سيموكې چې دترهګرودشتون فكر كيږي په نښه شي اودترهګروپه وړاندي عمليات ترسره شي نوپه هيوادكي به ترډيره حده دسولې اوسراسرې امنيت لمن وغځيږى اوترهګر به ونه توانيږي ترڅوزموږ دهيوادوالوسوله ئيز ژوند ګډوډ كړي