خوشال خان دوطن، پښتون او پښتو په وړاندې
الف – خوشال خان دوطن په وړاندې:
خوشال خان دوطن سره مینه دایمان برخه ګڼله اود هغې يې سمه پالنه کوله. څوک چې دخپل هیواسره مینه لري یانې دخپل ټا ټوبی، کلتور،ژبه، او تاریخي ارزښتونه ساتي او پالي، د وطن پالونکي نوم ګټي. وطن پالونکی په دې پسې نه ګرځي چې وطن يې ده ته څه ورکوي، کوم مقام او کوم امتیاز يې په برخه کوی، خو دی په خپله وطن ته هر څه ور کوي او دخدمت په لار کې يې هیڅ نه دریغوي. په دې لحاظ ننګیالی بابالوی وطن پالونکی و. خپلې خاورې او ولس ته يې ډیرڅه ورکړي دي اوبې سارې خدمتونه يې ورته کړي دي. د خوشال وطن په هغه وخت کې دمغولو امپراتورۍ یوه برخه وه، ملي دولت، ملي سمبولونه، ملی بیرغ او تاریخي جشنونه اوسیاسي سر حدونه يې نه در لودل، خو چرته چې افغان استوګنه کوله هغه يې خپل هیواد اوخپله خاوره بلله نو ځکه يې په شعرونو کې هم ملي دولت اوملي سمبولونو انعکاس نه دی موندلی او دهغو په ځای يې دخپل هیواد طبعیت، ښکلو منظرو، دنګوغرونو، مستو سندونواوښواو یارانو په زړه کې ځای نیولی دی اوهغه يې په خپلو شعرونو کې داسې ستایلي دي:
د وطـــن مــیــنــه ای جانه را پــیــد ا ده لـــه ایــمــانه
هغه ملک دزړه ارمان وي چې پکې دې ښه یاران وي
نه دخــپــل وطــن خارونه نــه د بـــل وطـــن ګـــلــونه
نه دخــپل دیـار ګور ګري نــه د بــل د یــا ر شــکــرې
نــه د خپـــل د یــا ر حجر نــه د بــل د یــا ر ســـره زر
[ دخوشال خټک کلیات................. ۸۳۸ مخ ]
بابا ته خپل وطن دومره ارزښت لری چې ډبرې يې په سروزرو مني، دګورګرو نه يې دشکرو او له اغزیو اوخارونو نه يې د ګلونو خوند اخلي او دښو یارانو تر منځ په دې دیارکې دژوند کولو مزې داسې بیانوي:
نا ست په ګلزارکې یارپه کنا ر کې با ده ګردانــه مطـرب په کار کې
دا حال چې زه لرم په خپل دیارکې باد شاه يې نه لري په هندویار کې
۵۲۶[ دخوشال خټک کالیات................۵۲۶ مخ ]
بابا که هر څومره دخپل وطن دغرونو، رغونو، دښتو ، درو او سندونو ستاینه کړې ده اوخپل دیار ورته ګلزار او دشاهانو له دربار نه ښکلی او وچت ښکاریده، نو په دې کې يې یوازې خپله شخصي مینه او خپل ذوق بیان کړی دی او د نورو متفاوتو مینو اوذوقون درناوی يې ساتلی دی.د بیلګي په توګه دخپل وطن، په تیره بیا دسرای په هکله لیکي چې:
که دسرای مځکه سنګزار ده وخوشال وته فرخار ده
دا بهــار لکـــه د ســرای دی هسې کله د بل ځای دی
[ دخوشال خټک کلیات.................۸۳۹ مخ ]
په بل ځای کې لیکي چې:
د وطــن ونــې چنــد ڼ ا ګــر دي خاوری ېې واړه مشق وعنبر دي
که سرای ونورو، وته سنګیړ دی کا ڼی ېې واړه ما ته سره زر دي
[ دخوشال خټک کلیات............... ۴۸۰ مخ ]
خوشال خان دخپل وطن بیلابیلوبرخو ته سیاسي اوڅیړنیز سفرونه کړي دي اود هغوی له هواوطبعی ښکلا سره له نږدې اشناو. دهیواد جغرافیه، ښارونه،غرونه، رغونه اوسندونه يې پیژندل او دهغوی له هوا اوښکلا څخه يې خوند اخیست. کله چې، له خپل خواږه وطنه جلا او لرې، د هندوستان درنتبور په جیل کي زنداني و، دهغه په فراق کې يې داسې ترانې ویلي دي:
هغه باد چې کابـل خیز دی په ما واړه عنبر خیز دی
څوک چې یاد کاندي کابل په ګــوګــل مـې شي غلفل
څوک چې یاد کړي پیښور زړه زمـــا شـــي منـــور
څوک چې یاد کاندي اټک قــافــیـــه کــړم د خــټک
[ د خوشال خټک کلیات............... ۸۴۹ مخ ]
په بل ځای کې لیکي چې:
د کا بــل وا ړه رو د و نـــه د کــونــړ د صوات سندونه
سره یو شي په سرای راشي د ســیحـون ســره یکجا شي
نـه يې غـږ نه يې نا رو شته په هرجام کې يې دارو شته
چـې يـې څـښي، پکې شنا کا مــا د ې یــا د هـغه اشنا که
[ د خوشال خټک کلیات...................۸۴۳ مخ [
که له یوې خواد بابا دسر کاسه دعلومو، ژورو فکرونواو لوړو رنګینو خیالونونه ډکه وه نو له بلې خوا يې دزړه په دهلیزونو کې دبشریت، په تیره بیا دخپلې خاورې او ټبرسره پاکې او بې پایه مینې ځای نیولی و او خبل برخلیک يې دخپل قوم او خپلې خاورې د برخلیک سره دهمدې مینې په ځنخيرونو تړی و.