سریزه:
زه ـ د دې کرښو لیکونکی ـ دمسلک له مخې شاعر، ادیب، ژبپوه اویا کوم مسلکي تاریخپوه نه یم، خو د شعر لوستلو سره مینه لرم. دخوشال خټک په شمول مې دپښتو ژبې دځینو لویو شاعرانو دیوانونه لوستي دي او دځینو په هکله مې یوڅه لیکلي هم دي، خو دشعر په شکلي فن او هنر چندان نه پوهیږم. زما مسلک ښوونیزه اوروزنیزه پوهه ده. په دي څانګه کې مې په المان کې دفرانکفورت ښار په ګویتې پوهنتون کې د دیپلوم ( ماسترې ) په کچه لوړې زده کړې دي او ورپسې مې څه ناڅه شپاړس کاله د کابل پوهنتون په ښونې او روزنې پوهنځي کې داستاد په توګه ښوونیزې او څیړنیزې چارې ترسره کړي دي. له دې امله دخوشال بابا ( ۱۶۱۳- ۱۶۸۹م ) په شان د دومره لوی علمی او ادبي شخصیت د تعریف بشپړه پوهنیز او فني شرایط نه لرم او یوازې دهغه داشعارو په جوهریا منځپانګه اود ځوان نسل په سیاسي، ټولنیزې اواخلاقي روزنه کې د هغوی په حیاتي ارزښت یو څه پوهیږم چی البته په یوازنې توګه د باباد لوړ شخصت بیانولو له پاره کفایت نه کوي. نو ځکه د مسلکي کسانو، شاعرانو، اد یبانواو ژبپوهانوڅخه دمرستې د ترلاسه کولو په لټه کې شوم. په دې لړ کې د « ستر خوشال دکلیاتو شالید او دا کلیات» تر سریزی لاندې دمحمد آصف صمیم یوې پو هنیزی لیکنې سره مخامخ شوم. ده په دې لیکنه کې دخوشال خټک په هکله دایراني لیکوال ښاغلي منوچهري داجمله رانقل کړې ده چې وايي:« سعدي،حافظ اوفردوسي چې دری واړه سره له اجتماعي، تصوفي او حماسي پلوه یوځای شي، یو خوشال ترې جوړیږي.»[ دخوشال خټک کلیات، دویم چاپ،اسد دانش مطبعه،۱۳۸۷ل، دویم مخ]
داسې ښکارې چې ښاغلي منو چهري دیوه پوه اولیکوال په تو ګه په دې پر تلنه کې دخوشال خان د شخصیت یوازې معنوي اړخ – ژور او پراخ معرفت، رنګین خیال، ژور فکراوپوخ شعری او ادبي هنر ـ په نظرکې نیولی دي او دهغه جسمي قابلیتونه، اداري اونظامي مهارتونه يې له پا مه وتلي دي. خوهغه څه چې ننګیالی خوشال دهغه وخت د نورووتلو پوهانو څخه را ګوښی کوي د هغه د معنوی اوجسمي ځواکمنې ترمنځ انډول دی. ننګیالی بابا د لويې معنوي شتمنۍ ترڅنګ په خپل وخت کې دبی ساري جسمی مهارتونو او قابلیتونو خاوند هم و. دآس په سپرلۍ، ښکار، دغشي لیندۍ، نیزې، ډال او تورې په کارولو کې يې ساری نه درلود اوسربیره پردې یووتلی سردار، افسر اوسر لښکر هم و. دبابا دې خانګړتیاوو ته ګل پاچا الفت یو څه پام کړی دی او هغه يي په دې لاندې ټګو ستایلی دی:
وې د رزم ا و د بزم پــه مجلــس کې هلته باز، د لتـه بلبل هزار داستانه
عشق اوذوق، فکرو تد بیراراده عـزم ستا په بــرخــه رسیدلي وو بېشانه
هم رستم هم فردوسی دیوه داستان يي هـم شاعر هـم مفکر هم پهلوان ېې
لوی سړی وې درسره وو لوی فکرونه مګر ژر نه را ویښیږی ولســونـه
[ دالفت مرغلرې: دانش خپرونه، پیښور، ۱۳۷۵ هـ ش کال، ۷-۹ مخونه.]
رښتیا داده چې خوشال خان دخپل شخصیت په جوړونه یانې په علومو،فنونو او هنرونوباندې دځان د سنبالولو په لارکې د لوړ همت، کلکې ارادې، ژور فکر او تد بیر څخه کارا خیستی او بری يې ترلاسه کړی دی، مانا داچي د ننګیالي بابا لار د بري اوموخې ته د رسید و لار ده، نو ځکه د پښتو غزل پلار حمزه شینواري دخوشال بابا لمسیانو ته په ټینګار وايي چې:
وروځې لیــمه زلــفې بــاڼـه پښتانه څنګه یو ځای شول پښتانه پښتانه
لــږ مې نــظر تــه هر کلی و وا یه رټــلي نـــه د ي مــیلــمانـه پښتانه
زلــفې کــمڅې کمڅې ښــکلا ګــڼمه ولې دي وي خـواره واره پښتانه
خدای ګو چې خپل مرام ته ورسیږي که د خــوشـال په لاره تله پښتانه
[ دحمزه شینواري کلیات(غزلې): دانش خپرونه، پیښور ۱۳۸۹ ل ش کال ۳۳۵ مخ]
همداسې ده! حمزه شینواری حق لري او پښتنې جونو اوزلمیانو ته سمه لار ور ښيي، ځکه چې دخوشال لار دهرفرد اوهرې ټولنې له پاره موخې او مرام ته درسیده لارده او دا لار تر ټولو د مخه دخپل شخصیت دجوړولو یانې په علومو، فنونو، مهارتونو، قابلیتونو او وچتو انساني خویونو دځان دسنبالولو او دهغوی په مټ ولس او بشریت ته د خدمت کولو لار ده. وینو چی وتلي پو هان او دمسلک خاوندان مو دخوشال دشخصیت سره تر یوه برید پورې اشنا کولی شي خو دننګیالي بابا په پیزند ګلوۍ کې دهغه دخپلو لیکنو ځای نه شي نیولی. د دې کار له پاره باید په خپله د ده غږ ته په غوږشو. دی لیکي:
چـې قــانـع د زمـانــې پــه خشــک وتـر یم کــه مې پیــژنــې باد شـاه د بحرو بریم
نـه مې تخـت نـه مې افسـرنه مې سپاه شته په تسخیر د درست جهان ختلی لمر یم
په د رون کې مې پراتــه دي ډ یر ګنجونه پــه معـــنا کې لکـــه کان د سیم وزریم
کـه مې لاس لکــه د ریــاب خالې لیده شي د ټــټـر د نـنــه ډ ک پـه در ګـوهر یــم
د تـا لـي پــه ســود وزیــان مې نظر نشته سر تر پــا یـه درست وجود واړه هنریم
که مې حلق له تندې وچ شي په همت کې پروا دا ر کلــه پــه حـوض د کـوثر یم
[ دخوشال خټګ کلیات.........۵۸۰ مخ]
نیت مې کړی دی چې له دې ارزښتناکو کانونو او ګنجونو نه دعقیدې اوسیاسي فلسفې په برخه دبابا نه راپاتې شوي شعرونه را ټول، دموضوع له مخې ترتیب اود لنډو بیانو سره په دي سریزه پسې وار په وار د فیسبوک اورسنیو له لارې دهیواد ځوان نسل ته وړاندې کړم. داهم باید په ډاګه کړم چې دلته دکومې بشپړه نسخې دوړاندې کولو نیت اودعوه نه لرم او پوهیږم چې زما لیکنه به ډیرې نیګړتیاوې ولرې او داهم تردې چې ډیرو ته به دلوستلو وړ هم نه وې. هغه څه چې سره له دې يې دې لیکنې ته هڅولی یم دادی چې دخوشال په هکله ډیرې لیکنې او څیړنې دده په حماسي شعرونو او جنګونو را څرخي، علمي ځواک، سیاسي اوفلسفي نظر او د ده په خیال اوفکر کې دانسان اوانسانیت وچت مقام ته لازمه پاملرنه نه ده شوې.
هو! خوشال خټک په خپل ژوند کې ډیرجنګونه کړي دي او په دې هکله مو ډیر څه اوریدلي او لوستلي هم دي، خو دې ته مو پام نه دی چې نظامي پوهه او مهارت جنګسالاري نه دی. خوشال خان دجنګونو په لټه کې نه و، ده جنګونه غوښتلي او پیل کړي نه دي بلکې ډیر يې ور باندې تپل شوي دي. خوشال خټک جنګسالار نه و، دی یو بې مثله ننګسالاراو دخپلې زمانې یولوی عالم اوانسان دوست سردارو. دجنګ نه يې کرکه کړې ده، په علم مین او دپوهې پتنګ و. دا هم باید ومنوچې دجنګ او دتورې په چارو کې خوشال خان دپښتون کام په تاریخ کې سیالان در لودلي دي اوحتی ځني خو په دې هنر کې لا ترده وړاندې هم تللي او دپښتنو سترې امپراتورۍ يې جوړې کړې دي، خودعلم او قلم په چاروکې لا تر اوسه ساری اوسیال نه لري. که پښتانه لیکونکي او څیړونکي په تیره بیا دمسلک خاوندان، پښتو ژبپوهان، شاعران، ادیبان او خوشال پیژندونکې خپلې لیکنې لږ څه زیات دخوشال خټک په پوهنیز ځواک، په سیاسي او فلسفي نظر او د ده په خیال او فکر کې دانسان او انسانیت په مقام را وڅرخوي نو له یوې خوا به دبابا دلوړ شخصیت لازم درناوی په ځای شي اوله بلې خوا به ځوان نسل ته دهغه دشخصیت سم تصویر په لاس ورشي. د لیکنې اصلي موخه مې د همدې ډول بحثونو، لیکنواو څیړنو هڅول اورا پارول دي. په درناوي.
اریوبزی