(کرسمس په اسلام او عیسائیت کي، د کرسمس تاریخ او شرعي حکم)
د کرسمس پېژندنه:
کرسمس (Christmas) د دوو تورو څخه جوړه شوی دئ، (Christ) و مسیح ته وایي او (Mass) و اجمتاع او بېلوالي ته وایي، چي موخه یې داده چي د حضرت مسیح علیه السلام لپاره رابېل شئ، مسیحي اجتماع جوړه کړئ او یایې میلاد او پیدایښت و لمانځئ.
کرسمس څه وخت رامنځته شو؟
دا توری د۶ میلادي پیړۍ ته نژدې رامنځته شو، مخکي ددې ورځې لمانځل نه موجود وه او نه یې هم شتون درلودئ، خپله عیسایي نړۍ دا ورځ په یوه ورځ او نېټه نه لمانځي رومن کاتوليکان او پروتستان دا ورځ د دسمبر ۲۵ بولي او په دغه ورځ یې لمانځي، مشرقي آرتهو دوکس کلیسا یې د جنوری پر ۶ باندي لمانځي، او د ارمینیا کلیسا یې بیا د جنوری پر ۱۹ باندي لمانځي، په عیسائیت کي د حضرت عیسی علیه السلام د پیدایښت درسته او کره نېټه معلومه نه ده، د اسکندریې نامتو عیسایي عالم کلیمنټ په دې آند وو چي حضرت عیسی علیه السلام د۲۰مئی باندي پیدا شوی دئ، دا ورځ د لومړي ځل لپاره د روم کلیسا دود او رواج کړل دا ځکه چي رومیانو دهجري شمسي د جدی د میاشتی په پیل کي یوه ورځ لمانځل چي د زحیل دجشن (Saturnalia) په نامه سره یادېدل، نو د هغه وخت ددې زحیل د جشن پر ځای دا کرسمس دود او رواج شو او هغه د زحیل جشن ختم شو. (قاموس الکتاب: پاڼه: ۱۴۷)
خپله عیسایي علماء هم په دې عقیده او باور لري چي د حضرت عیسی علیه السلام د پیدایښت هیڅ درک نشته لکه:
کينن فیرر پخپل کتاب (Life of Christ) کي هم دا اعتراف کوي.
د کرسمس ورځ چا وټاکل؟؟؟
تر۴ میلادي پیړۍ پوری ددې ورځې هیڅ درک نه وو، په ۵۳۰ میلادي کال کي د ډایو نیس اکسیګز په نامه سره یو راهب وو چي نجومګر هم وو هغه د دسمبر۲۵ د حضرت عیسی علیه السلام د پیدایښت ورځ وټاکل.
په قرآن او بایبل کي د حضرت عیسی علیه السلام د پیدایښت وخت:
په سورت مریم کي راځي:
وَهُزِّي إِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسَاقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًا جَنِيًّا ﴿٢٥﴾ (سورت المریم)
ژباړه: و خپل ځانته د خرما ښاخ راوبوله او تازه تازه خرما به درته راشوه شي.
په فلسطین کي خرما په مارچ او اګست کي پخیږي، چي همدا یې وخت دئ. او حال داچي ۲۵ د دسمبر ژمی دئ او هوا یخه ده او د خرما د پخېدو هیڅ امکان نشته.
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: يوم عاشوراء اليوم الذي تاب الله فيه على آدم، واليوم الذي استوت فيه سفينة نوح على الجودي، واليوم الذي فرق الله فيه البحر لبني إسرائيل، واليوم الذي ولد فيه عيسى، صيامه يعدل سنة مبرورة.(الترغيب الاصبهانی)
په دې حدیث شریف کي راځي چي د عاشورا په ورځ حضرت آدم علیه السلام توبه وکښل، د حضرت نوح علیه السلام کښتۍ د جودي پر غره باندي و درېدل، پر بني اسرئيلو رود نیل ودرېدئ، او حضرت عیسی علیه السلام پکښې پیدا شو.
عاشورا د محرم الحرام د میاشتی لسمه ورځ ده، نو اوس و تاریخ ته ځو چي په هغه وخت کي عاشورا څه وخت وه لکه:
عاشورا
نېټه
لسمه دمحرم
۲۸ اګست- لومړی قبل المیلاد کال- ۶۴۱ قبل الهجرت
لسمه دمحرم
۹ سپتمبر- دوهم قبل المیلاد کال- ۶۴۲ ق. هـ
لسمه دمحرم
۱۹ سپتمبر ۳قبل المیلاد کال- ۶۴۳ ق. هـ
لسمه دمحرم
۳۰ دسپتمبر- څلورم قبل المیلاد کال- ۶۴۴ ق. هـ
لسمه دمحرم
۱۱ اکتوبر- پنځم قبل المیلاد کال- ۶۴۵ ق. هـ
په بایبل کي د حضرت عیسی علیه السلام پیدایښت
د لوقا انجیل په ۲باب کي راځي:
اَو دَ هغې ړُومبی زوی پيدا شو. هغې هغه په اُورڼى کښې ونغښتو اَو په يو اخور کښې ئې کېښود ځکه چه په سرای کښې دَ هغوی دَ اوسيدو دَ پاره ځای نه وو.
۸هم په دغه وطن کښې څه شپُونکى وُو چه په دښته کښې ئې دَ شپې دَ خپلو رمو څوکئ کوله.
همدابیان په انجیل متی (متى ۱ : ۱۸ ـ ۲۵) کي هم راغلی دئ.
دا چي چوپان رمه پېوله دا به کوم وخت وي؟ دا د ګرمۍ موسم دئ او په ژمی کي نه شی شته چي حیوانات یې وخوري او نه هم انسان او حیوان دا توان لري چي په دې ساړه ژمی کي دي د باندي وخت تېر کړي، دا هیڅکله امکان نلري چي دادي دسمبر او یا هم د جنوری میاشت وي.
د عیسایانو ټوله دین همداسي دئ چي هرچا هرڅه پکښې ورګډ کړل هغه ددوی مراسم او عبادت دي، پکار خو داده چي هر هغه څه چي په بایبل کي وای عیسایي نړۍ هغه کولای خو داسي نه ده، ددوی ټولې کړنې د بایبل خلاف دي، چي تاسي د بایبل په هکله نور معلومات زما په چاپ شوی کتاب (بایبل پېژندنه) کي لوستلای شئ.
په اسلام کي د کرسمس لمانځل حرام دي
په قرآن کریم کي راځي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ. (سورت المآ یده: ۵۱)
ژباړه: ای مؤمنانو یهود او نصار په دوستۍ مه نیسئ، دوی یو د بله سره دوستان دي، او که یو څوک ستاسو څخه ددوی سره دوستي وکړه هغه له هغوی څخه دئ. ا
و الله و ظالمانو ته هدایت نه کوي.
د کفارو او مشرکينو په مراسمو کي ګډون کول خپله له دوی سره د خواخوږۍ په معنا سره ده، د کفارو او مشرکينو په داسي مراسمو کي ټول د اسلام خلاف کړنې صورت نیسي- نو ځکه دا حرام کار دئ.
په کرسمس کي څه کيږي؟؟؟
و تثلیث ته احترام، شراب څیښل، زنا کول، د غیرالله لپاره نذارنې کول، غیرالله خدای ګڼل او داسي نور .... که یو څوک قصداُ دا کار وکړي هغه مرتد دئ.او که یې په ناخبرۍ سره ګډون پکښې کړی وي هغه دي د الله څخه معافی وغواړي او توبه دي و باسي.
په حدیث شریف کي راځي:
حدثنا عثمان بن أبي شيبة ، حدثنا أبو النضر ، حدثنا عبد الرحمن بن ثابت ، حدثنا حسان بن عطية ، عن أبي منيب الجرشي ، عن ابن عمر ، قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " من تشبه بقوم فهو منهم "
(رواه ابو داؤد حدیث: ۳۰۳۵، جامع معمر بن راشد حدیث : ۹۳۱۵، مصنف ابن ابی شیبة حدیث: ۳۲۳۶۶، البحر الزخار مسند البزار حدیث: ۶۷۲۵، المعجم الاوسط للطبرانی حدیث: ۸۴۸۸، مسند الشهاب القضاعی حدیث: ۳۷۲ ، رواه احمد ، سنن سعید بن منصور حدیث: ۲۳۷۰، مصنف ابن ابی شیبه حدیث: ۱۹۴۰۱، مسند احمد حدیث: ۵۱۱۴، الدارمی ۲/ ۲۴۸، الدولابی فی الکنی والاسماء: ۲/ ۳۳، ابونعیم فی تاریخ اصبهان: ۱/ ۲۸۴، اسناده صحیح، ابویعلی: ۹۳۳، الطبرانی ۱۸/ ۹۱۲، ابن حبان: ۵۶۷، الطبرانی الکبیر : ۱۱۵۵۳، معجم ابن الاعرابی: ۵۸۷. او داسي نور...)
ژباړه: که چا د یوه قوم سره مشابهت وکړئ هغه د هغه قوم څخه دئ.
علامه ابن کثیر رحمه الله په تفسیر ابن کثیر کي فرمايي: د پورتني حدیث څخه نهي ، تهدید او دعذاب وعده دهغه چا په حقکې کړېده چې ځان دکفارو په څير جوړوي ، یعني په اقوالو ، افعالو ، لباس ،خوښیو ، اخترونو او نورو هغو شیانو کې چې شریعت دهغه منع فرمایلي دا ځکه چي دا د غیر مسلمانانو شعار دی دا نمانځل ددې مطلب دی چی د دوی سره تشبیه کیدل دي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وایی چی که چا د یوه قوم سره مشابهت وکړ هغه له هغوی څخه دی، د کفارو سره د دوی مراسم لمانځل مطلب داچي له دوی سره په کفري صف کي ورګډېدل او د دوی سره خواخوږي کول دي، نو ځکه په اسلام کي د کفري نړۍ مذهبي مراسم لمانځل او تجلیل ټول حرام دي.
تشبیه د کفارو سره پر دوه ډوله ده:
اول:تشبه محرم:
دا هغه افعال او کارونه دي چي د کفارو د دین او عقائدو سره تړاو لري، هغه کړني چي کفار یې په مذهبي ډول سره تر سره کوي که مسلمان هم هغه کار وکړي دا دغه حرامه تشبه ده چي په مبارک حدیث شریف کي راغلې ده، لکه په یوګا، نوروز ، کرسمس، اپریل فول، استر، ویساک، دیوالي، یلدا او نورو مذهبي ورځي چي و لمانځل سي دا مطلق حرام کار دی. علماء کرام دا هم وايي چي په مذهبي لباس، خوراک ، اخلاق ،یا غیر مذهبي کړني لکه په شهوت او فسق کي ورسره تشبه هم حرامه ده.
دوهم: تشبه مباح:
داهغه تشبه ده چي د کفارو د دین سره کوم کار نلري، بلکي معمولي انساني کړني دي، چي په دغه مباح کړنو کي به لاندي شرائط وي:
۱: دغه کار به د کفارو تقلید او شعار نه وي.
۲: دغه کار به د دوی د دین سره کوم تړاو نلري، یابه داسي یو فعل نه وي چي موږ ته نصوصو کي راغلي وي، چي دغه عمل د کفار دی.
۳: له اسلامي احکامو سره به په ټکر کي نه وي.
۴: د کفارو د عادت سره به موافق نه وي.
اوس څه رڼا ورباندي اچوو:
۱: په فطري امورو کي مشابهت:
د بیلګي په ډول سره خوراک، څیښاک، تګ، خوب، صفايي او نور... په دې کي د کفارو سره مشابهت حرام نه دی:
قال: فی الدر فان التشبه بهم لایکره فی کل شئ بل فی المذموم وفیما یقصد به التشبه کما فی البحر. قال الشامی تحت قوله: لایکره فی کل شئ فانا ناکل و نشرب کما یفعلون.
۲: د کفارو سره په عاداتو کي مشابهت:
د بیلګي په ډول سره کفار په د خوراک یا لباس یو خاص عادت لري، چي په دغه خاص عادت کي ورسره یو ځای کېدل حرام کار دی که قصداً وسي او که دغه عادت د خاص مصلحت پر بنسټ وسي بیا جواز لري خو د تنزیهي کراهیت څخه خالي نه دی.
۳: د کفارو سره په هغه شیانو کي مشابهت کول چي د کفارو مذهبي یا دیني شعار دی لکه زنار، د یهودو او مجوسیانو خاص خولۍ، صلیب او نور... په دغه صورت کي تشبه حرامه او په ځینو صورتو کي کفر دی، په عالمګیري کي یې تصریح سوېده.
(تفسيرابن كثير، ج:۱ ص: ۱۹۷ ) (السنن والآثار فی النهی عن التشبه بالکفار ص: ۵۸- ۵۹/ لسهیل حسن) (ج۱ ص: ۶۵۲)
(امداد الاحکام ج ۱ حصه ۱ ، ص:۲۸۵-۲۸۶ کتاب ما یتعلق بالحدیث والسنة/ تألیف حضرت مولانا ظفر احمد صاحب عثمانی رحمة الله علیه زیر نګرانی حکیم الامت مولانا اشرف علی تهانوی رحمة الله علیه)