دصلحي پروسه او ددوږغ ډبره - لمړۍ برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69198
عبدالستار ایوبي
دخبریدو نیټه : 2021-01-27


 (۲۷ جدي ۱۳۹۹)
د دریارلسمي پیړۍ وروستی کال، وروستۍ میاشتي او وروستۍ ورځي دي. په ظاهره او په نزد د عقل د افغانستان د ۴۰ کلني جګړې وروستۍ سګلۍ دي. افغان ولس د هجري لمریزي کلیزي یوه پیړۍ پرېږدي او و یوې نوي پیړۍ ته داخلیږي. افغانان دا غواړي چي د دې پیړۍ غمیزي د همدې پېړۍ سره پای ته ورسیږي او نوې پېړۍ ددوئ لپاره د فرصتونو، اسانتیاوو او خپلواکي پېړۍ وي. د طبیعت په قوانینو کي د مثبتوتحولاتو ارزښت واضح دی. کال څلور فصله دی. هر راتلونکی فصل د تېرېدونکي فصل لپاره د یوه مثبت تحول پیغام لري، چي په کښت و کروندې او مالداري پوري تړلي کسان دا موضوع ښه درک کولای سي. انسان هم چي د دې طبیعت یو فعال ترین عضوه دی، مثبت تحول خوښوي. په کومه ورځ چي سردار داود د درباري غوړمالانو په لمسون د خپل تربر محمد ظاهر شاه پر ضد یوه سمبولیکه او صلحیزه کودتاه کول د هغه مثبت تحول طمع لرل، شاید دا تصور یې نه لاره چي دده ملګري چي د څو لسیزو راهیسي د محمدزو پر نمک یې ګزاره وه او د دې کورنۍ پّ خاص لطف لوړ دولتي موقفونه ور رسیدلي وه، دده پر کورنۍ به یوه خونړۍ کودتاه کوي او بیا به په ډېره بېشرمي په ملي راډیو کي د خپل جنایت د تحقق لپاره ولس ته محمدزي ظالمان معرفي کوي او بیا د هغوئ په تعقیب ملایان، روحانیون او ملکان هم د محمد زو سره په ظلم کي د شراکت لرلو په ګناه نیسي. څوک به د طیارې څخه لاندي راغورزوي، څوک به ژوندي ښخوي، د چا د کور پر ښځو به د هغه د سترګو په وړاندي جنسي تیری کوي او.....، ملایان، روحانیون او ملکان هم نوي طمعي لرلې (یا ورکړل سوي وې) نه پوهېدل چي دا خلقیان، پرچمیان، ستمیان او درباري غوړمالان دومره د تعصب او کرکي ډک خلګ دي یا هم تر دې حده ظالمان چي انسانان به د چغکو په شان وژني. که نه لمړی به لیوني سردار د دوئ سره د یارانې څخه یو څه ډډه کوله او یو څه به د واکمن نظام شکرخوارو علماوو، روحانیونو او ملکانو دوئ ته په ټولنه کي د خپلو ریښو د زغلولو موقع نه ورکولای او تر یو وخته پوري به یې خپله لټي او ټنبلي څادر د اوږو څخه غورزولی وای. او که دا عام وګړي خبر وای چي د درباري سیکسورکرانو لخوا د بهرني ملاتړ په مټ د دربار قبضه کول به ولس ته د درې نیم ملیونه وګړو د شهادت او تر ۱۴ ملیونه زیاتو وګړو د مهاجرت او ملیارډونو ډالرو زیربناء د تخریب په بیه تمامیږي نو د سیاسي بهیر څخه به دومره بې تفاوته نه پاتیدلای. او که نن هم دا احساس ورته پیدا سي چي د بهرنیو سفارتونو او استخباراتي شبکو د خوشنودي لپاره چي یې هر ډول بې شرمي څخه یې دریغ نه دی کړی، دا چارواکي یو څه مده نور داغسي ارګ او وزارتونه په خپل موټه کي وساتي څومره نوري عظیمي بلاوي به پر دې ځپل سوي ملت نازلیږي نو یوه لحظه به هم افغانان درنګ ونه کړي او د روانو سیاسي لوبو کي به یو فعاله عنصر په توګه ورګډ سوي وای. د افغانستان د سیاسي بدلون پر ستیج باندي د ولسي ګډون صحنې نه تر سترګو کیږي، حال دا چي د دې ډرامې د بریا لپاره ستره برخه باید ولسي تعملاتو ته ورکول سوې وای. د حکمتیار یو قومندان د جلال آباد پر لاره انسان ډوله سپی ساتلی وو چي انسانان به یې په داړل (د ځینو روایاتو په اساس یو نفر یې په داړلو داړلو مړ هم کړ) خلګو کابل ته تر راتګ پوري پیغور ورکاوه. غنو بدمعاش په کابل کي داغسي خونکاره انسان صفته ادمخوره لیوه ساتلی دی، ټول کابل او افغانستان یې د افغانانو په وینو رنګ کړ. ښه پوهیږي چي خلګ یې په جنایاتو خبر دي، بیا هم په ډېره بېشرمي وایي چي زما په حکومت کي دي زما څخه رایي وګټي. چوکۍ ور ایله کوم. پر دې مهمي نقطې باندي یې خاشه اچولې ده چي په کابل کي د دوو علماوو په شهادت رسولو سره یې د خپل هر طرفداره مرګ داسي روا کړی دی لکه د ښاروالي مامور ته چي د بې څښتنه سپي مرګ ښاروال ورروا کړی وي. کاشکي زموږ د وګړو ستونزه یوازي د خپل چاپیریال د روانو حالاتو څخه بې خبري وای. د یوه وحشتناکه ماضي د پښېماني ډکو خاطراتو تر څنګ به و یوه پرامنه حال لرلو او درخشانه راتلونکي په طمع به مو د رانوې کیدونکي پېړۍ د نوو امکاناتو د وړانګو په وړاندي د خپلو اړتیاو دربچې (دریچې) خلاصولای. موږ نه یوازي دا چي د غفلت په ساري او اوږدمهاله مرض اخته یو بلکه د حافظې د ضعف ستونزه هم لرو. که داسي نه وای نو ولي به زموږ د درې نیم ملیون خپلوانو قاتلین او د هغوئ اولادونه تر اوسه د کابل پر بیوروکراسي حاکم وای او په نوي نظام کي یې هم د واک لرولو خوبونه لیدلای. ولي به موږ د ظالم نجیب او د ده د دفاعیانو د شکست وروسته په کورنیو جګړو اخته کیدو وروسته بیرته د همدې نجیب د خاد باقیات پرېښودل چي وسلې ولري. هم دا اوس چي زموږ هیوادوال د افغانستان روانو شرایطو لږ سرسرکي جاج واخلي، فوراً به پوه سي چي د کابل ظالم او فاسد ټیکنوکراټان اوس هم دې ته نه دي حاضر چي د عامه خدماتو د کمیت او کیفیت سمون ته متوجه سي یا حد اقل قابلیت لرونکو افغانانو ته یې ورپرېږدي. دوئ بیا هم هغه زړه شیطاني لوبه یې په کار اچولې ده چي د ولسونو استازي په کابل کي یرغمل وساته، د عیش و نشاط په محفلونو کي یې مصروف کړه او ددوئ په مرسته د ولسونو پوستکي راکاږه او خرڅوه یې. او د ولسونو د پوستکو د کښلو لپاره هم د ددوئ د مابین څخه هغه د مور او پلار ازاریان، لټان، ټمبلان، لوچګان، اوباشان، غله او ټګان په کمیشن استخداموه چي د خپلو میندو د خیانت او غدر د پیغور په توګه دې نړۍ ته راغلي وي. د دوئ لپاره د کابل اداري واک د تل پاته بې زحمته راحت مفهوم لري. د حالت څخه خبریدل خپله ولس پر فعالیت راولي او د هیواد سیاسي وضع کي فعاله ګډون ته یې هڅوي. او که چیري په فکر و تدبر، معلوماتو راټولولو کي ستړیا ورته پیښیدل نو ځای پر ځای د شنو یا تورو چایو د څیښلو پر مهال لږ هغه تیري خاطرې، د مشرانو څخه اوریدلو د جهاد او مهاجرت پر قصو غور کول هم دوئ په دې پوهولای سي چي د ګران هیواد حالات پر کومه لاره مخ دي، کوم جهت ته په څه ډول سرعت روان دي او ډیر ژر به چیري ورسیږي. زموږ دا دوه د غفلت او حافظې د ضعف مرضونه دي چي په سبب یې د قطر د صلحي خبري بې نتیجې پاته دي لکه هغه مولوي صاحب چي په خپل دور کي وینا کول چي ها خلګو! د آدم علیه سلام د پیدایښت پر مهال یوه ډبره د دوږغ د څنډي څخه خطا سول تر اوسه پوري د دوږغ تل ته نه ده رسېدلې. د مقتدیانو د مجموعې څخه یوه چرسي پر راغبرګه کړل چي مولوي صاحب، دا ډبره بنده بولم. د چرسیانو د پوهي او حاضر جوابي په اړه نور هم ډېر مثالونه سته. همدا علت دی چي په کومو خبرو چي د علماء کرامو سر نه خلاصیږي، دا د خدای پاک ج نازولې طبقه مرستي ته وردانګي. دا چي مولوي صاحب د دوږخ د ډبري نه رسېدو علت د دوږخ ژوروالی بلی چي دا یو ممکنه احتمال وو، چرسي بیا دوهم احتمال ورته واضح کړ چي کیدای سي چي دا ډبره یوځای بنده وي چي عین ممکن دی. دا چي د دوږخ تل ته د ملا صاحب د هغه ورځي د وینا تر وخته پوري ډبره ولي نه وه رسېدلي، قرآني تعلیمات او نبوي ص احادیث ځکه معلومات نه راکوي چي د مولوي صاحب د ځیږیدلو څخه څوارلس سوه کاله وړاندي قرآن کریم هم تکمیل سوی وو او د نبوي احادیثو ټول بابونه هم تړل سوي وه. اوس هم د افغانستان د جګړې ښکېل اړخونه (طالبان، د کابل ښاروالي او نړیواله ټولنه) شاید دا دلیل وړاندي کړي چي دا خو نو یوه ډېره پېچلې او مغلقه موضوع ده، تر اوسه پوري د فلسطین او کشمیر مسایل داغسي لاینحله پاته دي. د میانمار، او ایغوریانو مسائل هم سته. افغانانو څه د سیک سر راوړی دی چي د دوئ مسئله دي داسي ژر حل سي؟ دلته د عراق، سوریې او یمن مسائل دي. اوس بیا په پاکستان کي هم د بلوڅو او پښتنو بېلتون پالو مسائل تازه کرل سوي دي چي ګورو به چي څه وړ ګلونه راوړي. نړۍ یو عالم جنجالونه لري، افغانان دي یو څه صبر وکړي، قطار اوږد دی او د دوئ نوبت لیري.... افغانان خواران هم بېځایه نه دي وارخطا چي بې نوبتي ځني کیږي، یوڅه ویني چي داسي وارخطا دي. د دوئ خوارانو سره د خپل نس غم ورسره دی. پښتانه ډېر خورنده خلګ دي، ډېره بده اشتهاء لري. همداعلت وو چي کله لوی ټولواک او د پښتونخوا امپراتور احمد شاه بابا دراني تر نیم ملیون زیات مرهټه ځواک سره د جګړې لپاره تلی، د کندهاره څخه ۲۵ لا ۳۵ زره ځواک څخه زیات سپاره نه وه ورسره. زموږ قبایلو توریالي او سپاره ډېر لرله، خو مشکل دا وو چي هر یوه یې د لسو عادي نفرو په اندازه خوراک کاوه چي دومره خوراکه په دومره اوږده سفر وړل ځښت زیات مصارف لرل. اوس هم پښتانه د صلحي لپاره ځکه ډېر لیواله دي چي خوراکه یې په خطر کي ده. د کومي ورځي څخه چي امریکایانو د کابل ښاروالي تر فشار لاندي راوستل چي د طالبانو سره د صلحي خبري پیل کړي د کابل ښاروالي د شپاړسو جنوبي ولایاتو د سپارلو پروپوزل وړاندي کړ. هغه هم طالبانو ته نه بلکه پاکستان ته... چي د کابل تنظیمي وسلوال ځواکونه به د دې سیمو څخه د یوه رسمي تړون پرته پر شاتګ کوي. پاکستان به خپله ملیشه د طالبانو په جامو کي دلته ځای پر ځای کوي، چي طالبان به هم په بغل کي ورسره وي، د دې سیمو مالیات به پاکستان ته ځي. د دې سیمو هغه عناصر چي د دې تړون سره مخالفت ولري، هغه به د طالبانو سره په جګړه اخته کیږي (که یې جنګ نه کوئ، حافظ مجید و ملا عبدالرزاق یې په جنګ راوستلای سي، هغه چمونه به ورسره کوي لکه د دې رژیم ټوپکیانو چي د طالبانو او عامو خلګو سره وکړل څو په جنګ یې راوستل). د کابل فاسد او جاسوس ټیکنوکراټان به داخلګ بیرته تقویه کوي او د مرکزي او شمالي سیمو د ساتني لپاره د طالبانو پر ضد به د سپر کار ځني اخلي. په طالبانو کي د ګوتو په شمار د پاکستان جاسوسانو ته به پلمه به جوړه وي چي جګړه روانه ده او جګړه مصارف لري او ټوله مالیات، د تاریاکو عشرونه، چندې، د معدنیاتو د پلور عواید ټول په جنګي مصارفو کي ځي، د عامه خدماتو، ملي زیربناوو د اعمار او بیا رغوني او هم د بې وزلو د کفالت لپاره هیڅ هم نه پاتیږي (پاته سول ددوئ پر خدای ج ایمان لرونکي مشران، هغوئ به پټه خوله کښیني ځکه چي که هر یوه که سر درد پېښوی ملا بور جان خوند، ملا رباني اخوند، ملا احسان الله احسان، ملا اختر عثماني او نورو ورته سپیڅلو د سرنوشت سره به مخامخ کیږي). افغانان د بې سیوادي او بې علمي سره اموخته دي؛ ځکه نو پر بنسټیز لیک لوست او لمړني تعلیماتو باندي مصارفو ته اړتیا نسته. روزي رازق خدای پاک ج دی اقتصادي زیر بناوي ایله د سترګو خاوري دي، که بل څه د خوراک نه وه، اسمان د من و سلوا څخه ډک دی هغه به راباندي اوري. مرګ و ژوند صحت و مرض د الله ج په اراده راځي، روغتون و کلینک، طبیب و دایي ایله د کفارو ټګي و برګي ده. هدایت د الله ج له جانبه دی د ماشومانو روزلو ته هیڅ اړتیا نسته. ټوله نړۍ سیواد داره او تعلیم یافته سول، یو د افغانستان پښتانه که بې سیواده او بې تعلیمه پاته وي نو څه اسمان به راونړیږي؟ د کابل د واکمنانو به هم پلمه جوړه وي چي د مخفي دښمن سره جګړه روانه ده، په مرکز کي د نفوزیانو په مټ ځانمرګي کوي، چاودني کوي، امنیت خراب دی. نړیوال سپانسران یې د بیان پر ازاديو غیر شفافو ټاکنو او بېکفایته مقرریو اعتراضونه نه کوي. ملیارډونو ډالر دي را حواله کوي، د سر مشران دي یې خپل پرسنټیج جیبونو ته اچوي نور دي سر نه خلاصوي چي د ملت په خواریو ګټل سوي پیسې یې چیري ځي. عام افغانان خپله د سیاست سره ډېره علاقه نلري خو دومره یې سر خلاصیږي چي د نیمایي هیواد ملي عواید د کابل سقاویان او امانیان د خپلو بهرنیو مربیانو سره په ګډه تر ګنډي کاږي او پاته نیمایي د طالبانو د جنګي مصارفو او اتاقونو چایي و پلمېټ کیږي.... هغه عامه خدمات، ملي زیربناوي، سړکان، کانالونه، پلونه، بندونه، مدرسې، کلینیکونه، ګرانبیه ملي دفاعي تجهیزات او نور څه خو به هیڅ کله هم ونه لرو خوکه زموږ ملي عواید په دې سرعت سره د افغانستان د ملي اقتصادي جریان څخه وتل، آخر به عام افغانان د خوراک لپاره وچه ډوډۍ، د څښاک لپاره اوبه، د پوښاک لپاره کالي او د اوسیدو لپاره کورونه هم ونه لري. زموږ ماشومان به د سومالیه او روانډا د ماشومانو په څیر وچ کلک هډوکي او پوستکی وي او نارینه و ښځي به مو هر یو د بودا ژوندی تصویر. یوڅه عواید چي د مالیاتو په نوم د کابل خزانې ته راځي، هغه د ورلډ پانک او آی ایم ایف د قرضو په ټکټانو کي ورکول کیږي. افغانان د مرګه دومره نه ویریږي لکه د لوږي څخه. نو که غواړي چي وږي نه سي باید نور د کابل د جعلي ډیموکراسي او نام نهاده افغانستان اسلامي امارت تر منځ د صلحي پر سر دا ناز و نخرې نور ونه زغمي. هغه پښتو متل دی چي نه حاجت پوره کوي او نه لاره پرېږدي. تر کومه پوري چي د کابل د ټیکنوکراټانو موضوع ده، ولس ته چي څه ورکولو اراده یا توان لري، داغه یې وخت دی، وردي یې کړي. دا چي چپله چاودنو، چاپو او وژنو بل څه نه ځني بودیږي، دا ښکاروي چي د کابل د ټیکنوکراټان نور زموږ په درد نه خوري (آخر به لکه شاه شجاع د عسکرو معاشات به هم نلري)، باید د واکه وغورزول سي. دا منافقین درې ځل مرتد سوي دي او درې ځله بیرته توبه ګاره سوي دي. او هر کله چي د کوم بهرني نامسلمان دولت ځواکونه په لاس ورغلي دي، خپله د هغوئ په دین سوي دي او زموږ په کلیو او ښارونو کي یې موږ په وژلي او په بې عزته کړي یو. تیري ټاکني چي یې وکړې یوازي یو نیم ملیون رایي یې ټولي کړې. دا چي دوئ دوهم ځل ټاکني وکړي او د تیرو ټاکنو د کاندیدانو سره ۵۰ نفره نور هم ځانونه ورسره  کاندید کړي، شاید هغه یو نیم ملیون رایي به هم راټولي نه کړای سي ځکه چي تیرو د کرایي رایه ورکونکو ته یې د هغوئ مزدونه پوره نه وه ورکړي. دوئ د ډار د خپرولو لاري حکومت کولو ښه لاري چاري موندلي دي. د کابل ټیکنوکراټان ځانونه په دې خوشحاله کوي چي هغه دی، خود کابل کي مو په زرهاوو خلګ ووژل هیڅ څوک مو مخي ته ونه دریدل.... راځئ چي داغه چاري ته ادامه ورکړو. افغانان یا راته متوجه نه دي یا د خپلو وژل سوو بازخواست په دوئ کي رواج نه دی. د دوئ خوله په دې هم خوندیدلې ده چي هغه تیر ځل هم افغانانو خپل درې نیم ملیونه مړي رابخښلي وه، بیا به یې هم راوبخښي. د کابل واکمنانو ته چي ګورو د هغه شخص قصه راپه یادیږي چي د انقلاب څخه وړاندي وختو کي یې د یو چا څخه په کابل کي د سینما حال اوریدلی وو. په ژوند کي لمړی ځل په څه مشکلاتو کابل ته راغلی او بیا یې سینما پوښتنه په پوښتنه پیدا کړل. آخر چي ټکس یې هم په څه خواریو رانیوی. چي سینما دروازې ته ورسیدی، په دروازه کي ساتونکي راوګرزوی چي پتلون دي نه دی کړی. چي پنتلون دي نه وي کړی سینما ته نه سې داخلیدلای. یو بل صحرایي چي نسبت ده ته بلد وو طریقه وروښودل او د کرایي پتلونانو ځای ته یې ورواستاوه. ده خوپه ژوند پتلون نه وو لیدلی، نه یې اغوستی وو، هغه پتلون والا یو تنګ و تروش جینز پتلون ټینګ وروتړی. سړی راغلی په سینما کي یې فلم وکتی. پتلون خوند ورکړ. په داغه پتلانه کي د کابل ښار منظره یې پیل کړل. یو وخت لوی اودس مات ورته پېښ سو، بیا سرګردانه سو. د ښاروالي تشنابونه یې په مشکله پیدا کړه، چي پر کموټ ودریدی، پرتوګاښ ته لاس اچوي؛ نه پرتوګ سته نه پرتوګاښ. هر څه خپړي یې ولګولې خو پتلون لکه د مار پوست داسي چسپ پر موښتی دی چي موټ نه په لګیږي. د زپ و چنګک خلاصولو چل خو اسانه کار نه دی، غټ هنر دی (همدا هنر په کابل کي د وزارت څخه تر پیاده توب پوري پر پاړسي بالا د دولتي دندي لپاره د قابلیت یوازینی معیار دی). سړي ډیري هلي ځلي وکړې خو پتلون نه سو خلاص، آخر مجبور سو په هغه پتلون کي یې ځان خالي کړ. یو څه ګړیه داغسي ولاړ وو. آخر کرار یې پر شا لاس تیر کړ... شا یې وچه وه. هیڅ لوندوالی یې نه کړ احساس. بې اختیاره یې چیغه کړل، چي هی ملکه شوم.... اوس هم د کابل ټیکنوکراټانو چي د نن څخه شل کاله وړاندي یې د نیم درزن اټومي ابرقدرتونو د نظامي، سیاسي او اقتصادي ځواک د سیوري لاندي د کابل اداره اشغال کړل؛ داغه فکر یې کاوه چي د نادر خان په څیر به یو څو کسان د ارګ د فصیله راوغورزوو، یو څو کسان به په توپو والوزوو او یو څو کسان به د خپلو پلرنيو ټاټوبو څخه بې ځایه کړو، ولس به راته ایل سي. اوس هم دوئ په داغه فکر کي دي چي هر څومره د افغانانو وخت ورضایع کوي، دولتي عوایدو خورد برد ته په دوام ورکولو سره به خپل ګذران کوي. حالات به یو بل فرصت رامنځته کړي. بیا به د نړۍ یوه بل ابرقدرت ته افغانستان په ګروي ورکړو. بیا به بهرني ځواکونه زموږ لپاره افغانان وژني موږ به خپلي چړچې کوو. د افغانانو پراخي بېسیوادي، بې اتفاقي، غفلت او بې حسي ته په کتو سره د دوئ تخمین حقبینانه دی. رښتیا هم بیده ولسونه د شاتو د مچیو په ډول تر ابده هم اداره او لوټل کیدای سي. د کابل ټیکنوکراسي داسي فکر کوي چي د کابل په پارلیمان او مشرانو جرګه کي د افغانانو د مشرانو یرغمل ساتلو او دوئ ته عیاشي اسبابو په دایمي ډول تهیه کولو سره دوئ افغانان تر لامحدوده وخته پوري اداره کولای سي. د نسبتاً کښته درجې مشرانو لپاره ولایتي شوراوي، ولسوالي شوراوي او ښاروالي شوراوي ورته رول لوبوي. آخر دا نیژدې پاکستان هم د تیرو ۷۰ کالو راهیسي په داغه توګه چلیږي. په ولس کي چي یو سور سترګي بالابود پیدا سي، لمړی خو یې د وژلو دلاري د بینه یوسه. که وس کار ونه کړي بیا نو د میل د حیات خان په شان یې په غلا کي را شریک کړه، موضوع ختمه. هر ځای چي طالبان یې تر واکه ووځي سړک ور ایله کړي چي د نامي ځامنو خپلي مالیې ټولوئ، زموږ اطراف نه دي پکار خو ښارونو ته مه راځئ. د قیس نیکه او د بیټ نیکه د اولادې دنیا بیا چا ویشلې وه.... تر کوم ځایه پوري چي د ډیموکراسي موضوع ده، ډیموکراسي او د هغه ارزښتونه په ټوله نړۍ کي د نړیدلو په حال کي دي. ښه بېلګه یې د امریکا د سږکال ولسمشریزي ټولټاکني وې. اوس په افغانستان کي که ټولټاکني په ډرامه اوښتي وي، عقل او منتق یې دواړه مني. ولس مشر، د هغه سیالانو، ټولو په واک داخلي او بهرني شریکانو دا غوښتل چي د درغلیو څخه ډکي ټاکني وسي. ولس نور څه په وسه نه وه پوره، رایو ته راونه وتل. دا د امریکا په ټولټاکنو څه ټکه ایله سول؟؟؟؟ د امریکا برحاله ولس مشر چي باوجود یو ځیږ او متشبث طبیعته شخص وو، د خپل ولس خپلواکیو ته په درناوي یې د خپلي بریا لپاره هیڅ د خپل واکه څخه استفاده ونه کړل او نه یې هم د رایو دشمیرني په پروسه کي مداخله وکړل، نه یې د خپلي بریا لپاره خپل خلګ د سیسټم پر مهمو موقفونو وګومارل، نو هلته بیا څنګه درغلي وسول؟ هلته د رهبرانو سترګي پټي وې چي د رایو لپاره د خلګو راوتل او د ټولو په وړاندي خپله رایه په نښه کول او د رایو بکس ته اچول او بیا د ټولو کاندیدانو د استازو په وړاندي د اچول سوو رایو شمیرنه یوازینۍ او یوازینۍ شفافه او درغلیو څخه پاکه پروسه ګڼل کیدای سي. دا ځکه چي رایه ورکونکی د هیڅ ډول فردي فشار لاندي نه راځي. تر کومه ځایه پوري چي د پوستې د لاري رایه ورکونه ده، ټرمپ ویل چي کیدای سي درغلئ پکښي وسي، حال دا چي د پوستې د لاري د رایو اجازه ورکول په خپل ذات کي درغلي ده. دلته ټرمپ ځکه نه وو ملامت چي ده د یوه ګوند په ملګرتیا د بل ګوند د کاندید سره مقابله وه نه د یوه شخص. د ده ګوندي ملګرو دی په تیاره کي ساتلی وو چي پوسټ بکسونه لکه زراعتي غوا په ډېرو لوړو اندازو سره مطلوبه کاندید لپاره رایي تولیدولای سي. دا پوښتنه باید د هر امریکایي عام و خاص په خوله کي وای چي څنګه کیدای سي چي درغلۍ پکښي ونه سي. هیڅ لاره سته نه چي د پوستې د لاري درغلي شواهد دي وموندل سي (که امریکایان ټوله انسانان نه وي، ملایکي وي او د خیانت احتمال ځني نسته دا بیا بېله خبره ده). ویل کیږي چي کله یهودي سازمانونو د اسرائیل د تاسیس لپاره د برطانیې د حکومت پر ضد چرکي عملیات کول نو دولتي ریاستونو او وزارتونو ته به یې بمونه د پوستې د لاري ور استول. په دې نیژدې وختونو کي القاعده سپیني ماڼۍ ته انتراکس بکټریا د پوستې د لاري استولي وه. چي دا انټرنیټ نه وو په دولتي پروسو کي درغلیو او جعلکاریو، بلیکمیلنګ (بلیک میل کلمه خپله د پوستې په سیسټم پوري تړلې اسطلاح ده) دا ګرده د پوستې د سیسټم د لاري کیدل. وایي چي د سړې جګړې پر مهال په امریکا کي استوګن یوه روسي د پوستې د لاري په روس کي خپل ملګري ته خط ولیږه چي د زړه حال نه سم درته لیکلای ځکه چي ویریږم چي داسي نه چي انکل سام زما خط ولولي او ماته کوم مشکل پېښ سي. ۱۵ ورځي بعد د پوستې د عمومي ریاست لخوا و ده ته خط واستول سو چي د امریکا د پوستې سیسټم ستاسو محرمیت ته ژمن دی. ستاسو خطونه نه لوستل کیږي. تاسو کولای سئ چي په ډاډه زړه خپل د زړه حال د لیکونو د لاري په روسیه کي میشت خپل ملګري سره شریک کړئ. اوس نو دا په چا ثابتوې چي دا د پوستې د لاري راغلي څو ملیونه رایي د هغه اشخصو دي چي د کرونا د کیمیاوي بمبار د لاري وژل سوي وه. چي نور هیڅ درغلي نه وي پکښي سوې دا درغلي ۱۰۰٪ امکان پکښي لري چي رایه ورکونکي څخه د رشوت په بدل کي یا د بلیک میلنګ د لاري رایه واخیستل سي او هغه وڅارل سي چي چا ته یې رایه ورکړې ده. کیدای سي ډیموکراټانو د رایه ورکونکي څخه د رایي پر کاغذ لمړی خپل کاندید په ګټه رایه اخیستې وي او بیا یې یو څه خاوري او ایرې په خوله کي وراچولي وي. ډیر امریکایان په دې هم رایي پلورلو ته اماده کیدای سوای چي په فلاني نایټ کلب کي تر یوې میاشتي لپاره مفته داخله ورکړي. دا چي د امریکا په شان یو قانوني هیواد کي په دومره اسانه د یوې سیاسي ملي پروسې په طرزالعمل کي دومره قاطع او ژور بدلون راتلای سي، یو داسي بدلون چي د اتباعو ډیر بنسټیز سیاسي حقوق یې سلب کیږي، په داسي حال کي چي برحاله ولس مشر هم نه وي په راضي؛ د نړۍ پاته ډیموکراسیاني به څه اعتبار ولري؟ د امریکا سیاسي نظام ډیر پېچلی دی او دا چي جو بایډن بریالی سو، د نړۍ د ډیرو مهمو موضوعاتو په اړه ډیري مهمي پوښتي راپورته سوي دي لکه د ایران په وړاندي د امریکا پالیسي څه ډول وي؟ ایا د بوش او اوباما د وختونو د سنیانو د ځپلو او شیعګانو د ځواکمنتیا پالیسي به لا زور پسي واخلي؟ ایا سعودي عربستان، متحده عرب امارات او نور عرب دولتونه به هم د عراق او سوریې د سرنوشت سره مخامخ کیږي، که څنګه؟ د جمال خاشقجي د قتل د قضیې څخه چي په څه توګه د ۹/۱۱ د قضیې په ډول د ګټه پورته کولو هڅه وسول او روانه ده، شاید ماشوم هم په پوه سي چي دا ځل یې سعودي ته خریلی دی. دا نوري ټولي په ظاهره نامعلومي خبري دي او وخت به وښیي چي د دې سوالونو جواب به څه وي. یوه خبره چي د لمر په څیر جوته ده، او هیڅ مسلکي سیاستپوه انکار ځني نه سي کولای هغه دا ده چي جوبایډن به یو کمزوری ولس مشر وي او د دې کمزوري څخه به په نړیوال فورم کي د امریکا سیال ابرقدرتونه ګټه پورته کوي. دی به د اوباما په شان د باج ورکولو پالیسي غوره کوي او خپله کمزوري به د دې کار لپاره دلیل ګرزوي. که څه هم ده ویلي دي چي تر هر څه وړاندي به د امریکا ویشل سوې ټوله متحده کوم، دا سوال پر ځای دی چي څنګه به د بوسټ بکسونو استازی د پوسټبکسونو او ژوندیو انسانانو تر منځ تضاد ته د پای ټکی کښیږدي؟ یوه لاره یې سته هغه دا ده چي داسي کارونه به وکړي چي د ټرمپ مخالفین دې ویلو ته مجبور کړي چي والله ټرمپ خو رښتیا ویل، موږ خطاوتلي وو. په دې ډول به ده ویشل سوې امریکا بیرته متحده کړې وي. لکه ملانصرالدین چي یو وخت قصه کول چي د افریقا په ځنګلونو کي روان وم چي ناببره د ادمخورو وحشیانو د بشپړ قبیلې سره مخامخ سوم. خو ما داسي چل وکړ چي ټوله مي وزغلول. یوه پوښتنه ځني وکړل چي ملا صاحب، تا داسي څه چل وکړ چي ټوله دي وزغلول. ملاصاحب جواب ورکړ، وروره ما په زغاسته پیل وکړاو هغوئ هم مجبور سول چي زما د نیولو لپاره په ما پسي وزغلي. دوئ وایي چي عرب هر څه لري خو د بې اتفاقي له سببه په سختو بد بختیو اخته دي. چینایان، ایرانیان او روسان بیا ډېر په اتفاق دي. هیڅ ملت په تصادفي ډول نه بې اتفاقه کیږي. دیوه ملت بې اتفاقه کولو لپاره درانه مصارف صورت نیسي. د هغه ملت سیاسي او مذهبي مشران، حتا عادي ژبور او شاعران په ډیرو پیسو رانیول کیږي څو خپل ریښتونی مسئولیت پرېږدي او د هغه ملت معنوي ارزښتونه د اختلافاتو د لاري ورګډوډ کړي څو بد اخلاقیو ته لاره هواره سي. کله چي د ټولني خلګ بد اخلاقه سي او یو د بل په خطا ایستلو پیل وکړي. ټولنه خپله دبینه ځي. زنا، لواطت، سودخوري، احتکار، درواغ، بېقولي، د حقوقو خوړل دا ټوله د بد اخلاقي ډولونه دي. عراق، سوریه او یمن کي ایران د شیعه فرقو په مټ دومره غټ سردردی عربو ته پيښوي او د دوئ علماء، سیاسیون، ادیبان او فلسفیان ټوله بیده دي. د ایران پاسداران د کردانو، ترکانو او بلوڅو څخه د غصب سوي ځمکي په مټ سعودي ته ګواښونه کوي او حرمین شرفین مقدسو مقاماتو ته یې مستقل ګواښ متوجه کړی دی او ټول عرب ورته ګوري. یوازینۍ ډله (اخوان المسلمین او جهادي سازمانونه) چي دوئ یې د دې مصیبت څخه ژغورلای سي، هغوئ پر سر سر ټکوي. د ایران علاج ډېر اسانه دی. کردان مستقل خپلواک هیواد غواړي، د ایران څخه یوه ټوټه ورجلا کړئ، په دې شرط چي په ترکیه، عراق او سوریه کي به سردردی نه پيښوي. ازربایجان چي د روسیې څخه ازاد سوی دی، ایران باید د غصب سوو ځمکو ورتیر سي. بلوڅ سنیان دي او د ایران رافضي رژیم سني اسلام په رسمیت نه پیژني، ځکه نو پر بلوڅانو باندي د حکومت کولو حق نلري. دا چي افغانستان او پاکستان د طالبانو استحقاق دی، که عرب دولتونه د طالبانو سره مرسته وکړي چي د اسلام آباد او کابل امنیتي ځواکونه انحصار کړي؛ طالبان به وکولای سي چي تر خلیج عربي پوري د ایران ځمکه ونیسي او په دې ډول شیعت ته د تل لپاره د پای ټکی کښیږدي. د ایران تجزیه به په یمن، لبنان، عراق او سوریه کي سعودي عربستان او اماراتو ته متوجه ګواښونه دبینه یوسي. په پاکستان او افغانستان کي د داعش وروسته د پښتون ژغورني غورزنګ او بلوڅ بیلتون پالي هغه ګواښ دی چي په ظاهره د افغانستان او پاکستان د بېثباته کولو لپاره پیل سوی دی خو حقیقي ضربه به یې سعودي عربستان او نورو عربي هیوادونو ته رسیږي. ډونلډ ټرمپ خو د کابل فاسد رژیم تر ډېر فشار لاندي راوستی وو او د افغانانو د قتل عام پروسه که محدوده سوې نه وه د دریدلو طمعي ورته پیدا سوي وې.