د نړیوال تړونونو په جوړښت کې د امریکا مثبت او منفي رول:
د دوهمې نړیوالې جګړې نه وروسته امریکا د نړي په کچه د ځینو سازمانونو او بنستونو د رامنځته کیدو په اړه جوړونکې ونده درلود: ملګرو ملتونو سازمان، نړیوال بانک، د پیسونړیوال صندوق، ناتواو د نړیوال تجارت سازمان د امریکا په نوښت یا هلې ځلې په فعالیت پیل وکړل. خو امریکا د ملي او امنیتي ملاحظاتو په پلمه د ګن شمیرو نورو سازمانونو او کانوانسیونونو له ملاتړ نه دډه وکړه. د مثال په توګه امریکا د لاندې تړونونو سره مخالفت وښود: د پرسونل ضد ماین تړون ( ۱۹۹۷م )، د سبکې وسلې د تجارت تړون ( ۲۰۱۳ م )، د سزا نړیوال دیوان تړون ( ۱۹۹۸)، د کمیاوي وسلې د استعمال ممنوعیت تړون ( ۱۹۷۲ )، د هوا ککړتیا کانوانسیون ( ۱۹۹۲).
امریکا په ( ۲۰۰۲) کال د ضد بالستیک توغندیو د تړون نه خپل غړیتوب لغو کړ.
د امریکا د دودیز سیاست سره د ترامپ بریګون :
د یوعمومي ارزونې په بنست ویلي شو چې لږ تر لږه د ۷۰ کال په موده کې د امریکا بهرني سیاست په ځینو ثابتو قواعدو په بنست باندې ولاړ و چې په کې سپینې ماني ته د جمهوریخواه او دیموکرات ګوندونو د ولسمشرانو په راتک سره رادیکال بدلون نه و راغلې. خو د ترمپ په حکومتولي کې د امریکا د دودیز بهرني سیاست استقامت بدلون وموند: د نړیوالو مسائلو په پرتله کورنيو چارو ته پام واړول شول.
ولسمشرجارج دبلیو بوش ( جمهوریخواه ۲۰۰۱ م ) د امریکا بهرني سیاست ستنې داسې اعلام کړلې:
- د امریکا نظامي تفوق او د لویدیز نړي مشرتوب ساتنه
- د تروریزم سره جګړه
- د دیموکراسي د ارزښتونو نه دفاع
- د منځني ختیز نه پرته د انرژي نوې سرچینې لتول.
سږ کال د مارچ په میاشت کې جوبایدن د Foreign Affaire په مجله کې یوه لیکنه خپره کړه چې وروسته د ولسمشري په کامپاین کې د دیموکرات ګوند د بهرني سیاست د پلات فورم په توګه ومنل شو. د لیک سر خط « ولې امریکا باید د نړي مشرتوب بیرته تر لاسه کړي ؟ » تر زیاتې اندازې پورې د دیموکرات ګوند نړیوالې لیدلورې څرګندوي. په لیکنه کې ویل کیږې چې د ترامپ نه وروسته باید د امریکا بهرني سیاست د ځان محوري او انزوا نه وږغورل شي.
په نړیوالو چارو کې د دیموکرات او جمهوریخواه ګوندونو تر منځ واحد دریز :
د سولې او جګړې په برخه کې د دیموکرات او جمهوریخواه ګوندونو تر منځ د دریز اختلاف نشته :
کله چې جوبایدن ( دیموکرات) په مشرانو جرګه ( سنا ) کې د بهرنیو چارو د کمسیون مشر و ، په افغانستان کې د بوش ( جمهوریخواه ) د یرغل نه (۲۰۰۱ م کال ) ملاتړ وکړ.
جوبایدن په ۲۰۰۲ م کال د دواړو ګوندونو د ۷۷ کسیزه دله په مشرتوب کې د هغه پریکړه لیک نوښت په لاس کې واخیست چې له مخې یې امریکا د جعلي تور ( د دله ایزې وږنې د وسلې مالکیت ) په بنست په عراق باندې برید وکړ.
کله چې امریکا د عراق د کنترول نه عاجزې پاتې شوې، جوبایدن په ۲۰۰۷ م کال د عراق د تجزیې د پلان په اړه د سنا موافقت ترلاسه کړ. د پلان له مخې عراق باید په درې برخو کرد، شیعه او سني وویشل شي.
کله چې جوبایدن د اوباما حکومت په دوه دوره کې د ولسمشر معاون و، جمهوریخواه ګوند د دیموکرات ګوند د پریکړو نه يې چې باید په لیبیا او عراق نظامي عملیات پیل شي په ننګه ولاړ و. دواړه ګوندونه د روسیې په وړاندې د سخت دریز په نیولو متفق و.
د راي د صندقونو پایلې هر څه چې وي په نړي کې هژمونسیتي سلطه د دواړو ګوندونو واحد خوب دي. خو واقعیت دا دي چې احتمالاً په آسیا کې د نوې ځواکونو خوځشت به یاد خوب له کابوس سره مخ کړي.
د امریکا په بهرني سیاست کې د جوبایدن لمړیتوپونه :
۱- د امریکا نړیوال مشرتوب راژوندي کول:
د جوبایدن له انډه ولسمشر ترمپ امریکا د خپلو شریکانو نه لرې ساتلې ده. د هیواد بهرني سیاست کمزورې او د امریکا نړیوال مشرتوب تر پوښتنې لاندې راوستې ده. جوبایدن پدې باور دي چې امریکا پرته د متحدینو له مرستو نه په انزوأ او یوازیتوب د یو ویشتم پیړي له چلنجونو سره مقابله کولي نشي.
۲- د امریکا او اروپا د امنیت ستنه یعنې ناتو ته لازیات پام :
د جوبایدن په واکمني کې د ناتو غړیو هیوادونو نه به غوښتنه وشي چې د ناتو په بودجه کې زیاتوالې راوړې.
۳- د دیموکراسي نړیواله غونده :
د ولسمشري په لمړي کال کې د دیموکراسي د تینګښت په موخه د یوه نړیواله غونده رابلل د جوبایدن د حکومتولي په اجندا کې ده. په غونده کې دیموکراسي پلوه مشران او د مدني تولنو به غړیو برخه ولري. داسې مالومیږي چې د دیموکراسي د اصولو د تینګښت اصلي موخه د دیکتاتوري نظامونو او په ځانګړې توګه د روسیې او چین په وړاندې د یوه نړیواله جبهه جوړول وي. د بشري حقونو نه د سرغړونو په وخت، جبهه د فشار د لاسوند په توګه خپل رول ادا کوي.
د افغانستان په اړه د جوبایدن دریز :
د سړې جګړې په ختمیدو او د نړي د یو قطب کیدو په چاپیریال کې، امریکا د نړي په کچه ځان یکه تاز او ارباب ګنل. خو د ترامپ په راتګ سره امریکا کورنیو مسائلو ته پام واړاوه.
دمګړي جوبایدن ته د ترمپ « امریکا محور» سیاست په میراث پاتې شوې ده. سره له دې چې جوبایدن د امریکا د هژمونیستي سیاست په ملاتړ مخکني مهمې کارنامې لري او د افغانستان او عراق د اشغال له مهندسینو څخه و خو ګومان نه کیږي چې دي د بهرنیو او کورنیو لاملونو له مخې بیا د بوش په ګامونو کې قدم کیږدي.
د افغانستان د جنجال نه د وتلو په موخه، جوبایدن پرته له دینه چه د طالبانو او امریکا تر منځ موافقه لیک سره موافقه وکړي بله چاره نلري. « پاي » - فرانسه