لومړی باید ووایم چې د «تش په نامه» روشنفکرانو څخه موخه، یوازې هغه کسان دي چې د حالاتو او پېښو د شننې، څېړنې او د ذهنونو د تنویر ادعا کوي، خو د دې ټولو منطقي پایله یا غايي هدف يي د طالب او جهادي مافیا په ژرنده، په لویلاس اوبه ورسمول دي!
د هېواد په روانو حالاتو کې چې د اسلام اباد او تهران په ملاتړ د طالب وسلواله جګړه او د جهادي مافیايي کړیو سبوتاژ يي منځړی جوړوي؛ د مرکزي حکومت کمزوري ښودل یا کمزوري کول او پر شاوخوا يې د ځواکونو د راټولو پرځای، د هغو پاشلو ته مغز او قلم کارول، ایا د روشنفکر ضمیر او نوم سره سمون لرلای شي؟ ځواب منفي دی، هیڅکله نه!
د مرکزي حکومت سره چې له ښه مرغه انتخابي هم دی، په ځينو برخو کې اختلاف لرل او د اساسي قانون او نورو تسجیل شویو قوانینو په چوکاټ کې د حکومت په کمزوریو نیوکه، یو څه دی او د حکومت سبوتاژ، تخریب او کمزوري کول بل څه دي. د ملي ګټو او ارزښتونو په خلاف، حکومت سره اختلاف لرل؛ له ملي ګټو انحراف، حتی ملي خیانت ګڼلی شو. دا هغه جایز سیاسي اختلاف نه دی چې ځینې يي فکر کوي!
دا مهال چې هېواد په تپل شوې جګړه کې ښکېل دی، مرکزي حکومت سره اختلافات باید یوخوا ته او بل وخت ته پریږدو. پر مرکزي حکومت باید راټول شو، هغه غښتلی او پیاوړی کړو چې طالبانو سره د سولې په خبرو کې غوڅ او پرېکنده دریځ ونیسي او بلاخره دایمي اوربند او سولې ته ورسیږو.
تېره دوشنبه د مۍ میاشت په لسمه، کابل ته د انګریز لوي درستیز جنرال نیکولس پاټریک کارتر او ورسره د پاکستان لوی درستیز قمر جاوید باجوه او د ISI مشر جنرال فیض حمید هممهال سفر وکړ. دوی په ارګ کې د ولسمشر اشرف غني سره لیده کاته او خبرې وکړي چې اوس هم د رسنیو تر سترګو لاندې دي.
دې پلاوي سره د خبرو په تړاو د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي« دغې لیدنه کې د افغانستان د سولې بهیر، د پاکستان او افغانستان د اړیکو، د سولې بهیر کې د پاکستان پر ونډې او په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر پای خبرې اترې وشوې.
ولسمشر غني په دغه لیدنه کې په ټینکار سره وویل چې د سیمه ییزو هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان رول د سولې په ټينګښت او پر طالبانو د دغه هېواد اغېزه ډېره مهمه ده او دواړه ګاونډي هېوادونه له متقابل درناوي، د ګاونډيتوب حسن او اقتصادي همکارۍ پرته بله لار نه لري.
ښاغلي غني د دواړو هېوادونو ثبات په یو بل پورې تړلی ګڼي او په افغانستان کې د عادلانه او پایېدونکې سولې د ټینګښت په برخه کې د پاکستان د صادقانه او اغېزناکه رول غوښتونکی شو.»
د همدې سفر په درشل کې په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو استازی زلمی خلیلزاد د جرمني شپيګل ورځپاڼې سره په خپله تازه یوه مرکه کې ویلي، «دوی برېتانیا ته دنده سپارلې چې افغانستان او پاکستان سره نږدې کړي. د خلیلزاد په وینا پاکستان په افغانستان کې مشروع ګټې لري چې افغانان باید درناوی ورته وکړي. هغه زیاته کړې چې برېتانیا به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره کوښښ کوي او هڅه به کیږي چې د دواړو هېوادو ترمنځ امنیتي تړون رامنځته شي، ویسا ورځپاڼه»
د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي داسې تړون چې اسلام اباد پکې د افغانستان په اړه د برتاوي هند د استعماري مهال دندې پر غاړه واخلي او د افغانستان په کور دننه او دا راز په بهرنۍ پالیسي کې د افغانستان د واک لاسونه ترشا وتړي، په طبیعي توګه افغانانو ته د منلو نه دي او د ولسمشر غني په مشرۍ افغان دولت به يي هم هيڅکله ونه مني.
په دې اړه ولسمشر غني شپيګل سره مرکه وايی «زما هدف دا دی چې افغانستان بې پرې پاتې شي. موږ نه غواړو چې افغانستان د یوه هیواد په وړاندې له بل سره ملګری شي. موږ نه غواړو چې په سیمه ییزو سیالیو کې شامل شو.»
فکر کیږي چې په پورته بیان کې د حکومت دریځ څرګند دی. داسې څرګندونه د افغانستان د پخواني دودیز بهرني سیاست سره چې «بې پرې پاتې شي»، اړخ لګوي.
ریښتیا هم که په نني سیاسي چاپیریال کې افغانستان د پاکستان سره امنیتي تړون لاسلیک کړي؛ دا به سیمه کې د نویو وسلوالوسیالیو وسیله شي. افغانستان ته به نه یوازې سوله او امنیت رانه وړي، بلکې افغانستان به هم د پاکستان پشان د سیمې هېوادو لپاره د ټوپ په تمبړه بدل کړي. ښای خلیلزاد به د یو امریکايي پتوګه، انګریزانو سره په ګډه د امریکا د راتلونکو موخو او ستراتېژیو لپاره سیمه کې د داسې یو تړون اړتیا ویني، خو افغانان خپلې ملي ګټې په داسې تړون کې نه ویني او داسې تړون، افغانستان نویو ستونزو او پوځي مخامختیاوو ته ورکېباسي.
بلخوا پاکستان سره امنیتي تړون، د سینټو د پوځي تړون لمسی ښکاری چې افغانان له ډېر پخوا هغه پېژني او په اړه يي ښه زړه نه لري!
له بده مرغه لېدل کیږي، د دې پرځای چې «تش په نامه» روشنفکران داسې چارې ژورې وڅېړي او ښه يي وشاربي؛ ګټې او تاوانونه يي په نوي چاپیریال کې وارزوي؛ د انګریز، امریکا او اسلام اباد د موخو په اړه غوڅې څرګندونې وکړي او افغانان د دوی په موخو او نیتونو لا ښه وپوهوي؛ پرځای يي له اوبو مخکې ګاولې باسي، د خپلو ټاکلو موخو لپاره د اسلام اباد او انګریز پرځای افغان حکومت او ولسمشر غني ته بد رد وايي. البته دا نه یوازې له انصاف لېرې دي، بلکې دلته هم ملي ګټو(چې نن سبا يي مرکزي حکومت اساسي برخه جوړوي)، سره لویه جفا ده او کفاره به يي افغانان پرېکوي!
همدارنګه د هغه «تش په نوم» روشنفکرانو په ځواب کې چې طالبانو سره د غوڅې مبارزې په اړه پر ولسمشرشک کوي، شپیګل سره مرکه کې ولسمشر غني زیاتوي«پاکستان کې د (طالبانو) ملاتړ یو منظم سیستم اداره کوي. طالبانو له هغه ځایه لوژیستیکي او مالي ملاتړ ترلاسه کوي او همالته جلب و جذب کوي. د طالبانو د تصمیم نیولو بېلا بېلې شوراګانې لکه د کوټې شورا، د میرانشاه شورا او د پېښور شورا د هغو ښارونو په نامه دي چې د طالبانو مشران هلته اوسي. دوی د پاکستان له دولت سره ژورې اړیکې لري»
بلخوا د دې ډول روشنفکرانو دا ادعا هم چې وايي د انګریز او پنجابي ګډ پلاوي سره ولسمشر ژمنه کړي چې ۷۰۰۰ زره طالب بندیان به خوشې کوي، بې بنسټه ښکاري. ولسمشر غني په دې تړاو په غوڅو ټکو وايي، ترڅو د اوربند او سولې په تړاو اړین پرمختګ ونه شي، بندیان نه خوشې کيږي.
د مرکزي حکومت په وړاندې د پوچو ادعاوو بېلګې نورې هم شته.
په داسې حساسو حالاتو کې چې حکومت د طالبي جګړه مارو او مافیايي کړیو سره په غوڅې مبارزې بوخت دی، په وړاندې يي د یو شمېر روشنفکرانو تیاره او د کینې ډک چلند، د بخښنې نه دی!
د ۲۰۲۱ کال د مۍ ۱۶ مه