اتل: خان شهيد اودول سمد خان اڅکزي
ښکلي ښايسته ماشوم، ښايستې خړي سترګي، قامت تر هادي خلګو لوړ، د څيړني او زيرکتيا ډک ماشوم چي خلاصي سترګي يې دا ثبوت ورکوي چي د نړي تاريخي، سياسي او ټولنيز ژوند ته د ليدلو تنده لري، ځکه هغوي د پښتون افغان ملت د خاوري بچئي دي چي د زرتښت او بودها د تهذيبونو ځانګو پاته سويده، او تر اوسه هم د خلګو په ژوند، لارو چارو، کلتور ته د پرمختګ رڼا ورکوي۔ دغه دوه تهذيبونه چي يو د ګندهارا، پيښور، سوات، مردان، باميانو او بل د بلخ څخه پورته سوي، په بيلا بيل ډول ختيزي او لويديزي فلسفو ته يې رڼا ورکړې۔ نو چي د نړي د فکري، منطقي، سائنسي او عقلي دليلونو بنياد جوړيږي، نو دلته په خپل ټاټوبي کي هر يو وګړي په يوه او بله مانا د ژوند لارو چارو کي متاثروي۔
نو هم دغه ماشوم خان شهيد اودول سمد خان اڅکزئي د دغه سترو تهذيبونو په چاپيريال کي د ناتولا کاريز ګلستان په سيمه کي زيږيدلي، چي خپل ژوند ليک د مور د نامه څخه پهيلوي چي نوم يې دلبره ده، او دويم نوم د پلار ليکي چي نور محمد خان نوميږي۔ (ولي په يو پدرسري ټولنه کي، هغه خپله مور ته لومړيتوب ورکوي او پلار ورپسې ليکي، دغه بحث د فيمينيزم يا صنف پوهني لوستونکو ته پريږدم)۔
هغه د مور او پلار دويم نارينه اولاد دي، چي د دود له لاري يې هميشه د يو سفر په مانا مور او پلار له ځان سره د خپلي خور د درملني لپاره د کوټي ښارګوټي مشن هسپتال ته بيايي۔ ځکه هم دغه وخت يواځي د هم دغه د استعماري دورې د عيسويانو هغه مذهبي پروژي دي چي د درملو او تعليم ورکولو لپاره په سائنسي بنيادونو کار کوي
لکه څنګه چي نن هم د کلي او لري پرتو سيمو ماشومان کله د مور او پلار سره او يا هم د کور د لويانو سره د ښار د بحثونو او ژوند اوريدلو قصې فکر کوي نو ځان ته د هغوي په اړه فکر کوي او ليدلو ته يې ليواله وي۔ هم دغه سي د دغه ماشوم سره به ارومرو روان وي۔
زه دغه تمهيد د خان شهيد د ژوند سره زکه تړم، چي هغوي يواځي نه دا چي بيا وروسته د پښتون افغان ملي مفکورې رهبر جوړيږي، بلکه هغه د خپلي ټولني د تهذيب او تمدن په رڼا کي د يو داسي سيکولر (زما جومات په کاڼو مه وله، زه به هم ستا د ګرجې، مندر، سيناګاګ به هم احترام کوم)، جمهوريت، سماجي انصاف، برابري يواځي نه چي غوښتونکي دي بلکه په ماشومتوب هم دغه څه په خپل ژوند کي عملي کوي۔ که څه هم د هغه مورنئي او پلارنئي وطن د استعمار تر تور تم لاندي دي چي رڼا پکي ليدل يو ګران کار دي۔ ځکه دلته خلګ د زور، ظلم او جبر پر بنسټ د جوړ سوو قانون لاندي ويرول کيږي او دغه لويه مستعمره چي د برصغير په نامه ياديږي دلته د خلګو سره د غلام او آقا تر عنوان لاندي استعماري رياستي رويه روانه ده۔ چي مشهور مثال يې "دلته سپي او هندوستانيان (د برصغير خلګ) نه سي راتلاي"۔
بل لور ته د دغه استعماري تور تمه څخه آزادي غوښتونکې بيانيه پرته ده چي دغه مشنري هسپتالونه او سکولونه د مستعمره سوو انسانانو لپاره د عيساعيت او د بيلاروي لار بولي او ورپسي پروپاګند کوي چي هغوي دغه کار د شرابو او د خنزير د غوښو په کارولو سره سر ته رسوي۔ د خان شهيد قام، پښتون افغان وطن د ګنډمک تر توري او تپل سوي لوزنامې لاندي چي پکي د کوټي او سيوي لار يا بولان دره، او پورته بيا په اوسني خيبر پښتونخوا کي د خيبر ايجنسي، ميچني سيمه چي د خيبر دره ده د افغانستان سخه رابيلي سوي دي۔ او دغه خلګ چي خپل تاريخ په ياد لري نو د دغه زد استعمار د بيانيې سره تر ټول برصغير زياته ليوالتيا لري۔
خو خان شهيد په خپل ماشوموالي کي هم تر هر چا و سياسي او ټولنيزو حالاتو ته په يو بل فکر کي دي، هغه په دغه مشنري هسپتال کي د نرسانو او ډاکټرانو ډيره په خلاصو سترګو ليده کوي، چي دوي آپريشنونه کوي، يا د هسپتال د وارډونو په دوره وي، او يا بيا د مريضانو سره ليده کاته کوي، په هم دغه وخت کي هغوي هم احساسوي چي له موږ سخه ټولنه يو شانتي کرکه کوي خو دغه ښائسته ماشوم په ځلاندو سترګو موږ ته په څه بل شان ګوري۔
نو هم دغه ځاي دي چي هغوي د دغه ماشوم خان شهيد سره يو شانتي د لويانو او ماشوم دوستي جوړوي، ځکه هغوي په دغه ماشوم کي فکري پختګي ګوري۔ يوه ورځ يې له ځان سره بيايي، هلته ورته ډوډي ورکوي، کله چي هغه بيرته مور او پلار ته راځي چي هغوي ورپسي ټوله ورځ ګرځيدلي او کړيدلي دي چي ورک سوي دي، نو چي کله دغه ماشوم ورته قصه کوي چي هغه د فرنګي ډاکټرانو او نرسانو سره ډوډي درلوده او د هغوي سره وو۔ نو د هغه مور او پلار هم د افغان ټولني په شان د "شرابو او خنزير" د غوښو تر بيانيې تر اثر لاندي خان شهيد ته په خښم کيږي او هم دغه څه ورته تقراروي۔
خو دغه ماشوم خان شهيد دغه ټول څه ته "دروغ" وايي، او جواب ورکوي چي "ما خو هغه څه وخوړل چي موږ يې کورته خورو، لکه د چرګ غوښه، پټاټې، سبزي او اوبه مي وڅښلې"۔
د ماشومتوب په وخت کي که موږ ورته ځير سو نو څومره د حقائقو او رشتيا په لټه کي دي؟ او په زړه کي دغه فکر کوي، کاش چي د مسلمانانو هم داسي د مذهب د انسان دوستي پر بنياد بايد د صحت او تعليم مرکزونه وايي لکه څنګه چي د عيسيويانو مشنري هسپتالونه او سکولونه دي، څومره به ښه واي۔
د دليل او منطق پر بنياد د مخالف ښه کارونه په ګوته کول او په ځان کي راوستلو دغه ځيرکتيا که څه هم خان شهيد د استعمار زد هغه سياسي رهبر پاته سوي، چي د پښتون افغان خاوري د آزادي لپاره يې خپل نيم ژوند يو وار د فرنګي استعمار او بيا د پاکستان د ملټري اسټيبلشمنټ له لاري ورکول سويو جيلونو کي تير کړي دي۔ ځکه هغه ته د تهذيبي ښايست سره سره د خپلي خاوري آزادي او خپلواکي د خپلو مشرانو څخه ور پاته کار دي، د هغه د مشرانو څخه يو غازي اودولا خان اڅکزئي دي چي د اول فرنګي او افغان جنګ اتل چي هغه وخت يې په کابل کي د هند د وائسراي استازي اليګزانډر په خپله چاړه وواهه چي په نتيجه کي يې اودولا خان، يو ورور او دوه زامن ځاي پر ځاي په شهادت ورسيدل، او بل بيا برخوردار خان اڅکزئي دي چي د پاني پت په افغان او مرهټه جنګ کي د احمد شاه ابدالي د سترو جنګي مشاورينو او جنرالانو څخه يو د سر ملګري وو چي هم هغه جنګ يې وګاټه، او بل دا چي خان شهيد د اولي ځواني په عمر کي پخپله د غازي امان الله خان چي "فخر افغان" خطاب يې درلود ځکه چي ددريم فرنګي افغان جنګ اتل او د افغانستان د استقلال د ژوندي ساتلو، بيا انګريز د تخته لري کاوه۔ نو خان شهيد د خپلو ملګرو سره د فخر افغان د دفاع او د فرنګي زد جنګ لپاره په وسلواله مبارزه کي برخه اخيستني ته تيار سوي۔ ځکه هغه امان الله خان خپل باچا ګڼي او د هغه دفاع د خپلي ملي آزادي دفاع بولي۔
د دغه سياسي، ټولنيزو او فلسفيانه فکرونو په لار کي خان شهيد يو روښانه ملي سياسي آئيډيالوژي ته ځکه ځاي ورکوي چي هغه د مذهب، ژبي، نسل پر بنياد د انتهاپسندي څخه کرکه کوي۔ هغه د يو انسان د بل انسان په زد، د يو قام د بل قام په زد، د يوې ژبي او مذهب د بلي ژبي او مذهب په زد، دي يوې فرقې د بلې فرقې په زد د هر رنګه استثمار، استعمار او بالادستي خلاف دي۔ هغه د نړي قامونو، ژبو، کلتورونو، تهذيبونو او تاريخونو ته ځکه درنښت لري چي هغه خپله د پښتون افغان ملت د خاوري، سياست، ټولني، برابري، جمهوريت او انصاف سياسي ملي بيرغ پورته کړي دي۔ نو ځکه د دغه قام د سائنسي، سياسي، فکري دورې د آسمان ستوري جوړ سوي او خلګو ته رڼا ورکوي۔ هغه د بل چا د آزادي د صلبولو ځکه زد دي چي خپله خاوره، وطن، کلتور، ژبه او ملت ورته ګران دي، نو د انساني ستري تقضا په مانا نور انسانان هم آزاد او برابر ګڼې۔
نو په ماشوموالي هم د خان شهيد ژوره زيرکتيا او ټولني ته د کتلو دغه قصه او د هغه د دغه عيسوي نرسانو او ډاکټرانو سره د مور او زوي په څير رشته د هغه ملي سياسي پختګي ښکاره کوي۔ ځکه يو وار چي خان شهيد او د هغه ملګري د فرنګي په جيلونو کي وي، نو د هغه د قبيلې خلګو فرنګئي ميجر پارلې، د هغه ميرمن او يو بل کيپټن اغوا کړي او د کندهار د ريګ سيمي ته يې تښتولي، بيا يې غوښتنه کړيوه چي دغه کار يې د خان شهيد د هغه ورور حاجي عبدالسلام خان، تربور محمد ايوب خان، ماما محمد عيسا خان د فرنګي سرکار د جيل سخه د راهيله کولو په نيت کړيوه (چي د فرنګي په زد د برصغير د آزادي د تحريک تر ټولو اوله انساني اغوا وه)، خان شهيد په جيل کي سخت په سوچونو کړي او خپه کړي وو۔ که څه هم هغه د ده، د جيل څخه د رايستلو لپاره وه خو دغه کار ځکه د خان شهيد سياسي ملي مبارزې ته د قبولو نه وو، د هغه په وينا چي د پښتونولي په بيانيه کي افغانان کله هم ښځه نه سي تښتولاي، وژلاي او يا شکنجه کولاي۔ خان شهيد هله زړه په کرار سو کله چي بيا دغه دوه فرنګيان افسران او يوه ښځه د خبرو پس هيله کړل سو، او هغوي اقرار وکي چي زموږ اغواکارانو زموږ ښه ميلمستيا وکړه او اطمينان يې راکړ چي ستاسو سره به پوره انساني چلند کيږي، هيڅ وير مه کوي زموږ مشران به هيله سي تاسو به بيرته آزاد کړل سي۔
کله چي هم هغه د ده د کوشنيوالي ملګري عيسوي مشينري ډاکټران او نرسان د دغه پيښي په تړاو د فرنګي سرکار پوښتلي وو، هغوي ورته په صفا ورته ويلي چي خان شهيد هيڅکله د داسي فکر او عمل خاوند نه دي۔ بلکه هغه يو ښاغلي افغان او مسلمان دي چي د هر رنګه تعصبه پاک انسان، او د خپل بيان عملي کونکي دي۔
د فرنګي د وخته دا قانون دي چي لوکل سرټيفيکيټ يواځي د خپلو خلګو لپاره ورکول کيږي، نو د ګلستان اوسيدونکو عيسويانو چي هلته ژوند کاوه، او اکثره د صفايي او وړوکو کارونو خدمتونه کول د هغوي سرټيفيکيټونه هم خان شهيد دستخط کړي۔ که څه هم نه هغه په ژبه، نسل پښتانه، نه په مذهب مسلمانان وو، خو د خان شهيد د ملت فلسفه "کور او ګور چي ستا سره وي، ستا د ملت هم دومره وګړي دي لکه ته چي په خپله يې" نوره هم واضح کوي۔
يو وار چي کله خان شهيد په جيل کي وو، د هغه د مشر زوي ډاکټر احمد خان واده وو، لاري چاري يې د ده د مشر ورور عبدالسلام خان پر غاړه وې، چي هغه خپله د خان شهيد د سياسي لاري کلک ملګري او ښې لاس وو، نو هغه په واده کي نه يواځي دغه عيسيان راوغوښتل بلکه د کلي او سيمي د خلګو سره يې په هم هغه سترخان کښينول او په هم هغه لوښو کي يې ډوډي ورکړل په کومو کي چي نورو ميلمنو خوړل۔ که څه هم د سيمي د نورو پښتنو لپاره دا عجيبه وه، خو دلته هر يو کار د انسانيت پر بنسټ ولاړي سياسي مفکورې او مبارزې په رڼا کي وو، چي نورو خلګو ته و ښيي چي د افغان خاوري هر بچئي هم دومره برابر دي لکه موږ او تاسي چي يو، نو بايد دغه دود ته دوام ورکړو۔
يو وار بيا خان شهيد د جيکماباد (جيکب آباد) په ښار کي د کاروبار لپاره تللي، چي هلته يې ليدلي هندوانو اړتيانو/د ميوې کاروباريانو خپله ډوډي جلا خوړه، نو خان شهيد راغوښتي وو پوښتنه يې ځيني کړې وه چي دا ولي؟ هغوي به خود ورته ويلي وو چي د مذهبي توپير په مانا دا کار کوي، نو ده ورته مجلس کړي چي موږ ټول د حوا او ادم بچي يو، مذهبونه که جدا وي خو د ژوند لاري چاري مو يو دي، د ننه پس به له ما سره ګډه ډوډي په ګډو لوښو کي خوري۔
همدا راز خان شهيد چي د درويشتو يا څلرويشتو کلونو په عمر کي کله د کانګريس د بنياد ايښودونکي مهاتمه ګاندي جي سره وکتل، هغه سره يې بحث وکړ، نو هغه د يو ليډر په څير د خان شهيد وينا څخه رڼا واخيسته او په زړه يې ولګيده، ورته يې وويل چي د خپلو خلګو مسئلې ته په ليکلي شکل کي راکولاي سې، ځکه دا ستاسو د سيمي خبري زه په اول ځل د يو سياست پوه څخه اورم۔ ځکه زه ګول ميز کانفرنس لپاره انګلستان ته روان يم ستا دغه غوښتني به د ځان د غوښتنو سره د فرنګيانو په مخ کي کښيږدم۔
بل لور ته د اوسني تور تم، ترهګري او بنياد پرستي غوغا خوره ده، هزاره ګان چي افغان قبيله ده، چي ډيرئي يې شيعه مسلمانان دي، په بيلابيلو نومونو او مفکورو د مرګ ژوبلي او ترور ښکار دي۔ خو د خان شهيد او د هغه د سياسي ملګرو د ټول شمول سياسي افغان ملي مفکورې برکت وو چي د هغه په ماماګانو واده سوي، د دغه ملي سياسي سوچ، زرتښتي او بوداهي تهذيب، پر امنه اسلامي يقين، د هيڅ انسان څخه د نسل، ژبي، فرقې پر بنياد نفرت نه کولو ژوندي آثار ښکاره کوي۔
د خان شهيد فکري، نظرياتي، سياسي، تاريخي، کلتوري، ملي مفکورې او پرامنه سياسي سيکولر مبارزه چي د جمهوريت، امن، برابري، سماجي انصاف بنيادونه يې د افغان تهذيبونو په چوکاټ کي ژوند موندلي او د پر امن اسلام له په چوکاټ کي مخ په وړاندي روان وو، د هغه د دغه فکر څخه ويره لرونکو هغه په ۲م دسمبر ۱۹۷۳ کي په دغه فکر چي د هغه سياسي مبارزه به ختمه سي په دوه لاسي بمونو له موږ څخه جدا کړ او په شهادت يې ورساوه۔ خو د هغه فکر هم دا ووس مهال په ميلينهاوو انسانان منوروي او منظم کوي يې مخ په وړاندي روان دي۔