د بشري ټولني پارازیټونه (دوهمه برخه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69351
عبدالستار ایوبي
دخبریدو نیټه : 2022-03-01


کلیساء او یهودي سازمانونه چي د اسلام پر ضد متفق وه، په خپل منځ کي یې شدید رقابتونه هم پالل. یو د بل پر ضد به یې پر دولتونو باندي د خپل اثرو رسوخ څخه ګټه پورته کول. دا چي کلیسا مخکي له مخي لا د یهودو سره د پیغمبرانو په شهادت رسولو او د عیسی علیه سلام د ربړولو مقدمات پیل کړي وه، د یهودو مذهبي حیثیت ډیر لړزیدلی وو. بیا چي د وروستی نبي پیغمبر اکرم ص مبعوث سو او یهودو د خپل شامته مخالفت ورسره څرګند کړ نو نور هم د مذهبي حیثیت له پلوه ذلیله سول. خو دوئ وختي لا د حکومت لخوا د ولسونو د شکولو په نوو لارو چارو کي د مهارت حاصلولو په اساس په دربارونو کي د ملاتړ د جلب نوي لاري چاري موندلي وې او کلیسا لکه د بانک نوټ د چاپ زوړ ماشین د خپل دوامداره ګټندویتوب له شامته د جدیدیت د لاري څخه ډیر لیري شاته پاته سول. ځکه نو کله چي جګړو مذهبي انګیزې لرلې د کلیساء اثرورسوخ زیات وو. البته چي کله جګړو او حکومتوالي اقتصادي اړخ غوره کړ نو بیا د یهودي مافیاوو ونډه پر زیاته سول. د دې خبري قوي احتمال سته چي شاید یهودي سازمانونو کلیسا خپله سیاله بللې وي او د دهریت د عقیدې رامخته کولو کي یې یو هدف دا هم وي چي کلیسا په بشپړه توګه د پښو وغورزوي، ځکه خو لاسپوڅي یې په کاناډا او امریکا کي د څو سوه کاله پخوا ښخ سوو ماشومانو سره زړه د بیخه همدردي کوي او د کلیسا څخه د سلهاوو کلونو پخوا سوي ظلمونو حسابونه غواړي او دا چي د حال په سترګو په عراق، سوریه، فلسطین او مصر کي په ملیونونو انسانانو روان قتل عام کومه د ترحم انګیزه نه پر ښندي. هغه چي پښتو کي متل دی چي د کاسې لاندي نیم کاسه ده هغه داغه ده. یهودي سازمانونه د دیني عقایدو د ونډي د افادیت په مطلق ډول دبینه وړلو لپاره د دیني عقایدو د معادل په توګه د ماشین او د څار د اسبابو پر پیاوړتیا پانګونه کوي.
کله چي صلیبي جګړې پای ته ورسیدلې او د اروپایي واکمنانو لخوا خصوصي متشبثین تشویقیدل چي هند او چین ته نوي بحري لاري پیدا کړي نو د دې تشبثاتو په مټ د امریکا، کاناډا او اسټرالیا نوي ځمکي کشف سوې. افریقا او هند ته د رسیدو نوي لاري اروپایانو وموندلې. د اروپایي هیوادونو واکمنان چي په خپل منځ کي د اقتدار د پراختیا په رقابتونو بوخت وه، نه یې غوښتل چي د شرقي روم د امپراتور اشتباه تکرار کړي. هغوئ د بازنتین پالیسي سرچپه کړل او د پخوا څخه دواک لاندي سیمي یې په خپله ولکه کي وساتلې او د نوو کشف سوو سیمو د اشغال او اداره کولو چاري یې سازمانونو ته وسپارلې. په دې برخه کي د شرقي هند شرکت (East India Company) نوم ډیر مشهوره دی. پخواني مذهبي سازمانونو ونډه په دې نوي تشبث کي دا وه چي د نوو نیول سوو سیمو د اداره کولو لپاره استخدام سوو انسانانو کي روحاني نظم او د دې مشارکت د اهدافو مشروعیت پکښي ژوندی وساتي. تر دې وخته پوري د انحصارګرو هیوادونو په داخل کي د واټیکان کلیسا ډیري سیمیزي نمایندګۍ ځان ته مستقلي سوي وې او واټیکان مجبور وو چي د خپل نفوذ شبکه په نوو نیول سوو کالونیو کي رامنځته کړي. د اروپایي واکمنانو دا نوی مشارکت د کالونیالیزم په نوم ونومول سو. اروپایي کالونیسټانو د خلګو د اداره کولو په برخه کي د کلیساوو کار اخیستی، او اصلي خدمات یعني د پیسو د اداره کولو چاري یهودي سازمانونو ورته انجامولې. د روم کاتولیک کلیسا چي په اروپا کي د ملوک الطوایفي کوم تجارب لاسته راوړي وه، د اسلام د ظهور په ډیرو لمړیو وختونو کي یې د اسلام پر ضد په کار واچول. د استعماري سیاست دا اصل د «وویشه او واک پر وچلوه» (divide and rule) د اصل په نوم شهرت لري. د امیر معاویه رض لخوا د قریشي سردارانو په مرسته پر اسلامي خلافت باندي کودتاه او په عوض یې مطلق العنانه کورنۍ واکمنۍ رامنځته کولو اسلامي امت د کلیسا د وویشه او واک پر وچلوه سیاست ته بشپړ مواجه کړل. د امیر معاویه پر کورنۍ باندي د ده پر ګام باندي ګام ایښودونکو قریشي سردارانو شپږ او اوه خلافته رامنځته کړل. بیا یې د خپل مشروعیت د اثبات لپاره په اسلامي عقایدو او تعلیماتو کي مداخلې د لاري نوي مذهبي فرقې رامنځته کړلې چي یو عمده مثال یې د مصر فاطمي شیعګان بللای سو. د اسلام د ظهور په لمړنیو وختونو کي که څه هم د کلیسا ځواک او برم په خپل اوج کي وو، پر مسلمانانو باندي یې دسیسې ډیري ګټوري نه سوې ثابتي. د اسلام د پیل په زمانو کي چي کومي ضربې اسلامي ټولني ولیدلې، اصلاً د پخواني شرک د پاته سوو محراقونو څخه وې. یهودي سازمانونو د ټولنو د تضعیف لپاره د هغوئ د ویشلو تر څنګ نورو مغلقو تکتیکونو څخه هم کار اخیستی. د فاني ژوندون خوندونو او شهوتونو ته د انسانانو لوږه د دې سازمانونو په لومو کي پریوتلو یو عمده سبب دی. او د دهریت عقیده دې لوږي ته نور هم شدت ورکوي. یعني د دهریت عقیده وایي چي ژوند د ژوندي لپاره یو ښه او نادره تصادف دی، یو چانس دی چي د دوام مده یې نامعلومه ده. ځکه نو د ژوند هره لحظه باید تر نهایي ممکنه حده په عیش و نوش کي تیره سي. د اسلام سپیڅلی او مبین دین خپلو پیروانو ته د ساده ژوند او قناعت درس ورکوي، د مرګ وروسته د دایمي ژوند زیری ورکوي چي د اخروي ژوند سهولتونه د دې فاني ژوند په ښیګڼو پوري اړه لري. اسلام خپل پیرویان تشویقوي چي هستمن د خپلي هستي یوه برخه نیستمن ته ورکړي او هغه د ځان سیال وبولي. دا برابري یا مساوات د ټولني د وګړو تر منځ معنوي اړیکي پیاوړي کوي او ټولنه د بهرنیو دښمنانو پر ضد پیاوړې ساتي. اسلام ثروتمند ته دا هیله ورکوي چي په دې فاني ژوندون کي د خپل ثروت هرڅومره برخه چي د بېوزلو د اړتیاوو د پوره کولو په لاره کي مصرفوي، دا اصلاً د خپل اخروي تل پاته ژوند د اسایش په لاره کي پانګونه ده. د دې کار دنیوي پایله دا کیږي چي د ټولني د مختلفو طبقاتو تر منځ اړیکي پیاوړي پاته کیږي او ټولنه په مجموع کي پیاوړې کیږي. نړیوال یهودي سازمانونه د دې حقیقت څخه آګاه دي ځکه نو د دهریت عقیدې د پراختیا او اسلامي عقایدو د تحریف په لاره کي پراخ مصارف په کار اچوي. په دې برخه کي دوئ زیاته پانګونه د اسلامي ټولني پر علماء باندي کوي. همداعلت دی چي نن په اسلامي هیوادونو کي د اسلامي شریعت د نفاذ په لاره کي عمده خنډ هغه علماء دي چي هر یو یې و یوې مشخصي فرقې ته ځان منصوبوي. دا د مختلفو فرقو علماء چي پر یوه خبره اتفاق لري هغه دا ده چي زورور چي هر څه کوي هغه مشروع دی او ثروتمند چي هر څه وایي هغه (بلا تشبیه) د قران آیتونه دي. د غریب او مظلوم د چغارو په جواب کي یې شعار داغه دی چي صبر کوه. خدای پاک ج صبر کونکي خوښوي.  دا فرقې او د دوئ علماء بیا په دوامداره توګه د بهرنیو نالیدلو منابعو لخوا تغذیه کیږي. هر عالم غواړي چي د بل عالم سره اختلاف ښولو سره ځان تر هغه پوه ثایت کړي او خپل پیرویان زیات کړي. د یوه عالم چي هر څومره پيرویان زیات وي دغومره د خپل ځای او وخت د فاسدو چارواکو د مهریانیو او توجه وړ ګرزي. دا چي کلیسا په دیني او عقیدوي فلسفه کي د اسلام څخه ماته خوړلې وه نو د غرب واکمنانو زیاته توجه یهودي سازمانونو ته وکړل چي هغوئ د انسانان د اعتیاد د لاري اطاعت ته مجبورول. یهودي سازمانونو د طبعي علومو په برخه کي پانګونه وکړل په دې برخه کي یې ابتکارات تشویق کړل. په ورته وخت کي یې د خپلي اغیزي لاندي د اسلامي نړۍ واکمنان او فرقوي عالمان پر دې وګورمارل چي په اسلامي ټولنو کي د قرآن د تفهیم، عمومي سیواد (چي په لمړۍ الهي وحي کي بشریت پر مامور سوی دی: اقراء یعني لوست وکړه) او طبعي علومو د ترویج مخه ونیسي. په ورته وخت کي یې په غیر اسلامي ټولنو کي د طبعي علومو د زده کړو مرکزونه پرانیستل. دوئ غیر اسلامي ټولني ځکه د خپل مرکزیت لپاره انتخاب کړې چي هلته د اسلامي اخلاقو د نیستي له برکته د بشريت د خپلواکي اصل مطلق دبینه تللی وو. هلته انسانان په بشپړ ډول د خپلو مادي اړتیاوو، شهواتو او لذتونو اسیران وه. د داسي کسانو اداره کول د څارویو د اداره کولو په شان اسانه وي. د طبعي علومو پوهانو د تجارتي چارو په سنبهالښت او نوو کشفیاتو د لاري د حکومتوالي سیاستونو ته بدلون ورکړ. یهودي سازمانونو چي د وخته وخته څخه یې اقتصادي چاري انحصار کړي وې، په دې وتوانیدل چي د طبعي علمومو پوهانو پوهي په پیسو رانیسي او د خپل صنعتي و تجارتي انحصار لپاره یې وکاروي. په دې ډول د کالونیالیزم په دوره کي دا سازمانونه په اثرورسوخ کي تر کلیسا مخ ته سول. په لمړۍ او دوهمه نړیواله جګړه کي عصري وسلو او اقتصادي افزارو خپله برلاسي بشریت ته وښودل. د دوهمي نړیوالي جګړې وروسته پر نړۍ باندي د دې سازمانونو قدرت ټولي سیالئ د بینه یوړې. د پرتګال، برطانیې، فرانسې، جرمني، روسیې او ترکیې امپراتوریو د دې دوو جګړو په ترڅ کي خپل اثرو رسوخ د لاسه ورکړ او په نړۍ کي سیاسي رهبري یو تشریفاتي بڼه غوره کړل. یعني د لاسپوڅو حکومتونو نظام. د بیلګي په توګه جرمني چي د حربي ماشینري په ټیکنالوژي کي کمال ته ورسیدی خو ونه توانیدی چي د دې تیکنالوژي په مټ دوهمه نړیواله جګړه وګټي. ټوله جنګي ټیکنالوژي یې روسانو ځني غلا کړل. امریکا د دوهمي نړیوالي جګړې په ترڅ کي نړیوال ځواک په صفت رابرسیره سو خو حاکمانو یې پر خپله اداره دومره حاکمیت نه لاره چي خپله اټومي ټیکنالوجي د غلا مخنیوی وکړي او اټومي ټیکنالوجي د امریکا او برطانیې تر څنګ روس او چین ته انتقال سول. اوس هغه دی اووه معلوم او څخه چي څومره نامعلوم آټومي وسلې لرونکي دولتونه موجود دي. د دوهمي نړیوالي جګړې وروسته د ملت، هیواد، د دولت حاکمیت ټوله سیمبولیکي اسطلاحوي وګرزیدلې. کله چي روس په بشپړ بریالیتوب سره د جرمني، برطانیې او امریکا مهم رازونه او تیکنالوژي غلا کړي، دا دولتونه خپل ولس ته په جواب ویلو کي پاته راځي چي ولي په خپلو صفوفو کي د جواسیسو د دخول مخه نه سي نیولای. خو داغه روسیه چي په افغانستان کي همدې دولتونو ته خپل نیکر هم په قمار کي بایلوی، تر ننه پوري یې خپل ولس ته سپیناوی نه دی کړی چي د افغانستان جګړه د کوم ملي هدف لپاره وه او ولي په ملي خزانه کي پروت وروستی روبل پر ولګول سو؟. دا نن د روسیې ملي ځواکونه په سوریه کي لکه سپي د بشار الاسد چوکیداري کوي، خو سیاسیون یې نه دي توانیدلي چي په سوریه کي د بشارالاسد په تن کي د روس ملي حقوق او ملي ګټي خپلو خلګو ته تشریح کړي. یو وخت وو چي هیڅ ملت، قوم او قبیلې د بل ملت، قوم او قبیلې جاسوس ژوندی نه پریښودی. حتی د صلحي په شرایطو کي به هم چي جاسوس ونیول سو، په عوض د دې چي خپل ملک ته سپارل سوی وای، وژل کیدی. اکثره وخت به د جاسوسانو پر سر د دولتونو تر منځ جګړې ونښتلې. یوه هیواد به د بل هیواد  ډیپلوماټ ته هرڅومره عزت او قدر ورکاوه خو کله چي به د پټو معلوماتو د حصول په لټه کي وموندل سو، په یوه لغته به یې د هیواد څخه بهر وشاړه. لاکن نن ورځ موږ وینو چي د دولتونو ډیپلوماټان یو بل ته پوچ و رد وایي او جاسوسان یې بیا یو له بله سره د شرابو په یوه بوتل جامونه ډکوي او پټي معاملې سیټوي. د نړۍ تقریباً ټولو هیوادونو چاري د سیاسي رهبري پر ځای د نظامي رهبري یا استخباراتو لخوا تنظیمیږي. د افغانستان په تیره پنځوس کلنه جګړه کي د سي ای اې، کې جي بي، آی ایس آی، ایم آی ۶، د ایران استخبارات او خپله د افغانستان استخباراتي ادارې ښکیلي وې. د کمونیسټي انقلاب وروسته که د افغانستان په دولتي ارګانونو کي په ظاهره تصمیم نیونکې اداره که وه، داغه د خاد اداره وه، نور خو ټوله وزارتونه او ادارې مطلق فلج وې او وزیران یې محض لاسپوڅي وه. بیا د نجیب د سقوط وروسته د دې هیواد چاري بهرنیو استخباراتي ادارو پر مخ بیولې. کرنل امام د افغانستان په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کي یو مشهور شخصیت وو. د دې نقطې په رابرسیره کولو کي هدف دا نه دی چي وښیو چي د امریکا، پاکستان، ایران او روس استخباراتو په افغانستان کي مداخلې کړي دي. د ډیرو غمیزو او ناخوالو سبب سوي دي. دا ډیر بد هیوادونه یا دولتونه دي. دلته هدف دا دی چي ملګري متوجه کړو چي د دې مداخلاتو څومره ګټه دې هیوادونو ته رسیدلې ده. د پاکستان رڼاندي هم بغاري وهي چي کلاشنکوف کلچر، مخدرات او جنایتونه د افغانستان څخه راغله. امریکا هم وایي چي په افغانستان کي روزل سوو ټروریسټانو زموږ په هیواد کي خرابئ پیښي کړې. د افغانستان د تاریاکو څخه تولید سوي مخدراتو زموږ په ملیونونو ځوانان په ژوندوني تر مرګ بدتره کړل. ایران هم د افغانستان څخه په غاو دی چي هیروین او تاریاک راوړي. کله چي د هند د استخباراتو رول په افغانستان کي ډیریږي، د افغانستان څخه هند ته د مخدراتو قاچاق هم ډیریږي او د هند د فاحشو غوغا لوړیږي چي د کابل د هزاره او تاجکو فاحشو یې د فحشاء بازار ور خراب کړی دی. ایا دا ټوله حقایق دې خبري ته اشاره نه کوي چي د نړۍ د ټولو هیوادونو استخبارات نور د خپلو ملي حقوقو اوګټو لپاره نه بلکه د هغه پر ضد فعالیتونه کوي؟ بله د تشویش وړ خبره دا ده چي کله د دوئ استخبارات د خپلو ملي اهدافو د کرښي څخه اوړي، باید د دې هیوادونو سیاسي رهبري یې واکونه او منابع ور محدودي  کړي خو عملاً د دې برعکس د دې ادارو امکاناتو او اجرائیه واکونو کړۍ نوره هم پراخیږي. د ظاهر شاه او داود خان په وختونو کي خاد یوازي یو معلوماتي ارګان وو، مسلح ځواکونه او اجرائیه واکونه یې نه لرل. کله چي د دې هیواد سیاسي رهبري د بینه ولاړل نو خاد ټول سیاسي واکونه په لاس کي واخیستل او پر ټولو ادارو حاکم سو. ولي؟ او څنګه؟ (د دې دوو سوالونو په جواب کي باید د سیاست او ټولنیز ژوند او حکومتوالي ټوله فلسفه بیان سي). په مجموع کي د دې ټولو پدیدو لنډ جواب دا جوړیږي چي د دوو نړیوالو جګړو په ترڅ کي نړیوالو یهودي سازمانونو ته د نړۍ د اقتصادي سرچینو د هغه شبکو بشپړ واک په لاس ورغلی چي د ټولي نړۍ هیوادونه او دولتونه خپلي مالي اړتیاوي ځني پوره کوي. او اوس دوئ غواړي چي د دې فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي. هغه اعظمي ګټه چي خپله دوئ ته هم نه ده واضح. دا لکه د لس لکو افغانیو پوروړي ته درې لکه ډالر په لاټرۍ کي راوخیژي. او دی چي ناببره ځان ثروت مند احساس کړي نو فوراً دا خواهش ورته پیدا سي چي زه باید دا ډالر په داسي ډول په کار واچوم چي د ټولي نړۍ ډالر آخر زما سي.  دا چي د نړۍ نوی نظم (New world order) ورته ویل کیږي بل څه نه دی غیر له همدې یهودي سازمانونو د خواهش څخه چي غواړي ټوله نړۍ د وسلوالو ځواکونو، استخباراتي ادارو او معلوماتي ټیکنالوژي او شیطاني سیاستونو په مټ د مستقیم څار لاندي ونیسي او بیا خپل دې اقتدار ته د یوې نوي امپراتوري بڼه ورکړي چي پلازمینه یې بیت المقدس وي. دوئ پر بشري ټولنه باندي د خپلي ولکې ټینګولو لپاره د وس تر بریده هڅه کوي چي د کسب معاش لپاره موجودي طبعي زیرمی لکه د څښاک اوبه، ځنګلونه، طبعي خواړه لکه ځنګلي د ښکار حیوانات او نباتات په مطلق ډول دبینه یوسي او یوازي هغه بوټي او حیوانات ژوندي پریږدي چي د دوئ تر ادارې لاندي ژوبڼونو او نیشنل پارکونو کي ساتل سوي دي. د افریقا د وحشي ژوند د قتل عام قصې د دوئ ساینسپوهان په ښکاره مجلسونو کي په ډیره بې حیایي سره کوي او د ریسرچ په نوم هغه ته جواز ورکوي. اوس خپلواک ساینسپوهان خو سته نه چي د دوئ ساینسي کفر مطلق و عوامو ته څرګند کړي. دا چي د شیدو او غوښي تولید ته لا صنعتي بڼه ورکولو هڅي رواني دي، چي د بشریت د سرنوشت د انحصار د هڅو وروستی حد دی؛ لا هم بشریت د مرګي په خوب ویده دی. د دوئ د اقتدار  په لاره کي یوازینی خنډ د انسانانو تر منځ موجود هغه معنوي ارزښتونه دي چي د مادي اړتیاوو او ګټو پورته قرار لري. هغه ارزښتونه چي د انسانانو تر منځ یو د بل په وړاندي حقوق او مسئولیتونه تعینوي او انسانان د عاطفې له مخي یو د بل ملاتړ ته هڅوي، دا خودخواه عناصر په شخصي چوکاټ کي د هغه څخه څه سوء استفاده کولای سي خو انسانان نه سي ځني بې برخي کولای. تر څو چي دا ارزښتونه د بشریت په ټولیز ژوند حاکم وي دا مافیاوي پر نړۍ خپل مطلق اقتدار نه سي قایمولای. د بیلګي په توګه که په یوه ټولنه کي د اسلام د مبین دین اصول حاکم وي. د هغه ټولني ثروتمند د خپلو عوایدو یوه برخه د همهغه ټولني تر ټولو بیوزله شخص ته ورکوي. کله چي په یوه ټولنه کي تر ټولو بېوزله شخص ته مرسته د ترټولو ثروتمند شخص د کوره څخه رسیږي نو دا مافیاوي به څنګه وتوانیږي چي د طبقاتي توپیر په پلمه بېوزله طبقه د ثروتمندي طبقې پر ضد راوپاروي. یا دا چي یوه ټولنه مسلمانه وي د هغه واکمن ځان ته د خپلي واکمني لاندي تر ټولو بیوزله کورنۍ د سویې ژوند غوره کوي. د کلي ملک، د ولسوالي ولسوال، د ولایت والي او د هیواد سربراه درې وخته یا دوه وخته هغه خواړه خپله خوري چي د ده د سیمي تر ټولو بې وزله شخص یې خوري. کله چي خبر سي چي د سیمي تر ټولو بې وزله د خوراک هیڅ شی هم نلري نو خپل خواړه د هغه کور ته وراستوي. موږ ته د دې کندهار ښار د ماضي داسي قصې راپاته دي چي وایي د ظاهر شاه په وختو کي چي غربت ډیر زیات وو او د کوڅې یوه خان به ښوروا باندي کړې وه او خبر به سو چي په فلاني کور کي دیګ نه دی باندي سوی. هغه پخ سوې کټو به یې هغه کور ته ورواستوله، خپله به یې کوم بل څه پاخه کړله. په داسي ټولنه کي به دا مافیاوي څنګه وتوانیږي چي د خپلو لاسپوڅو علماوو او روحانیونو په فتواوو ملک، ولسوال، والي او واکمن کافر، مرتد، مباح الدم معرفي کړي او پر وړاندي یې ولسي بغاوت تنظیم کړي. بلي خوا ته چي د کفري ټولني مثال راواخلو لکه د نن ورځي عربي ټولنه چي سعودي عربستان او یمن څنګ په څنګ سره پراته دي. دواړه هیوادونه یو قوم او یو ملت یعني عرب دي. د سعودي خلګ په طلاء او ثروت کي غرې وهي او د یمن خلګ په فقر کي غرق دي. د سعودي عربستان او یو شمیر نورو ثروتمندو عربو هیوادونو د ثروتمندي اندازه د دې څخه لګولای سو چي افغانانو درې لسیزي په ملیونونو انسانانو قربانۍ ورکړې او د شوروي اقتصاد یې د اوږدمهاله جګړې په درشل کي په صفر کي ضرب کړ. روس بیرته په ډیر لږ وخت کي د دې عربانو د عیشپرستي او شهوتراني په مصارفو تر پخوا زیات پیاوړی اقتصاد جوړ کړ او هغه دی په سوریه کي د خپل ائتلافي ایران د ګټو ساتنه بیرته د همدې عرابانو پر ضد کوي. را به سو بیرته یمن او سعودي ته. باوجود د دې چي د یمن خلګ د سعودي او نورو ثروتمندو عربو خپلوان او هم دین شریکه ورونه وه، خو ثروتمندو عربو په عوض د دې چي د یمن بېوزلو ته خپل زکاتونه ورلیږلای، د هغوئ د غربت څخه په سوء استفاده به یې د هغوئ لوڼي او خویندي د یوې شپې لپاره په نکاح کولې. بیا چي به ځني ولاړه دا به یې لا نه ویل چي هغه شپه مي ورسره تیره کړل، ماشوم به یې سوی وي او که نه. د خدای ورځي او شپې تیریدلې، په یمن کي د عرب شیخانو د یوې شپې د نکاح په پایله کي ځیږیدلي شاهزاده ګان دومره ډیر سول چي اوس د روس، ایران او چین په ملاتړ یې د سعودي، اماراتو او نورو ثروتمندو عربي هیوادونو پر ضد د حوثي یاغیانو جبهه رامنځته کړې ده. د سعودي عربستان ښارونه او هوایي ډګرونه یې د بریدونو څخه په امان نه دي. هغه سالم عقل چي انسان عبرت او پښیماني ته هڅوي، په پیسو نه حاصلیږي، بلکه په تواضع او خاکساري لاسته راځي. دې اصیلو قریشي و هاشمي عربانو ته چي کښینې، اوس هم دا نه مني چي د دوئ اسلاف کافران وه. دوئ وایي چي هغوئ جاهلان وه. خپل د بعثت څخه وړاندي دوره دوئ د جاهلیت دوره بولي. دا نه وایي چي د کفر دوره وه. اوس نو څوک دومره جرائت لري چي ورته ووایي چي دا ۱۴۰۰ کاله وروسته دوره خو د جاهلیت نه سئ بللای. د الله تعالی ج وروستی کلام په عربي نازل سوی دی او تاسي ایمان هم پر راوړ اوس یې ورځ او شپه آیتونه لولئ. اوس مو ولي اعمال هغه د جاهلیت د دورې تر اسلافو بدتر دي؟ ولي مو اسلامي خلافت په ملوکیت واړاوه، قلمرو مو په شپږو او اوو ټوټو په خپل منځ کي وویشل او امتیان مو خپل مریان وګرزول؟ ولي د الله تعالی ج درکړل سوی مال د خوار، غریب او مظلوم د مرستي پر ځای د عیاشي پر لوازمو مصرفوئ. د قرآن او دین حفاظت خو اوس عجم کوي. ایا په مصر کي د اخوان المسلمین د حکومت په نسکورولو کي د مصر د دهریانو د ملاتړ حکم په قرآن کي موجود وو چي تاسو وکړ؟ په یمن کي د شیعګانو پر ضد راپورته سوي مسلمانانو ته مو د القاعده تور واچاوه. د جهاد په نامه مو افغانستان ته بوتلل او هلته مو هغه څه ورسره وکړل چي یو څو سوه کاله مخکي مو د حضرت امام حسین رض او ورسره ملګرو اهل بیت سره کړي وه. بیا مو عراق او سوریه کي د روافضو پر ضد راوپورته سوي مسلمانان د داعش په استخباراتي لومکه کي راګیر کړل. ټوکر ټوکر مو کړل. ولي؟ د څه لپاره؟ د کافرانو سره د اخروي ګټي حساب نه کوو، تاسي هغه دنیاوي ګټه راته جوته کړئ چي تاسو د دې کاره لاسته راوړې وي. نن ژړي سترګي ناست یاست دا یو څو ایراني شیعګانو په خپلو عربو باندي محاصره کړي یاست او د یزدګرد د ذلتونو په انتقام کي د حضرت ابوبکر صدیق رض او حضرت عمر فاروق رض د قبرونو د شنلو خبري کوي. محمد بن سلمان چي د احمد مرسي د ملاتړ څخه غفلت نه وای کړی، د مصر منافقینو هیڅ کله په دومره سپینسترګي په شهادت نه سوای رسولای. موږ ویل چي دا یهود او د دوئ لاسپوڅي دهریان به محمد بن سلمان ته د دې تجاهل عارفانه په مقابل کي څومره ستر انعام ورکړي. انعام یې داغه وو چي د خشوګي په وینو یې دا سپینه عبا ورککڼه کړل او اوس لګیا دي چي د بوش لخوا پیل سوی د تروریزم ضد کروسیډ (صلیبي جګړه) تر سعودي عربستانه ور وغزوي.