استاد نجيب منلی – فرانسه
د افغانستان پر جغرافيايي موقعيت او د سيمې پر تاريخي – فرهنګي جوړښت د هغه پر اغيز ، ځای او بې ځايه ډېر څه ليکل شوي او بيا بيا يادول يې چندان ضروري نه برېښي. په خپله په افغانستان کې د بېلابېلو قومونو او ژبو شته والی هم د همدغه موقعيت او له هغه سره د تړلو تاريخي پېښو زېږنده ده نو که د تاريخ زده کړه د اوسنيو پېچلو واقعيتونو د درک کونجي په لاس راکوي، همدا راز د اوسنيو واقعيتونو علمي څېړنه او پر هغو په دقيقه توګه پوهېدل کولای شي د تېر په اړه ډېر په زړه پورې مالومات راکړي.
د افغانستان د ژبو په اړه له نولمسې پېړۍ راهيسې څېړنې شوې دي چې علمي ارزښت يې د ليکوالو د پوهې او سياسي موخو په نظر کې نيولو سره خورا نابرابر دی، خو دا څېړنې نه د څومره والي له لحاظه او نه د څرنګوالي له لحاظه دومره دي چې د افغانستان د بشري جغرافيا په هکله د څېړونکو او زده کوونکو علمي تنده پرې ماته شي.
په ١٩٥٧ کال کې سويسي پوهاند جورج رېدار د ختيځپوهانو په څلېرويشتم نړۍوال کانګرس کې د افغانستان د ژبو او لهجو د اتلس د جوړولو وړانديز وکړ چې بيا يې د افغانستان د دولت او د کابل پوهنتون د علمي پرسونل په ملاتړ عملي کارونه پيل شول. د ١٩٦٢ کال څخه تر ١٩٧٢ کال پورې د افغانستان په ٢٥٢ بېلابېلو سيمو کې پلټونکو د معياري پوښتن پاڼو پر مټ ژبني مواد راټول کړل. له دغو ٢٥٢ څېړنپاڼو څخه يې تر نيمايي ډېرې (١٣٠) د پښتو ژبې پورې اړوند وې. په ١٩٧٠ يمو کلونو کې افغاني او بهرنيو علمي مرکزونو د دغو مالوماتو د شننې او ځيرنې د پاره له يوې خوا د مېتودولوژۍ پر جوړولو کار وکړ او له بلې خوا يې لومړنۍ لاسته راوړنې د پوهانو ټولي ته وړاندې کړې.
د نولسمې پېړۍ له نيمايي راهيسې د انګرېزي پښتو پوهانو په پيروۍ د پښتو ژبې ګړدودونه د ”ښ“ او ”ږ“ د تلفظ پر بنسټ په دوو سترو ډلو وېشل کېدل: د هغو سيمو ژبه چې دا غږونه يې د ”ش“ او ”ژ“ په شان ويل ”مغربي“ - ”پسته پشتو“ و نومول شوه او د هغو سيمو ژبه چې دا غږونه په کې د ”خ“ او ”ګ“ ويل کېدل ”مشرقي“ - ”کلکه پختو“ و بلل شوه. د دې تر څنګه د ځينو غږيزو فونېمونو د اووښتون پر بنسټ د ”وزيري اووښتون“ په نامه يو مفهوم را منځ ته شو چې په دوو کورونو د پښتو د ګړدودنو د وېش تر څنګه به يادېده. د افغانستان د ژبني اتلس د کار په لومړنيو لاسته راوړنو کې يوه د پام وړ لاسته راوړنه دا هم وه چې په پښتو ګړدودونو کې د ”منځنۍ لهجې“ په نامه يو بل ګړدود هم و منل شو چې د پکتيا، لوګر، وردګو ، کابل او تر يوه حده د ننګرهار او غزني د لهجو ځانګړتيا يې څرګندوله. د دې تر څنګه يو شمېر نور ژبنۍ ځانګړتياوې هم د څېړنو جوس ته ور ننوتې (د ”ج“ / ”ژ“ / ”ز “ پر له اووښتل يا د ”ش“ او ”س“ پرله اووښتل) چې تر هغه وخته پرې چا کار نه و کړی. له بل لوري پوهانو د افغانستان د بشري جغرافيې په برخه کې يوه نوي څېړنيز ډګر ته هم لار ومونده چې د ګړدودونو د تحليل او تجزيې پر مټ يې کولای شول د قومونو (په تېره د پښتنو قبيلو) د لېږد رالېږد د تاريخ په اړه هم ارزښتناک مالومات تر ګوتو کړي (چې د ليکليو معتبرو لاسوندونو د نشتوالي سره، داڅېړنلاره خورا ارزښتناکه برېښي).
په افغانستان کې جنګونو او سياسي بدلنونو د افغاني پوهانو او غربي پوهانو تر منځ اړيکي پرې کړل او تر کومه ځايه چې ما ته پته ده، د افغانستان د ژبني اتلس کار هماغسې نيمګړی پاتې شو.
په دې وروستيو لسيزو کې په غرب کې د پښتو څېړنو بهير ډېر پڅ دی. ستر منل شوي استادان لکه ګيورګ مورګينستيرنې، جورج رېدار او مېکينزي له دنيا ولاړل، په افغاني پوهانو کې هم سترې سترې سټې د ګور خوراک شوې . ځوان علمي کول په داسې شرايطو کې زده کړې کړې دي چې که ووايم چې تر اوسه د تلليو استادانو د ځايناستو څرک لګول ناشوني برېښي څوک به را نه خوا بده نه کړي.
د افغانستان د ژبني اتلس د سرلارو څېړونکو له ډلې ، تر کومه ځايه چې زه خبر يم،په افغانانو کې استاد مجاوراحمد زيار راپاتې دی، چې خدای دې يې سيوری د پښتو ژبپوهنې له سره نه کموي. (ښاغلي ثناءلله ثنا هم په دې برخه کې ډېره خواري کړې، خو له څو کلو راهيسې يې احوال نه لرم، که زما دا ليکنه ورورسېږي، سلام او درناوی مې دې ومني) او په غربي پوهانو کې استاد شارل کيفېر لا هم راسره دی.
زه نه ژبپوه يم او نه وګړپوه. اصولاَ خو بايد ما په هېڅ وجه دا زړه نه وای کړی چې پر دغه موضوع څه وليکم مګر دا مې و ګڼله چې کېدای شي چې دغه لږ مالومات چې ما سره وو د ځينو ځوانو پښتنو د پاره جالب وي. له بل لوري دا هم راته د پښتو ژبيو له خوا ستره ناشکري برېښېده چې د تلليو پوهانو په ياد کې د داسې يوې سترې پروژې پيلوونکي پوهان د نوي کول هېر شي نو غوښتل مې چې په دې ډول يې ياد تازه کړم.
پوهاند زيار تراوسه پر پښتو پوهنه ډېرې لوريېنې کړې دي او لا لګيا دی کوي يې د پښتو ژبې د يوه زده کوونکي په صفت هم ترې په خپله هيله کوم او هم نورو دوستانو ته بلنه کوم چې استاد و هڅوي چې د دغو څېړنو د جزئياتو او لاس ته راغليو پايلو په اړه يو څه راباندې ولوروي. که څه هم استاد د خپلو تېرو کارونو په بيا خپرولو کې هم ډېر بوخت دی، د پښتو لېکزيکولوژۍ (لغت پوهنې) په برخه کې هم فعال دی، خو دافغانستان د ژبني اتلس د پاره د راټولې شوې پانګې په رڼا کې د پښتو ګړدود پوهنې اړوند به د پوهاند سېب په لاس ليکلي مواد (که څه هم له سلو پاڼو ډېر نه وي) د پښتو ژبې د څېړونکو او زده کوونکو د پاره ترلسګونو سيندونو، قاموسونو، تاريخي کتابونو او سياسي ليکنو ډېر ګټه ور وي.
هيله ده چې زما دغه غوښتنه به تر پوهاند زيار پورې ورسېږي او هغه به يې د لورېينې له مخې په ځمکه و نه غورزوي.